Apr 30, 2023 14:00 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اوونۍ کې

که د قران شریف د حکم په بنیاد وعتصمو په حبل الله باندې عمل وشی، اسلامي نړۍ د دوه میلیارد نفوس او د مهمې جغرافیې په درلودلو سره، کولایشي ستونزې هوارې کړي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د یو شمېر ایراني چارواکو، خلګو او د اسلامي هیوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې وفرمایل:  د فلسطین د مقاومت پیاوړتیا باید د اسلامي نړۍ استراتیژي ووسي، د اسلامي انقلاب معظم رهبر یووالی د اسلامي ولس لپاره ضروري وباله او د صهیونیستي رژیم ځوړتیا ته په اشارې سره، وفرمایل: دغه مهم پرمختګ د فلسطینی ځوانانو او ولسونو د مقاومت په برکت تر لاسه شوی دی، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي هیوادونو ستونزو ته په اشارې سره وویل: که د قران شریف د حکم په بنیاد وعتصمو په حبل الله باندې عمل وشی، اسلامي نړۍ د دوه میلیارد نفوس او د مهمې جغرافیې په درلودلو سره، کولایشي ستونزې هوارې کړي، هغوی همدارنګه د صهیونیست رژیم ځوړتیا ته په اشارې سره، وویل: دا لړۍ له څو کاله مخکې نه پیله شوې ده او اوس په پوره ګړندیتوب سره اسرائیل رژیم د نابودی په لور روان دی، اسلامي نړۍ باید له دې فرصت څخه استفاده وکړي، معظم رهبر د فلسطین مساله نه یوازې اسلامي بلکې انساني مساله وباله او په غیراسلامي هیوادونو کې د قدس لاریونونو ته په اشارې سره وفرمایل:  په امریکا او اروپا کې د ولسونو له لورې د صهیونیستانو ضد لاریون د اسرائیل د رژیم د جنایاتو د ښکاره کېدو پایلې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت د ایران په ضد وروستیو بندیزونو ته په غبرګون کې د اروپا او برتانیې په یو شمېر اداراتو او شخصیتونو باندې بندیزونه ولګول. د ایران خارجه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: د ایران خارجه وزارت د اړوندو اداراتو د پرېکړه لیکونو او د اصول پر بنیاد باندې د بندیزونو مکانیزمونو ته په کتو سره، د متقابل اقدام په توګه ټروریزم څخه د ملاتړ، د ایران د ولس په ضد بلواو او تاوتریخوالو ته د لمن وهلو، د ایران په ضد دروغ او پروپاګن کولو او د ایران په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د امله په یو شمېر اروپایي او انګلیسي شخصیتونو او ارګانونو باندې بندیز لګوي..

د ایران د صنعت، معدن او سوداګریو د کمیسیون ویاند له ګاونډیو هیوادونو سره د ایران د سوداګریو د ودې خبر ورکړ. سید روح الله لطیفی وویل: تېر کال د ایران او ګاونډیو هیوادونو تر مینځ د ۵۸ میلیارد او ۸۴۳ میلیون ډالر په ارزښت سوداګړي شوي ده چي ۵۲ سلنه یې غیر تیلي توکې دي، دا شمېرنې د تېر کال په پرتله د سوداګریو د ۱۴ سلنې ودې ښودنه کوي.

لطیفي زیاته کړه: له ایران سره عراق، ترکیه، امارات، افغانستان او پاکستان په ترتیب سره په ګاونډیانو کې تر ټولو زیاتې سوداګری کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی له برجام نړیوالې ایټمې موافقې څخه د امریکا یو اړخیز وتل، د ایران په ضد د غیرقانوني بندیزونو لګول او د بندیزونو د رعایتولو لپاره په نورو هیوادونو باندې فشار او د نړیوالې محکمې له فیصلې سره مخالفت د امریکې د یواړخیزو او قهرجنو اقداماتو بیلګې وبللې.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په غونډه کې وویل: د امریکا یو اړخیز او قهرجن اقدامات چي له خپلو سرحدونو بهر په نورو باندې هم په زوره عملي کوي، د ملګرو ملتونو له منشور، بشري حقوق او نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې دي.

هغه یادونه وکړه چي د امریکې دغه یو اړخیز او غیر قانوني او غیر انساني کړچار او د ملګرو ملتونو له سیسټم څخه ناوړه استفاده نړیوال سوله او ثبات به له مینځه یوسي.

ایرواني د هاګ نړیوالې محکمې وروستي فیصلې ته په اشارې سره، چي د امریکې له لورې د ایران د شتمنیو کنګلول غیرقانوني بللې وه، زیاته کړه: امریکا لاهم په ایران باندې د بندیزونو په اعمالولو سره، د ایران د ولس په حق کې تېروتنې ته دوام ورکوي.

