Apr 18, 2024 16:21 Asia/Kabul
  • مصنوعي هوش یا مصنوعي ذهانت او چیلنجونه

د تهران د پښتو خپرونې  خوږو  مینه والوپه دې شیبو کې د مصنوعی هوش یا مصنوعي ذهانت او د هغو چیلنجونو په باب چې ورسره مخامخ یوو،یو ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  وړاندې کوو. هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

    دوستانو ډیری کسان  تراوسه پورې هم د مصنوعي ذهانیت د کلمې په آوریدو سره  رباټونه یادوي او  خیال کوي چې  له مصنوعي هوش یا ذهانته  مقصد هماغه بې احساسه رباټونه دي چې د کارونو د لاآسانې ترسره کیدا لپاره  پلان شوي دي او ټاکل شوې ده ، په راتلونکي کې د انسانانو ځاي ونیسي. په زیات احتمال سره  ددغه ډول فکر مسئول،ځیني علمي او تخیّلي فیلمونه وي،خو حقیقت له  هغه څه سره چې تصوّر ئې کیږي،  توپير لري.

مصنوعي  هوش یا ذهانت Artificial intelligence) ) یا (AI) ،په حقیقت کې  داسې ټيکنالوجي ده چې یو دول د تفکر وړتیا لري.البته د تفکر دغه وړتیا له هغه شي سره چې مونږ  ئې د انساني تفکر په توګه پيژنو،تر ډیره حده توپیر لری،خو په حقیقت کې  هڅه کوي،ورڅخه تقلید وکړي.

 مصنوعي هوش یا ذهانت دمګړئ د سترو ډيټاؤ،روباټیک او اشیا انټرنیټ په څير نوي پنځیدلي ټیکنالوجیو اصلی محرک دی.په ۲۰۲۳کال کې د یوې نظر غوښتنې په اساس چې آئي بی ایم شرکت کړې ده،د اداری سوې    ۴۲فیصدو شرکتونو،مصنوعي هوش پخپلو عملیاتو کې یوځای کړی دی او نوره هم د مصنوعي هوش له آوزارونو څخه د  استفادې په حال کې دي.

د انسانانو پر ژوند او دنړۍ پر اقتصاد د مصنوعي هوش  اغیزې ډيرې حیرانونکي دي . مصنوعي هوش تر ۲۰۳۰ کال پورې  د نړۍ اقتصاد ته  کابو پنځلس اعشاریه اوه  ټریلیّن ډالر ورزیاتولی شي. همدارازد مختلفو شرکتونو په اټکلونو سره ،له مصنوعي ذهانت څخه استفادې،د دوی دکارکسب  ګټې تر ۴۰فیصدو پورې زیاتولی شي.له  ۲۰۰۰ کال  څخه هم د مصنوعي هوش د سټارټ آپس د شمیر  او څاره زیاتیدا تر اوسه پورې  ۱۴ برابره  زیاته شوې ده .

البته مصنوعي هوش یا ذهانت داسې چیلنجونه هم رامینځةکړي دي،چې په دوام کې  به ورته اشاره وکړو.  

     لومړی مورد دهغې پانګې اندازه ده چې دقدرت تږي دغه الګوریتمونه  ورڅخه استفاده کوي او همدغه زیاتره پراختیاورکونکي  لیرې ساتي . ژوره یادونه،  مصنوعي هوش یا ذهانت ته د رسیدا یو پَل  دی او کارندوالي لپاره،ګرافیکي فریکانسونو اوبوسټرو او مرکزونو زیاتولو ته اړتیا ده.داسې  مختلفو حوزې شته چې  مونږ  په هغو کې د ژورې یادونې د چوکاټونو د پلي کولو لپاره  آئيډیاوې او پوهه لرو .همدغه چاره یوه سُپر کمپیوټري محاسباتی قدرت ته اړتیا لري او سُپر کمپیوټرې هم ارزانې نه دي . که څه هم، د متوازي پروسس سیسټمونو شتون له امله،د(مصنوعی ذهات) یا  AI سیسټمونو پراختیا کونکي  په ډیر اغیزشیندونکي توګه کار کوي،خو د هغو بیّې ډير لوړې دي او ټول د پيچلو الګوریتمونو په چټکې زیاتیدا او د ډیټاؤ د اندازې د بې مخینې په زیاتیدادغه کار ترسره کیدلی شي.   

ورپسې چیلنج،د اعتماد کمښت دی. څيړنې ښئ یو هغه ترټولو مهم عامل چې د مصنوعي هوش په باب د اندیښنې سبب کیږي،د بهرنی یادونې ماډلونه ناپيژندل شوی ماهیّت دی.دا چې د واریدیدونکو یوه خاصه ټولګه څرنګه  د مختلفو مسئلو دډولو لباره کومه حل لاره ابداع کولی شي، د یوۀ ناواریدا کس لپاره  سخته ده .

