Jul 31, 2022 15:15 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن دګل ورځ یا دو شنبې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د زمري لسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۳ او ۲۰۲۲ میلادي کال د اګست له اولې نیټی سره برابره ده

۱۴۳۷  کاله مخکښې د اوم هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په دریمه نیټه د اسلام ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د نړۍ باچاهانو او امپراتورانو ته د لیکونو په لیږلو سره په رسمي ډول د اسلام نړیواله بلنه پيل کړه. د سولې له هغه تړون وروسته چې د رسول اکرم(ص) او د مکې د مشرکانو ترمینځ په حدیبیه کښې وتړل شو، حضرت محمد مصطفی(ص) له هغوي نه په بې غمه کیدو سره فرصت او موقعه وموندله چې د هغې زمانې د دنیا د سترو هیوادونو مشران اسلام ته راوبولي. مورخینو د نړۍ باچاهانو ته د رسول ا...(ص) لخوا د لیږل شویو لیکونو شمیر له ۱۲ نه تر ۲۶ پورې ذکر کړی دی. دا لیکونه د روم، ایران، حبشې، بحرین، یمن او د هغې زمانې د ځینو نورو سترو ټاټوبو باچاهانو او واکمنانو ته واستول شول او په هغو کښې هر یو د حضرت رسول اکرم(ص) بلنې ته په یو ډول غبرګون وښود.

د ویلو ده چې د پيغمبراکرم(ص) د بلنې او دعوت دا طریقه د دې بیانونکې ده چې اسلام، حق ته په بلنه کښې له منطق او دلیله ګټه اخیستې ده. له دغې بلنې څو کاله وروسته د اسلام مبین دین د پام وړ پراختیا وموندله.

 

  ۱۳۸۳ کاله اګاهو د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دریمه ورځ د عمر بن سعد لښکر کربلا ته ورسید. پس له دې چې حر بن یزید ریاحي امام حسین علیه السلام او د هغوي ملګري د کربلا په دښته کښې کلابند کړل او د هغوي د تګ مخه یې ونیوله، د یزید لخوا د کوفې ټاکلي والي عبیدا... بن زیاد د یزید د لښکریانو مشري عمر بن سعد ته وسپارله. عمر بن سعد د ۶۱ قمري کال د محرم د میاشتې په دریمه نیټه سره له څلورو زرو جنګي ځواکونو، کربلا ته ورسید او د هغوي قومنداني یې په غاړه واخیستله. عمر بن سعد د کربلا له پيښې مخکښې له عبیدا... څخه د (ری) د حکومت څوکۍ اخیستې وه خو له یزید سره د امام حسین علیه السلام په مخالفت او له بیعته یې په ډډه کولو او د کوفې په لور د هغه حضرت په روانیدو سره، عبیدا... د ری سیمې حکومت د امام حسین علیه السلام د قضیې له ختمولو سره شرطمن کړ. عمر بن سعد د ری ولایت د پراخې سیمې د حکومت د ترلاسه کولو په موخه چې هیڅکله ورته ونه رسید، د یزید د لښکریانو قومنداني ومنله او ترټولو ستر غیر انساني جنایت یې ترسره کړ. له کومې ورځې چې عمر بن سعد  د کربلا خاورې ته ورسید د عبیدا... بن زیاد لخوا به ورته پرله پسې لښکریان او ځواکونو استول کیدل او د یو روایت له مخې د محرم د میاشتې تر شپږمې نیټې پورې له شلو زرو زیات سپایان د عمر سعد په لښکر کښې راغونډ شول.

 

۶۱۵ کاله پخوا د ۸۲۹ هجري قمري کال د محرم الحرام په دریمه نیټه مسلمان ادیب، کاتب او شاعر ابن خلوف وزیږید. هغه په ماشومتوب کښې مکې او بیا بیت المقدس ته لاړ او په ځوانۍ کښې قاهرې ته لاړ. له دغو سفرونو د هغه هدف د علم او پوهې زده کول وو داشان چې ابن خلوف په ۲۶ کلنۍ کښې د قاهرې په علمي ټولنو کښې یو وتلی پوه ګڼل کیده.

ابن خلوف به شعرونه هم ویل او پخپلو شعرونو کښې یې د پيغمبر اکرم(ص) ډیره مدحه ویلې او په دې لړ کښې د هغه ښکلې قصیدې د هغه د شعرونو په دیوان کښې لیدل کیږي.

د ویلو ده چې د دغه عرب شاعر او ادیب زیاتره آثار او شعرونه په بیروت او دمشق کښې خپاره شوي دي.

 

د اګست لومړې نیټه د میندو د شیدو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. له دوهم نړیوال جنګه وروسته په ورځو کښې په تیره بیا په پرمختللي هیوادونو کښې د ماشومانو له خوړو او وچو شیدو پراخې استفادې اوڅاره وده وموندله چې همدغه چاره د نړیوالو ټولنو د اندیښنې سبب شوه. د مور له شیدو سره د تغذیې دودیدا او د ماشوم په سلامتیا کښې د دغو شیدو له ځانګړو خصوصیتونو د عمومي پوهې زیاتیدا او د میندو د شیدو ورکولو دوام او ساتنه یوه ستر او اساسي ګام ته اړتیا درلوده. په همدی اساس، د نولس سوه نوېم کال د اګست په لومړی نیټه د روغتیا نړیوالې موسسې د یونیسیف په ملګرتیا د اټالیا په فلورانس ښار کښې په یوی غونډه کښې د مور له شیدو د تغذیې په ملاتړ دودیدا او دوام کښې یوه بیانیه لاس لیک کړه. په دغی بیانیې کښې د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کښې د مور په شیدو سره د نوزیږي د تغذیې او د مور او ماشوم پر سلامتیا  د اغیز پر اهمیت ټینګار شوی دی.

 

۴۷  کاله پخوا، د نولس سوه پنځه اویایم میلادي کال د اګست په اوله نیټه، د شوروي، امریکا، کینیډا او له البانیه پرته د اروپایي هیوادونو د مشرانو کنفرانس د فینلینډپه پلازمینې په هلسینکي کښې چې د اروپا ملګرتیا او امنیت کنفرانس په نوم مشهور شو، د شوروي په مشرۍ د ختیځ بلاک او د امریکا په مشرۍ د لویدیځ بلاک د هیوادونو ترمینځ د کړکیچ د ختمولو په موخه جوړ شو. خو د اروپا ملګرتیا او امنیت کنفرانس په عمل کښې د ختیځي او لویدیځي بلاکونو د نږدې کولو لپاره مهمې پایلې نه درلودې او په تیره بیا په نولس سوه نهه اویایم میلادي کال کښې په افغانستان د شوروي سره پوځ په یرغل سره خپل کارندوالئ له لاسه ورکړ. د شوروي له دړې وړې کیدا او د نولس سوه اتیایمې لسیزې په وروستیو کښې د اروپا په ختیځي هیوادونو کښې له سیاسي بدلونونو پسی د اروپا ملګرتیا او امنیت کانفرانس هدف په اروپایي هیوادونو کښې د سولې رامینځته کولو او دوام ته بدل شو او د نولس سوه څلور نوېم میلادي کال په دسمبر کښې یې د اروپا ملګرتیا او امنیت کانفرنس نوم وموند. د دغه تنظیم دارالانشاء د چیک جمهوریت په پلازمینې په پراګ کښې ده او د امریکا، کینیډا، اروپایي هیوادونو او د شوروي نوي خپلواکه شوي هیوادونو پشمول درې پنځوس هیوادونه، د اروپا ملګرتیا او امنیت د تنظیم غړي دي.

 

۱۷ کاله پخوا، د دوه زره پنځم میلادي کال د اګست په اوله نیټه، د عربستان پخوانئ باچا فهد بن عبدالعزیز له کلونو ناروغئ وروسته مړشو. هغه د نولس سوه یویشتم میلادي کال کښې د عربستان په پلازمینې په ریاض کښې و زیږید. فهد بن عبدالعزیز په نولس سوه اوه شپیتم کال کښې د لومړي وزیر مرستیال او اته کاله وروسته د عربستان ولیعهد شو. هغه په نولس سوه دوه اتیایم کال کښې، د خپل ورور د خالد بن عبدالعزیز له مرګ وروسته، د آل سعود د باچاهي لړۍ د پنځم باچا په توګه قدرت ته و رسید. د ملک فهد د باچاهي په وخت کښې ریاض له واشنګټن سره ډیر نږدې تعلقات برابر کړل. همداراز  هغه د ایران پر ضد د صدام د اته کلن تپلي جنګ په بهیر کښې، له صدامه ملاتړ کاوه. خو په نولس سوه نوېم کال کښې د عراق په وسیله د کویت له نیواک وروسته، فهد له صدامه لاس واخیسته. فهد په نولس سوه پنځه نوېم میلادي کال کښې د زړه د ناروغئ په وجه عملا د حکومت له چارو پاتی راغئ او دغه کار یې خپل ځائ ناستي امیر عبدا... ته وسپاره. د فهد له مرګه وروسته، ملک عبدا... د عربستان باچا شو.

 

 

 

 

ټیګونه