Jan 17, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • داعش خراسان؛ په افغانستان کې د امریکايي ترهګرۍ پیدايښت (۱)

داعش خراسان ترهګرې ډلې په رسمي توګه د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې خپل شتون اعلان کړ. دا ډله په عراق او سوریه کې د یو شمېر ماتې خوړلو ترهګرو له خوا چې د امریکا په ملاتړ سره افغانستان ته تللي دي، جوړه شوې ده.

په افغانستان کې د داعش خراسان د شتون له اعلان سره سم، په دغه هېواد کې یو شمېر سیمه ایز خلک او ډلې او د طالبانو یو شمېر جلا شوي غړي له دغې ډلې سره یو ځای شول. له همدې امله، د داعش خراسان ډلې عجیبه جوړښت، له سلفي ډلو سره د اړوندو پخوانیو ملیشو عناصرو ترکیب دی لکه پاکستاني طالبان، په افغانستان کې حقاني شبکه، او الدعوه ډله او په ازبکستان کې افراطي غورځنګ.

له دې سره، د داعش خراسان ترهګریزه ډلې په ډېرې کمې مودې کې وتوانېده چې د افغانستان پر یوشمېر شمالي او شمال ختیځو سیمو واکمني ترلاسه کړي او د هغه حملو له لارې چې د افغانستان او پاکستان پر پولې ترسره کړل، د افغانستان په سیمه ایزو بدلونونو کې ځانګړی ځای پیدا کړ، داسې چې د ۲۰۲۱ کال په آګسټ کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وړاندې، داعش ډله په دې هېواد کې د ثبات او امنیت ګډوډولو دویمه ډله ګڼل کېږي.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت چې له پاکستان سره په ګډه پوله پروت دی، په تدریج سره په دې هېواد کې د داعش خراسان ترهګرې ډلې په اصلي ځای بدل شو. دا ترهګره ډله په افغانستان کې د خپل فعالیت په درې لومړنیو کلونو کې، خپل ترهګریز بریدونه او موخې لږکیو او په ځانګړې توګه اهل تشیع ته ځانګړي کړل. که څه هم د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپلو بریدونو ته لومړیتوب ورکړ. په دوام سره پر روغتونونو، دولتي او ټولګټو مؤسسو اوهمدارنګه د افغانستان په بېلابېلو لویو ښارونو کې پر ښوونځیو مرګوني بریدونه، د دې لامل شوه چې دا خطرناکه ډله په شدت سره منفوره شي.

په افغانستان کې د داعش د مرګوني اقدامونو ډېرښت او د دې هېواد د دولت کمزورتیا د دې لامل شوه چې په ۲۰۱۸ کال دا ډله د نړیوالې ترهګرۍ د شاخص له مخې په نړۍ کې یو له څلورو خطرناکو ډلو څخه وګڼل شوه.

که څه هم د ۲۰۱۹ کال په وروستیو  او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د امریکا پوځ او د هماغه وخت د افغانستان دولت په دې هېواد کې د دې ډلې د ځپونې ادعا کړې وکړه، مګر د داعش خراسان وروستيو ترهګریزو بریدونو وښوده چې دا خبره له یوې ادعا نور څه نه وو او دا ډله له منځه وړل شوې نه ده.

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال، د بېلابېلو دلایلو له امله، داعش ډله نه یوزاې دا چې له منځه یوړل نه شوه، بلکې د دې ترهګریزې ډلې بریدونه زیات شول.

له همدې امله وه چې په افغانستان کې د اهل سنتو د علماوو او مشرانو په بېلابېلو ناستو کې، ټولو په دې هېواد کې د داعش په ګډون له تکفیري ډلو سره د دولت پر پرېکنده چلند ټینګار وکړ. حتی د افغانستان ځینو اهل سنت عالمانو په دې هېواد کې د داعش ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره د ولسي پاڅون غوښتنه وکړه.

له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو کې د وحشت او ویرې رامنځته کول، په افغانستان کې د داعش یو له اصلي پروګرامونو کې څخه وه. د حنفي طالبانو او وهابي داعش ترمنځ فکري اختلافات، د دې دوو ډلو د تضاد اصلي لامل دی. د طالبانو یوه کلتوري چارواکي نعیم الحق حقاني  په یوې مرکې کې ویلي: اسلامي امارت له فقهي او فکري اړخه له سلفیت او داعش  سره توپیر لري، موږ په افغانستان کې د حنفي مذهب پیروان یو او له سلفیت او داعش سره هېڅ ډول تړاو نه لرو  همدارنګه سلفیت او داعش هم په افغانستان کې کوم مهم ولسي ځای او مقام نه لري.

