Mar 27, 2023 15:38 Asia/Kabul
  • لواسانا
    لواسانا

د تهران راډیو ډیرو خوږو مینه والو السلام علیکم!

د ایران سیل نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. دوستانو د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې د تهران ولایت شمیرانات ولسوالۍ او تجریش سیمې ته لاړو او د امام زاده صالح د معنوي حال و هوا په هکله وغږیدو. د تهران ولایت د سیل په دوام کښې د شمیرانات ولسوالۍ یوې بلې سیمې یعنې «لواسانات» ته ځو، نو په دې سفر کښې راسره مله ووسئ.

لواسانات  د تهران ولایت ډیره مهمه سیمه ده. لواسان (Lavasan)  د یو ښار، د کلیو د دوو ټولګو او هم داشان د یو وړوکي کلي نوم دی چې د دغو سیمو ټولګې ته لواسانات وايي.

په شمیرانات ولسوالۍ کښې پروت لواسان ښار ډیره ښه آب و هوا، شنې منظرې او ډیر د لیدو وړ ځایونه لري چې هم دا چاره سبب شوې چې د ایران له مختلفو سیمو نه ډیر سیلانیان دغه ښار ته سفر وکړي. دا سیمه د تهران په خوا کښې ده او ورته د رسیدو لپاره له تهرانه یوازې شل دقیقې وخت پکار دی او د هغې پاکې آب و هوا ته په پام سره، د تهران د زیاتره خلکو د اوړي د استوګنې ځاې دی.

د لواسان شین زرغون طبیعت د دغه ښار له شمالي لمنو شروع کیږي او په پاې کښې د لتیا بند Latyan Dam)  په ښایسته ډنډ ختمیږي. دغه بند د لواسان ښار په سویلي برخه کښې په جاجرود سیند باندې جوړ شوی دی چې ډیر د لیدو وړ دی.

*/*/*/*

د دې سیمې ځايي خلک په لواساني لحجه خبرې کوي چې هم هغه پخوانۍ تهراني لحجه ده او له پهلواي ژبې Middle Persian)  سره ډیر اشتراکات لري او په ځینو سیمو کښې هم په تاتي ایراني Tati language)  ژبه خبرې کوي. دا ژبه د البرز د غرونو لړۍ په لمنو کښې ډیره دود ده. خو لواسان ښار ته د ایران له بیلابیلو سیمو څخه د مختلفو قومونو مهاجرت سبب شوی چې نوی نسل نور په پخوان لحجه خبرې ونه کړي او په رسمي فارسۍ ژبې او لحجې خبرې وکړي.

سره له دې چې په لواسان سیمه کښې ویلايي کورونه ډیر زیات دي خو لاهم د باغونو داسې کوڅې هم ډیرې زیاتې دي چې دواړو لورو ته یې له غوزانو او مڼو ډکې ونې دي. د لواسان د خواوشا د کلو د خلکو یوه اصلي مخینه، باغباني ده او د دې سیمې د باغونو اصلي محصول غوزان او ګیلاس دي.

*/*/*/*/

دوستانو د پروګرام په دوام کښې راسره مله ووسئ چې د لواسان ښار د تاریخ او لرغونوالي په هکله معلومات درکړو. د هغه ښار چې کابو ۵ زره کاله پخوانی دی.

د دې سیمې د لرغونوالي له نښو څخه د لواسان په اطرافو کښې سترو او وړو غونډیو ته اشاره کوې شو چې په پخوا وختونو کښې دغلته د آبادۍ، مناسبې آب و هوا او د کلتوري ودې نښې دي. د شورکاب لرغونې غونډۍtappe-ye šūrkāb)، د ناظم آباد لرغونې غونډۍ، د خرسنګ لرغونې غونډۍtappe-ye xar-sang)، حصارک غونډۍHesarak)  او داسې نورې ډیرې لوړې چې د دې سیمې د لرغونوالي او پخواني تاریخ نښه ده. له دغو لرغونو غونډیو څخه درته خصارک غونډۍ معرفي کوو.

د حصارک لوړو لرغونې ساحه په ماهوري غونډۍ پرته ده. دغه غونډۍ یو ټاپو ته ورته ده چې ختیځ او لویدیځ او سویلي اړخ ته یې اوبه دي او یوازې شمال لور ته، وچې ته لاره لري. دغه لرغونې ساحه ۲۳۰ میټره اوږدوالی، ۵۰ میټره پلنوالی او څه باندې ۳۰ میټره لوړوالی لري. د لرغون پیژاندو ډلو له خوا ترسره شویو کیندنو کښې د خړ، تور او کریم رنګ د لاسو جوړ کولالي شیان ترلاسه شوي دي چې د دغه ځآې د بې حده اهمیت نښه ده. د لرغون پیژندنې د استاد ډاکټر حمید رضا ولي پور په باور، حصارک غونډۍ له میلاده مخکښې په څلورمې او پنځمې زریزې پورې اړونده د ډبرینو مسو Chalcolithic) پړاؤ پورې اړونده ده. له دغه پړاؤ څخه په دشتِ تهران او قزوین او خواوشا کښې یې یوازې ۲۸ لرغوني سایټونه پیژندل شوي دي. د ډبرینو مسو د پړاؤ یوه مهمه نښته د انسانانو د نفوسو زیاتوالی او د ورځنیو اړتیاؤ لپاره له کورنیو ځناورو استفاده ده.

