نوښتونه ۵۴
(last modified Thu, 13 Oct 2022 11:11:40 GMT )
Oct 13, 2022 15:41 Asia/Kabul
  • نوښتونه ۵۴

ګرانو مینه والو د نوښتونو نننې پروګرام په علمي برخه کښې یو مطلب سره پیلوو، هیله ده چې د پام او خوښې وړ مو وګرځي

د شهید بهشتي د طبي علومو د پوهنتون استاد او د علمي کدر غړي ډاکټر ناصر سیم فروش ته د نړیوال انجمن د غوره یورالوجسټ انعام SIU Distinguished Career Award"  ورکړې شو. هغه دغه انعام د دنیا له څه باندې پنځه زره غوره یورالوجسټانو په شتون سره، د کاناډا په مونټرال ښار کښې د یورالوجۍ په نړیوالې کنګرې کښې ترلاسه کړ.

د Distinguished Career Award په نامه انعام د SIU  یو انعام دی چې ډیر لوړ علمي او نړیوال اعتبار لري. دا انعام هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د خپل کار په دوران کښې یې د یورالوجۍ په برخه کښې مهم او د پام وړ اثرات لرلې وي. د یاد انعام ترلاسه کول یوه پړاویزه بریال او لاسته راوړنه نه ده بلکې د یو یورالوجسټ د مسلکي او پروفیشنل ژوند د ټول دوران په لاسته راوړنې پورې اړونده ده.

د یورالوجۍ په نړیوال انجمن کښې د Distinguished Career Award د ګټونکي په توګه د ډاکټر سیم فروش انتخاب د علمي او د یورالوجۍ د ټولنې لپاره یو ستر ملي او نړیوال ویاړ دی او د ایران په یورالوجۍ او طب کښې یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه او د بدلانه یو پيچومې ګڼل کیږي ځکه چې دا انعام په اول ځل یو غیر لویدیځ هیواد ته ورکړی شوی دی.

په یو بل خبر کښې د دنیا د علم سنجونې د موسسې د یو ستر اعلان له مخې، د "نشریه تخصصی یاخته (Cell Journal)"   ضریب زیات شوی دی.

د علمي اطلاعاتو موسسې یعنې Institute for Scientific Information چې په لنډه توګه ورته ISI ویل کیږي، په خپل تازه کلیز رپورټ کښې د Cell Journal تخصصي خپرندوې د اغیزې ضریب ۳.۱۲۸ اعلان کړ. د یاخته نشریې د اغیزې ضریب په داسې حال کښې زیات شوی چې د خپریدو طریقه یې له فصلنامې څخه په ماهنامې یعنې میاشتنې بدله شوې ده. دغه نړیواله نشریه د سلولي، مالیکیولي او په بنیادي سلونو، طبي چارو، جینیټک، ژواک پیژندنې او بایوکیمیکل په شمول نورو اړوندو موضوعي برخو باندې متمرکزه ده.

دا خپرندویه په آزادې لاسرسۍ سره د یوې علمي او تحقیقاتي نشریې په توګه د ایران د روغتیا او درملنې د وزارت د اعتبار د کمیټې له خوا په ۱۹۹۹ میلادي کال کښې تایید شوه او د خپریدو بهیر یې تراوسه د اتو سوو قضاوت شویو علمي مقالو سره دوام موندلی دی. د Cell Journal نشریې له خوا د خپرولو شویو علمي مدارکو د استناداتو شمیر د ۶ زره ۷ سوه څلویښتو برابر او هرش شاخص یعنې H-Index)*** یې له ۳۱ سره برابر دی.

د دغې انګریزي ژبې خپرندوې د ډول ډول مدارکو ترمینځ زیاتره اوریجنل مقالې دي، په اوسط توګه د مقالې په هر مدرک باندې ۸.۹۶ ځلې استناد شوی دی. هم داشان هغه هیوادونه چې په Cell Journal نشریې کښې یې ترټولو زیات علمي مدارک خپاره کړې دي، په ترتیب سره ایران، چین، امریکا، ترکیه، هندوستان، جرمني او  جنوبي کوریا دي.

