Feb 04, 2024 16:00 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسیزه  (اسلامی انقلاب  او اقتصادي پرمختګونه)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د سباؤن لسیزې لړۍ له ننني څلورم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه مطلب کې د نومې اسلامی انقلاب د ځانګړنو او اقتصادي پرمختګونو په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي:

دوستانو د ایران د اسلامی انقلاب د رامینځةکیدا یو مهم دلیل ، په ټولنې کې ډيره زیاته بې عدالتي او اقتصادي بد وضعیّت ؤ .له اسلامی انقلاب په مخکې وختونو کې زیاتره تیلي عایدات ، د سلطنتي کورنۍ او د هغوي د خپلوانو او اړونده کورنیو  په تجملاتو  او زیرمه کونې او همداراز د بې ځایه پوځي تجهیزاتو اخستو ته  بیل وو او دهیواد صنعت او کرهڼیزې  چارې  هم په  ځوړتیا وې . له بل پلوه انفلیّشن او ګراني په زیاتیداوه او  د هیواد په مختلفو  سیمو کې محرومیّت ، بې وځلی او ناامیدي  په بشپړتوګه  له ورایه ښکاره وه.د ایران اسلامی انقلاب  دول س لپاره  د اقتصادي وضعیّت ښه کیدا او  د  هوساینې رامینځةکیدا په لومړیتوب کې درلوده.البته دغه کارسخت ؤ،ځکه چې څه خاص  اقتصادي بیخ بینائۍ نه وې  او د حکومت عایدات له تیلو سره اړونده وو او بې وځلي او محرومیّت په تیره بیا  لیرې پراتو سیمو کې خلک ډیر زیات کړول.له بل پلوه داخلی ناکراريړ او بهرنيو دباؤنو، د اقتصادي ودې  او محرومیّتختمولو لپاره  دمناسب پلانونو اجرا لپاره شرائط ډير سخت کړي وو.په عین حال کې   د اسلامی انقلاب له بری  کابو یو نیم کال وروسته د عراق سلطه پال او ظالم واکمن صدام  د ایران په ضد پراخ جنګ پیل کړ چې تر  اتو کلونو پورې ئې  دایران فعال انساني ځواک او ډیری امکانات  له ځان سره بوخت کړل او د ایران اقتصاد ته ئې ډير زیات  تاوانونه واړول. همداراز امریکا چې  د ایران د ولس له ظلم سره د مبارزې  دغورځنګ په رامینځةکیدا سره ئې، دروند ګوزار خوړلی ؤ،د غورځنګ  د بریالیتو ب له هماغه پیله ئې د ایران په ضد بندیزونه ولګول چې د وخت په تیریدا سره نوره هم ورپسې زیات شول  تر دې چې اوس د ایران په ضد ترټولو زیات او سخت بندیزونه اعمالیږي.

         له دې سره سره د ایران   ولس او اسلامی انقلاب ، دغو سختو شرائطو ته تسلیم  نه شو،او خپلې ټوله  هڅې ئې د هیواد د بیارغونې  او آبادونې لپاره وکارولې،داسې چې په ۲۰۲۲کال کې د پیسو نړیوالې بسپنې (آئي ایم ایف ) د راپور په اساس،ایران  د یو زر ۵۹۶میلیارډ ډالرو په ارزښت  په اومو داخلی تولیداتو سره ځان د نړۍ ۲۲ لوي اقتصادي  قدرت  کړی دی.همداراز نړیوال بانک،په ۲۰۲۳کال کې د ایران اقتصادي وده،څلور اعشاریه یو فیصده اعلان کړې ده .په ټول کې داسې ښکاري،د ایران لازیات اقتصادي  ګرافونه  مخ په  ښه کیدا او ودې دي .حکومت،اوس د انفلیّشن  د پیزواني کولو لپاره پر هڅې سربیره،نور دوه سیاستونه په لومړیتوب کې راوستي دي،چې یو له داخلی تولیداتو څخه جدي ملاتړ  او بل هم  د تجارتی مبادلاتو زیاتیدا،په تیره بیا له ګاونډیانوسره د تجارتي راکړې ورکړې پراختیا ده.په دې مینځومیان کې د پوه بنسټه  شرکتونو د محصولاتو تولیداو  وده  اوڅاره ده  او په همدې لړ کې  ددغو شرکتونو شمیرتر تیر کال پورې ، تقریبا  دوه برابره  شو.همداراز له اسلامی انقلابه  د مخکې وخت په نسبت  د ایران د تجارتي مبادلاتو اندازه  څو برابره شوې او په صادراتو کې د  تیلو ونډه  کمه شوې ده او د غیر تیلی محصولاتو او تیلی پراډکټس (پيټرولیّم محصولات) د  صادریدا اندازه  ډيره زیاته شوې ده. په ۱۴۰۱لمریز کال کې دغیر تیلی شیانو له تجارته  ددې د تیر کال په نسبت  د ایران د صادراتو او وارداتو ونډه  څه دپاسه یولس فیصدي وده کړې او ۱۱۲میلیارډ ډالرو ته ورسید.