دا لیدلوری هم شتون لري چې په افغانستان کې د داعش فعالیت، د امریکایانو او د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د هماغه وخت د دولت په امنیتي سیسټم کې د ځینو خاصو حلقو له ملاتړ پرته ممکن نه وو.

په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان په پارلمان کې د ننګرهار ولایت د استازي  ظاهر قدیر خبرې چې وویل: داعش په دې ولایت کې په الوتکو سره ځای پر ځای کېږي او له داعش ترهګرې ډلې څخه د ځینو دولتي کړیو ملاتړ په بشپړه توګه څرګند دی، په رسنیو او د افغانستان د خلکو ترمنځ خورا خپرې شوې. مګر د هماغه وخت د افغانستان دولت د ظاهر قدیر د دې درېځ پر وړاندې یوازې چوپتیا غوره کړه.

څېړنې ښيي چې نه د افغانستان په پخواني دولت کې او نه د طالبانو په اوسني حکومت کې، په افغانستان کې د داعش فعالیتونه نه یوازې دا چې کمزوري شوي نه دي، بلکې، د افغانستان له خاورې څخه د ایران او پاکستان په ګډون، د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو لپاره استفاده کېږي.

دا ډله چې خپل ځان د خراسان ولایت یا داعش خراسان - اسلامي دولت  یادوي The Islamic State – Khorasan Province) ) له پیله خپل بریدونه د افغانستان اهل تشیع ته ځانګړي کړي وو او داسې چې په تېرو دوو کلونو کې، په یوه جنایتکارانه اقدام سره په دوو پرلپسې اونیو کې په کندز او کندهار ولایتونو کې د اهل تشیع د جمعې په لمانځه کې، لسګونه اهل تشیع کسان شهیدان او یا ټپیان کړل.

د افغانستان په کندز ولایت کې د جمعې لمانځه پر مهال د شوې چاودنې انځور

د داعش دا دوه ترهګریز بریدونه، د طالبانو حکومت له پراخو اعتراضونو او نیوکو سره مخ او په یو ډول په حکومتولۍ کې د افغانستان په عمومي افکارو کې د دې ډلې درېځ  کمزوری کړ. د اهل تشیع پر وړاندې د داعش د وژنې ماشین په بندولو کې د طالبانو د حکومت پاتې راتلل، په داسې حال کې وو چې طالبانو په بیا واکمنۍ ترلاسه کولو سره، د ټولو په ځانګړې توګه د لږکیو د امنیت د ټینګښټ ژمنه کړې وه.

که څه هم د داعش خراسان ډلې شعار، د ترکمنستان، ازبکستان، افغانستان، پاکستان او د ایران د یوې برخې کنټرول په لاس نیول وو، مګر د دې ډلې ډېری بریدونه په پاکستان او افغانستان او بیا په ایران کې وو. په همدې تړاو په تېرو کلونو کې، په افغانستان او د پاکستان په ځینو برخو کې مېشتو ترهګرو داعشیانو د دې دوو هېوادونو له خاورې څخه په استفادې سره، د ایران په خاوره کې پنځه مرګوني او خونړۍ بریدونه ترسره کړي دي چې دا جنایتونه د امریکا او په سمیه کې د ځینو عربي هېوادونو په ملاتړ او لارښوونې سره ترسره شوي دي.

داعش خراسان د لشکر جهنګوي په همکارۍ سره د ایران په سویل ختیځو پولو او د بلوچستان په سیمه کې، د تجزیې غوښتنو موخو په تړاو ډېری عملیاتونه ترسره کړي دي.

په ایران کې د داعش خراسان ترهګرې ډلې بریدونه عبارت دې له: په ۲۰۱۷ کال کې د اسلامي شورا پر مجلس او د امام خمیني (ره) پر حرم باندې برید، په ۲۰۱۸ کال کې په اهواز ښار کې د ایران د وسله والو ځواکونو پر پوځي پریډ باندې برید، په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال کې په شېراز کې د شاهچراغ پر حرم باندې دوه ځلې مرګونی برید او همدارنګه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په درېیمه په کرمان کې د مقاومت جبهې د اسطوره يي قوماندان ستر جنرال شهید قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې ناځوان مردانه برید، په ایران کې د داعش د جنایتونو توره قضیه بیانوي.

