د ایران په وړاندې د ټرامپ  غورځې
(last modified Wed, 23 Oct 2019 06:47:02 GMT )
Oct 23, 2019 11:17 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې د ټرامپ  غورځې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ همیشه د ایران په خلاف غلیمانه دریځ غوره کړی او د واشنګټن د غوښتنو د قبلولو لپاره یې د ایران د اړباسلو په غرض د تهران په خلاف د لا ډیر فشار او دباو غوښتنه کړې ده. ټرامپ له دې سره سره کله د ایران په خلاف ګواښونکې خبرې هم کوي.   

 ډونالډ ټرامپ د  اکتوبر په یوویشتمه ګواښ وکړ چې که  لازمه شي نو په ایران به پوځي حمله وکړي. هغه وویل که ضرورت پیښ شي نو دغه کار به وکړي. ده وویل چې که مجبوره شو نو په ایران به داسې ګوزار وکړو چې تر اوسه یې نه دی خوړلی او د ضرورت په بڼه کې جنګ ته هم تیار یوو.  ټرامپ ایران ته خبرداری ورکړ چې  امریکا د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ لري  خو سره له دې یې  تر اوسه د ایران په وړاندې له ډیر زیات زغمه کار اخستی دی.

د اسیا په لویدیځ په تیره بیا فارس خلیج کې د امریکا امنیتي کړنو ته یو نظر د ایران په خلاف د ټرامپ د نویو ګواښونو پوچوالی په ښه توګه څرګندوي. د واشنګټن د متحدانو د کشتیو  او تیلي بیړیو له سوزیدو او د عربستان په تیلي تاسیساتو له بریدونو   چې  ټرامپ هڅه وکړه  په ایران یې ورواچوي، او حتی د ایران له خوا د امریکا د  قیمتي ډرونز هاوک  له نسکوریدو سره سره  د دولت ټرامپ  د ایران په خلاف د هیڅ ډول پوځي اقدام زړه ونه کړ. ټرامپ  د هاوک بې پایلټه الوتکې د نسکوریدو په  پیښه کې ادعا وکړه چې  په ایران یې دغچ اخستونکې حملې اراده لرله خو د انساني ملاحظاتو په وجه یې له دغه کار ډډه کړه ده. سره له دې دا یوه تشه ادعا وه  او د تهران د متقابلو اقداماتو  په باره کې  د پینټاګان خبرداریو د پام په وجه ټرامپ له دغه کاره ډډه کړې ده.  په حقیقت کې  له ایران  سره له پوځي ډغرې ویره د ایران د پیاوړې دفاعي طاقت،  سیمه ایز نفوذ او د ایران د غچ اخستونکو حملو په وړاندې  په سیمه کې د ځای پر ځای امریکایي ځواکونو د کمزورۍ په وجه ده.

 په عین حال کې ټرامپ  چې اوس په خپل بهرني سیاست کې په  ډیرو تضاداتو اخته شوی او د امریکا د سیمه ایزو ملګرو او شریکانو اعتماد پرې هم ورځ په ورځ کمیږي، هڅه کوي په دغه شان خبرو سره  غواړي هم امریکا پیاوړې وښيي او هم  خپل سیمه ایز ملګري د واشنګټن  په ملاتړ ډاډه کړي.  د ټرامپ د دولت هدف د ایران  په خلاف د نړیوالو اجماع جوړول، د تهران په خلاف د خپلو سختیو او اقتصادي فشارونو توجیهول، په فارس خلیج کې د خپل پوځي شتون لپاره زمینه برابرول او  د سیمه ایزو ملګرو د باور لاسته راوړل دي.  واشنګټن په عین حال کې غواړي په فارس خلیج او هرمز اوبلارې کې  بیړۍ چلولو د تش په نامه ضمانت لپاره  یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي.  سره له دې  د خپلو انډیوالانو د حفاظت لپاره په سیمه کې د امریکا شتون بې فایدې و او  هیڅ مثبته نتیجه یې نه ده للې.

  له بلې خوا د ټرامپ نویو خبرو  د اسیا په لویدیځ کې د امریکا د پوځي نظریې د بدلولو په هکله هم پوښتنې راولاړې کړې دي. ټرامپ له یوې خوا  له سیمې د امریکايي ځواکونو د ویستلو لپاره په خپلې ارادې ټینګار کړی او له بلې خوا ایران په پوځي حملې ګواښي. د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د دغه تضاد د توجیه لپاره  د نیم سخت  یعنې اقتصادي او نیم نرم یعنې  دپلماتیک طاقته په استفادې ټینګار کړی دی. او په عین حال کې یې ادعا کړې چې ټرامپ به د پوځي طاقت په استفادې کې هیڅ شک ونه کړي.  خو د هغه دغه خبره هسې لافه ده لکه څنګه چې د ترکیې په وړاندې د سوریې په شمال کې د کردانو د حفاظت لپاره هغوی ته  د واشنګټن له وعدې سره سره ټرامپ له دغه سیمې د امریکایي ځواکونو په ویستلو سره عملا  د سوریې په کردانو د انقرې د حملې زمینه برابره کړه او د هغې د مخنیوي لپاره یې هیڅ اقدام ونه کړ.

 

ټیګونه