Aug 14, 2022 10:40 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د خالی ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې دوویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم الحرام یا د امامانو د میاشتې له ۱۵ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د آګست له دیارلسمې نیټې سره برابره ده

۸۵۵  کاله وړاندې د ۵۸۹سپوږمیز کال د محرم په ۱۵مه نېټه،  دوخت یو مشهورمسلمان عالم ،فقیه ،محدث  او په ابن طاووس مشهور علی بن موسی بن جعفردعراق په یوه ښار حله کې وزیږید.  هغه په ماشومتوب او ځوانۍ کې  پخپل زیږنځاي کې ابتدائی علم زده کړ او له دې وروسته بغداد ته لاړ  او کابو تر پنځلسو کلونو پورې ئې په دغه ښار کې ژوند وکړ . دغه مسلمان پوه  په علم ،تقوااو فضیلت کې  دخپل وخت  یوخوره مشهور کس ؤ  او له لوړ باوره اواعتماده برخمن ؤ

ابن طاووس ډير تالیفات لري چې   خوراباوری اسلامی سرچینې دي . دابن طاووس یو مشهور اثر :اللهوف :  دامام حسین دپاڅون او دعاشورا دپيښو په ذکر کې لیکل شوی دی  چې پخپل ډول کې یو بې مخینې  په دې زمینې کې یوه باوري او موثقه سرچینه  ده او تل  داهل علم  داستنادوړ  ده . دغه کتاب څو  څو ځله  په ایران ،لبنان او نجف  کې چاپ شوی دی . دسید ابن طاووس  له نورو آثارو څخه  :سعدالسعود  او الاقبال  بصالح  الاعمال : نومې کتابونو ته اشاره کولی شو .  هغه په ۶۶۴قمری کال کې په ۷۵کلنۍ کې وفات شو.

 

۲۵۹ کاله وړاندې ۱۱۸۵قمری کال دمحرم په پنځلسمه نیټه

یومشهور ایرانی خطاط  عبدالمجید طالقاني ۳۵ کلنۍ کې وفات  شو .  هغه پخپلو توانمنو لاسونو سره ډير آثار پنځولی دي چې  دخوشنویسۍ په هنر کې  کم ساري وو  اودژونددشرحې  ډیرولیکونکو هغه  په دغه فن کې   یونامتو استاد بللی دی .  عبدالمجید طالقاني  په پیل کې نستعلیق خط  او ورپسې هم شکسته خط زده کړ. ددغه ایراني خوشنویش له ارزښتمنو آثارو څخه  دکلیات سعدي  او  له څونورو خطي آثارو پرته  بل څه نه دي پاتې . همداراز  استاد طالقاني  په شاعرۍ کې هم ډير ه وړتیا او شوق درلود. هغه ډير په زړه پورې غزلیات ویلی دي او دهغه دشعرونو دیوان په :دیوان خوش :   په نامه  مشهور دی.

 

۱۲۳  کاله پخوا د ۱۸۹۹ میلادي کال د آګست په دیارلسمه نیټه مشهور انګریز فیلم جوړونکی ایلفریډ هیچکاک وزیږید. هغه خپل وړومبی کار د طراحۍ په برخه کښې په ۱۹۲۰ میلادي کال کښې وړاندې کړ خو بیا وروسته یې د فیلمونو ډایریکټري پیل کړه او له دې امله چې د هغه تقریباً ټول فلمونه پولیسي او زړه لړزونکی ایکشن لري، د سینما منتقدانو او شناندو د ویرې او اندیښنې استاد نومولی دی.

د هغه په مهمو آثارو کښې (شمال د شمال لویدیځې لارې)، (څیرې پرده)، (روح)، (هغه سړی چې ډیر پوهیده) او (سرګرځيدل) ته اشاره کولی شو.

هیچکاک په ۱۹۸۰ میلادي کال کښې مړ شو.

 

۶۹  کاله مخکښې د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري په دوه ویشتمه نیټه، د پهلوي لړۍ وروستی باچا محمد رضا له لومړي وزیریتوب څخه په پټه توګه ډاکټر محمد مصدق لیري کړ او ډګر جنرال زاهدي یې لومړی وزیر وټاکه. دغه پریکړه د امریکا او انګلستان  حکومتونو د سپارښتنې پر اساس ترسره شوه. د مصدق حکومت د خلکو له ملاتړ سره د ایران د تیلو صنعت ملي کړئ ؤ. باچا د مصدق د لیري کیدا له امله د پیښو له پایلو د تیښتیدا لپاره د ایران شمال ته ولاړ او له هغه وروسته د مصدق د لیري کیدا طرحې ماتي و خواړه، عراق او ایټالیا ته و تښتید. خو د باچا له هیواده له شرمنونکي تښتیدا شپږ ورځې وروسته، د امریکا او انګلستان لخوا د زمري د اته ویشتمې نیټی کودتا رامینځته شوه او د مصدق د حکومت له نسکوریدا وروسته، باچا ایران ته بیا راستون شو او خپل مستبدانه حکومت ته یې دوام ورکړ. د امریکا او انګلستان حکومتونو د ایران د شتمنیو په تیره بیا د تیلو سرچینو  لوټل لا زیات تعقیب کړل.

 

ټیګونه