یوازې په کرمان ښار کې د داعش په ترهګریز اقدام کې چې د دې برید مسئولیت یې هم پر غاړه واخیست، د دې ډلې دوو غړو د سردار سلیماني د شهادت د کلیزې په مراسمو کې د خلکو په منځ کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې تراوسه ۹۴ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

مناسبه ده چې پوه شو، په عراق او سوریې کې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې حافظ سعید خان چې پاکستاني تابعیت یې درلود، د داعش خراسان ډلې په توګه معرفي کړ. حافظ سعید خان وړاندې له یوشمېر پاکستاني سخت درېځو طالبانو سره یوځای له ابوبکر البغدادي سره بیعت کړی وو. ابوبکر البغدادي همدارنګه، د افغانستان د طالبانو د یوې څانګې مشر عبدالرئوف کاظم د حافظ سعید خان د مرستیال په توګه وټاکه.

حافظ سعید خان د داعش خرسان لومړنی مشر، د امریکا په ادعا سره د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې د دې هېواد د ډرون الوتکې موخه وګرځېد. امریکایانو ادعا وکړه چې هغه او د هغه له ۳۰ ډېر اړوند کسان یې وژلي دي. له حافظ سعید خان وروسته، د عبدالحسیب په نوم د داعش یوه سخت درېځ غړي، د دې ډلې مشري پر غاړه واخیسته. عبدالحسیب چې په قساوت او زړه سخت والي کې له حافظ سعید خان او د هغه تر مرستیال هم ډېر مشهور وو، تر ۲۰۱۷ کال پورې د دې ډلې مشري وکړه. د عبدالحسیب

په برخه کې د داعش خراسان ترهګریزې ډلې ترټول مهم اقدام، په کابل کې پر یوه پوځي روغتون برید وو چې له امله یې له ۵۰ زیات کسان مړه او سلګونه نور کسان پکې ټپیان شول. عبدالحسیب په کابل کې پر یوه پوځي روغتون له برید وروسته، په یوه برید کې په ننګرهار کې ووژل شو. د عبدالحسیب ځای ناستی د ابوسید په نوم یو بل ډېر افراطي کس وو چې د لنډې مودې لپاره د دې ډلې مشري وکړه او هغه هم د دې ډلې د پخواني مشر عبدالحسیب په څېر په هلاکت ورسېد. د داعش خراسان ډلې نور مشران ډېر لږ پېژندل شوي دي تر دې چې د دغې ډلې مشري د «اسلم فاروقي» په نوم یو کس ته ورسېده. دغه کس چې له لشکر طیبه، حقاني شبکې او ځینو نورو ترهګرو ډلو سره یې نږدې اړیکې درلودې، د ۲۰۲۰ کال په اپریل میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شو. د اسلم فاروقي له نیول کېدو وروسته، د ۲۰۲۰ کال په جون کې یو بل افراطي ترهګر چې ځان «الشباب المهاجر» یادولو، واک ته ورسېد.

ثناءالله غفاري ډېری په شهاب المهاجر مشهور دی، د ۱۹۹۴ کال د اکتوبر په ۲۴ مه د کابل په شمال کې د شکردرې په ولسوالۍ کې زېږېدلی چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د داعش خراسان د امیر په توګه ټاکل شوی دی. د خبرونو له مخې، د هغه کورنۍ له هند څخه افغانستان ته کډه شوې وه. غفاري په کابل کې ديني زده کړې کړي او څو کاله وروسته يې د کابل پوهنتون له پولي تخنيک پوهنتون څخه د انجنيرۍ سند ترلاسه کړی دی.

ثناالله د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د حقاني شبکې له ترهګرې ډلې سره یو ځای شو او په ۲۰۱۵ کال کې تر بېلېدو پورې، په سیمه کې په یوه ترهګر بدل شو. د ثناء الله غفاري یا شباب المهاجر د جنایي اعمالو له جملې څخه: د داعش له مشر کېدلو وروسته، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر برید وو، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ له افغانستان څخه د وتلو پر مهال وشو چې  په ترڅ کې یې لږ تر لږه د ۱۶۹ ملکي افغانانو په ګډون، ۱۸۲ کسان ووژل شول.

په راتلونکې برخه کې به تاسو ته د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د جنایي کړنو او فعالیتونو په اړه نور معلومات درکړو. تر راتلونکي پروګرام پورې تاسو په لوی خدای سپارو

د افغانستان په کندهار ولایت کې د جمعې لمانځه پر مهال د شوې چاودنې انځور

 

ټیګونه