May 20, 2023 11:10 Asia/Kabul
  • د ایران مهمې پېښې په تېره اوونۍ کې

د طالبانو حکومت ته د هیرمند د اوبو د ونډې په هکله د ایران د ولسمشر خبرداری، د روسیې او ایران تر مینځ د پټلارۍ د پروژې لاسلیکېدا او له نړیوال ماموریت څخه ایران ته د فوځ د سمندري ځواکونو بیرته استنېدا په تېره اوونۍ کې د ایران له مهمو پېښو څخه دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای په دې باندې په ټینګار سره چي باید د حج د اصلي مفهوم په زمینه کې فرهنګ جوړونه وشي، وفرمایل: د حج غونډه باید د اسلام د ورځنې مسایلو په هکله پیغام ولري.

مکې شریفې ته د حاجیانو د لېږدولو په درشل کې د حج د چارو مسئولینو نن د امام خمینی ره په جومات کې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای سره ولېدل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کې زیاته کړه: په حج کې حضور د یوه هدف لپاره دی، د اسلامي امت لوړاوی او د اسلامي امت د زړونو تر مینځ نژدېوالې، د حج اصلي هدف دی.

هغوی په دوام کې زیاته کړې: د نړیوالو قدرتونو نفوذ د نن ورځې مساله ده، د اعلام حضور لپاره ټوله باید راغونډ شی، د قدرت اعلان وکړي، او استکبار په وړاندې ودریږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر یادونه وکړه: د مثال په توګه د صهیونیستي رژیم مساله ډېره مطرحه ده، ټوله اسلامي نړۍ باید راغونډه شي، او دغه غونډه باید د صهیونیست رژیم په ضد یو پیغام ولري.

حضرت ایت الله خامنه ای جوته کړه: د کفر په مقابل کې، د ظلم، استکبار او بشري بتانو په وړاندې، او د هغه ټولو شیانو په وړاندې چي اسلام سره ټکر لري، حاجیان باید د مقابلې لپاره راغونډ شي.

هغوی ټینګار وکړه چي باید مسلمانانو سره اړوند له نړیوالو مسائلو څخه غفلت نه وشي.

د اسلامي انقلاب وفرمایل: د حج ورځې یو ښه فرصت دی چي ولسونه د نړیوالو مسائلو سره بلد شي څو د دروغجنو رسنیو له لورې له حقیقت څخه بې لارې نه شي.

هغوی د نړۍ له حالاتو بې خبري د هرې ټولنې د هلاکت لامل وباله او زیاته کړه: خلګ او مسئولین دې د دښمن د قدرت د ټکو، سیاستونو، لارو چارو او اهدافو پېژندګلوې جدي وګڼي.

حضرت ایت االله خامنه ای، زیاته کړه: که نړیوالو مسائلو ته پام وکړو، کولایشو د دښمن حقیقې موخې او په ځینو مسائلو باندې د هغوی د ټینګار په دلیل پوه شو، لکه څرنګه چي مسئولینو په یو شمېر مسائلو کې ځیر شوي او ښه کار یې کړی دی چي د امله یې په ایران او سیمې او حتي نړۍ کې پرمختګونه شوي دي، دا موضوع د امریکې د خپګان لامل شوی، دا د ځېرتیا پایله ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: هغه هیوادونه چي د تمدن ادعا کوي په حقیقت کې له تمدن څخه بې خبره دي، اوس هم د تورپوستو او سپین پوستو او اروپایي او غیر اروپایي توکمیز توپېرونو کې ښکېل دي او د زیاتو انسانانو په پرتله خپل کورنۍ حیوان ته ترجیح ورکوي چي په سمندر کې د کډوالو پرلپسې ډوبېدل د دې حقیقت ښودونکې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د افغانستان واکوالانو ته خبرداری ورکړ چي د سیستان او بلوچستان د اوبو ونډه دې ژر تر ژره ورکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د پنجشنبې په ورځ په سیستان او بلوچستان کې د اوبو رسونې د پروژو د پرانیستلو په مراسمو کې د هیرمند د سیند د اوبو پورې اړوندو مسائلو ته په اشارې سره، د افغانستان واکوالانو ته په خطاب کې وویل:  که زمونږ مسلکي پلاوي د اوبو کمښت تائید کړي، کومه خبره نه شته، که داسي نه وي، مونږ د خپلو خلګو د حقوقو د ضایع کېدو اجازه نه ورکوو، زما خبره جدي وګڼئ چي بیا وروسته ګیله نه وکړئ.

په همدې اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ: د افغانستان له لورې د هیرمند له تړون څخه خلافورزي او د اوبو د ونډې نه تامینول او له کوم عملي اقدام پرته د سیاسي اعلامیو صادرول، په هیڅ صورت کې د منلو نه دی او د ایران اسلامي جمهوریت خپل حقوق د اړینو اقداماتو لپاره محفوظ ګڼي او په دغه صورت کې د افغانستان په بشپړه مسئوله کېدو باندې ټینګار کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د تېلو وزیر، په دیارلسم حکومت کې د تېلو د صادراتو د ۱۰۰ سلنېزې ودې خبر ورکړی دی.

