Apr 26, 2023 14:26 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړ، چې ملاتړې بودجه پایته رسېدلي او افغانستان په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی، اوچا په خپل ټوېټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو لپاره بودجه د پایته رسېدو په حال کې ده او دې ستونزې د میلیونونو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه نړیوال سازمان زیاته کړې: په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره له پنځه سلنې څخه کمې مالي غوښتنې برابرې شوې دي. د اوچا په وینا، د افغانستان کړکېچ په نړۍ کې تر ټولو ستر او جدي بشري ناورین دی، خو په دغه هېواد کې بشري عملیات ترټولو کم مالي ملاتړ له ځان سره لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۶ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د نشتون له بېړني حالت سره مخ دي.

که څه هم طالبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو همکارۍ ته اړتیا لري، خو طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو  په بندیز لګولو سره، د دغه سازمان لپاره د افغانستان خلکو ته د چوپړتیاوو وړاندې کول ستونزمن کړي دي. د طالبانو دا ډول چلند د هغو هېوادونو په ناهیلي کېدو کې هم بې اغېزې نه دی، کوم چې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.

تېره اونۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په خپل ټوېټر کې ولیکل: د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ښاغلي متقي سره په خبرواترو کې په سمرقند ښار کې، له هلمند اوبو څخه  د ایران د ابو حق په اړه په تفصیل سره ټینګار کړی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې په بیان سره چې افغانستان هم د ایران پر درېځ ټینګار کړی، زیاته کړې یې ده، پر بیړنیو اقداماتو  مو هوکړه کړې او د ایران د اوبو له حق څخه به ډډه ونه کړو.

امیر عبداللهیان د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیانو د غونډې په څنډه کې، د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق مسئله یوه اوږدمهاله مسئله بللې وه، چې په دې برخه کې د ستونزو عملي حل لپاره اړتیا ده د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا جدي اقدام وشي.

هغه په ​​دې کتنه کې د افغانستان اوسني اقدامات ضروري خو ناکافي وبلل او زياته يې کړه، چې د ايران لپاره اساسي شرط د اوبو حق عیني او ملموس لیدل دي. دا په داسې حال کې ده چې طالب چارواکو له خپلو ژمنو سره سره، په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی کړی او همدارنګه د ایران ختیځې سیمې چې د ایران اوبو حق ته اړتیا لري، له سختو شرایطو سره مخ دي.

په دې کې شک نشته چې طالبان باید د اوبو د حق په اړه د افغان حکومت ژمنو ته وفادار وي، تر څو د ښه ګاونډیتوب ادعا تایید او درناوی یې وکړي.

د افغانستان د چارو کارپوه امين فرجاد په دې اړه وايي:

"طالبان په تېرو دوو کلونو کې چې بېرته پر افغانستان واکمن شوي، څو ځلې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اوبو حقونو د تړون د پلي کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ، خو په عمل کې یې وفا نه ده کړې.

له دې امله، افغان ولس د دغه هېواد د واکمن په توګه له طالبانو څخه هیله لري چې د ایران د اوبو د حقونو لپاره جدي ګامونه پورته کړي او یوازې په خپلو ژمنو سیاست ونه کړي. ځکه چې د ایران د ختیځو سیمو چاپېریال د افغانستان د پوله ایزو سیمو له چاپېریال سره تړلی دی او د ایران په  ختیځه جغرافیه کې د چاپېریال کړکېچ رامنځته کېدل به د افغانستان پر وضعیت هم اغېزه وکړي.

په تېره اونۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کډوالۍ او پاسپورت د پولیسو لخوا د بهرنیو اتباعو د خدماتو او کفالت دفترونو ته نوې لارښوونې شوي دي. د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، دغه دفترونه به د غويي میاشتې له څلورمې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د غیر قانوني کېدو ستونزه هواره کړي، کوم چې له معتبرو پاسپورټونو او ویزو سره ایران ته تللي او نه شي کولای د کوم دلیل له مخې خپلې ویزې تمدید کړي.

د دې لارښوونې له مخې، د ایران د هرکال ویزې د ختمېدو په بدل کې یوازې 400 زره تومان یا د ویزې د ختمیدو نیټې په بدل کې، په هرو درېیو میاشتو کې 100 زره تومان جریمه کېږي. په دې پلان کې هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت ته داخل شوي او د ویزو موده یې ختمه شوې ده.

د دې جریمې په ورکولو سره، له یوې خوا د ایراني تاریخ تېره ویزو او پاسپورتونو لرونکي، درې میاشتې د اوسېدو اجازه ترلاسه کوي او کولای شي په دې موده کې له ایرانه ووځي، خو هغه کسان چې غواړي په ایران کې پاتې شي، باید د بهرنیو هېوادونو د وګړو د کار په سرشمېرنه کې برخه واخلي  او خپله پاڼه ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې په ایران کې د پاسپورت او ویزې لرونکي لپاره د هرې غیرقانوني ورځې جریمه ۲۰۰ زره تومانه وه چې په کال کې څو میلیونه تومانه کېده، خو په نوې اسانتیا سره چې اعلان شوې، د هر کال د ویزې د ختمېدو نېټې لپاره یوازې ۴۰۰ زره تومانه د جریمې په توګه اخیستل کېږي.

په تېره اونۍ کې پاکستان هم له بېلابېلو خبرونو او پېښو سره مخ وو.

په تېره اونۍ کې په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، سید محمد علي حسیني د دغه هېواد د بشري حقونو له وزیر، ریاض حسین پیرزاده سره په کتنه کې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو او د زیاتو اقتصادي اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې. په دغه کتنه کې د پاکستان د بشري حقونو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ایران د سفیر د خدمتونو قدرداني وکړه.

ریاض پیرزاده د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو لپاره د وروستي اقدام هرکلی وکړ او هغه یې مثبت و ارزاوه. د هغه په ​​وينا، دغه تړون به په فارس خليج کې د سولې او ثبات په لور يو ستر ګام وي او ټوله اسلامي ټولنه به سره یو موټی شي.

د پاکستان د بشري حقونو وزیر همدارنګه د جمو او کشمیر او فلسطین له خلکو سره د ایران د نه ستړې کېدونکو ملاتړو ستاینه وکړه او په دغه کتنه کې د ایران سفیر وویل، ایران په بلوچستان کې دوه نوي بندرونه پرانیستل چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه دوه میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

په تېره اونۍ کې پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د پوځ په وروستیو درېیو میاشتو کې د عملیاتو په ترڅ کې، ۵۱ افغان وسله وال چې د تحریک طالبان غړي دي، د پاکستاني طالبانو ترڅنګ وژل شوي دي. دغو رسنیو همدارنګه ادعا کړي چې  د پاکستاني طالبانو نږدي نیمايي غړي، افغانان دي.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د یوه جګپوړي چارواکي له خولې لیکلي: افغان طالبانو په فعاله توګه د پاکستان امنیتي بنسټونه په نښه کولو بریدونو کې برخه اخیستې ده، لکه څرنګه چې په کراچۍ ښار کې د پولیسو پر مرکز برید کې دوه برید کوونکي افغان اتباع وو.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې دغه لوړپوړي چارواکي له کوچني اختر وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد په یو شمېر سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ، چې د پاکستان حکومت له دې وړاندې  د کابل چارواکو ته په پاکستان کې د افغان وسله والو د حضور په اړه خبرداری ورکړی و.

د اسلام آباد چارواکي ادعا کوي چې د پاکستاني تحریک طالبان په افغانستان کې مرکزونه لري او له هغو مرکزونو څخه د پاکستان د امنیت پر ضد عملیات پلانوي. که څه هم افغان طالبان د پاکستان د حکومت او پوځ دغه ادعا ردوي.

پاکستان د افغانستان له حکومته غوښتي چې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په تامین کې خپل رول ولوبوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې که افغانستان د پاکستاني اسلامپالو وسله والو د فعالیتونو مخه ونه نیسي، د هغوی پر پټنځایونو حتی په افغانستان کې به هم برید وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان واکمنو چارواکو په پرلپسې ډول اعلان کړی چې اجازه به ورنکړي چې د دغه هېواد له خاورې څخه د بل هېواد امنیت ته ګواښ متوجه شي. د پاکستان د سولې مطالعاتو د انسټیټیوټ د اعلان له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۲۶۲ زیات ترهګریز بریدونه یوازې د پاکستان په خاوره کې شوي دي. د دغه انسټیټیوټ په وینا، تحریک طالبان پاکستان د ۸۹ بریدونو د تنظیمولو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

له دې سره، د تحریک طالبان پاکستان دوامدار فعالیت او له هغوی څخه د افغان طالبانو د ملاتړ ادعاوې، په داسې حال کې د پاکستان د حکومت او پوځ له مهمو ننګونو څخه دي، چې د اسلام آباد او افغان طالبانو په اړیکو یې منفي اغېزې کړي دي.

په تېره اونۍ کې په پاکستان کې د افغان کډوالو استازو اعلان وکړ، چې د قانوني اسنادو له لرلو سره سره، لا هم بنديان او ځورول کېږي او د بډې او رشوت په ورکولو سره بېرته خوشې کېږي، په پاکستان کې د افغان کډوالو وکيلې منېژه کاکړ هم له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، افغان کډوال په ملګرو ملتونو کې ثبت دي او حتی د ویزو په لرلو سره د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول کېږي.

د هغې په ​​وينا، په تېرو دوو مياشتو کې لږ تر لږه ١٤٠٠ افغانان نيول شوي، چې شاوخوا ٤٠٠ يې د ملګرو ملتونو کارتونه او يا د پاکستان د اوسېدو کارتونه او يا ويزې لري. د افغان کډوالو یو شمېر استازي هم ټینګار کوي چې د پاکستان په سند ایالت کې تر ډېره کسان نیول کېږي.

پاکستاني پولیسو تر دې وړاندې هم څو ځله افغان کډوال نیولي او دا لړۍ اوس هم دوام لري. په همدې حال کې د افغان کډوالو نیول او زنداني کول او حتی هغه کسان چې د طبي موخو لپاره پاکستان ته ځي، په افغانستان کې پراخ اعتراضونه راپارولي او پاکستان اړ شو چې افغان کډوال خوشي کړي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه سید محمد مجتبی موسوي په دې اړه وايي: په پاکستان کې افغان کډوال د دغه هېواد لپاره د افغانستان د خلکو او هم پر طالبانو د فشار د یوې وسیلې په توګه تبدیل شوي دي. له دې سربېره په پاکستان کې د افغان کډ‌والو شتون د دغه هېواد د پولیسو د عاید سرچینه ګرځېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې له افغان کډوالو سره د ښه چلند او نه ځورولو ژمنه کړې وه.

ژباړه: زماني

ټیګونه