تاریخ پاڼه
نن ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې اولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۱۰ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست له اتمې نیټې سره برابره ده
۲۳۵۵ کاله اګاهو له میلاد څخه ۳۳۳ کاله وړاندې د آګست په اتمه،د اسکندريي ښار ودانۍ جوړول،چې نن سبا د مدیترانې سمندر مهم جنوبي بندر دی ،د اسکندر مقدونې په حکم د مصر په شمال کښې پیل شول .
دغه مهال چې اسکندر مقدونې د قدرت په اوج کښې ؤ،نیت یې درلوده هغه سیمې،چې فتح کوي پکې د ځان یو اثر پریږدې او اسکندریه بندر له دغو یوه بیلګه ده چې په مصر کښې جوړه شوي ده.
۲۰۶۲ کاله پخوا له میلاده څلویښت کاله مخکښې د اګست په اتمه نیټه، د ایران امپراتوري پوځ د روم امپراتوري ځواکونو ته له ماتي ورکولو سره سوریه یو ځل بیا ترلاسه کړه. د دغه بریالیتوب په دوام کښې، ایرانیان فلسطین ته هم رسیدئ شول. رومیانو د دغی ناکامۍ د جبرانولو لپاره یو ستر پوځ چې شمیر یې له یو لکه زیات ؤ، برابر کړ او پر ایران یې حمله وکړه. د دغه لښکر قومندان مارکوس آنتونیوس او د ایران د پوځ قومندان، څلورم اشکاني باچا فرهاد ؤ.
رومي ځواکونه په هر ځائ کښې د ایرانیانو له سختې دفاع سره مخامخ شول او ماتې یې و خوړله. له بلی خوا، د ایران سواره پوځ په بیا بیا حملو سره رومیانو ته غاښ ماتونکي ګوزارونه ورکړل او بالاخره هغوئ له شلو زرو د زیاتو مړیو او زرګونو ټپیانو له ورکولو سره روم ته شاتګ وکړ.
له ننه ۱۳۸۳ کاله مخکښې د ۶۱ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه د حق او باطل ترټولو حساسه جګړه او د اسلام او بشریت د تاریخ یوه ډیره ستره حماسي پیښه په عراق کښې د کربلا په خاوره کښې رامینځته شوه. د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له اهل بیتو څخه د هغوي خوږ لمسي امام حسین علیه السلام په دې ورځ د خپلو ۷۲ ملګرو سره یوځاې د خدای پاک د دین د ساتنې او له ظلم سره د مبارزې په موخه له یو ستر لښکر سره مقابله پیل کړه. امام حسین علیه السلام د کوفې د خلکو په بلنه دغه ښار ته روان شو څو هغوي د یزید د حکومت له ظلم او ستمه خلاص کړي. خو د یزید سپاهیانو د امام مخه ونیوله او له یزید سره یې د هغه د بیعت کولو غوښتنه وکړه خو امام حسین علیه السلام یې له دغې غوښتنې سره سخت مخالفت وکړ.
داشان د محرم د میاشتې د لسمې له سهاره له دښمنانو سره د امام حسین علیه السلام د ملګرو او خپلوانو جنګ پیل شو او دغه جګړه تر مازیګره پورې جاري وه. په دې موده کښې د امام حسین علیه السلام ملګرو د میړانې، سرشیندنې او د خدای په لاره کښې د شهادت او له خپل امام سره د وفادارۍ ترټولو ښکلې ځلاوې نندارې ته کښیښودلې داشان چې په ټول تاریخ کښې د نړۍ د آزادي غواړو او اتلانو سمبول وګرځیدل.
د امام حسین علیه السلام د پاڅون ځلا او تل پاتې والی له بل هرڅه نه مخکښې د هغه د الهي او انساني اړخونو په وجه دی. هغه حضرت د خپل ستر پاڅون موخه امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د پیغمبر اکرم (ص) ددین ژوندي کول وبلل. له بلې خوا د یزید د لښکر جنایتونه او بې رحمۍ، که هغه د جنګ په دوران کښې وې او که له هغه وروسته، سبب شوې د امام حسین علیه السلام دښمنان په تاریخ کښې د ظلم، تباهۍ او جهل د مثالونو په توګه وپیژندل شي په تیره بیا دا چې د یزید لښکریانو د جنګ له ختمیدو وروسته ښځې او ماشومان اسیران کړل چې زیاتره پکښې د رسول ا...(ص) لمسي وو.
۱۳۷۷ کاله اګاهو د ۶۷ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه د کوفې ظالم واکمن او د کربلا د خونړۍ پیښې اجرا کونکی عبیدا... بن زیاد د مختار د سپاهیانو په لاس هلاک شو.
د ۶۷ قمري کال د عاشورا په ورځ د کربلا له پیښې شپږ کاله وروسته په همهغه ورځ چې د یزید سپاهیانو د عبیدا... بن زیاد په حکم د کربلا خونړۍ پيښه رامینځته کړه او امام حسین علیه السلام او د هغه ملګري یې ډیر په ظلم سره شهیدان کړل، د عبیدا... بن زیاد په قومندې د عبدالملک بن مروان لښکریان او د ابراهیم بن مالک اشتر په قومندې د مختار بن ابي عبیده ثقفي لښکریان له موصل ښاره څلور فرسنګه لرې په (نهر خاذر) ساحل کښې سره ښکیل شول او له دواړو خواو بې شمیره کسان ووژل شول. بلآخره د شام لښکریانو د اویا زره کسانو په وژل کیدو سره تیښته پيل کړه او ماتې یې ومنله. د دې جنګ ترټولو مهمه پيښه د ابراهیم بن مالک اشتر په لاس د شام د لښکریانو د قومندان عبیدا... بن زیاد وژله وه چې د تورې په یو ګوذار هلاک شو.
