Aug 11, 2022 14:29 Asia/Kabul
  • تاریخ  پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۱۳ او د ۲۰۲‍۲ میلادي کال د آګست له یوولیسمې نیټې سره سمون خوري

  ۱۳۸۳ کاله پخوا  د ۶۱قمری کال د محرم دمیاشتې  په دیارلسمه نی

د عبیدا...بن زیاد  په لاس عبدا... بن عفیف  شهید شو .دحضرت امام حسین علیه السلام  په شهادت کې دعبید ا... بن زیاد  په جنایت،  لومړنی ښکاره اعتراض  دکوفې  یو شیعه عبدا... بن عفیف آزدي  له خوا وشو . عبیدا....  بن زیاد له دې وروسته  چې دکربلا اسیران  ئې  پخپل دربار کې  له ځيږو،سپکو خبروسره  وکړول  او بد رد ئې ورته وویل ،  عبدا... بن عفیف چې په کوفې کې دامیرالمومنین یومیړنی شیعه ، زاهد  او مخکښ عابد ؤ  ، همدا چې دعبیدا...  کرکیجنې خبرې ئې واوریدې ، غوسه شو  او عبیدا... بن زیاد ته ئې سخت ځواب ورکړ . عبیدا... بن زیاد  چې ددغه شان ځواب تمه ئې نه درلوده او خیال ئې کاوه چې نور  داهل بیت علیهم السلام  د مینه والو  په سینو کې سا بنده شوې ده ، ، په  تکبر او ځان منامۍ سره ئې  حکم ورکړ  هغه ونیسي  او دهغه وخوا ته ئې ورولي . دعبدا...  دقبیلې د خلکو  دملاتړ په خاطر  د هغه دنیولو لپاره دمامورانو هڅه ناکامه شوه    خو مامورانو عبدا.... دشپې مهال  دهغه په کور دیرغل په وخت  وینوه او په تورو  سره ئې ټوټې ټوټې  کړ او په شهادت ئې ورساوه .

 

۹۷  کاله وړاندې د دیارلس سوه څلورم هجري لمریز کال د زمري په شلمه نیټه، لوئ عالم او قدرمن فقیه آیت ا... شیخ عبدالنبي نوري وفات شو. هغه په ځوانئ کښې تهران ته له مهاجرت وروسته د دیني علومو زده کړو ته مخه کړه او د مقدماتي او لوړې کچې علمونو له زده کولو  وروسته د کربلا او نجف اشرف زیارتونو ته روان شو. حاج شیخ عبدالنبي نوري  په هلته کښې دمیرزا محمد حسن شیرازي په شان د لویو عالمانو په محضر کښې حاضر شو او لوړې علمي او فقهي کچې یې ترلاسه کړې. هغه د خپل وخت یو نوموړمجتهدؤ او په فقې، اصول، معقول او منقول کښې یې خاصه وړتیا درلوده. هغه وروسته تهران ته راستون شو او د دی ښار په یوه مدرسه کښې یې تدریس ته ملا وتړله. د دغه رباني عالم د درس حوزه، د عالمانو او فاضلانو د ټولیدا ځائ ؤ.

 

۶۲ کاله مخکښې د نولس سوه شپیتم میلادي کال د اګست په یولسمه نیټه، د چاډ ټاټوبئ له فرانسی څخه د خپلې خپلواکئ په اخیستوکښې بریالئ شو او دغه ورځ، د دغه هیواد د ملي ورځې  په توګه ونومول شوه. د نولسمې میلادي پیړۍ په وروستیو او د شلمې پیړۍ په لومړیو کښې فرانسیانو پر چاډ حمله وکړه او د دریو کالو په موده کښې یې د چاډ ټول هیواد تر خپل نیواک لاندې راوسته او دغه ټاټوبئ په عملي توګه د فرانسی مستعمره شوه. په نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال کښې

فرانسی چاډ ته کورواکي ورکړه او دوه کاله وروسته، د اګست په یولسمه نیټه دغه هیواد پوره خپلواک او جمهوري حکومت جوړ شو. د چاډ هیواد په  دولس لکه څلور اتیا زره مربع کلومیټره پراختیا سره د افریقي د لویې وچې په مرکز کښې پروت دی او د لیبیا، کیمرون، سوډان، مرکزي افریقا، نایجیریا او نیجر له  هیوادونو سره ګاونډئ دی.