*/*/*/*/*/

په یوې بلې لاسته راوړنې کښې د Award Investigator Young Gao Dayong په عنوان سره د ځوانو تحقیقاتو نړیوال انعام د رویان څیړنیز مرکز د علمي هیئت غړي ډاکټر روح ا... فتحي ته ورړکړی شو. دغه انعام په کلیزه توګه د کرایو بایالوجۍ د نړیوال تنظیم له خوا د بایو فریزنګ یا کرایو بایالوجۍ په برخه کښې فعالو له ۴۵ کالو کم عمره هغو محققانو ته ورکول کیږي چې په خپلو هیوادونو کښې د دغه علم په پراختیا کښې فعال او موثر وي.

د کرایو بایالوجۍ د انجمن نړیوال انعام په ۲۰۱۹ کال کښې پیل شوی دی چې څلورم پړاؤ یې روان ۲۰۲۲ کال په جولایۍ میاشتې کښې په جنوبي آیرلینډ کښې ترسره شو. دغه انعام په ۲۰۱۹ کال کښې د برزیل هیواد یو محقق ته، په ۲۰۲۲ کال کښې د پاکستان یو محقق ته، او په ۲۰۲۱ کال کښې یو پرتغالي محقق ته ورکړی شو.

کرایو بایالوجي د حرارت په ټیټې درجې کښې د ژوندیو سلولي او ژوندیو موادو د ساتنې د څرنګوالي علم دی. د اوږدې مودې لپاره د بنیادي سلولونو ساتنه، د جنسي سلولونو و(سپرم او تخمک) ساتنه، د ګڼو سلولونو د لرونکي جنین او یا د تخمدانۍ او بیضې د بافتونو ساتنه د شنډوالي په درملنه کښې د دغه علم د استفادې استفادې وړ مواردو څخه دي.

د نوم د بند د وینې د بنیادي سلولونو بانک Cord blood stem cell bank هم د اوږدې مودې لپاره د دغو ارزښتناکو سلولونو په ساتنه کښې د کمې تاودوخې د استفادې یو بل مصداق دی. رویان تحقیقاتي مرکز نن سبا د ژوندیو نمونو په ذخیره کولو کښې ماډرن انجمادي طریقې کاروي او په کښې زیاتره رودې یې خپله د لیبارټرۍ دننه جوړې کړي یا یې پراختیا ورکړې ده. ډاکټر روح ا... فتحي د رویان څیړنیز مرکز د جنین پيژندنې د ډلې مرستیال و چې د تخمکونو د انجماد او د تخمدانۍ د فافت د مهندسۍ په دوو برخو کښې یې فعالیت کوه.  

*/*/*/*/*/*/*

د ټیکنالوۍ د برخې په یوې بریا کښې د ایران د جوړو سرطان یا کینسر ضده درملو څخه په نړیواله سویه هرکلی وشه.

په نانو ټیکنالوجۍ سره د سرطان د درملو د تولیدونکي پوه بنسټه شرکت د مدیر په وینا، په دغه شرکت کښې تولید شوي نانو درمل د سینې، سږي او پانکراس د سرطانونو د درملنې او علاج لپاره کارول کیږي. دغه نانو دارو سرطاني بافت ته په ننوتو سره د تومور یا ټیومر د پرمختګ مخه نیسي او سرطاني بافت یعنې ټِشو له مینځه وړي. د دغو درملو د نانوي اړخونو په وجه یې اغیز شیندنه زیاته او جانبي عوارض یا سایډ ایفکټس یې د ورته درملو په پرتله لږ دي.

