د هندوستان پلازمینه په تیارسي حالت کښې ده
د هندوستان پلازمینه نوی ډیلی د تیرې ورځې له شخړو وروسته په تیارسي حالت کښې راغلی دی.
د هندوستان پلازمینه نوی ډیلی د تیرې ورځې له شخړو وروسته په تیارسي حالت کښې راغلی دی.
ډیلي ته ننوتونکې لارې په شدت سره کنټرول کیږي او د لال قلا او انډیا ګیټ په شمول د پلازمینې مهمو مرکزونو ته تلونکې لارې بندې کړی شوې دي.
د دغه رپورټ له مخې په بندو شویو لارو باندې خلک یوازې پیاده تګ کوې شي او په نوي ډیلي کښې د امنیتي ځواکونو شمیر زیات کړی شوی دی.
د هندوستان د کرهڼې د اتحادیې ځینو مشرانو پرونۍ ورځ د بزګرانو د بدنامه کولو لپاره یوه دسیسه وبلله او د عمومي اموالو خرابونکي یې له معترضو کروندګرو نه غیر کسان بللي دي.
د کرهڼې په برخه کښې د هندوستان د حکومت په اصلاحاتو باندې په اعتراض کښې د هندي کروندګرو پرونۍ مظاهرې د امنیتي ځواکونو په حملې سره په تاوتریخوالي بدلې شوې او د اوښلن ګیس او د پولیسو د ډنډو له امله ګڼ معترضان زخمي او ونیوې شول.
د هندوستان د حکومت د اپوزیشن مشر راهول ګاندي په خپل ټویټر کښې د معترضانو ځپنه وغندله او د کرهڼې د برخې د اصلاحاتو د نویو قوانینو غوښتنه یې وکړه.