ابراهیم ریئسي د ایران او قزاقستان  د تمدني او کلتوري اړیکو پراختیا ته د توجه غوښته وکړه او  په دغې حوزې کې ئې د ایړکو دلوړتیا لپاره د یوې ګډې کلتوري کمیټې جوړول ضروری  وبلل.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر بیګا د قزاقستان له لومړي وزیر علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  ووئيل، که څه هم تیر کال د ایران اوقزاقستان  تجارتي اړیکو ترپاوړ پورې وده  درلودلې ،خو دغه سویه ددواړو هیوادونو  له ظرفیّتونو سره په تناسب کې نه ده او باید  ددغو اړیکو دلوړتیا لپاره لازیاته هڅه وکړو.

ابراهیم ریئسي له علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  چې  د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو ترمینځ د شوو موافقو  داجرائي کیدا  د تعقیبونې په خاطر تهران ته په سفر راغلی  دی ،پخپل مینځیو اړیکو  کې په تیره بیاپه اقتصادي او تجارتي حوزې کې ئې  دایړکو په پراختیا ټينګار وکړ ابراهیم ریئسي  همداراز د ایران او قزاقستان  دتمدني او کلتوري اړیکو پراختیا ته د توجه غوښته وکړه او  په دغې حوزې کې ئې د ایړکو دلوړتیا لپاره د یوې ګډې کلتوري کمیټې جوړول ضروری  وبلل.

د قزاقستان لومړی وزیر هم  له اسلامی ایران سره  د خپل هیواد داړیکو په ژورتیا په تیره بیا  د اقتصادي او تجارتي پانګونې په زمینې کې  له پراختیا سره ددلچسپۍ په ښودلو سره   ووئيل،  د دواړو هیوادونو  د اړیکو حجم  د موجودو ظرفیّتونو په اساس  نه دي  او په همدې دلیل مو دراتلونکو ملګرتیاؤ دپراختیا لپاره د لارې یوه نقشه پلان کړې ده. هغه هیله وښودله  په مختلفو حوزوکې د تهران –آستانې  د موافقو  په اجرائي کیدا کې  په چټکتیا سره  د دواړو ملتونو لپاره  احساسیدونکي  ګټې او د ملګرتیاؤ د سوئې لوړتیا  ولرل شو.

د ایران د دفاع او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني د جمعې په ورځ په نوي ډیلي کې د شانګهای همکارۍ د سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې په خپله لومړنۍ کتنه کې دې ته په اشارې سره د لوېدیځ او ناټو د پراختیا غوښتونکو سیاستونه د نړۍ د بیا ژغورلو لپاره یو قطبي ګړندۍ شوي، وویل: نیابتي جنګونه او ترهګري د غوره ولالې د یوې وسیلې په توګه د ځینو لویو قدرتونو په لاس کې دي او د وسلو د کنټرول سیسټم بنسټونه، د نه پراختیا او نړیوال تړونونه تر جدي ګواښ لاندې دي

د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر همدارنګه وویل: تمه لرو چې د شانګهای د ملګرتیا په سازمان کې د دغې مسئلې د هواری لپاره لا زیات جدي موافقت او تعامل رامنځته شي.

د ایران د دفاع وزیر په پای کې وویل: وړاندیز کېږي چې د شانګهای د سمندري امنیت کمربند، د شانګهای د همکارۍ سازمان د مواصلاتي کرښو د امنیت ساتلو او د نړۍ د سوداګرۍ د ګډ تضمین په موخه،  د دغه سازمان په سکرتریت کې د غړیو هېوادونو د وسله والو ځواکونو په ګډون سره جوړ شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان لبنان ته د خپل سفر په پای کې د جمعې په ماښام په بیروت کې د ایران د سفارت په نوې ودانۍ کې له لبناني چارواکو سره د دوه اړخیزو او سیمه ایزو خبرو اترو د مهمو محورونو په اړه په یوې خبري کانفرنس کې په ​​دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت له ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو اترو لپاره د ګاونډیتوب سیاست ته د خپلو پلانونو په سر کې ځای ورکړی دی، وویل: لبنان په سیمه کې ځانګړی ځای لری او تل له لبنانیانو سره سلامشورې کوو او د مقاومت په لومړۍ کرښه کې د لبنان ځای هم د ایران د جدي پام وړ دی.

امیر عبداللهیان همدارنګه د صهیونیست رژیم د وروستیو اقداماتو په اړه وویل: د مقاومت فیصلې په سیمه کې د ثبات او امنیت د تامینولو او د صهیونیستي رژیم د خپلو شومو پلانونو د شاتګ لپاره یوه اغېزمنه پرېکړه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې ته په اشارې سره چې د ایران-سعودي تړون د دواړو هېوادونو او سیمې د ګټو په ګټه ارزول کېږي څرګنده کړه: د ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې د ایران او سعودي عربستان اړیکې مثبتې ارزوو او باور لرو چې د سیمې راتلونکی به د سیمه ایزو همکاریو په لور حرکت وکړي.