چین د ایران خلاف د بندیزونو د ختمیدو غوښتنه وکړه
د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ضرورت شته چې امریکا د دقیقو اقداماتو په کولو سره د ایران خلاف بندیزونه ختم کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ضرورت شته چې امریکا د دقیقو اقداماتو په کولو سره د ایران خلاف بندیزونه ختم کړي.
ایرنا د چین د نړیوال راډیو له قوله لیکلي دي: د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ ون د دې ټکي په یادونې سره چې د ایران د ایټمي مسئلې حالت په ډیر مهم پړاؤ کښې دی، وویل: امریکا باید د دقیقو اقداماتو په اجرا کولو سره د ایران خلاف خپل بندیزونه ختم کړي، تهران دې هم د موافقې اجرا پیل کړي څو د ایټمي موافقې اجرا سمې لارې ته ستنه شي.
ون بین د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ایران د برجام په هکله په غیررسمي غونډې کښې شتون رد کړی نو په دې لړ کښې د چین دریځ څه دی، زیاته کړه: بیجنګ وړاندیز کړی چې د ایټمي موافقې د لورو او امریکې په شتون سره نړیواله غونډه ترسره شي او په عین حال کښې د اروپايي اتحادیې د کره وړاندیزونو ملاتړ هم کوي.
هغه وویل: د بیجنګ غوښتنه دا ده چې امریکا او اروپا دې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس خلاف کوم اقدام ونه کړي څو دغه غونډه زرترزره ترسره شي.