د نیکو کارونو او احسان اونۍ
(last modified Mon, 04 Mar 2019 12:12:18 GMT )
Mar 04, 2019 16:42 Asia/Kabul
  • د نیکو کارونو او  احسان اونۍ

دتهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه ورځ درته له پاکه خدایه غواړو،دوستانو د نیکو کارونو او احسان د اونۍ په مناسبت له ځانګړي پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی،هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو د نیکو کارونو او احسان  نومې اونۍ  په شپو ورځو کې یوو ،  دغه اونۍ  په درست ایران کې  د کب دمیاشتې له څوارلسمې تر  شلمې نیټې پورې په پرتم سره لمانځل کیږي  او ددغې اونۍ   نومول هم   له اړمنو او  محرومو کورنیو سره د   خلکو دمرستو او ډالۍ ورکولو په موخې سره  دي  ،چې  ددغو ډالیو اومرستو  غونډول زیاتره د   امام خمیني دامداد کمیټې  د ولسی اورګان  په وسیله ترسره کیږي .

Image Caption

 

           دوستانو یوه لنډه شان ته کیسه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

یوۀ واړۀ ماشوم سره  یوازې  لس سنټه یوه سیکه پاتې وه  او  نوره پیسې ئې نه درلودې څو   ورسره خواړۀ برابر  او بیا ئې وخوري .  په داسې حال کې چې  ډير وږی  ؤ ، نو فیصله ئې  وکړه  له یوه کوره د څه نا څه  خواړو غوښتنه وکړي .   په اتفاقي توګه  ئې د یوه کور دروازه وټکوله، یوې ځوانۍ اوښکلي پيغلې ورته دروازه پرانیستله.  هغه  ماشوم  ویرّید او ګبراؤ شو  او  دخواړو دغوښټنې په ځائ ئې  یوازې  دیو ګلاس اوبو غوښتنه ترې وکړه .  هغه جینۍ چې  د هغه ماشوم  ورته وږی ښکارید،    هغه ته ئې د اوبو په ځاي  په ګلاس کې شیندې راوړې .  هغه  ماشو   ورو ورو  او ډاډه سینې سره  هغه شیدې وڅښلې  او وې وئيل ، څومره پیسې باید درکړم .؟  هغې جینۍ ورته ځواب ورکړ، هیڅ پیسې  ئې نه کیږي ، مونږ ته خپلې مور رازده کړي دي ، چې  هرچا سره نیکي کوو ، هغه ماشوم د هغې مننه  وکړه  او لاړ .کلونو وروسته هغه ځوانه جینۍ  سخته ناروغه شوه . ځاي ډاکټرانو  دهغې  دناروغۍ له درملنې بې وسه شول  او هغه ئې  د درملنې د دوام لپاره  ښار ته ولیږله څو  په یوه سنبال روغتون  کې ئې متخصصان  سمه اومناسبه درملنه وکړي . 

ډاکټر هوارډ کلې د ناروغ دوضعیّت  د ارزولو لپاره  وبلل شو،  کله چې  متوجه شو ، هغه ناروغ  له کوم ښاره هلته  ورغلی دی ، نو په سترګو کې ډيره عجیبه حیرانتیا  راښکاره شوه .سملاسی  پاڅيد او  دناروغ  لیدو ته ورغی ، کله  هغې کوټې ته داخل شو ،  نو په لومړني نظر کې ئې  هغه  وپيژندله . وروسته ئې بیا د سلاکارۍ کوټې  ته ستون شو څو  زرترزره  د هغې ناروغې جینۍ  د ژوند  د نجات لپاره  اقدام وکړي .  له هغې ورځې وروسته ،  هغې میرمنې ته  ډاکټر  هوارډ خاص پام کاوه  او بلاخره   له ډيرو اوږدو هلوځلو وروسته ،   ډاکټر  بریالی شو ،  دهغې ځوانې میرمنې درملنه وکړي.  په روغتون کې د هغې میرمنې دبستري کیدا په وروستۍ ورځې ، د  هغې د  درملنې  لګښت  مدرک  د ډاکټر دتائيد لپاره یوړل شو .  هغه د هغه پرچې په یوه کونج  یوه جمله ولیکله  او  بیا ئې هغه په یوې لفافې کې بند کړ  او  دهغې میرمنې لپاره ئې ولیږدوله .

 هغه ځوانه میرمنه  ډيره حیرانه وه  او  د خپلې درملنې  د لګښت مدرک   له لیدو ئې ویره درلوده . هغه ډاډمنه وه چې باید ډيرې زیاتې پیسې ورکړي ، چې   وس ئې نه لري . خو کله ئې  چې لفافه پرانیستله ، نو  په هغه رسید باندې  څو ټکي لیکل شوي وو ،  ورو شان ئې  هغه  ولوستل ، چې پرې لیکل شوي وو ؛    ددغې درملنې  حساب کتاب  له دې مخکې په یوه ګلاس شیدو  ورکولو سره خلاص شوی دی .:::: 

            دوستانو دغه کیسه  د یوډول هغې خیر ښیګڼې کونې او  دوستۍ حسی  نندارې ته وړاندې کوي  چې  دانسان په ضمیر کې نغښتي  ده  او که وځلیږي ، نو  روح اوباطن  ورسره تاند کیږي اوصفا غوره کوي .  له  نورو انسانانو سره مرسته  داسلام د پاک دین  له نظره ،  یوه ذاتي اوفطري  چاره ده . خداوندمتعال  له نورو انسانانو سره مرسته کولو ته ګروهنه  د هرانسان په زړه کې   دیوې پيژندګلوۍ په توګه   الهام کړې  او  نیک عمل کول   دانسان په خټَې کې  د الهي نور په توګه موجود دی .

Image Caption

 

          دوستانو د لمریز کال   په وروستیو شپو ورځو کې  دایران په اسلامی جمهوریت کې ، په  خلکو کې د مهربانۍ او ښادۍ  داحساس  د اوج شپې ورخې  دي .  دنوي کال  په درشل کې ،  چې د  خلکو زړونه   دپسرلی   په خوشبودارې وږمې سره  خوشالیږي ،  داسې مهربانه لاسونه شته چې  د ځوانمردۍ او مینې  او عشق  ځلاه نندارې ته وړاندې کوي  او خپلې خوشالیانې له نورو سره ویشي . دوي  په همدې خاطر  د کب دمیاشتې  مینځنۍ اونۍ  د نیکو کارونو اواحسان   په اونۍ نومولې ده . دغه اونۍ  د کب دمیاشتې له څوارلسمې تر شلمې نیټې پورې ، یعني د مارچ  له پنځمې تر یولسمې نیټې پورې  د  اړمنو او محرومو  کورنیو  لپاره دخلکو د مرستو او ډالیو د غونډولو  په خاطر ترسره کیږي  ، چې  د دغو ډالیو او مرستو غونډول او بیا ئې ویشل  عموما  د  ولسی اورګ،کمیته  امداد امام خمینی :  په وسیله ترسره کیږي .

            دوستانو د ایران داسلامی انقلاب  په بریالیتوب سره ،  له اړمنو ملاتړ  د پروګرامونو په سر کې  ورغی  او دحضرت امام خمنیني  په فرمان سره  د امداد امام خمینی کمیټې   جوړه شوه . دغه ولسی اورګان  دمحرومو کورنیو دبیناد دپیاوړتیا   په تیره بیا د هغوی  په ځان دبسیاینې لپاره  دمرستو په خاطر  جوړ شو .   کمیته امداد امام خمیني  په ایران کې  تر ټولو ستر ټولنیزو چارو تامینونکی اورګان دی  او  د ټولنې د تاوان موندونکو  ډلو  خدمت کوي . دغه کمیټې د ټولنې    محرومو خلکو ته پراخ خدمات    او فعالیتونه وړاندې کوي او  تر ټولو مهم هدف ئې ،  ترمرستو لاندې د کسانو توانمیدا ده .

               اوس هم یوه کیسه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو :::: 

درې کاله کییږي ، چې  د  میرمن امیري   لپاره د ژوند رنګ اوخوند بله بڼه غوره کړې او  په ژوند کې ئې یوه هیله  راپورته شوې ده .  دهغې کورنۍ ورکشاپ یا کارخانه  د ډول ډول او ښکلو سُنتي یا دودیزوکالیو په نندارتون بدله شوې ده چې   په هغې کې  له دوو نورو شریکانو سره  هره ورځ تر ګنټو پورې  یو ځاي  کارکوي .

