ورځپاڼو ته کتنه
د تہران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
نن له تهرانه د چاپیدونکو ورځپاڼو په سرکښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د برجام(نړیوالې ایټمي موافقې) په چارو کښې د امنیت شورا د استازي په کتنه کښې د ایرن د اسلامي جمهوریت د ولسمشر خبرې په غټو ټکیو راخیستې دي چې وايي: د برجام د فعالیدو شرط، د ټولو بندیزونو ختمیدل دي.
د خبر په ځینو مهمو برخو کښې د ولسمشر حسن روحاني له قوله لولو: امنیت شورا باید د پریکړه لیک د خلاف ورزۍ په وجه د امریکې د تیر حکومت په وړاندې مناسب چلند کړی وی.
په مختلفو دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو سویو له اروپايي همکارانو سره د ستونزو د هواري ترټولو ښه لاره، د متقابل احترام په بنیاد مذاکرات او له هر ډول ګوار او دباؤ څخه ډډه کول دي.
د څو اړخیزې نړیوالې موافقې په توګه د برجام فعالول، د درستو غړو د ټولو ژمنو له پوره کیدو او د امریکا د بندیزونو له لغوه کیدا سره مشروط دي .
ایران د جامع ایټمي موافقې په ساتلو ژمن دی او یوازنی لوری دی چې د دې لپاره ئې لګښت ورکړی دی خو دا حالت په همدې شکل سره او په یواړخیزه توګه دوام نه شي موندلې. */*/*/*
(که صهیونیسټي رژيم کومه تیروتنه نو تل ابیب او حیفا به له خاورو سره خاورې کړو.)
دا د هغه خبر عنوان دی چې د تهران ځینو ورځپاڼو د ایران د دفاع وزیر له پرونیو څرګندونو راخیستی دی.
د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي ویلي دي: په دې هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونې چې (صهیونیسټي رژیم حتی د ایران د اسلامي جمهوریت په حد کښې نه دی او پوهیږي او که نه پوهیږي نو خبر دې شي چې که کومه غلط ګام پورته کړي نو تل ابیب او حیفا به ورله له مینځه یوسو، په یوې طرحې بدلې شوې دي او د معظم رهبر فرمان به اجرا شي.
هغه زیاته کړه چې د ایران نرم قدرت مختلف اړخونه لري چې ورڅخه زمونږ د سیمې قدرت ته اشاره کیدې شي. د مقاومت ډلې د ایرن د نرم قدرت میوه ده چې په یمن، عراق، سوریې او لبنان کښې موجودې دي او د دغو میوو خوند، صهیونیسټي رژیم ښه څکلی دی.
*/*/*/*/*
کیهان:
له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې بیا له آیت ا... العظمی علي سیستاني سره د پاپ فرانسیس د ملاقات خبر ته انعکاس ورکړی دی او په یو غټ خبر کښې یې لیکلي دي: آیت ا... سیستاني د پاپ په کتنه کښې، له اسرائیلو سره د اړیکو سمول رد کړل.
کیهان لیکلي چې عراقي رسنیو له پاپ فرانسیس سره له کتنې وروسته د آیت ا... سید علي سیستاني د دفتر د بیانیې په شننه کښې ویلي چې په یادې خبرپاڼې کښې اووه ستر (نه) موجود وو او هغه په دا ډول دي: بندیز ته نه، تاوتریخوالي ته نه، ظلم ته نه، فقر او بې وزلۍ ته نه، د دیني آزادیو ځپنې ته نه، د ټولنیزو آزادیو نشتوالي ته نه او له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو ښه کولو ته نه.
*//*/*/*/*/
هم دې یعنې کیهان ورځپاڼې بیا په یو بل خبر کښې لیکلي چې د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د یمن په مارب ولایت کښې د دغه ائتلاف د لاس پوڅو له میداني ماتې وروسته په دغه ولایت ګڼې هوايي حملې وکړې او ۱۸ ځلې یې د هغه درې ښارونه بمباري کړل چې زیاتره په کښې ملګي وګړي په نښه شوي دي.
له بلې خوا د یمن پوځ او انقلابیانو په تیره یوه اونۍ کښې په دویم ځل، د جدې ښار هوايي ډګر د خپلو ډرون حملو هدف وګرځوه.
اخوا د سوریې پوځ د روسیې په ملاتړ سره د خپل هیواد په شمال کښې د سونګو د قاچاق قافله په توغندیو وویشتله چې د تیلو سلګونو ټانکرونه په کښې وسوځیدل.
کیهان هم داشان د (نیو اچ) امریکايي ویبسایټ د رپورټ په حواله لیکلي چې د امریکې تیرو حکومتونو له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۹ پورې د نړۍ په خلکو باندې ۳ لکه ۲۶ زره بمونه غورځولي دي.
کابل چاپ:
مسیر
مسیر ورځپاڼې د مارچ د اتمې د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې ته خپله سرلیکنه ځانګړې کړې ده.
ورځپاڼې پر حکومت نیوکه کړې چې هر کال دا ورځ په افغانستان کې په شعاري بڼه نمانځي.
وړاندې راغلي چې د حکومت ژمنې هم د مېرمنو د حقونو په برخه کې په ډېرو برخو کې شعاري دي او تر دوو یا درېیو لویو ښارونو پورې محدودې دي او د هېواد په ډېریو لیرې پرتو سیمو کې مېرمنې ان له خپلو لومړنیو حقونو هم بېبرخې دي.
لیکوال ټینګار کړی، که حکومت په رښتینې توګه په هېواد کې د ښځو او نجونو د ژوند ښهوالی غواړي، نو تر ټولو ښه لارهیې دا ده چې د دوی د زدهکړو په وړاندې شته خنډونه لیرې کړي.
د لیکوال په اند حکومت باید د نمایشي پروژو پر ځای چې ګټهیې یوازې څو مېرمنو ته رسېږي، بنسټیز کارونه وکړي او د دوی په نوم د مرسته شويو پیسو د چور مخه دې ونيسي.
ورځپاڼې دغهشان لیکلي، حکومت دې د افغان مېرمنو د ژوند لپاره په ټولنه کې شته بد فرهنګونه، دودونه او چاپېریال اصلاح کړي او افغان مېرمنو ته دې د عزت او پرمختګ ژوند جوړ کړي.
هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د ښځو ورځ داسې مهال نماځل کېږي چې دا مهال افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.
لیکوال ټینګار کړی چې لاهم ګڼې افغان مېرمنې له تاوتریخوالي، بېوزلۍ او بېسوادۍ له کړاو سره ژوند تېروي.
خو د لیکوال په وینا د دغو کړاونو ترڅنګ افغان مېرمنو په تېرو دوو لسیزو کې خپل ځان ته یو ښه موقف هم جوړ کړی او د پام لاسته راوړنې هم لري.
ورځپاڼې لیکلي چې دا مهال افغان مېرمنې د افغانستان د ادارو ۲۲ سلنه کاري ځواک جوړوي، ۲۷ سلنه په پارلمان کې دي او د کابل په څېر لوی ښارونو کې له ۶۰ سلنې څخه ډېرې ښوونکې مېرمنې دي او دغهشان دا مهال په افغان پوځ کې هم نږدې ۷،۰۰۰ ښځې شته.
لیکوال ټينګار کوي چې د سولې په پروسه کې بايد د ښځو حقونه او تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.
صبح کابل
صبح کابل ورځپاڼې هم د مارچ د اتمې په مناسبت سرلیکنه کړې ده.
وړاندې راغلي، که څه هم د ۲۰۰۱ م کال راهیسې په افغانستان کې د جنډر مساوات، د نارینه او ښځینهوو لپاره مساوي حقونو او امتیازونو د ورکړې لپاره د کورنیو او بهرنیو خصوصي مؤسسو لهخوا هڅې شوي، خو بیا هم د ليکوال په خبره مثبتې او مطلوبې نتیجې یې نهدي رسېدلي.
سرمقاله ليکونکی ليکي، په افغانستان کې د مارچ اتمه سږکال په دې هیله نمانځو چې په راتلونکي کې به د افغانو ښځو بریاوې او ستونزو او د ښځو او نارینهوو ترمنځ مساوي حقونو ته پام کېږي.
ورځپاڼې ټینګار کړی چې دا ورځ باید له شعاري بڼې وویستل شي او حکومت د ښځو اساسي حقونو ته رښتینی کار وکړي.