-
په سوریې برید د نړیوالو قوانینو پرضد دی
Apr 15, 2018 01:37زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی واسیلی نبنزیا(Vasily Nebenzya) پرون د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کښې په سوریې د امریکا په مشرۍ د لویدیځ دائتلاف حمله د ملګروملتونو دمنشور اودنړیوال قانون پرخلاف وبلله .
-
د سوریې غوطه شرقی سیمه په کامل ډول ازاده شوه
Apr 15, 2018 01:22زمونږخبریال وایی د سوریې پوځ بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په ریف دمشق ولایت کښې د غوطه شرقی (Eastern Ghouta)سیمې په کامل ډول له ترهګرو د پاکولو خبر ورکړ .
-
سوریې له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
Apr 15, 2018 01:12ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د سوریې استازی بشار جعفری په خپل هیواد د امریکا، د بریتانیا او دفرانسې د تیری په غندلو سره وویل له ټولو دباونو سره سره د لویدیځ تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره مبارزې ته دوام ورکړو .
-
هند او افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
Apr 15, 2018 01:01د هندوستان خارجه وزیرې وویل هند له ترهګرۍ سره په مبارزې او د سولې په ټینګیدا کښې له افغانستان سره مرسته کوی . هغې زیاته کړه په افغانستان کښې له ترهګرو ډلو بهرنی ملاتړ په سیمه کښې د بې ثباتۍ دزیاتیدا سبب کیږی . د هندوستان دباندنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ډاګینه کړه نوی ډیلی دغه راز په افغانستان کښې د امنیت او دسولې د ټینګولو لپاره د کابل دنوی پلان ملاتړ کوی .
-
دسوریې دافع هوا یواویا ویشتل شوی توغندی شنډ کړی
Apr 15, 2018 00:35زمونږ خبریال وایی د روسیې دپوځ مشر جنرال سرګی رود سکوی(Colonel General Sergei Rudskoi,) وویل دسورېې دافع هوا سیسټم(Syrian air defences) چې دپخوانی شوروی د وخت دی د امریکا، انګلستان، او دفرانسې اکثره ویشتل شوی توغندی نسکور کړی دی .
-
د امریکا، عربو او دصهیونیسټ رژیم سیاستونو ماتی خوړلی ده
Apr 15, 2018 00:16دعربو د چارو سیاسی کارپیژاندی حسن هانی زاده له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې په سوریې د امریکا ، انګلستان او د فرانسې د جنایتکاره حملې په اړه وویل له ترهرو ډلو د غوطه شرقی سیمې پاکول د سعودی عربستان، د صهیونیسټ رژیم د انګلستان، د فرانسې او د امریکا د ګډو سیاستونو ماتی ده .
-
په سوریې برید د واکمنۍ د حق خلاف ورزۍ ده
Apr 14, 2018 23:51ایرنا خبری اژانس وایی په نړیوالو چارو کښې دایران د اسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی په سوریې د امریکا ، انګلستان او دفرانسې پرونۍ حمله د نړیوالو قوانینو او د اصولو اود سوریې دحکومت او دملت د ځمکمنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ دحق ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .
-
د میانمار پوځ د روهینګیا مسلمانانو خلاف په خپلو جنایتونو داده شو
Apr 14, 2018 03:03د میانمار پوځ د روهینګیا مسلمانانو د وژلو په جرم د دغه هیواد د اوو پوځیانو د زنداني کیدو په غندنې سره، په یو ډول په دغه هیواد کښې د مسلمانانو خلاف پر خپلو جنایتونو داده شو.
-
د پیغمبر اکرم د مبعث اختر مو مبارک شه
Apr 14, 2018 00:22نن د رجب د میاشتې ۲۷ نیټه د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعث کلیزه ده.
-
روحانی:پر سوریې د آمریکا حمله، له ترهګرۍ څرګند ملاتړ
Apr 14, 2018 13:51د اسلامی ایران اولسمشر پر سوریې د آمریکا،انګلیس او فرانسې تیری،په سیمه کښې د ترهګرۍ د پیاوړتیا لپاره یو اقدام وباله.