دغه درې واړه  کسان  چې  تر څه موده مخکې پورې    د  امام خمینی دامداد کمیټې  له خوا مرسته ترلاسه کونکي وو، اوس  ئې  البته  یوه وړوکی شان ته  ورکشاب یا کارخانه  پرانیستې ده  او  پخپله د ژوند خرڅ  تامین کوي .میرمن امیری وائي ، زما خاوند اوه کاله کیږي ، چې   له دنیا ئې کوچ  کړی دی ، او  له دوو بچیانو سره یو ځاي  مې د  کمیته امداد امام خمینی  تر پوښښ لاندې ژوند تیروۀ . که څه هم  دغې کمیټې او ځ ینو نورو پيژنګلو  تر خپل حده له مونږ سره مرستې  کولې ،خو  تل  به  پوره خرڅه  نه تامینیدله او ژوند به په ډيرې سختۍ سره تیرید.  یوه ورځ د  کمیته امداد   له خوا یوه غونډه جوړه  شوه او ووئيل شول چې   هرڅوک  که غواړوي   د کمیته امداد  په لګښت سره ، د تخینکي اوحرفه وي  زده کړې په پړاؤنو کې نامې ولیکي ، نو حاضر دي .  په هماغو کلاسونو کې  له دوو نورو میرمنو سره   چې دکالیو  دجوړولو کار ئې کاوۀ  او هغې  دکمیته امداد له خوا مرسته ترلاسه کوله ،بلده شوم .  د زده کړې دپړاؤ له ختمیدا وروسته  د کمیته ا مداد  په ملاتړ سره ، مو  پور یا قرضه  واخسته او لکه څنګه چې  د ورکشاپ  دپرانیستو لپاره  مو څه خاص پانګه  نه درلوده ،نو د خپل کور  یوه کوټه مو په ورکشاپ بدله کړه . په پیل کې   د ګاهک (مشتري) پيدا کول تر یوه حده سخت وو ،خو  هر دې واړه  اندیښمن وو ،  خو ورو ورو  مو خپل ګاهکان  پيدا کړل  او اوس دوه کاله کیږي ، چې    په رسمي توګه   د کمیته امداد  امام خمیني   له مرستو بې نیازه شوي یوو.

             دکب د میاشتې  په دوهمه نیمائي کې  د نیکو کارونو  جشن لمانځل ،  ددغو موخو د تامینولو لپاره  یو ښه اوغوره اقدام دی  او  له معنوي ،اجتماعي او کلتوري پلوه   یو لړ څانګړنې لري ، چې  په ټولنې کې  د  انفاق  اواحسان د کلتور  دلاپیاوړتیا  او پراختیا  لامل کیږي . 

  د ایران  په ګوټ ګوټ کې  بیلابیل مرکزونه  جوړ کړائ شوي دي ،  چې  د ولسی  مرستو اوډالیو  ترلاسه کولو ته هر وخت تیار دي . په  دغو مرکزونو کې ښکلاوې او ښادیانې  څپې وهي ، په تیره بیا دا چې  وینئ،  د بخښنې   او مرستو د تخم  پاشل  او ولوله یوازې د  لویانو دستور اورسم نه دی ،   په هر ښار اوښارګي اوکلي کې ماشومان هم  د یتیمو اومحرومو ماشومانو د خوشالیو اوغمونو  په باب اندیښنې لري .  دوي   هم  خپلې  لږې لږې پيسې   خپلو  خزانو  دغونډولو  په   واړو واړو صندوقونو یا کټَؤ  کې غونډوي   له اړمنو سره  دمرستو  او  د ډالیو د وړاندې کولو  په مهربانه سمندر کې  له څپو پاتې نشي .

Image Caption

 

 زده کونکي هم  دنیکو کارونو ترسره کولو  او دمهربانه کیدا  مشقونه ترسره کوي  او دخپل وجود او باطن جوهره  د مهربانۍ په  عطرونو سره روزي څو ممکنه ده  سبا او په راتلونکو شپو ورځو کې   یو بې سرپرسته ماشوم  او یا مسکین  د ښار او دټاټوبي  په کوم کونج  کې پاتې نشي .

