سوله له جنګه ډيره پیاوړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97340-سوله_له_جنګه_ډيره_پیاوړي_ده
پاپ فرانسیس به نن شپه له اربیله د شپې مهال د بغداد نړیوال هوائي ډګر ته لاړ شي او له سهار وختي به له عراقه د واټيکن په لور وخوځيږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 07, 2021 12:58 Asia/Kabul
  •  سوله له جنګه ډيره پیاوړي ده

پاپ فرانسیس به نن شپه له اربیله د شپې مهال د بغداد نړیوال هوائي ډګر ته لاړ شي او له سهار وختي به له عراقه د واټيکن په لور وخوځيږي .

 شفق نیوز خبری سایټ رابور ورکړی ، دنړۍ د کاتولیکانو  رهبر پاپ فرانسیس  نن دعراق په شمال کې  موصل ښار ته پخپل سفر کې ،په   خویش البیعه کلیسا کې په شتون سره  پخپلې وینا کې  په موصل ښار کې د جنګ  آثارو او نښونښانو ته په اشارې سره  وئیلی دي ، ډيره د افسوس خبره ده چې  د تمدنونو ټاټوبی  ددغه ډول ترهه ګرو یرغلونو په نښه شوی دی .

 پاب فرانسیس ددې خبرې په کولو سره چې په موصل او مینځني ختیځ کې د مسیحیانو دشمیر کمیدا ټولنیز جوړښت ته ډيرستر تاوان رسوي ،له مسیحي کورنیو غوښتي دي،موصل ته دې بیرته وګرځي  او خپل حیاتي رول دې له سره ولوبوي .

  هغه همداراز ټينګار کړی ، باید ددرستو قربانیانو لپاره دعا وکړو او لمنځ ته مخه کړو څو   په سولې او دوستۍ کې ژوند وکړائ شو .

 د نړۍ د کاتولیکانو رهبرله موصل ښاره  په نینوا ولایت کې  قرقوش ښار ته  چې  دعراق یو ترټولو سترمسیح میشته ښار دی، تللی او خلکو ئې پراخ هرکلی کړی دی .

ټاکل شوې پاپ دقرقوش ښار په  طاهره الکبری  کلیسا کې چې دعراق تر ټولو ستره کلیسا ده،هم د رباني  ماسخوتن دستورې ترسره کړي .

پاپ فرانسیس  به نن شپه  له اربیله  د شپې مهال د بغداد نړیوال هوائي ډګر ته  لاړ شي او له  سهار وختي به  له عراقه د واټيکن په لور وخوځيږي .  

Image Caption

 

Image Caption