د ایران د تېلو وزیر جواد اوجی وویل: په ۱۴۰۱ لمریز کال کې له ۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د تېلو پورې اړوندې نیمګړې پروژې ګټې رسونې ته وسپارل شوې او هڅه کوو چي په روان کال کې د ۱۵ میلیارد ډالرو په ارزښت به پروژې ګټې سپارنې ته وسپارل شي.

د ایران د تېلو وزیر د تېل، ګاز او پټروکمیکل په ۲۷ نړیوال مراسم کې زیاته کړه: د بندیزونو سربېره دا نندارتون خورا په شان او شوکت سره تر سره کیږي او په نندارتون کې د ۲۰۰ بهرنیو شرکتونو ګډون په روان دولت کې د انرژیو د ډیپلماسۍ د پیاوړتا نښه ده.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چي ایران د تېلو او د ګاز د زیرمو له پلوه، تر ټولو بډایه زیرمې لري، ایران  ۱۵۴ میلیارد بیلر تیلي او ۳۳ ټریلیون میټر ګازې زیرمې لري.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د چهار شنبې په ورځ د رشت او استارا تر مینځ د رېل پټلۍ د جوړېدو د هوکړې د لاسلیکولو په مراسمو کې چي د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوټین په ګډون تر سره شو، وویل: د ایران او روسیې تر مینځ همکارۍ په مختلفو ډګرونو کې روانې دي او د دې هوکړې لاسلیکېدا هم د یادو همکاریو یوه بېلګه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د رشت او استارا تر مینځ د رېل پټلۍ د هوکړې لاسلکېدا یوازې د روسیې او ایران تر مینځ په همکاریو پورې محدوده نه وباله او د دې په بیانولو چي له دغه رېل پټلۍ څخه دواړو لورو ته پراته هیوادونه ګټه اوچتولایشي، وویل: د شمال-جنوب کرېدو د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه  ده ځکه چي دا لاره له منځني او جنوبي اسیا څخه نیولې بیا تر قفقاز او شمالي اروپا پورې سیمې له یو بل سره نښلوي او د یادو سیمو تر مینځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو لپاره زمینه برابروي.

د روسیې ولسمشر دې هم د رشت – استارا تر مینځ د رېل پټلۍ اهمیت ته په اشارې سره وویل: دا لاره داسي یو فرصت رامینځ ته کړی چي د امله به یې نړیوالې ټرانزیتي لارې بدلې شي او ورسره  به د ټرانزیت په برخه کې د ظرفیتونو د فعاله کېدو زمینه برابره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنې په ورځ د نکبت (یوم النکبه) د ورځې په مناسبت اعلان وکړ: د ۱۹۴۸ میلادي کال د می د میاشتې ۱۴ نیټه د بشر په تاریخ د یوه دردوونکی ناوړین او د اسلامي نړۍ او لوېدیځي اسیا په زړه کې د سرطاني غدې د رامینځ ته کېدو یادونه کوي.

په دغه اعلامیه کې راغلې ده: دغه شومه ښکارنده د نړۍ په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو د غمجنوونکی سیاسي او انساني کړکېچ او په سیمه کې د پراخو ناامنیو او سیسټماتیک نیواک او د فلسطین د ټاټوبې د ظالمانه غصب او د فلسطینیانو د نسل وژنې لامل شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعلامیه کې یادونه کوي چي د صهیونیست رژیم اپارټاید له خپلو اصلي ټاټوبو څخه د څو میلیون فلسطینی وګړو د کډېدو لامل شوی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ ۸۶ بېړه چي له ۶۰ زره کیلومټرو نه زیات د سمندر له کچولو او د ټولې نړۍ په اوبو کې له ګرځېدو وروسته، د ایران اوبو ته راورسېده، د عمان په سمندر کې د جاسک له بندر سره، نژدې د ایراني سمندري ځواکونو له هرکلی سره مخامخ شوه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د فوځ د سمندري ځواکونو ۸۶ بېړه د ۲۰۲۲ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې له ۲۰ نیټې څخه د نړیوالو اوبو د کچولو په ماموریت لاړه او د چهار شنبې په ورځ د ایران اوبو ته بیرته راستنه شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش د پنجشنې په ورځ د ځینو سیمه ایزو او نړیوالو منجمله د یمن، افغانستان، سوریې، او اوکراین د حالاتو او د ایران او د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس تر مینځ د همکاریو او د بندیزونو د لیرې کېدو د مذاکراتو د وروستیو بدلونونو په هکله ټلفوني خبرې اترې وکړې.

د ایران د خارجه چارو وزیر د افغانستان په هکله په دوحې د ملګرو ملتونو د وروستي غونډې په مهم بللو سره، چي د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوښت تر سره شوه، په ایران کې د افغان کډوالو شمېر له پنځو میلیونو نه زیاته وباله او وویل: د دومره زیات شمېر کډوالو مدیریت، نړیوال ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري.

امیر عبداللهیان د اوکراین له جګړې سره د ایران د اسلامي جمهوریت په مخالفت باندې د بیا ځلې ټینګار په ترڅ کې هیله وښوده چي دواړه لورې خبرو اترو ته تیار شي او اوکراین کې جنګ ختم شي او سوله واکمنه شی.