*/*/*/*/*

اوس چې د لواسانات له تاریخ او تاریخي سیمو سره څه نا څه بلد شو، ښه به وي چې د هغه طبیعت او د لیدو وړ ځایونو ته هم ورشو. په لواسان کښې یوه ډیره د لیدو وړ سیمه «دشتِ هویج» (Carrot Plain)  نومیږي چې د لواسانات د Afjeh)  کلي په خوا کښې ده. که وغواړو چې له تهرانه دغې ښایسته دښتې ته لاړ شو نو باید ۴۶ کیلومیټره شمال ختیځ لور ته لاړ شو. دا دښته د سمندر له سطحې نه دوه زره او څلور سوه میټره لوړوالي کښې پرته ده او ډیره ښه آب و هوا لري.

دشتِ هویج ډیر لرغونوالی لري او په حقیقت کښې یو تاریخي ځاې دی. په تاریخي روایتونو کښې راغلي دي چې دغه دښته د صفوي باچاهانو د ښکار او د ساعت تیري ځاې پاتې شوی دی او ډیر پخوا به بزګرانو او باغوانانو په دې دښته کښې هویج یعې ګاځرې کرلې چې له امله په دغه نوم مشهوره شوه. د دغې دښتې دویم نوم «گُرچال»  دی چې د اوس د ځاې معنا ورکوي. د ګُر معنا اور دی او په ځینو روایتونو کښې راغلي دي چې دغه دښته پخوا د خواوشا له کلو او غونډیو په پرتله ګرمه وه نو ځکه یې پرې ګرچال نوم ایښی دی.

*/*/*/

له دې امله چې دشتِ هویج یو ګرم او تود ځاې ګڼل کیږي، په اوړي کښې ورته د تګ سپارښتنه نه کیږي. په مني او ژمني کښې د سوړ موسم سره سره دغه سیمه یو بل ډول ځلا مومي، په تیره بیا په ژمي کښې د ژمنیو ورزشونو او لوبو لپاره په یو په زړه پورې ځاې بدلیږي. له دې ټولو صفتونو سره سره، د دشتِ هویج د سیل ترټولو غوره وخت، پسرلی دی، په دغه موسم کښې طبیعت نوې کالي اغوندي او په دښتې باندې تانده حال و هوا واکمنیږي.

دوستانو د پروګرام په دوام کښې راسره مله ووسئ چې د ایران له یو ډیر عجیبه غاري میوزیم سره اشنا شو.

د لواسانات په سیمه کښې د چکر په دوام کښې د وزیري لرغونکوټ غارVaziri Caved Museum)  ته راغلي یو. هغه میوزیم ته چې له لواسان ښار وروسته او د کُندِ علیا (Kond-e-olyā)  کلي په خوا کښې پروت دی او د ایران د مشهور مجسمه جوړونکي ارواښاد استاد ناصر هوشمند وزیري له خوا د هغه په شخصي لګښت جوړ شوی دی. دغه میوزیم په ۲۰۰۵ کال کښې په ۱۰۰۰ مربع میټره خاورې باندې د ۶ کالو په موده جوړ شوی دی.

په زغرده ویلې شو چې دا میوزیم د ایران یو ډیر ځانګړی لرغونکوټ دی او ورڅخه کتنه یوه خاص تجربه ده. د میوزیم داخلي فضا ډیره په زړه پورې ده. هرې خوا ته چې ګورې، یو ښایسته اثر موجود دی او د انګڼ په پاې کښې یو غار دی. د دغه غار دیوالونه د کانکریټو دي او د یو بل په مینځ کښې اته دالانونه لري.

*/*/*/

د غار په دروازه کښې د ایران د افسانوي پهلوان رستم مجسمه ده او داسې جوړه شوې ده چې ګواکې د غار ټول وزن او درونوالی د رستم په اوږدو دی. د وزیري میوزیم غار داخلي فضا د مجسمه جوړونې د برخې، د لاسي صنایعو د برخې او د تجسمي هنرونو د برخې په شان مختلفو حصو نه جوړ شوی دی.

استاد وزیري هڅه وکړه چې د ایران اصیل کلتور او ملي پالنه په خپلو آثارو کښې وښايي او خلک د ایران له کلتور او تاریخ سره بلد کړي.

د هغه آثارو په هکله چې په دغه میوزیم کښې پراته دي، باید ووایو چې دا میوزیم د تجسمي هنرونو په پراخې برخې مشتمل دی او ټول له استعمال شویو موادو جوړ شوي دي. لکه د کوک او جوس بوتلونه، د کنسرو ډبې، د ماشومانو د لوبو شیان چې خراب شوي وي، پلاسټک، زاړه زنځیرونه، بیلټونه او ګرارۍ چې له ګچو او د ودانیو له مصالو او سیمنټو او کانکریټو سره ګډ شوي دي.

دا خبر به درته په زړه پورې وي چې استاد وزیري تر هغه وخته چې ژوندی و، تل به په میوزیم کښې و او د آثارو په هکله به یې چې د هر څه ضرورت و، کتونکو ته به یې وضاحت ورکوه. استاد وزیري په ۲۰۱۹ کال کښې د ۷۳ کالو په عمر کښې په هم دغه باغ کښې د زړه د دورې له امله وفات شو.

*/*/*/*

ګرانو دوستانو د لواسانات سیمې سیل په هم دې ځاې پاې ته رسوو هیله ده چې دا سیمه مو خوښه شوې وي.

 

 

ټیګونه