د شل فیصده په اندازه یورانیم بډایول خلاف ورزۍ نه ده
(last modified Wed, 06 Jan 2021 00:33:24 GMT )
Jan 06, 2021 05:03 Asia/Kabul
  • د شل فیصده په اندازه یورانیم بډایول خلاف ورزۍ نه ده

زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل د ایران لخوا د شل (۲۰) فیصده په اندازه د یورانیمو پخول د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي (NPT) خلاف ورزۍ نه ده .

د روسیې د باندنیو چارو وزارت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د شل (۲۰) فیصده په اندازه د یورانیمو په پخولو کښې د ایران د اقدام په هکله وویل د تهران لخوا د شل (۲۰) فیصده په اندازه د یورانیمو پخول د امریکا د بایکاټونو نتیجه ده او دغه کار د این پي ټي تړون خلاف ورزۍ نه ده .

د روسیې د خارجه وزارت په بیانیې کښې وړاندیز شوی دی ایران خپل چمتووالی اعلان کړي چې اټومي تړون ته د امریکا له احتمالي وروستنیدا وروسته مناسب غبرګون وښيي .

له دې مخکې د اروپا کمیسیون د اټومي تړون د لورو هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له پام کولو پرته د ایران لخوا د یورانیمو په پخولو د سختې اندیښنې په ښودلو سره ادعا کړي وه د شل (۲۰) فیصده په اندازه د یورانیمو د پخولو په هکله د ایران اقدام خواشینونکی دی خو اروپا هماغه راز د ایران د اټومي موافې ساتلو ته ژمنه ده .

 

ټیګونه