ایران د اونۍ په هینداره کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i118322-ایران_د_اونۍ_په_هینداره_کښې
ایران د اونۍ په هینداره کښې نوې اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو. په دې لړۍ کښې نن هم د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پیښو او حالاتو جاج اخلو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2022 03:21 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

ایران د اونۍ په هینداره کښې نوې اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یو. په دې لړۍ کښې نن هم د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پیښو او حالاتو جاج اخلو

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د بیت الله الحرام حاجیانو ته په یو پيغام کښې وفرمایل: مستکبر لوییدځ زمونږ په حساسه سیمه کښې او په دې وروستیو کښې په ټوله نړۍ کښې ورځ تر بلې په کمزورې شوی دی.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغه پیغام کښې زیاته کړه: نن سبا نور نو لیبرل ازم او کمیونزم د لویدیځ تمدن د ترټولو مهمې ډالۍ په توګه د سلو کالو او پنځوسو کالو مخکښنۍ جلوه ګري نه لري، د لویدیځ په پيسو د ولاړې ډیموکراسۍ عزت له نویو پوښتنو سره مخامخ دی او غربي متفکران داده کیږي چې په معرفتي او عملي سربدالۍ اخته دي.

دوي ټینګار وکړ چې په سیمه کې د امریکا او د هغې د انډیوال جنایتکار یعنې غاصب رژیم  پریشاني او ناکامي، د فلسطین، لبنان، سوریې عراق، یمن  او افغانستان په ډګرونو په ډاګه لیدې شو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي بیدارۍ په ځلانده پایلو او د مقاومت د حیرانونکې ښکارندې په رامینځته کیدو باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د فلسطین ډګر د دغې حیرانونکې ښکارندې یوه جلوه ګاه ده چې توانیدلی قانون ماتونکی صهیونیسټي رژیم له یرغلیز حالت نه دفاعي او نرم حالت ته مجبور کړي او څرګندنې سیاسسي، امنیتي او اقتصادي ستونزې پرې وروتپي، د مقاومت نورې ځلانده نمونې په لبنان، عراق، یمن او ځینو نورو سیمو کښې له ورایه لیدې شو.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي هم داشان په دې خبرې سره چې دنیا نن سبا په اسلامي ایران کې د اسلام د سیاسي واکمنۍ او طاقت د یوې سرلوړې نمونۍ او کامیابې بېلګې کتونکې ده، زیاته کړه: د دغه اساسي اصولو  د لړلیک په سر کې، په قانون جوړونې او اجرا کې د اسلام واکمني، د هیواد په  مهمو مدیریتي مسایلو کې په ولسو رایو تکیه، بشپړه سیاسي خپلواکي، او او په ظالمو طاقتونو تکیه نه کول دي؛ او همدا اصول دي چې  د  مسلمانو ولسونو او دولتونو پرې اجماع کېدلی شي او اسلامي امت  په دریځ نیونو او ملګرتیاو کې متحد او یو هیړه ګرځولی شي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود وحدت او معنویت د حج دوه بنیادي ستنې او د اسلامي امت د عزت او نیکمرغۍ دوه عوامل وبلله او ټینګار یې وکړ:اسلامي نړۍ له انګېزه لرونکو او تاندو ځوانانو ډک دی.  د راتلونکي لپاره تر ټولو لویه پانګه، هیله او په ځان باور دی چې نن په اسلامي نړۍ په تېره بیا د دې سیمې په خلکو کې څپې وهي. مونږ ټول دنده لرو د دغه پانګې ساتنه وکړو او زیاته یې کړو.

*/*/*/*/*

د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  په تهران کې د قطر له خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په ګډ خبری کنفرانس کښې وویل: په دوحه کښې مو د هغه څه په هکله د امریکې له خوا د موثره تضمین په موضوع چې په ایټمي موافقه کښې د ایران اقتصادي ګټه اغیزمنه کړي، مذاکره وکړه، خو امریکايي لوری نه دی توانیدلی چې په دې لړ کښې ایران مطمئن او ډاډه کړي.

د قطر خارجه وزیر هم وویل: مهمه ده چې په ګاونډي هیوادونو کښې ټول لوري او شریکان د ایټمي مذاکراتو د کامیابۍ لپاره رغنده هلې ځلې وکړي.

