Mar 11, 2023 12:38 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اوونۍ کې

د اسلامي انقلاب معظم رهبر اسپانیایي ژبو ولسونو ته په خطاب کې په یو پیغام کې د عدالت غواړو ولسونو تر مینځ د همپالنې په زیاتېدا باندې ټینګار کړی دی.

د دې پیغام سره هممهاله په اسپانیایي ژبې باندې د حضرت ایت الله خامنه ای د مبارزاتو د پړاو یادونه هم خپور شو.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په پیغام کې راغلې: که وکولایشم په خپل دغه کتاب سره، له تاسو اسپانیایي ژبو سره، اړیکې ټینګ کړم، ډېر به خوشحاله شم.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د مبارزاتو کتاب له اسپانیایي ژباړې څخه مخکتنه د (څوارلسم بند) تر عنوان لاندې د ونزوئلا په پلازمینې کاراکاس ښار کې تر سره شوه، دغه کتاب کې د اسلامي انقلاب له بریا مخکې په ایران کې د امریکا د لاسپوڅې له رژیم سره، د حضرت ایت الله خامنه ای د ژوند قیصې او د مبارزاتو یادونه او خاطرات بیان شوي دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دوشنبې په ورځ د ایران په ښوونځیو کې د زده کوونکو د مسمومیت موضوع یو داسي لوی جنایت وباله چي سترګې پرې پټېدای نه شي، هغوی وفرمایل: که په دغه پېښه کې کوم کسان ښکېل وي، باید د هغه طرحه کوونکو او پلې کوونکي ټوله په سخته سزا کړای شي.

حضرت ایت الله خامنه ای دا موضوع د ټولنې تر ټولو د معصومې پرګنۍ یعني د ماشومانو په حق کې جنایت او همدارنګه په ټولنه کې د ناامنیو او د کورنیو د اندېښنې لامل وباله او ټینګار یې وکړ: امنیتې ارګانونه او دولتي چارواکې باید دا موضوع په جدیت سره تعقیب کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ایران او سعودي عربستان تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو د رغولو له هوکړې وروسته، په یو ټوییټ کې ولیکل: د ګاونډیتوب سیاست د ایران د دیارلسم حکومت د بهرني سیاست مهم چورلیز دی چي په پوره زور سره په مخ روان دی او د دولت فعاله ډیپلماټیک ټیم په سیمه کې د نویو ګامونو د اوچتولو په فکر کې دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملی امنیت د شورا منشي علی شمخانی هم په دې اړه ویلي: د ریاض او تهران په اړیکو کې راتلونکې ته کتنه او د غلط فهمیو له مینځه وړل به هرو مرو د موجوده ننګونو د مدیریت لپاره د فارس خلیج د هیوادونو او د اسلامي نړۍ تر مینځ د همکاریو د زیاتېدا او په سیمه کې د ثبات او امنیت لامل ګرځي.

د ایران او سعودي عربستان تر مینځ په خبرو اترو کې چي د چین په پلازمینې بیجینګ کې د جمعې په ورځ تر سره شوې، دواړو لورو پسله اوو کلونو د ډیپلماټیکو اړیکو د بیا پیلولو هوکړې ته ورسېدل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي د جمعې په ورځ  د اینسټکس د بندیدو په هکله د یوه خبریال په ځواب کې وویل: د اینسټکس د طرحې د ناکامه کېدو اصلي لامل، د اروپایې هیوادونو نه ژمنتیا او د امریکې له غیرقانوني بندیزونو سره د هغوی ملګرتیا وه.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د برجام له ایټمې نړیوالې موافقې څخه د امریکې تر وتلو وروسته، انګلیس، جرمني او فرانسه د یوې طرحې په وړاندې کولو سره، له ایران څخه غوښتنه وکړه چي د ایټمې موافقې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو باندې پاته شي او په مقابل کې اروپایي هیوادونه به د اینسټکس د ځانګړي مالې چېنل له لارې په ایران باندې لګېدلي بندیزونه شنډ کړي او ایران سره د اروپایي شرکتونو د تجارت لپاره زمینه برابره کړي.

سره له دې چي ایران دوو کلونو لپاره په خپلو ژمنو پاته شو بیا هم اروپایانو د اینسټکس د ځانګړي مالې چینل د جوړلو د طرحې په عملي کېدو کې په خپلو ژمنو عمل نه وکړ.

ناصر کنعانی چافي زیاته کړې:  هغوی د اینسټکس مالي چېنل له جوړېدو وروسته، د دې مالي چېنل د فعاله کولو لپاره زیرمې او کرېډیت په نظر کې نه ونیول څو له دې لارې ایران د امریکې د غیرقانوني بندیزونو له زیانونو څخه وژغورل شي.

د ایران د خارجه وزیر ویاند جوته کړې: د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اروپایانو په ځانګړي مالې چېنل باندې تکیه نه وه کړې خو په عین حال کې د دغه مالې چېنل د فعاله کولو لپاره اروپا سره پوره همکاري وکړه، لیکن اروپایان په نورو ډګرونو کې د خلافورزیو په څېر په دغه زمینه کې هم د برجام په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل نه وکړ.