        د ایران اسلامی جمهوریت  د صنعت او معدن په برخې کې هم داسې د پام وړ پرمختګونه کړي دي،چې له اسلامی انقلابه له مخکې وخت سره دپرتلې وړ نه دی.په زرګونو واړې او سترې کارخانې د صنعتي محصولاتو په جوړولو بوختې دي  چې د تیر په نسبت ئې د دوي د تولید کیفیّت او اندازه ډيره زیاته کړې ده د ایران د ترټولو لوی صنعتي  یونټونه،د تیلي او معدني محصولاتو په زمینې کې فعالیت کوي.د ایران پيټرو کیمیکل  لوئې ټولګې (کمپلیکسونه)اوس د کابو ۹۵میلیون ټنه ظرفیّتونه لري چې  د نوو ورکشاپونو او کارخانو په پرانیستو سره به دغه ظرفیّت دوه برابره زیات شي. په تیر کال کې د پيټرو کیمیکل  محصولاتو د صادراتو ارزښت ۱۶میلیارډ ډالره  ؤ او د هغو د مسئولانو هڅه دا ده چې د تیلي محصولاتو د صادراتو د اندازې په زر زیاتیدا سره له اومو تیلو سره د هیواد اړوندوالی  کم کړي. دغه سیاست د ایران دتیلو د صادراتو په ضد د امریکا دغیر قانونی بندیزونو  د اغیزو اندازه  هم کمولی شي.د معدني صنائعو په زمینې کې  هم ایران د پام وړ وده کړې ده . تراوسه پورې د کابو 770میلیارډ ډالرو په ارزښت د نړۍ  د کانونو اوه فیصدي برخه  په ایران کې کشف شوې ده .په ۱۴۰۱ لمریز کال کې  د دغو کانونو د محصولاتو صادرات ،څه دپاسه  12میلیارډ ډالره  ؤ . دا یران د معدنونو ډيرزیات ارزښت ته په پام سره ،  مسئولانو  له دغو کانونو څخه  د استفادې لپاره پراخ پروګرامونه  ترتیب کړي دي.  ایران  اوس د   د مِسو،د تولید په زمینې کې  پنځم هیواد او  د وسپنې د ډبرو  د تولید  له نظره د نړۍ لسم هیواد دی. همداراز ایران  د 62میلیون ټنه سیمټو  په تولیدولو سره  د نړۍ په اتم ځائيګي کې دی  او د ټایلونو(سرامیک )  په تولید کې هم د نړۍ پنځم ځائيګی لري.

              د ایران د پرمختګ یو بل ډ ګر ، ډيم  جوړول دي .په داسې حال کې چې پهلوي رژيم ، یوازې 19ډيمونه، هغه هم د بهرنیو متخصصانو په په مرستې سره جوړ کړي وو، خو اوس د ایرانیو کارپيژاندو همت او تدبیرونو او  ماډرن ټيکنالوجیو سره  ددغو ډيمونو شمیر لس برابره  زیات جوړ کړي دی. ددغو  ایرانیو کارپيژاندو پوهه  په هغه سویه ده چې  دوي په 16 هیوادونو کې  د ډيمونو   په پلانونې ،څارنې او جوړونې بوخت دي.

        خوږو دوستانو د سباؤن لسیزې  په مناسبت د لړۍ د ننني څلورم مطلب  وخت هم همدومره ؤنو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې د تهران  دپښتو خپرونې د انیټرنیټي سایټ  ایډریس هم درسره نوټ کړئ . تاسو په PARSTODAY.IR/PS   انټرنیټي  سایټ  باندې زمونږ  تازه  او وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه ،تبصرې ،راپورونه  ، مرکې او دغه راز ډول ډول سپورټي ،روغتیائي ، اقتصادي،اجتماعي ،کلتوري  راپورونه او خبرونه او نور مطلبونه  او دغه راز عجبیبه او حیرانونکي خبرونه  هم لیدلی شئ  او دغه راز پخپلو خطونو ،پیغامونو،شعرونو او غږیزو پیغامونو مشتمل هرکله راشه پروګرام هم آوریدلی شئ، د تاسو د ښو ښو وړاندیزونو او کرکتونو  د رالیږلو په هیله مو تر بل  پروګرام پورې په نیاؤمن خداي سپاروو،  سرلوړي،تاند او آباد ووسئ .

     (سیماب)

**********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه