اروپائي اتحادیه له کرونائي بحران سره په مبارزې کې پاتې راغلې ده
(last modified Thu, 11 Feb 2021 00:35:59 GMT )
Feb 11, 2021 05:05 Asia/Kabul
  • اروپائي اتحادیه له کرونائي بحران سره په مبارزې کې پاتې راغلې ده

فون ډرلیّن په همداوروستیو کې د انګلستان په وارویک پوهنتون کې په یوه ویډیوئي کنفرانس کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، ځيني هیوادونه کرونائی واکسنو ته لاس رسی دنړیوالو قدرتونو ترمینځ یوه سیالي ګڼي ، خو د روسیې اوامریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو په څير پخوانی غلیمانه تفکر ، له کرونائي بحران سره دمقابلې لپاره له نړیوالو هلوځلو سره هیڅ مرسته نه کوي

روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړی ، داروپائي  کمیشن مشرې اورسلافون ډرلیّن بیګا  په اروپائي  پارلیمان کې  د  واکسینشن  دسټراټژۍ د ارزونې په غونډې کې  منلې ده ، اروپائي اتحادئې د کروناواکسن په تائيدولو کې ځنډ کړی او  له حده د زیاتو واکسنو تولید ته خوشبینه  وه .

 د اروپائي کمیشن مشر زیاته کړې ده ، تر دې دمه په اروپائي  اتحادئې  کې شپږویشت میلیون ډوزه کرونائي واکسن ویشل شوي دي .

 فون ډرلیّن  په همداوروستیو کې د انګلستان  په وارویک پوهنتون کې په یوه ویډیوئي کنفرانس کې  پخپلې وینا کې  وئيلي دي ، ځيني هیوادونه  کرونائی واکسنو ته لاس رسی  دنړیوالو قدرتونو ترمینځ یوه سیالي ګڼي ، خو  د روسیې اوامریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو په څير  پخوانی غلیمانه تفکر  ، له کرونائي بحران سره  دمقابلې لپاره  له نړیوالو هلوځلو سره هیڅ مرسته  نه کوي . دغه مرګونی ویروس په چټکۍ سره په پراخیدو دی  چې  باید نننۍ سیالي   یوازې ددغه  ویروس له خوریدا سره  مقابله  شي .

 

ټیګونه