نوښتونه (۹۲)
د "نوښتونو" په خپرونه کې، چې هره اونۍ وړاندې کېږي، د ایران او نړۍ د وروستیو علمي، کلتوري، هنري او اقتصادي لاسته راوړنو په اړه خبرې کوو. د دې اونۍ د نوښتونو خپرونه له یوه علمي مطلب سره پیلوو.
د ایران استازې د امریکا په واشنګټن کې د مغز پوهې (Brain Bee) په نړیوالې سیالۍ کې درېیم مقام وګاټه. کیمیا احمدي چې د یوولسم ټولګي زده کوونکې او په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د مغز پوهې په سیالیو کې د ایران استازې ده، په یوې سختې سیالۍ کې دغه مقام خپل کړ.
د مغز پوهې ملي سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ډاکټر نوربرټ میسلینسکي (Norbert Myslinski) لخوا په 1999 کې د امریکا په میریلینډ پوهنتون کې، د عالي لیسې زده کوونکو لپاره په نړۍ کې د عصبي پوهې ترټولو لویې علمي سیالۍ په توګه رامنځته شوې.
دا سیالۍ هر کال په نړۍ کې د مغز او د هغه کارندوالي په اړه زده کړې ته د زده کونکو لیوالتیا رامنځته کولو، د ځوانو استعدادونو روزنې، له نويو نظرونو څخه کار اخیستلو او د عصبي علومو په برخه کې د زده کړې لپاره د نن ورځې متحرک نسل لارښوونې په موخه ترسره کېږي.
کیمیا احمدي د ۲ زره او ۳ سوه ایراني زده کوونکو له جملې څخه توانېدلې وه، چې د دغه هېواد د مغز پوهې په نهمې ملي سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړي او د ۲۰۲۳ کال د امریکا د مغز پوهې سیالۍ ته د ایران د استازې په توګه وټاکل شوه، چې په دې سیالۍ کې درېیم مقام خپل کړ.
په وروستیو کلونو کې د «مغز پوهې» په نړیوالو سیالیو کې د ایران استازي، تل د پنځو غوره شویو هېوادونو په ډله کې وو. د زده کوونکو د"مغز پوهې" ملي سیالۍ په ایران کې د علومو د پراختیا او پېژندونکې ټکنالوژۍ د ادارې او د ایران د عصبي علومو ټولنې لخوا ترسره کېږي او د زده کوونکو د"مغز پوهې" نړیوالې سیالۍ د ترسره کولو موخه، د مغز پوهې په برخه کې فعالیت ته د زده کوونکو هڅول، د ځوانو استعدادونو وده، له نویو نظریو څخه کار اخیستل او د عصبي علومو په برخه کې زده کړو ته د اوسني متحرکه نسل هدایت او لارښوونه ده.
په یوې بلې علمي لاسته راوړنه کې، د ایران د جینیټیک او بیولوژیکي سرچینو د ملي مرکز د مایکرو ارګانیزم بانک څېړونکي، په دې بریالي شول چې له فارس خلیج څخه د خارګیا ایرانیکا (Khargia iranica)په علمي نوم سره، د ساده رشته يي سیانوباکټریا، یو نوی نسل او جنس کشف کړي. دغه سیانوباکټریا چې د خارګیا ایرانیکا (Khargia iranica) په نوم یادېږي، د خارګ له ټاپو څخه چې د ایران د تیلو په صادراتو کې یو له مهمو ټاپوګانو څخه دی، کشف شوی.
دا موندنه چې د ایران د جنیټیک او بیولوژیکي سرچینو ملي مرکز د څېړونکو لخوا د تهران پوهنتون، الزهرا پوهنتون په ملتیا او د چک جمهوریت د یوه څېړونکي په همکارۍ ترسره شوې، دا وښوده چې په دې سیمه کې د سیانوباکټریا تنوع، چې تر اوسه پورې په پراخه کچه نه دی مطالعه شوی، د تصور له حده زیاته ده. ساده رشته يي سیانوباکټریا د آسماني شنه رنګه باکټریا یوه ډله ده، چې ډېری نوي او ډېری وختونه پټ ډولونه پکې شامل دي.
ایران په تېرو لسو کلونو کې د علم په تولید کې په نړۍ کې، له 26م مقام څخه 15م مقام ته او د ټکنالوژیکي څېړنو په ډګر کې په نړۍ کې، له 120م څخه 53م مقام ته لوړ شوی دی. د ایران د روغتیا وزارت د څېړنو او ټکنالوژۍ د مرستیال ډاکټر یونس پناهي په وینا، د ټکنالوژۍ د تولید په درجه بندۍ کې، ایران په ۲۰۲۰ کال کې په نړۍ کې ۶۷ مقام درلود، په ۲۰۲۱ کال کې دا درجه ۶۰ ته ورسېده او اوس په دغه درجه بندۍ کې ۵۳ مقام ته ورسېدو.
د دې چارواکي په وینا، موږ په 800 علمي څېړنیزو او ټکنالوژیکي مرکزونو کې د ټولنې د روغتیا او د دې برخې د اړتیاوو پوره کولو لپاره د علمي او ټکنالوژۍ د څېړنې او تولید په لټه کې یو. د تخنیکي او بنسټیزو سیلولونو څېړنې، د سرطان د ناروغۍ کمول او درملنه، د بوټو د درملو تولید او د درملو واردولو ته د اړتیا کمول، د نفوسو ځواني، د روږدي کېدو او ځان وژنې او ټولنیز زیانونو او ستونزو کمول، د علمي او څېړنیزو پلانونو په لومړیتوبونو کې دي.
او په پای کې دا چې، په یوې هنري لاسته راوړنې کې، ایټالیايي کمپنۍ (esen studio) په دې وروستیو کې له ایران څخه د لنډ فلم "پېرېدونکی مامور" نړیوال خپرېدل پیل کړل. د دې داستاني اثر پوسټر هم د حامد کابلي له خوا ډيزاين شوي اثر له نړيوال خپرېدو سره هممهاله پیل شو.
دا لنډ داستاني فلم د علي توکلي او آرش راوده لخوا لیکل شوی او د فواد جاودان او مهاجر توحیدپرست لخوا په ګډه جوړ شوی، چې د هغه منځني عمر لرونکي سړي کیسه ده، چې له یوې مېرمنې سره له آشنایۍ وروسته، په جرمي قضیه کې ښکېل کېږي.
هادي افتخار زاده، فرزانه میداني، میلاد کفایي، علي نوراني، فرهاد امیني، امین افشاري او شوکا هویت دوست، د دې اثر لوبغاړي دي.
ژباړه: زماني