۷۷ کاله وړاندې د۱۹۴۵ میلادي کال د آګست په اتمه،د پخوانې شوروي مشر استالین له جاپان سره د جنګ اعلان وکړ،او روسي پوځیانو د چین په شمال ختیځ کښې په منچورې سیمې یرغل وکړ. شوریوی له جاپان سره د نه تیري تړون لاسلیک کړی ؤ،خو کله چې د آمریکا لخوا په هیروشیما اټومي بمباري وشوه نو جاپان د تسلیمیدو په درشل کښې وه،چې روسیې پرې حمله وکړه او جاپان او د دغه هیواد یو شمیر مستعمرې یې ونیولې .
د شوروي پوځ د دغو حملو په پاي کښې بریالی شو، چې د کوریا شمال سیمې او کوریل ټاپوګان ونیسي .کوریل ټاپوګان اوس هم له روسيي سره دي او د دغو ټاپوګانو د برخلیک د معلومولو لپاره د روسیی او جاپان خبرو اترو کومه پایله نه ده درلودلي .
۳۲ کاله مخکښې د نولس سوه نوېم میلادي کال د اګست په اتمه نیټه، صدام د کویت له نیولو وروسته دغه هیواد د عراق برخه وباله او د کویت حکومت یې د خپل تره زوي علی حسن المجید ته وسپاره. عراق له انګلستانه د کویت د خپلواکۍ له وخته دغه هیواد خپله برخه ګڼه او کله نه کله یې دغه ادعا مطرحوله. په نولس سوه اته اتیایم میلادي کال کښې پر ایران د عراق د بعثي رژیم پوځ د بی پایله تیري له ختمیدا وروسته صدام اعلان وکړ چې عربي هیوادونه باید په هغو دیرش ملیارډ ډالري پورونو چې هغوئ له ایران سره د جنګ په بهیر کښې ورکړي وو، سترګې پټې کړي. البته عربو په دی تیري کښې، د صدام د پوځ د پیاوړتیا لپاره له هغه سره ډیرې مرستې کړي وې چې دا یې یوه کوچنۍ برخه وه. د عراق د پورونو له بخښلو د کویت په ډډه کولو سره صدام په دی هیواد حمله وکړه او هغه یې د عراق برخه اعلان کړه. کابو له شپږو میاشتو کشمکش وروسته بالاخره امریکی سره له یو شمیر عربي او لویدیځي هیوادونو د عراق پر پوځ حمله وکړه او هغه یې له کویته بهر و ویسته. د دغی حملې په بهیر کښې ډیر عام عراقیان و وژل شول او په سیمه کښې د امریکی د شتون لپاره مخکښې نه لا زیاته زمینه برابره شوه.
۳۰ کاله وړاندې د دیارلس سوه یو اویایم لمریز کال د زمري په اولسمه نیټه، د مسلمانانو د تقلید مرجع او لوړ رتبه فقیه آیت ا... العظمی حاج سید ابوالقاسم موسوي خویي په شپږ نوي کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې. دغه لوړ رتبه عالم د ایران په شمال لویدیځ کښې په خوئ ښار کښې و زیږید او په ځوانئ کښې د زده کړو د دوام لپاره له خپل پلار سره یو ځائ د عراق نجف اشرف ښار ته ولاړ. هغه د دغه ښار په علمیه حوزې کښې، د منطق، د بیان فن، مباني دین، فقې او فلسفې په شان علوم زده کړل او په ځوانئ کښې د اجتهاد لوړې درجې ته و رسید. د دغه ستر مرجع په مشهورو آثارو کښې، چې د علمیه حوزواو د اسلام د عالمانو داستفادې وړ دي، کولئ شو د البیان فی تفسیرالقرآن، جواهر الاصول، مصباح الفقاهه او منتخب الرسایل ته اشاره وکړو. آیت ا... خویي د خپل مرجعیت په وخت کښې، د اسلامي نړۍ د مهمو مسایلو لپاره ځانګړي مقام ته قایل ؤ لکه هغوئ د فلسطین د مسئلې په اړ، دیوې فتو ې له صادرولو سره د قدس شریف پر آزادۍ او د فلسطین د دفاع پر ضرورت ټینګار وکړ.
۲۴ کاله وړاندې د ۱۹۹۸ م کال د آګست په اتمه،طالبانو د افغانستان په کورنیو جنګونوکښې ، د افغانستان په شمال کښې مزارشریف ښار ونیوه .طالبانو د مزارشریف له نیولو وروسته، په دې ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په قونصلګرۍ حمله وکړه او اته ایراني ډیپلوماتان او یو خبریال يې شهیدان کړل،د طالبانو لخوا د ایرانیو او افغان ښاریزو وژله او جنایتونه ،چې د نړیوال قوانینو خلاف بلل شوي دي، د نړۍ د عمومي افکارو په تیره بیا د ایران د خلکو غوسه یې راوپاروله او د ملګرو ملتو آمنیت شورا هم دغه جنایت وغانده .
د ویلو ده،چې د طالبانو ډله په ۱۹۹۴ م کال کښې د آمریکا او پاکستان په ملاتړ سره جوړه شوه او د افغانستان ټوله خاوره یې ونیوله .
دغې ډلې په افغانستان کښې له بشري حقوقو سره په توپیر کښې متحجرانه اقداما وکړل .
خو د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کښې بالاخره آمریکا، د القاعدي د ختمولو لپاره،چې په ترهه ګرو عملیاتو کښې په لاس درلودلو تورنه وه، په افغانستان حمله وکړه او د شمال ټلوالې په ملګرتیا سره یې، طالبان وپرځول.