 

۲۹  کاله مخکښې د دیارلس سوه دوه اویایم هجري لمریز کال د زمري په شلمه نیټه، د ایران یو مشهور تذهیب کار او مینیاتوریسټ استاد احمد رائض وفات شو. هغه په خپل زیږنځائ اصفهان کښې د فن د استادانو تر نظر لاندې د تذهیب او مینیاتور د هنر له بیلابیلو سبکونو سره آشنا شو او طرحې یې برابرې کړې چې پکښې معرق، سرامیک او قلم زني هم کارول شوي دي. د استاد احمد رائض آثارو د بروکسیل په نړیوال نندرتون کښې د دغه نندرتون دویمه جایزه و ګټله. دغه نامتو استاد، تر کابو نیمې پیړۍ پورې د مینیاتور او میناکاري په هنر کښې په کار بوخت ؤ او ډیر شاګردان یې و روزل. له استاد احمد رائضه د مینیاتور په سبک د پورټریټو او څیرو تر یوسلو پینځه څلویښتو زیاتې تابلوګانې په یادګار پاتی دي. همداراز د هغه د قلم زني او په سپینو زرو سره شوی د کار ګڼ شمیر آثار د ایران د ملي هنرونو په لرغون کوټ کښې موجود دي.

 

۱۳  کاله مخکښې د دوه زره نهم میلادي کال د اګست په یولسمه نیټه، د یمن پوځ او د دی هیواد د حوثي زیدیانو تر مینځ شپږمه نښته د عربستان له سرحد سره نږدې د یمن په شمالي غرونو کښې پیل شوه. د دغه هیواد زیدیان جنګیالي په دی خاطر چې د الحوثي کورنۍ تر مشرۍ لاندی مبارزه کوي، حوثیان بلل کیږي. هغوئ له خپلې سیمې د کلتوري او اقتصادي توپیر د ختمولو او له امریکی سره د اړیکی د کمولو غوښتونکي دي.که څه هم د یمن د حوثیانو او پوځ تر مینځ جنګونه په دوه زره څلورم میلادي کال کښې پیل شول، خو شپږم دور یې تر ټولو سخت او اوږد ؤ. په دی جنګ کښې د عربستان هوایي ځواک هم د حوثیانو پر مورچو بمباری وکړې څو له یمني پوځ سره کمک وکړي. عربستان د دوه زره نهم میلادي کال د نومبر له لومړیو خپل ځمکنی پوځ هم له  الحوثي ډلې سره مقابلې ته واستاوه. خو د الحوثي جنګیالانو تیارۍ او منظمیدا او غرنۍ سیمې  سبب شوې څو د عربستان او یمن پوځونه ناکامه پاتی شي او د یمن د یوشمیر قبایلو په مینځګړیتوب اوربند رامینځته شي. د جنګونو په دغه پړاؤ کښې په سلګونو زیدیان و وژل او نږدې تر دوو لکو زیات کسان بی کوره شول. د منصور هادي عبدربه له تښتیدا وروسته حوثیانو وکړئ شول په تیر شویو څو میاشتو کښې د خلکو او د یمن د پوځ ملاتړ را اړولو سره د صنعا پشمول له یمن خاورې  پراخې برخې تر خپل کنټرول لاندې راولي. آل سعود د دوه زره پینځلسم میلادي کال د مارچ په شپږویشتمه نیټه په یمن کښې د خپل موقعیت له لاسه ورکولو په غبرګون کښې له مځکې او هوا وحشیانه ا و ورانونکي حملې پیل کړې. په دغو حملو کښې د یمن د بی وزله هیواد د بیخ بیناییو اصلي برخې ورانې شوې

 او په زرګونو ښځې او ماشومان و وژل او په ملیونونو هم بی کوره شول. یمن همدا اوس د یوې انساني غمیزې له خطر سره مخامخ دی.

 

 

 

 

ټیګونه