هغه یادونه وکړه چي اروپایان امریکا پورې د خپلې پېیلتیا د پټولو او په خپلو خلافورزیو باندې د سرپوښ د اېښودلو لپاره هڅه کوي چي د اینسټکس د چېنل په بندون کې ایران ګرم وښیي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گوینده /

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سې شنبې په ورځ د شانګهای د اقتصادي همکاریو د سازمان له سرمنشي سره په کتنه کې، دغه سازمان کې د ایران غړیتوب ته په اشارې سره وویل: د شانګهای په سازمان کې د ایران غړیتوب په سیمه ایزو همکاریو کې د لا زیات خوځښت نه سربېره، د سیمو هیوادونو تر مینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي.

رئیسي د دې په بیانولو چي د ایران په نظر کې د شانګهای د سازمان له غړو هیوادونو سره ملګرتیا او همکاری، زیات اهمیت لري، وویل: د شانګهای غړو هیوادونو د پراخو ظرفیتونو په برابرولو سره، دغه سازمان ته زمینه برابره کړې څو د لوېدیځوالو له یو اړخیزو اقداماتو سره په مقابله کې د هیوادونو تر مینځ په سیمه ایزه او نړیواله همپالنه کې کارنده رول ولوبوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

گوینده /

د ایران د اسلامي جمهوریت او د لوېدیځه افریقا تر مینځ د اقتصادي او علمي همکاریو غونډه په تهران کې تر سره شوه، یاده غونډه کې د ایران او افریقا تر مینځ د څو اړخیزو همکاریو لپاره ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي چي په کښې د دواړو لورو تر مینځ د اقتصادي ملګرتیا په ودې باندې ټینګار شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر په یاده غونډه کې وویل: د داسي کنفرانسونو او غونډو جوړېدا د ایران او افریقایي هیوادونو تر مینځ د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره د سیاسي ارادې د شتون ښودنه کوي چي د امله یې به د دواړو لورو تر مینځ سوداګریزې اړیکې پیاوړي شي.

هغه دې ته په اشارې سره، چي ایران له لوېدیځې افریقې سره، دوستانه اړیکو ته ځانګړې توجه کوي، د دواړو لورو تر مینځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ایران د حکومت د چمتووالې خبر ورکړ او وویل: له افریقایي هیوادونو سره، د اړیکو پراختیا د ایران د حکومت اصولي سیاست جوړوي.

 

 

 

 

 

 

 

 گوینده /

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس له سرمنشي، رافائل ګروسي سره په کتنه کې، د اژانس د خپلواکی خیال ساتنه، د ایران د ولس د حقوقو رعایتول او بې پلوه پاته کېدل د دواړو لورو تر مینځ د اړیکو لپاره ضروري وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس له سرمنشي رافائل ګروسي سره په کتنه کې له اژانس سره د ایران پراخو همکاریو ته په اشارې سره، تهران ته د دې سازمان د چارواکو تګ او راتګ د رغنده اړیکو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د پیاوړی هود ښودونکی وباله.

رئیسي په صنعتي، کړهنېز او طبي چارو کې د خلګو د هوساینې لپاره د ایټمي پوهې د کارولو په هکله د ضروریتونو په بیانولو سره، وویل: ځینې هیوادونه چي په سر کې یې امریکا او صهیونیست رژیم دی، په داسي حال کې د ایران په خلګو باندې د فشار د زیاتولو لپاره له ایټمي مسالې څخه د پلمې په توګه کار اخلي چي د اسرائیل رژیم د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس غړیتوب نه مني او د هغه په قوانینو عمل نه کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چي امریکا لومړی له ایټمي موافقې څخه ووتله، وویل: اروپایانو هم د برجام ایټمي موافقې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل نه دي کړي په داسي حال کې چي ایران په خپلو ژمنو پاته شوی او دا مساله د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس په راپورونو کې ۱۵ ځلي تائید شوی هم دی.

 

 

 

گوینده /

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازی امیر سعید ایرواني د مذهب په بنیاد باندې د خلګو په ضد د تاوترخجنو اقداماتو غندنه وکړه او وویل: د دې وخت رسېدلی چي نړیواله ټولنه د مسلمانانو په ضد د کرکې د خپرولو سره د مبارزې لپاره اقدام وکړي، مسلمانان د نړۍ د پام وړ برخه جوړوي.

امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د اسلامي همکاریو د سازمان تر مینځ غونډې ته په اشارې سره، چي د اسلام ویرونې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په درنښت تر سره شوه، زیاته کړه: دا غونډه د کرکو د خپرولو، زور زیاتی، تبعیض، ترهګریز بریدونو او د مسلمانانو د اصولو او مذهبی شعائرو په ضد د ناوړه اقداماتو په شمول له اسلام ویرونې سره د مبارزې لپاره د جدې ارادې ښودونکې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی جوته کړه: اوس مهال نړۍ هره ورځ د بیت المقدس او فلسطینیانو په ضد د صهیونیست رژیم د نیواک کتونکي دي، همدارنګه په ځینو اروپایي هیوادونو کې د بیان د ازادی په پلمې سره، د سپېڅلي قران سپکاوی کوي

.