د هندي کروندګرو اعتراض جاري دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96194-د_هندي_کروندګرو_اعتراض_جاري_دی
د هندوستان معترضو بزګرانو د دغه هیواد په ۲۵ صوبو کښې سړکونه بند کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2021 04:31 Asia/Kabul
  • د هندي کروندګرو اعتراض جاري دی

د هندوستان معترضو بزګرانو د دغه هیواد په ۲۵ صوبو کښې سړکونه بند کړل.

له نوي ډیلي څخه رارسیدلي خبرونه وايي چې د هندوستان معترضو کروندګرو پرون د غرمې له ۱۲ نه د ماسپښین تر ۳ بجو پورې د ښارونو مهمې لوې لارې بندې کړې او د ګاډو د تګ راتګ مخه یې ونیوله.

هندي کرودګرو له کابو دوه میاشتې مخکښې راهیسې د کرهڼې په برخه کښې د حکومت په اصلاحاتو باندې په اعتراض کښې د پلازمینې نوي ډیلي په شان ځینو ښارونو کښې کاربندیز کړی دی چې ځینو شناندو دغه کاربندیز په هندوستان کښې ترټولو ستر هړتالونه بللي دي.

د هندوستان حکومت د ځان خلاف مظاهره کونکي سخت ځپي.