د شرکت د مدیره کدر د دغه غړي په وینا، په ابتدا کښې زمونږ هدف کورنې بازار و خو د دې لاسته راوړنې بریا دومره زیاته وه چې بازار ته د محصول په رسیدو سره، له نړیوال هرکلي سره مخامخ شو او له هم هغه کال څخه د دې محصول صادرات پیل شول. په دې پروژه کښې د کیمو تراپي Chemotherapy یو ډیر دود درمل پکلي ټاکسل paclitaxel میده کړې شوي ترڅو له ۱۳۰ نه تر ۱۵۰ نانو میټرو کوچنې شي. په سالمو بافتونو کښې رګونه بالغ دي او د سوړو اندازه په کښې تقریباً ۱۰ نانو میټره ده. په سرطاني سلولونو کښې چې له عادي سلولونو سره ډیر ورته والی لري خو د تکثیر چټکتیا یې زیاته ده، رګونه د ودې د ډیرې چټکتیا په وجه د بالغ کیدو فرصت نه پيدا کوي او په دغو رګونو کښې د سوړو اندازه له ۳۰۰ نانو میټرو څخه تر یو میکرون پورې ده. دغه نانو درمل د دغو سوړو له لارې په سرطاني سلولونو کښې رګونو کښې ننوځي بې له دې چې سالمو او روغو سلولونو ته تاوان ورسوي. په نتیجه کښې دا نانو درمل ډیر ښه اثر او کار کوي.

په نانو ټیکنالوجۍ سره د کینسر د درملو د جوړونکي پوه بنسټه شرکت د مدیر په وینا، دا دارو د سینې او پانکراس د سرطان لپاره کارول کیږي. (پاکلي ټاکسل) یوه طبیعي سرطان ضده ماده ده چې د سلولي تقسیم د بهیر او د سرطاني سلولونو ودې مخنیوی کوي. په دې درملو کښې په بدن کښې په اوبو کښې د نه حل کیدونکو مالیکیولونو د طبیعي حامل په توګه د آلبومین له قابلیت څخه استفاده شوې ده چې په انتخابي توګه په توموري بافتونو کښې راغونډیږي. دا درمل په دې وجه چې د پاکلي ټکسل په نامه سرطان ضده ماده په آلبومین کښې دننه ږدي، د کیمو تراپۍ مضر او تاواني جانبي اثرات نه لري.

*/*/*/*/*/

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په یوې بلې کامیابۍ کښې د محققانو یوې ډلې د دوو ایراني څیړاندو په ملتیا، د اوبو په نمونو کې د پروټوزوان (ناروغۍ رامینځته کونکي عامل) د دقیقې او ګړندۍ پیژندلو لپاره بایوسینسر جوړ کړ.

کریپټوسپوریډیم(cryptosporidium)، د کولمو یو (۱) سلول لرونکې پاتوژن (د ناروغۍ رامینځته کونکی) دی چې په ماشومانو کښې د مړینې او د په لویانو کښې د نس ناستي یا پيچس یوه اصلي وجه ګڼله کیږي. د دغه پاتوژن د خوریدو د مخنیوي لپاره د کرپټوسپوریډیم پيژندل مهم وړومبیتوب دی. په هم دې لړ کښې یوه ډله محققانو د همایون نجاریان او مینا هورفر په نامه د دوو ایراني محققانو په ملګرتیا سره په یو ساده چِپ باندې د الیکټرو کیمیکل یو بایو سینسر جوړ کړی دی چې د اوبو په نمونو کښې د کریپټوسپورډیم اوویسټونو له سټیکر پرته او دقیق تشخیص توان لري.

د الیکټرو کیمیکل د دغه بایو حِسګر زیات حساسیت او ځانګړتیا بې له سټیکره ښودنه کوي چې نوی پلیټفارم د اوبو په نمونو کښې د کریپټوسپورډیم د اوویسټونو په ځاې کښې د ابتدايي خبرداري او سمدستي معلومونې لپاره د سنجونې د چټکو او ارزانو اوزارو د پراختیا په لړ کښې یو مهم ګام دی. پر دې سربیره په مناسبو حالاتو کښې د دغه بایو سینسر استعمال د ژواک چاپیریال او طبي تحلیلونو په لړ کښې د نورو کیمیايي موادو د معلومولو لپاره هم پراخول کیدې شي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه