May 08, 2016 11:27 Asia/Kabul
  • ايران د اونۍ په هنداره کښې
    ايران د اونۍ په هنداره کښې

په دغه هفته کښې اسلامي ايران د خداے د ګران رسول (ص) د بعثت د کليزې په مناسبت په خوشحاليو کښې ډوب ؤ.

نو د مبعث د دغه تېر اختر په مناسبت يو ځل بيا د مبارکۍ په ويلو سره ايران د اونۍ په هنداره کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي تېره هفته په څو کتنو کښې چې د مختلفو مناسبتونو له مخې ترسره شوې د ايران، سيمې او نورو موضوعاتو په اړه يو لړ مهم بيانات وړاندې کړل. ايران د اونۍ په هنداره کښې پروګرام دغو ملاقاتونو ته په يوې کتنې سره شروع کوو.
د خداے د ګران رسول (ص) د مبعث د اختر د کليزې په مناسبت د نظام چارواکو، په تهران کښې د اسلامي هېوادونو سفيرانو او د شهيدانو د کورنيو يو شمېر غړيو د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره کتنه وکړه. معظم رهبر په دغه کتنه کښې د اسلام له ابتدا نه تر اوسه پورې د «بعثت» او «جاهليت» د دوو بهيرونو دوام ته په اشارې سره د بعثت د بهير اصلي خصوصيت د الهي پېغمبرانو په وسيلې سره د هدايت موندنې عقلانيت او د جاهليت د بهير ترټولو مهم خصوصيت شهوت او غضب وبلۀ. دوي وفرمايل، نن د اسلامي ا مت ترټولو مهمه ذمه واري له هغه جاهليت سره چې مشري يې امريکه کوي مقابله ده او د ايران ا سلامي جمهوريت به د بعثت د بهير د مخکښ په توګه په هغه لاره کښې چې امام خمېني (رح) يې شروع کوونکے ؤ له مختلفو قوتونو څخه له ويرې نه بغېر خپل تګ جاري وساتي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر دا خبره په ګوته کړه چې د جاهليت د محاذ د کردار نتيجه تل د بشر  رنځ،کړاو او سپکاوے، د ميلينونو انسانانو وژله او د ملتونو د سرمايو لوټل او فساد دے چې مهمه نمونه يې دوه نړيوال جنګونه دي. دوي وفرمايل، هغه جنګونه او فتنې هم چې نن د اېشيا په لويديځه سيمه کښې روانې دي د جاهليت او د شېطان د محاذ د کردار نتيجه ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکيد سره چې د جاهليت د محاذ او شېطاني قوتونو د حاکميت نتيجه طغيان او طاغوت دے زياته کړه، د جاهليت او طاغوت بهېر په هېروشيما کښې په اېټم بم سره د لکونو انسانانو د مرګ سبب کيږي خو د زياتو کلونو له تېرېدو وروسته هم هغه شان عذرخواهۍ ته تيار نه دے. دغه بهير د عراق، افغانستان او نورو هېوادونو بنسټيز مرکزونه ويجاړوي خو بيا هم يې څه پروا نشته.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د مۍ په  دويمه نېټه د يو شمېر معلمانو او پوهانو په غونډه کښې په يوه وېنا کښې په سيمه کښې د امريکې استکباري چلندونو ته په اشارې سره وفرمايل، نن دښمن داسې خبرې کوي چې ايران پکار نه دي په فارس خليج کښې فوجي مشقونه وکړي. معظم رهبر تاکيد وکړ چې فارس خليج زمونږ کور دے، فارس خليج د ايران د ستر ملت ځاے دے او ايران به پکې خپل موجوديت ته دوام ورکړي او فوځي مشقونه به دغه شان جاري وساتي او په فارس خليج کښې به د خپل قوت ښودنه وکړي.
په تېره هفته کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر يوه بله کتنه له دوي سره د جنوبي کوريا د ولسمشرې مېرمن پارک ګئون هي کتنه وه. معظم رهبر په دغه کتنه کښې له اېشيائي هېوادونو سره ملګرتيا ته د ايران مثبت نظر ته په اشارې سره د ايران او جنوبي کوريا ترمېنځ متواتر او پائېدارتعلقات د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وبلل. د اسلامي انقلاب معظم رهبرهمدارنګ د امريکې لخوا په ښې او بدې باندې د ترهه ګرۍ د وېش په اړه وويل، امريکه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې نعرې وهي  خو په عمل کښې صادقانه چلند نه کوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګ د فلسطين د اسلامي جهاد د غورځنګ له عمومي سېکتر رمضان عبدا... او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې د سيمې د  اوسنيو حالاتو په يوه بشپړه شننه کښې د امريکې په مشرۍ د لويديځي محاذ مقصد د اسلام له محاذ سره د پراخ او وسيع جنګ له لارې په سيمې باندې تسلط وبلۀ. حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي په دغه کتنه کښې تاکيد وکړ، هغه پراخه جنګ چې په سيمه کښې روان دے د يو داسې جنګ دوام دے چې له تېرو اوۀ دېرشو کلونو راهسې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف شروع شوے دے.
دوي زياته کړه، په دغه مقابله کښې د فلسطين مسئله يوه اصلي او محوري مسئله ده او د ايران اسلامي جمهوريت هم هغه ډول چې له ابتداء راهسې يې له فلسطين څخه ملاتړ خپله وظيفه بلله په راتلونکو وختونو کښې به هم په  دغه وظيفه اوذمه وارۍ عمل وکړي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني هم د فلسطين د اسلامي جهاد د غورځنګ له عمومي سېکتر رمضان عبدا... په کتنه کښې د تيري ګرو په مقابله کښې د فلسطين د ملت د مقاومت او ټينګ اودرېدنې په ستائلو سره د فلسطين د موضوع هېرول په سيمه کښې د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو ډلو په پراختيا کښې د دښمنانو يو هدف وبلۀ او په فلسطين کښې د کورني وحدت په ساتنه کښې د کوششونو په ضرورت يې تاکيد وکړ.
د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ عمومې سېکتر رمضان عبدا... هم په دغه کتنه کښې د فلسطين د موضوع په وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت د ملاتړونو او دريځونو په قدرونې سره د نيواکي فلسطين او د غزې د تړانګې د وروستيو بدلونونو يو رپوټ وړاندې کړ.
د فلسطين د اسلامي جهاد د غورځنګ عمومي سېکتر رمضان عبدا... د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع له وزير جنرل حسېن دهقان سره هم کتنه او د دلچسپۍ وړ مسائلو په باره کښې يې خبرې اترې وکړې.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت عربي افريقائي مرستيال تېره هفته د مېنخني ختيځ د سيمې د مسائلو په باره کښې د روسيې له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د روسيې پائېتخت ماسکو ته سفر وکړ. هغۀ په دغه سفر کښې د مېنځني ختيځ په چارو کښې د روسيې د  ولسمشر له خاص استازي مېخائل بوګدانف  سره په جنيوا کښې د سوري – سوري خبرو اترو او د سيمې د مسائلو په باره کښې سلامشورې وکړې. د ايران اسلامي جمهوريت او روسيه د خبرو اترو له لارې او د سوريې په کورنيو چارو کښې له بهرني مداخلته بغېر د دغه هېواد د مسائلو د هواري لپاره کوششونه کوي. د ايران اسلامي جمهوريت تل ويلي دي چې له هغو خبرو اترو څخه چې د سوريې د بحران د هواري لپاره د ملګرو ملتو په نوښت سره کيږي ملاتړ کوي.
د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر ډاکټر علي اکبر صالحي تېره هفته چېکو سلواکيې جمهوريت ته سفر وکړ.
هغۀ د دغه سفر د اهدافوپه باره کښې وويل، مونږ د هغو طرحو او پلانونو په باره کښې چې په اېټمي زمينه کښې يې اجرا کولې شوو بحث وکړ او يو شمېر طرحې مو وټاکلې او زر به د اېټمي ټېکنالوجيو په زمينه کښې له چېکوسلواکيې سره زمونږ ملګرتياوې شروع شي. صالحي د اېټمي انرجۍ د اژانس له مشر سره په ويانا کښې د خپلې ناستې په حقله وويل، آمانو يو ښۀ رپوټ وړاندې کړ او مونږ هم هغه مسائل چې زمونږ د نظر وړ وې مطرح کړې. د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر تاکيد وکړ چې برجام زيات بندونه لري او کېدې شي کله کله له دغو څخه په ځينو برخو کښې مختلف تفسيرونه او نظرونه مطرح شي چې مونږ ټينګار کوو چې اژانس واقعاً د هغه څه مطابق چې په بندونو کښې راغلي او ليکل شوي دي نظر ورکړي، نه د هغه څه په بنياد چې کېدې شي مختلفې مطلب اخېستنې وي. هغۀ دې ته په اشارې سره چې له اژانس سره د ايران تعلقات ډېر شۀ دي وويل، کارونه ښه مخ په وړاندې روان دي او دواړه خواوې په جديت سره د مسائلو د تعقيبولو په حال کښې دي.
