دافغانستان دپارلیمانی انتخاباتو تبلیغات
(last modified Mon, 08 Oct 2018 12:11:28 GMT )
Oct 08, 2018 16:41 Asia/Kabul
  • دافغانستان  دپارلیمانی انتخاباتو  تبلیغات

دتهران دپښتوخپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبوکې د افغانستان دملی پارلیمان د راتلونکو انتخاباتو د تبلیغاتو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسوپه خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ.

Image Caption

 

د تلې دمیاشتې   له شپږمې نیټې له جمعې  ورځې راهسې  د افغانستان د  پارلیماني انتخاباتوکمپاینونه او تبلیغات پیل شوي  دي .د افغانستان د ملی پارلیمان  یا ولسی جرګې  د ۲۴۹څوکیو د ګټلولپاره د  ۴۱۸ښځو پشمول  دوه زره پنځه سوه پنځّه شپیته  کسان سره سیالۍ کوي .دافغانستان  د ولسی جرګې  په مخکینیو انتخاباتو کې  د کاندیدانو شمیر دوه زره پنځّه سوه نهه ویشت کسان وو. د افغانستان د  ولسی جرګې  دانتخاباتو  تبلیغات  به د  تلې د میاشتې تر شپږویشتمې نیټې پورې دوام وکړي  او ټاکل شوې ده پارلیماني انتخابات هم  په څه دپاسه دوه زره  انتخاباتي حوزو کې  د تلې دمیاشتې  په اته ویشتمه نیټه ترسره شي . 

Image Caption

 

               افغانستان په داسې حال کې ځان ،د ولسی جرګې او ولایتی شوراګانو  د انتخاباتو لپاره تیاروی،چې ددغه قانون جوړونکي اورګان فعالیّت د  انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو  او د لازیاتو شفافو رودو سره ئې  دترسره کیدا لپاره د ملی وحدت حکومت دهڅې په دلیل  تمدید شوی دی دا په داسې حال کې دي چې دانتخاباتو دترسره  کیداپه بهیرکې د اصلاحاتو او د درغلیو د مخنیوي په خاطر ئې  په شفاف ډول  د ترسره کیدا لپاره ددغه هیواد د ولسمشر اشرف غني او د ملی وحدت حکومت د اجرائي شورا مشرعبدا... عبدا... موافقه  عملی  نه شوه .په عین حال کې  مخالفانو د انتخاباتو د ترسره کیدا او په دغه بهیرکې د درغلیو دمخینوي  لپاره،د رایو په  حوزو کې له بائيو میټرک سسټمه پر استفادې ټينګارکوي،خو د افغانستان  په انتخاباتي کمیشن کې د مسئولانو په وینا،که د انتخاباتو د تبلیغاتي نیټې ترختمیدا پورې  په  هرې یوې حوزې کې  بائيومیټریک سسټم  ونه لګیږي،نو په هغو حوزو کې انتخابات  په هماغه سنتي یا دودیز ډول  ترسره کیږي .

Image Caption

 

                دافغانستان دپارلیماني انتخاباتو   دترسره کیدا په بهیر کې  دپام وړ ټکی  دا دی چې امریکا او انګلستان په افغانستان کې د سیاسی  او قومي ګوندونو او ډلوټپلوڅخه زیات پر انتخاباتوټينګارکوي .دې ته په پام سره چې امریکاپه افغانستان کې دترهه ګرۍد له مینځه وړلو او ددیموکراسۍ   د ټينګولو په پلمه  په دغه هیواد لښکر کشي  کړې  او دغه هیواد ئې نیولی دی، اوس   په افغانستان کې  د خپلو بریاؤ او لانجو په باب   له نړیوالو دباؤنو سره  مخامخ ده.

   په همدې دلیل دامریکا لپاره له یوې خوا په افغانستان کې د پارلیماني انتخاباتو ترسره کیدا د تش په نامه ولسواکۍ د غوښتنې لپاره یوه پلمه او سمبولیک اړخ لري او له بل پلوه دانګلستان حکومت هڅه کوي،  د افغانستان  د پارلیماني استازو  د ترکیب  په بدلولو سره  نه یوازې  دامریکا او  د افغانستان د حکومت ترمینځ   له امنیتی تړون سره  مخالفتونه    کموي، بلکې  د  هغه د بیا تصویبولو لپاره  حالات د واشنګټن  په ګټه مدیریّت کړي. 

            په همدې دلیل په افغانستان کې ډيرې ټولنې،له امریکا سره اړونده عناصر،د  راتلونکو انتخاباتو ګټونکي ګڼي . په تیره بیا دا چې دغه  هیواد  زلمی خلیل زاد  په افغانستان کې د خپل استازي په توګه  منصوب کړی،څو  هغه  څه چې دافغانستان  انتخاباتو مهندسي کول یا انجنیّرډ کول  بلل کیږي،  په سمه   مدیّریت کړائ شي .