هغه زیاته کړه: کومې خبرې اترې چې د ایران او د فارس خلیج د څنډې د هیوادونو ترمینځ کیږي، مثبت نتایج لرلی شي او د سیمې د هیوادونو ترمینځ غوړیدونکې اړیکې د ولسونو په ګټې تمامیږي.

*/*/*/*

د ایران د لارې او ښار جوړونې د وزیر مرستیال ویلي دي: د ایران له لارې د فارس خلیج، عمان سمندر او هند سمندر د څنډې هیوادونو ته د رسویې د ۱۰ میلیون ټنیزو شیانو ټرانزټ پیل شوی دی.

علي اکبر صفايي چې د ایران د بندرونو او سمندري ټرانسپورټ د چارو عامل مدیر هم دی، د دې خبر په اعلانولو سره زیاته کړه: د ایران په جنوب او شمال کښې د سمندري بیړیو په زیاتولو سره به له ګاونډي هیوادونو سره تجارتي تبادلې هم ډیرې زیاتې شي.

*/

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وايي: د ایران اسلامي جمهوریت د هر هغه اقدام مخالف دی چې د سیمې په جیوپالیټک کښې د بدلون لامل کیږي.

علي شمخاني تیره پنجشنبه آرمینیا ته د رسیدو په وخه، د سیمه ایزې ملګرتیا له لارې په سیمه کښې د صلحې او ثبات په ټیګښت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ایران دیارلسم حکومت له ګاونډي او سیمه ایزو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا او ژورتیا په اصولي سیاست باندې تمرکز لري.

هغه د سیمه ایزې ملګرتیا له لارې په سیمه کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت لپاره په هلوځلو تاکید وکړ او هیله یې وښودله چې د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت ترمینځ مذاکرات د دواړو هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په چوکاټ کښې د پایداره صلحې لامل وګرځي.

*/*/*/*/*/*/

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دمشق کښې د فلسطیني ډلو د استازو او مشرانو په کتنه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت چې هر کله اراده کړې، په تل ابیب کښې دننه یې د صهیونیسټي رژیم ځواب ورکړی دی.

حسین امیر عبداللهیان تیره سه شنبه په دغه ملاقات کښې وویل: په ترکیې کښې د اسرائیلي سیلانیانو د هدف ګرځولو لپاره د ایران د هلوځلو په هکله د صهیونیسټي رژيم ادعا د دغه رژیم جوړه کړې ډرامه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان څرګنده کړه چې د قدس شریف په پلازمینه توب په ټول فلسطین کښې د دغه ولس په مورني او تاریخي ټاټوبي کښې د واحد فلسطیني حکومت د جوړولو په هکله د اسلامي ایران دریځ به هیڅکله بدل نه شي.

*/*/*/*/

د ایران د ګمرک یا کسټمز ویاند په تیرو دریو میاشتو کښې له ۱۵ ګاونډي هیوادونو سره د ایران د ۱۲ میلیارډ او ۳۶۳ میلیون ډالرو د غیرتیلي تجارت خبر ورکړ.

سید روح اله لطیفي په تیرو دریو میاشتو کښې له ګاونډیانو سره د ایران د تجارت په هکله وویل: په دې موده کښې د ۱۲ میلیارډ او ۳۶۳ میلیون ډالرو په ارزښت د څه باندې ۲۰ میلیون، ۹ لاکه ۷۳ زره او ۸۴۰ ټنه شیان له ګاونډي هیوادونو سره تبادله شول چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله یې ۱۸ فیصده وده کړې ده.

*/

او د ایران د بهرنیو چارو وزیر د چاپان د پخواني وزیراعظم شینزو آبه د ټرور او وژل کیدو په غبرګون کښې په خپل ټویټر ولیکل: ایران د شینزو آبه ټرور غندي د دوست هیواد جاپان ولس او حکومت ته د هغه د مړینې تسلیت وايي.

حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه چې د ایران او جاپان د دواړو ولسونو د اړیکې د پراختیا په لړ کښې د هلوځلو په شمول د یو تکړه سیاستوال په توګه د شینزو آبه ارزښتناک خدمات به هیڅکله هیر نه کړې شي.

*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد دراني