د ملېشيا د بهرنيو چارو وزير "عنيفه امان" تېره هفته د يو پلاوي په مشرۍ تهران ته راغے. په  دغه سفر کښې د ايران او ملېشيا چارواکو په ټولو ډګرونو کښې د دوو اړخيزوملګرتياو د پراختيا په حقله خبرې اترې وکړې. د ايران د اسلامي جمهوريت و لسمشر ډاکټر حسن روحاني د ملېشيا د بهرنيو چارو د وزير په کتنه کښې د ايران او ملېشيا د دواړو ملتونو او حکومتونو ديني مشترکاتو او د نظرياتو نزدې والي ته په اشارې سره څرګنده کړه چې تهران تل د دواړو هېوادونو د اقتصادي،علمي، سائېنسي او کلتوري ملګرتياو له استحکام او د دواړو هېوادونو د خلقو د تګ راتګ له اسانتياو څخه هرکلے کوي.
د ملېشيا د بهرنيو چارو وزير هم په دغه کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې کواللمپور له تهران سره په ټولو ډګرونو کښې د ملګرتياو د پراختيا کلکه اراده کړې ده د دغه هېواد د وزيراعظم لخوا له کواللمپور څخه د رسمي کتنې لپاره د ايران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني ته بلنه ورکړه.
عنيفه امان او ظريف هم د دوو اړخيزو تعلقاتو، د دواړو هېوادونو د ملګرتياو د پراختيا د لارو چارو او د سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو وروستے حالت وڅېړۀ. د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، له تاريخي او دوديز لحاظه د ايران د اسلامي جمهوريت او ملېشيا تعلقات تل ښۀ او مخ په زياتېدو دي او تهران چمتو دے چې له کواللمپور سره په ټولو ډګرونو کښې هر اړخيزې ملګرتياوې پراخې کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير په دغه هفته کښې د لسم پارلېمان د ټاکل شويو کسانو په غونډه کښې هم وېنا وکړه.
محمد جواد ظريف د قانون جوړونې چلند، ضرورتونه او لارې چارې تر عنوان لاندې د لسم پارلېمان د منتخب شويو کسانو په غونډه کښې وويل، د لويديځوالو لخوا د برجام د صحيح اجرا ضمانت د هېواد د بهرني سياست اصلي ترجيح ده. ظريف زياته کړه د ايران د اسلامي جمهوريت په توګه زمونږ دنده او ذمه واري دا ده چې په سيمه کښې له ايران او تشيع څخه د ويرونې د نوي ډول د بڼه نيونې مخه ونيسوو او پکار دي په سيمه کښې د  تندلار
يتوب په مقابل کښې ټينګ اودريږوو.
د ايران د ډېپلومېسۍ د ادارې لخوا په يو بل اقدام کښې د تېر زيارت په ورځ په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير غلامعلي خوشرو د غېر جانبدار غورځنګ لخوا يوه بيانيه د ملګرو ملتو مشر ته وړاندې کړه.
د غېر جانبدار غورخنګ په بيانيه کښې تاکيد شوے دے چې د امريکې لخوا د ايران د مرکزي بېنک د اموالو مصادره کول يو متخلفانه کار دے چې په نړيوالو تعلقاتو کښې د بې ثباتۍ او ګډوډۍ او په نړيواله سطح کښې د قانون د واکمنۍ د کمزورې کېدو زمينه برابرونکے کېدې شي. په ملګرو ملتو کښې د ايران استازي د عمومي اسمبلۍ او د امنيت د شورا د سند په توګه د نوموړې بيانيې د خپرولو غوښتنه وکړه.
ايران د اونۍ په هنداره کښې دا پروګرام يوې کلتوري واقعې ته په يوې کتنې سره ختموو.
د تهران د کتاب نهويشتم نړيوال نندارتون تېره هفته پرانېستے شو. له پينځه شپېتو هېوادونو څخه خپروونکې موسسې او ناشران د تهران د کتاب په دغه نندارتون کښې ګډون لري.
دوه زره شپږ سوه کورني ناشران او درې سوه بهرني ناشران په دوو يعنې انګرېزۍ او عربۍ برخو کښې په مختلفو ډګرونو کښې خپل وروستي ادبي او علمي اثار دغه نندارتون ته وړاندې کړي دي.
دغه نندارتون به تر لسو ورځو يعنې د مۍ تر څوارلسمې پورې انشاء ا... دوام ومومي.
--------------