په ټوله نړۍ کښې د کورونا وېکسينو له برابر وېش څخه د چين هرکلے
(last modified Wed, 03 Mar 2021 01:26:39 GMT )
Mar 03, 2021 05:56 Asia/Kabul
  • په ټوله نړۍ کښې د کورونا وېکسينو له برابر وېش څخه د چين هرکلے

د چين حکومت په ټوله نړۍ کښط د وېکسينو د برابر وېش لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا له اقدام څخه هرکلے وکړ.

د اېرنا د رپوټه له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند وانګ ون بين پرون په بيجنګ کښې په يو اخباري کانفرنس کښې وويل، د ملګرو ملتو د امنيت شورا په ناارامۍ کښې د ښکېلو هېوادونو په شمول وېکسينو ته د ټولې دنيا د خلقو د لاسرسائۍ د قابليت او د هغو د پوره کولو او برابر وېش په اړه د نړيوالې ملګرتياو د پياوړتيا په هدف سره پرېکړليک تصويب کړ.

د چين د خارجه وزارت وياند تاکيد وکړ، چين تل په خپلو اقداماتو سره په ټوله نړۍ کښې د عمومي محصول په توګه د وېکسينو د وړاندې کولو په اړه د چين د مشر شي جين پينګ په مهمې اعلاميې عمل کړې او له هر هېواد نه مخکښې يې د کورنا د مخنيوي او کنټرولولو نويو اوزارو ته د خلقو عادلانه لاسرسائۍ، تحقيق او توليد په خاطر د نړيوالې ملګرتيا لپاره د روغتيا د نړيوالې ادارې له نوښت سره ملګرتيا کړې ده.

 

ټیګونه