د نړۍ ډیری خلک  حتی د مصنوعي ذهانت له کارندوالي یا شتون څخه او په ورځینو مسئلو کې ئې د یوځاي کیداله څرنګوالي چې له دوي سره تعامل لري، د سمارټ ټيلیفونونو او سمارټ ټيلیویژنونو، بانکونو او حتی د ګاډو په څیر اطلاعات  نه لری . همدغه نه خبریدا یا ناپوهي ، دبې اعتمادئ او حتی بدبینۍ  سبب ده  .

    اوس په بازار کې ډیر فرصتونه شته دي چې ددودیزو سسټمونو لپاره د لاښه جانشین  په توګه د  مصنوعي ذهانت څخه استفاده  کولی شو،خو واقعي مشکل  مصنوعی ذهانت پوهه ده .له ټيکنالوجۍ سره له  ګروهمنو پرته ، محصیلین او څیړاند،د مصنوعي هوش له پوټینشل څخه یوازې په ګوته شمیر کسان پوهیږي.د مثال په  توګه،داسې ډير واړۀ او متوسط شرکتونه شته چې خپل کار پلانولی شي یا د آنلاین  محصولاتو د  تولید،مدیریّت، سرچینو او خرڅلاؤ د زیاتولو لپاره  او دغه راز د مصرفؤنکي  د چلند د درک  او بازار ته د کارنده او اغیزشیندونکي انعکاس لپاره  د نوو لارو موندل دي. 

Image Caption

 

               بې شکه  د مصنوعی هوش یا ذهانت   یو ترټولو مهم چیلنج ،د انساني ځواک په سویه دی، یو داسې چیلنج چې څیړاندو د شرکتونو او سټارټ اپس  ترڅنګ  دمصنوعي هوش یا ذهانت  دخدماتو لپاره ساتلی دی . دغه شرکتونه ممکنه ده پخپل څه دپاسه نوي فیصد لوړ دقت وویاړي،خو انسانان په دغو ټولو سناریوګانو کې لا ښه عمل کولی شي.  په یوه ساده مثال کې وینو،چې  له یوه انځور سره یو ځای یو ه پوښتنه مطرح کیږي ، چې آیا دغه  انځور د یوه سپي دی که د پيشو.نو انسان تقریبا هرځل  سم لوری اټکل کولی او څه دپاسه ۹۹فیصده لوړه دقت سره فیصله کولی شي.

 ددې لپاره چې دژورې  یادونې یو ماډل،ورته کړچار ترسره کولی شي،یوه دقیق منظمونې،هائيپر پیرامیتر سسټماټیک کونې،د یوه بشپړ او دقیق  تعریف شوي الګوریتم او دلولو ډيتآؤ  ټولګه له پیاوړی محاسباتي قدرت سره یو ځای  پر ډيټاؤ او آزمایشي ډیټاؤ باندې بې ځنډه زده کړو ته اړتیا  لري ،داسې ښکاري  ډیر کار ولرل شي ، او په حقیقت کې  له هغه څه  څخه سل برابره لاسخت دی چې تر سترګو کیږي. 

 سمه ده چې  د سختو کارونو د آسانولو لپاره  یوه لاره ،د خدماتو  له وړاندې کونکو څخه استفاده ده ،خو واقعي مشکل دا دی ، چې  له ډیرو زیاتو هلوځلو سره سره ،هماغه شان تیروتنې  کیږي او  واقعا  د انسان تر سوئې  کړچار ته درسیدا لپاره یوه اوږده لاره  او شاید  ناممکنه لاره په وړاندې وي.

        د ډیټا امنیت او خصوصي  حریم،د مصنوعي ذهانت یا هماغه Artificial intelligence)  )  په زمینې کې ترټولو مهم چیلنج دی .هغه اصلی عامل چې د ژورې یادونې ټول ماډلونه ااو ماشینونه پر  دې ولاړ دی ،  د دوي د روزنې لباره سرچینو او ډ يتاؤ  ته په لاس رسي کې دی. لکه څنګه چې دغه ډيټاوې  په درستې دنیا کې په میلیونونو کارؤنکي تولیدوي، نو احتمال شته چې له دغو ډيټاؤ  د غلا په څير ورانکارو موخو لپاره   هم استفاده وشي.د مثال په توګه! فرض کړئ  یو طبی خدمات وړاندې کونکی په یوه ښار کې یو میلیون کسانو ته خدمات  وړاندې کوي، او د یوې سابیري حملې په دلیل د ټولو یو میلیون کارؤنکو  شخصي اطلاعات  په ډارک وب  Dark Web) ) کې د وګړو لاس ته ورځي.په دغو ډيټاؤ کې د ناروغیو،د سلامتیا دمشکلاتو،طبی تاریخچې او نورو موردونو په باب  اطلاعات شامل دي . البته ځیني شرکتونه  له مخکې څخه ددغو خنډونو څخه د تیریدا لپاره  نوي او د ورځې په اساس اقدامات کوي  او په دې زمینې کې په  جدي توګه کار کوي.

