درست خلک دې د امریکائي او صهیونیسټي شیانو بایکاټ وکړي
د دښمن د تالی څټو او ګوډاګیانو کړچار یو ماته خوړلی کړچار دی او د فلسطین دموضوع په باب ئې منزوي کیداد دښمنانو توامنیدا او دوي ته دتسلیمیدا او اسلامی امت ته د ګوزار ورکولو په معنا ده .
المسیره خبری چینل راپور ورکړ ، دیمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثی وړاندیز کړی ، چې د فلسطین له ملت سره دمرستې لپاره دې درست خلک د امریکا اوصهیونیسټ رژيم جوړ شوي شیان بائيکاټ کړي .
الحوثي چې د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت ئې وینا کوله ، روښانه کړې ده ، امریکایی اوصهیونیسټي شیانو بایکاټول یوه اغیزشیندونکي وسله ده او هر هوښیار انسان باید دغه کار وکړي .
دیمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر زیاته کړې ده ، دروژې دمبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې د قدس دنړیوالې ورځې ټاکل کیدل ددې موضو ع ښودنه کوي ، چې قدس داسلامی ملتونو لپاره ځيني مسئولیتونه په ځان پسې لري او یوه ئې د مسلمانانو ایماني ژمنتیا ده .
هغه په دوام کې وئیلی دي ،د یمن ملت پخپلو کړنو او دریځونو کې صادق او جدي دی او دقدس په ورځې به ولولناک او اوڅاره شتون ولري .
هغه زیاته کړې ،د دښمن د تالی څټو او ګوډاګیانو کړچار یو ماته خوړلی کړچار دی او د فلسطین دموضوع په باب ئې منزوي کیداد دښمنانو توامنیدا او دوي ته دتسلیمیدا او اسلامی امت ته د ګوزار ورکولو په معنا ده .
الحوثي دیمن والو په پوځي پرمختګونو دصهیونیسټي رژيم غوسه کیدا ته اشاره کړې او زیاته ئې کړې ده ، دمونږ ملت اسرائيلی دښمن ته ډير دردونه رسولي دي او دوي د مونږ د پوځي توان په پراختیا ډير غوسه دي، خو هیڅ به په لاس ورنشي او نور د دوي عمر په ختمیدا دی .