د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اړه د اروپائي ټرائيکا دریځ
(last modified Tue, 24 Nov 2020 08:58:02 GMT )
Nov 24, 2020 13:28 Asia/Kabul
  • د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اړه د اروپائي ټرائيکا دریځ

اساسا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا له وتلو وروسته د اروپایانو ددریځونو ارزونه،د هغو ژمنو په اجرا کولو د دوي د ژورې بې وسۍ ښودنه کوي،چې د ایران په وړاندې ئې په غاړه اخستي دي .

اروپائي  اتحادئې او له جرمني،فرانسې او انګلستانه جوړې اروپائي ټرائيکا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په تحقق کې  یو مهم رول لوبولی دی،که څه هم  دوي له نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا  له وتلو وروسته ، ددغې نړیوالې  موافقې په ساتلو او  دخپلو ژمنو په اجرائي کولو کې تر یوه حده منفي او  بې د فاع کړچار درلودلی دی .دوي  اوس د جوبایډن  واک ته د رسیدا له لرلید سره  دوه ګوڼی دریځ غوره کړی دی .

 نوو حالاتو ته په پام سره،د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس پرون په برلین کې له خپل انګریز او فرانسوي همڅنګو سره لیده کاته کړي او هیله ئې ښودلې ده چې  په امریکا کې د قدرت منتقلیدا،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دساتلو لپاره نوی لرلید پرانیستلی شي .

دغو درو واړو اروپائي چارواکو همداراز له ایرانه هم غوښتي د ي،څو د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې بشپړ اجرا ته دې وګرځي او هغه څه چې  د نړیوالې ایټمي موافقې  خلاف  ورزي  ئې ګڼي ودروي .

 دغه څرګندونې په داسې حال کې  مطرح کیږي،چې  اروپایانو عملا  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د ډ ونالډټرمپ  له وتلو وروسته د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس  دخپلو ژمنتیاؤ د پوره کولو او هم د ایران په ضد  دامریکا د یواړخیزو بندیزونود اغیزو د کمولو لپاره هیڅ ډول اغیز شیندونکی  اقدام   نه دی کړی . اروپائي اتحادئې او اروپائي ټرائيکا په کرتو مدعي شوي دي،چې  دسیمه ایز او نړیوال  امنتی او سولې په ساتنې کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  اساسی رول ته په پام سره،ددغې موافقې د پاتیکیدا غوښتونکي دي او ژمنه ئې  ورکړې،چې  په دې زمینې کې  خپلې نهائي هڅې کوي . په  عین حال کې  اروپایانو ،د امریکا دباؤنو ته په پام سره او  دغه راز د لازمې ارادې په نه درلودلو سره ئې،د خپلو ایټمي ژمنتیاؤ په  تیره بیا داینسټکس په نامې له ایران سره د مالی اوتجارتي تعامل د لارو چارو د اغیزشیندونکي اجرا څخه  ډ ډه کړې ده .

 اساسا  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا له وتلو وروسته  د اروپایانو ددریځونو  ارزونه،د هغو ژمنو په اجرا کولو د دوي د ژورې بې وسۍ  ښودنه کوي،چې  د ایران په وړاندې ئې په غاړه اخستي دي .

 په عین حال کې ددغو درو اروپائي هیوادونو لوړپوړو چارواکو  که څه هم وخت په وخت   ایټمي وسلو د رسیدا لپاره د ایران د هڅې ادعا  مطرح کړې او ټينګار ئې کړی دی،ددغې چارې دپوره کیدا مخه به ونیسي .په داسې حال کې چې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اجرائي کیدا له وخت راهسې د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  ډير راپورونه په ډاګه ښئ  چې  ایران هیڅکله هم  د خپلو سوله ایزو ایټمي فعالیتونو  کې  کوم انحراف  نه دی  درلودلی  او تر هغه وخته چې  د اروپایانو د بدعهدیو په دلیل   ئې سوکه سوکه  په نړیوالې  ایټمي موافقې کې  خپلې ژمنتیاوې کمې کړي ،  د غې نړیوالې ایټمي موافقې ته  ئې بشپړ پابندي نندارې ټه وړاندې کړې ده .

 اوس  دې ته په پام سره چې  جوزف بایډن  تر دوو نورو میاشتو پورې د ارمیکا د  ټاکل شوي ولسمشر په توګه  دچارو واګې په لاس کې  اخلي ، اروپایان هیله مند شوي دي  امریکا  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو لپاره  ځيني ګامونه پورته کړي . 

 په عین حال کې ، اروپایانو  په دې زمینې کې نوي  کړچار ته مخه کړې او  ددې غوښتونکي شوي دي چې  جامعه نړیواله ایټمی موافقه ، له ایران سره په نورو موضوعګانو کې د ورپسې موافقو زمینه جوړونکي شي .

د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  پخوانۍ مسئولې میرمن کاترین شټون  چې  د  خپل مسئولیَت په پړاؤ کې ئې  له ایران سره په ایټمي خبرواترو کې  رول لوبولی دی ، په یوې مقالې کې ئې  جوزف بایډن ته د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دساتلو  لپاره ځيني سپارښتنې کړي دي .میرن شټون  لیکلي دي ،جوبایډن  باید  نړیواله ایټمي موافقه  تر ټولو وروستۍ نه ،بلکې د لومړۍ موافقې په توګه وګرځوي .  هیڅکله هم نه وه ټاکل شوي چې  د ۲۰۱۵کال موافقه د خبرواترو پاي وي .  دغه موافقه  په یوې خاصې او سترې اندیښنې څيړنې او ارزونې کړي ، یعني دایران د یورانیمو دپخولو  په پروګرام ارزونه ، چې نسبتا بریالۍ هم  وه .

 په دې توګه اروپایان دوه ګوڼه دریځونه لري . له یوه پلوه ادعا کوي  چې د  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ساتل غواړي او له بل پلوه  ئې ګواښونکي اوزیات غواړي دریځونه خپل کړي دي . مسلما که  اروپایان وغواړي ، دغه کړچار ته دوام ورکړي ،نو د ایران له جدي مخالفت سره به مخ شي .  د ایران اسلامی جمهوریت  جامعه نړیواله ایټمي موافقه  یوازې د  ایران دایټمي موضوع دحل لپاره  یوه موافقه  ګڼي  او  په دغې موافقې کې له درستو لورو تمه لري ، چې  پخپلو ژمنو دې عمل وکړي .

 

ټیګونه