            اوس په داسې شرائطو کې چې د ګوګل ، فیس بوک ، او اپل په څير لوي شرکتونه د کارؤنکو  له تولید شوو ډيټاؤ څخه په غیر اخلاقي استفادې سره په رابطه کې له تورونو سره مخامخ دي. د هندوستان  په څير  مختلف هیوادونه ، د بهیر د محدودولو لپاره د اطلاعاتو د ټيکنالوجۍ له سختو قوانینو څخه استفاده کوي .پردې اساس،دغه شرکتونه دمګړئ د نړۍ لپاره د کارؤنکو پروګرامونو  دپراختیا لپاره  له ځاي ډیټاؤ څخه  د استفادې له مشکل سره مخ  دي چې د تعصب لامل کیږي.

ډیټاوې  د مصنوعي ذهانت ډیر مهم اړخ  دي اوسټيکر لرونکي ډیټاوې ،د ماشینونو یا کیلکولیټرونو  د زده کړې لباره ، دیادونې  لپاره او د اټکل کولو لپاره  استفاده کیږي .ځینی شرکتونوه هڅه کوي، څو نوي رودې ایجاد کړي  او د مصنوعي هوش د داسې ماډلونو پر رامینځةکولو متمرکز شيوي دي ،چې د  ډیټاؤ له کم موندنې سره سره ، دقیقې نیتجې ترلاسه کولی شي.په همدې دلیل   ډيټاؤ د کمښت دلیل یا د دوي د نیمګړتیاؤ دلیل یا دپلوي اطلاعاتو دلیل ټول سسټم داغي کولی  او له مصنوعي ذهانت څخه په استفادې کې  جدي مشکلات راولاړولی شي.

 پر دغو  ټولو موردونو سربیره ،د مصنوعي هوش په اخلاقي حوزې کې یو داغ  او ګرَم بحث ،د احتمالی تاوانونو او تیروتنو په وړاندې  دمسئولیّت منلو موضوع ده .کله سمارټ سسټمونه  کومه تیروتنه کوي، یا  کومه پیښه رامینځّةکیږي، نو څوک باید ځواب وویل شي؟ آیا د الګوریتمونو پلانوني مسئول دي یا تولیدونکي ؟ آیا ټیکدار مسئول دی یا کارؤنکی؟.....دا موضوع  د طبي مصنوعي ذهانت او د ګاډو دجوړونکو  لپاره ډیره مهمه ده .ځکه چې  په دغه شان موردونو کې د مسئول  مشخص کول ډير سخت دي . پردې اساس باید د مسئولیت د  مشخص کولو لپاره  روښانه او شفاف مقررات  شته وي ، څو  وګړي ، د تاوان  یا ګوزار خوړلو په بڼه کې شکایت او غوښته جبران کړي.

                    که څه هم مصنوعي هوش د کارکسب په چاپیریال کې یولړ بریاوې درلودلي دي،خو په تخنیکونو او صنائعو ترمینځ ئې ناخوښې اغیزې شیندلي دي. باید ووئيل شي،چې  تیر کال په هالیووډ کې د فیلم جوړونې په مختلفو ډګرونو کې د مصنوعي هوش په واریدیدا اعتراضونه او کاربندیزونه وشول او زیات شمیر کسان د مصنوعي ذهانت څخه د استفادې په واسطه د کارکسب او بیروزګارۍ د امنیت په باب  اندیښمن دي.

پر دې ټولو سربیره،تمه کیږي، چې مصنوعي ذهانت یا هوش پر تل پاتیکیدا، د آب و هوا پر بدلونونو او ژواک چاپیریالی مسئلو باندې تر پام وړ حده اغیزې شیندي .مصنوعي  ذهانت ته  خوش بینه کسان  د د کاربن د خپریدا  دکمیدا لباره  داقداماتو د کارندوالي لپاره  دیوې لارې په توګه  فکر کولی شي.البته په مقابل کې  مصنوعي هوش د آب وهوا د بدلون یو  اصلی ګرَم  ګڼل کیدلی شي . اټکل کیږي، چې د مصنوعي هوش د ماډلونو  د رامینځةکولو او ساتلو لپاهر  داړتیا وړ انرژي  او سرچینې  د کاربن خپرول،تر اتیافیصدو پورې  زیاتوي  چې د ژواک چاپيریال  د ښه کولو لپاره   په هرډول هڅې یو ویجاړونکی ګوزار دی .

         په ټول کې باید ووئیل شي،چې مصنوعي هوش د انسان د پرمختګ لپاره ډير فرصتونه برابروي،خو جدي تاوانونه هم راولاړولی شي.د مصنوعي هوش په پلانونې او ورڅخه په استفادکې د انساني اخلاقو او ملاحظاتو رعایتول، یوه حیاتي چاره ده  او نړیوال حکومتونه او اورګانونه باید له دې مخکې چې ناوخته  شي، د مصنوعي  هوش او ذهانت  د چیلنجونو لپاره  کومه لاره  چاره  ولټوي او ملګرتیاوکړي.

         دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تربل وخته مو په نیاؤمن خدای سپارو.

    

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************

  

 

ټیګونه