Image Caption

 

 د کابل چاپ ویسا ورځپاڼې  پخپلې یوې وروستۍ مقالې کې  د  افغانستان لپاره ددیموکراسۍ په نامې سره د یوې موسسې له خوا ددغه هیواد پارلیمان ته   د یوسل پنځوس لویدیځ پالو کسانو د  رسولو لپاره  د  هلوځلو خبر ورکړی  او  د  افغانستان د پارلیمان د ویندوي  سید مجبتی انوري  له  قوله ئې  ټينګار کړی،دغې موسسې دکابل په سریناهوټل کې له دغوکاندیدانو سره یوه غونډه جوړه کړې  او له هغوي څخه  د یو شمیر ژمنو د اخستو په  وړاندې ئې  ژمنه ورکړې ده ،چې  پارلیمان ته  به لاره  ومومي .د افغانستان د ولسمشر اشرف غني  د  آکا زوی اجمل غني  د افغانستان د ولسمشرۍ  د دفتر  دچارو    پخوانی مشر  داؤد  نوروزي  د افغانستان  لپاره د  ډیموکراسۍ  د موسسې   د ادارې مسئولیّت  په غاړه لري .

                   بل د پام وړ ټکی دا چې  د ویسا ورځپاڼې پشمول د افغانستان د دباؤنو  په اساس،دامریکا  آئي ایس اي  شرکت (INSTITUTE OF STATE EFFECTIVENESS)   ماموریت لري ،  په انتخاباتو کې د حکومتي لوري په بریالیتوب کې  مرسته وکړي .د دغه شرکت یو شمیر کارکونکي  د  کلیرلاک  هارټ  په مشرۍ  فعالیتونه کوي او  په  ډيرو زیاتوتنخواګانو او امتیازونوسره ئې  په افغانستان کې خپل کار  پیل کړی دی   او  ویل کیږي،چې  لارک هارډ  انګریز توکمه  دی  او مخکې ئې هم   د افغانستان د ولسمشر اشرف غني  د انتخاباتي کمیشن لارښونه په غاړه درلوده .

Image Caption

 

 د افغانستان  د ملی پارلیمان  مرستیال همایون همایون  په یولړڅرګندونوکې وئيلی دي،د دغه هیواد  د انتخاباتو بهیر یو دستوري بهیر دی،چې  لویدیځي هیوادونه په تیره بیا امریکا پکې  ګوتې وهي  او ددغه انتخاباتي بهیر  انجیّنرډ  یا مهندی کولو  په لټه کې ده .

 ا مریکا ادعا کوي،چې  په افغانستان کې دډیموکراسۍدبهیر دپیاوړي کولو  په موخې سره د دغه هیواد دپارلیماني انتخاباتو ملاتړکوي،دا په داسې حال کې دي چې نه یوازې په امریکاکې دیموکراسۍهیڅ وجودنه لري،بلکې  واشنګټن دعربستان په څيرپه ځينو هیوادونوکې ددیکتاتورانوهم ملاتړ کوي .

 همداراز د  افغانستان د ولسی جرګې  اوسنۍ استازی  عبدالودود  پیمان  هم وائي ، د افغانستان په داخلی چارو کې  په  تیره بیا  د دغه هیواد په  پارلیمانی انتخاباتو کې  د امریکا  لاسوهنو ته په پام سره وئيل کیدلی شی،ډیموکراسي    د  امریکا  په لاس یو  آوزار او اړم دی څو ددغه آوزار په وسیله  دهیوادونو په داخلی چارو کې لاسوهنې  وکړي .

Image Caption

 

 دغو اندیښنو ته په پام سره  ده چې  دافغانستان د ستر ملی  ائيتلاف   اجرائي مشر  احمد ضیاء مسعود   د ملی پارلیمان یا ولسی جرګې  دانتخاباتو د ترسره کیدا لپاره  په دغه هیواد کې د موقتی حکومت د جوړیدا غوښتنه کړې .دهغه په اند، هغه یوازینۍ لاره چې  دافغانستان  د انتخاباتو  شفافیَت  تضمینولی شي ،  دموقته حکومت جوړیدا ده ، ځکه  دافغانستان حکومت او ملاتړي ئې  د انتخاباتو د مهندسي کولو  هڅه کوي .

             له دې امله  دافغانستان د ولسی جرګې   دانتخاباتو ترسره کیدا  په داسې حال کې  ده چې هماغه راز  د پراخو درغلیو او د انتخاباتو د مهندسی یا ا نجنئیرډ کولو  له امله  د اندیښنو ټولګه بلل کیږي،د انتخاباتو په بهیر او د هغو  په نتیجو ئې سیوری  غوړولی دی .دافغانستان د سترملی ائيتلاف  ویندوي  فضل رحمان اوریّا وئيلی دي،دغه ائیتلاف کابو یو میلیون جعلی پیژندپاڼې  او  انتخاباتی سټیکرې  په اختیار کې لري ، چې   له خلاف ورزي کونکو سره  دچلند لپاره  ئې دلوئې څارنوالۍ  په اختیار کې ورکوي .

 پر دې سربیره ،  د افغانستان   د وخت  د ولمسشر حامد کرزي  په  پړاؤ کې د  د غه هیواد د ملی امنیت د ادارې مشر امر ا...صالح  په وینا،د افغانستان د ولسی جرګې په انتخاباتوکې  ګډون کونکي دوه کاندیدان   دهغه  د مسئولیّت په پړاؤ کې د برمتګرۍ په جرم نیول شوي وو،چې له هغو یو په شل کال بند هم محکوم شوی ؤ او مهمه پوښتنه داده چې  دغه کسانو  په انتخاباتو کې دګډون    صلاحیّت څرنګه  ترلاسه کړی دی ؟

      دافغانستان د ټولنې د تمو په اساس،د طالبانو د رژيم له نسکوریدا  وروسته   ددغه هیواد د ولسی جرګې  دریم انتخابات  هم  د قومی او پرګنیزو  شرائطو،دبهرنیو اړوندالیو،دکاندیدانو او د هغوی د ملاتړو او حکومتی  خپلوانو  دشتمنیو  د  اندازې تر  اغیزو لاندې دی .داپه داسې حال کې دي، چې  د افغانتسان  د ټولنې  مینځنۍ پرګنې  او  محصیلین او استازان  هم تمه لري،  دخپلواکه  کاندیدانو  په چوکاټ کې  په انتخاباتو کې د اغیز شیندونکی  او  پراخ شتون ولري .د ولسی او عمومی باؤر د بیرته ستنولو،له توپیر،بې وځلۍ  او بیروزګارۍ سره دمبارزې او په رڼاپسې د د نګل په څير له شعارونو استفادې ،انتخاباتی  فعالیتونه  لازیات تاند او روڼ کړي دي .په عین حال کې  د افغانستان د چارواکو په وینا کاندیدانو  پخپلو انتخاباتي  شعارونو کې  پر مجرّیه قوې د لازیاتې څارنې لپاره   د هڅې خبرې  هم کړی دی .  

 

  دافغانستان د  ولسی جرګې  د ا نتخاباتو یوه  مهمه ځانګړنه   دټولنیزو  چینلونو  اغیزې  او  له مجازي فضا  دکاندیدانو او دهغوی دپلویانو  پراخه استفاده کیدلی شي .که څه  هم د افغانستان د ټولنې یوه مهمه برخه  هماغه راز   له اینټرنیټ او ټولنیزو چینلونو څخه د راي ورکونکو د استفادې لپاره  لازم امکانات نه لري،خو ځوانان چې  د افغانستان  د رائ ورکونکو  دټولنې  یوه مهمه برخه ده ، بې له شکه  ټولنیزو چینلونو ته لاس رسی لري  او  له هغو څخه  په اغیزمنیدا سره به  په انتخاباتو کې ګډون وکړي .  په همدې دلیل  لویدیځي ټولنې  په تیره بیا امریکا په پراخ ډول د ځوانو راي اچونکو دنظر  دجلبولو لپاره  د  ټولنیزو  چینلونو پر فعالیتونو پانګونه کړې ده .

                  دښځینه کاندیدانو پراخ شتون چې  دکاندیدانو په پنځو کې یوه برخه جوړوي، دافغانستان  د  ولسی جرګې د انتخاباتو یوه بله ځانګړنه ده . په ښارونو ،ولسوالیو،ښارګیو اوکلو  کې  له سترو پوسټرو اوبیلبورډونو  څخه د هغوي استفاده  ښئ چې ښځینه کاندیدانې   د افغانستان د راي  ورکونکو   پر  ټولنې  د اغیزشیندنې  ډيرې توانمنۍ لري  او  دا  دافغانستان  پر برخلیک  په اغیز شیندونکي سیاسي سیالۍ کې  د میرمنو دټولنې په لازیاتې فعالیدا  اغیزې شیندلی شي . 

Image Caption

 

=       په هرحال،بې شکه په افغانستان کې د  ولسی  جرګې   دانتخاباتو  ترسره کیدا   د افغانستان  دبرخلیک په ټاکنې کې د دغه هیواد  د خلکو دلیدتوګو  او نظرونو  داعمالیدو لپاره یو مهم ګام  دی .خو له دې چې دغه هیواد هماغه راز د امریکال اوناټو ځواک  په نیواک کې دی،دسالمو او  شفافو  انتخاباتو  ترسره کیدا،چې  د افغانستان د ولس حقیقي  استازي  له همدغو د رایو له صندقونو لازیاتې رائ تر لاسه کړي او  پارلیمان ته لاره ومومي ،د حکومت د مخالفو ټولنو له خوا  هماغه راز  له شک اوابهاماتو سره مخامخ   ده  

Image Caption

 

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************

 

ټیګونه