                    دوستانو دنیکۍ او احسان په دغه پروګرام کې د درستو ایرانیانو  قدرتمند اوولولناک ګډون  ددې ښودنه کوي ، چې  له اړمنو سره مرسته اونیکي کول ،  د دوی د عمومي فرهنګ یوه نه جلاکیدونکي برخه ده.د دوي په اند له بې وځلۍ او محرومیّته د ټولنې  دژغورنې او د نیکۍ او احسان ترمینځ  ډيره نزدې رابطه شته  ، خو   دنیکۍ او انفاق  فلسفه  یوازې  په ټولنې کې د موجوده خلاګانو یا تشو ډکول نه دي ،بلکې دانسان  له جوړیدا سره یوه رابطه لري.دا چې  انسان  یو څه ولرل شي  او له خپل ځانه ئې جلا کړي  او   د پروردګار د رحمانیّت مظهرشي،دانسان په جوړونې اوبدلونو کې غوره رول لري . نیکي کونکي،هغه څوک دي،چې توانیدلی دي ،بریالي شي دحرص،بخل او کبر پشمول پرخپلو نفساني خواهشاتو برلاسه شي او په قربانۍ سرښيندنې  او له ځانه   په تیریدا سره  په ټولنې کې  پیوستون او ګډ ژوند  زمینه برابره کړي . 

ګډ ژوند او ټولن پالنه د انسان طبیَعت اویوه برخه ده او اجتماع هم د نیکو کارونو او احسان سره دځان دپیاوړتیا او دوام لپاره اړمنه ده .له همدې امله حضرت اما م علی علیه السلام  دا  دانسان دارزښت  پیمانه  ګڼي او فرمائي ؛ دهرکس منزلت او ارزښت دهغو ښوکارونو په اندازه ده چې ئې ترسره کوي .

         خداوندمتعال   دقرآن کریم په ډيرو آیتونو کې خلک  نیکو کارونو ترسره کولو ته هڅوي او په ډيرو آیتونو کې ئې  نیک کارکونکي  د محسنینو  په ټکې سره  یاد کړي او  ستائيلي دي  او  خپلو خاصو ځانګړنو په بیانولو سره ئې نیک  کارکونکي د هدایت او نجات په لاره کې بللي او دلقمان سورې  په پنځم آیت کې  ئې  فرمائيلی ئې دي ؛

أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۵﴾   

؛؛ او دوي هغه کسان دي چې دخپل پروردګار له خوا  له هدایته برخمن شوي  دي او دوی چې  ژغورل شوي دي .:::::

 همداراز په قرآن کریم کې دبقرې سورې په یوسل پنځه نويم آیت کې هم راغلي دي .؛؛؛    

وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۹۵﴾

؛؛ او د خداي په لاره کې انفاق وکړئ او ( د انفاق په پریښودو سره ) ځان پخپله مه هلاک کوئ  او نیکي وکړئ  چې خداوند نیک  خلک خوښوي ::::  

 دقرآن کریم په ډيرو آیتونو کې   د انسان  ایمان اوعبودیت په انسانانو کې  داحسان اونیکو کارونو  یو اصلي عامل او له بل پلوه،د انسانیّت په وړاندې  د یوه مسلمان  دنده حسابوي .داسلام د تعلیماتو په اساس احسان اونیک کارونو کول  په ټولنې کې د شتمنۍ په عدالت او انصاف سره ویشل کیږي او همداراز پرګنیز نظام له مینځه ځي،په ټولنې کې دوستۍ یو زړتوب او ورورولي رامینځةکوي  او دانسان دګناهانو د بخښنې لامل کیږي او په نتیجې کې،په دنیا او آخرت کې د نیکو انسانانو دخیر او عافیّت او نیکمرغۍ تضمین ورکوي  او  دخداوندمتعال په درګاه  کې  دهغه دمحبوبیّت   لامل کیږي .  ځکه خو ستر ایرانی شاعر  سعدي  پخپل یوه شعر کې وائي ؛؛؛؛

تو نیکی می کنی  و در دجله انداز

که ایزد   در  بیابانت     دهد باز.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه