Jun 17, 2023 11:57 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اوونۍ کې

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د چهار شنبې په ورځ د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ له مشر زیاد النخاله او د هغه له ملګرو سره په کتنه کې د غزې په دې وروستۍ نښته کې د اسلامي جهاد د بریا د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې د صهیونیست رژیم اوسني حالات له ۷۰ کلونو مخکې سره، بدل وباله او ټینګار یې وکړ: صهیونیستي دښمن نن سبا د غفلت او د غبرګون په دریځ کې نغښتی دی او دا شرایط ښودنه کوي چي د اسلامي جهاد په شمول مقاومتي ډلې د مقابلې لپاره یې ښه تګلاره غوره کړې ده او په پوره سوچ او فکر سره، دې لارې ته دوام ورکوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د چهار شنبې په ورځ د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ له مشر زیاد النخاله او د هغه له ملګرو سره په کتنه کې د غزې په دې وروستۍ نښته کې د اسلامي جهاد د بریا د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې د صهیونیست رژیم اوسني حالات له ۷۰ کلونو مخکې سره، بدل وباله او ټینګار یې وکړ: صهیونیستي دښمن نن سبا د غفلت او د غبرګون په دریځ کې نغښتی دی او دا شرایط ښودنه کوي چي د اسلامي جهاد په شمول مقاومتي ډلې د مقابلې لپاره یې ښه تګلاره غوره کړې ده او په پوره سوچ او فکر سره، دې لارې ته دوام ورکوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر  حضرت ایت الله خامنه ای په دې باندې په ټینګار سره، په لویو کارونو کې تر هغه چي خطرې ته ور نه دانګل شي، د لویو موخو تر لاسه کول ناممکنه ده، وویل: نن سبا د متعال خدای په مهربانۍ سره، د فلسطین د مقاومتي ډلو او ورسره د اسلامي جهاد د غورځنګ اعتبار او ځواک ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د غزې په دې وروستۍ پنځه ورځنۍ جګړه کې د صهیونیست رژیم ماته، د دې مسالې ښودنه کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر یادونه وکړه: د فلسطین اسلامي جهاد د غزې په دې وروستۍ جګړه کې له ازموینې څخه سرلوړی ووتی، اوس صهیونیستان په سختو حالاتو کې او د دې رژیم مشران حق لري چي د اسرائیل د رامینځ ته کېدو د ۸۰ کلیزې د نه لېدو په هکله اندېښمن ووسي.

هغوی په دې باندې په ټینګار سره چي اسلامي جهاد او نورې فلسطیني ډلې له صیهونیست رژیم سره یې د مبارزې لارې چارې موندلې دي، زیاته کړه: د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د مقاومتي ډلو ورځ تر بلې زیاتېدونکی ځواک د صهیونیست رژیم د ماتولو اصلي کلي ده او دا تګلاره باید دوام وموندي.

حضرت ایت الله سید علی خامنه ای همدارنګه د سیاست او جنګ په ډګرونو کې د یووالې لپاره د فلسطیني مبارزو ډلو د اقدام په قدرونې سره، دا کار یې ډېر مهم وباله او د فلسطین له ولس او مقاومتي ډلو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د یکشنبې په ورځ د یاران د ایټمې پروګرام د یو شمېر ساینس پوهانو او چارواکو په ډله کې، دغه صنعت یې په مختلفو ډګرونو کې د ایران د پرمختګ کلي وباله او د خلګو په ژوند کې د ایټمې پرمختګ د اثراتو د څرګندېدو په ضرورت باندې په ټینګار سره، وویل: د ایټمې صنعت ځایي کېدل د لوېدیځ د ناکامی او د لوېدیځ پالو د سپکېدو ښودونکی دی په داسي حال کې چي هغوی د ایران د ولس د روحیې د کمزورتیا او د هیلې د له مینځه وړلو په لټه کې وه.

حضرت ایت الله خامنه ای د ایټمي صنعت د دریو اهمیتونو په بیانولو کې ، دغه صنعت د پرمختګ او ودې په ډګر کې د هیواد د عزت له عواملو وبلل او د عامو خلګو په ژوند کې د اسانتیاو په رامینځ ته کېدو کې د ایټمې لاسته راوړنو اصولي اثراتو ته په اشارې سره، زیاته کړه: ایټمي صنعت د سیاسي وزن او د ایران د نړیوال مقام له نظره، د ملی عزت لامل دی، او د دې ټولو په ترڅ کې د هیواد د راتلونکي په هکله د دښمن له لورې د شک او شبهو د رامینځ ته کولو په مقابل کې په ټولنه کې هیله او په ځان باندې باور راژوندی کوي او خلګو او په تېره بیا ځوانانو ته ورښیي چي کولایشو لویو کارونو ته ور ودانګو او بریا په کښې تر لاسه کړو.

 د اسلامي انقلاب رهبر د ایټمي صنعت مهم او استراتیژیک اهمیت ته په اشارې سره، دغه صنعت د ایران د قدرت او د اعتبار له مولفو څخه وباله او وویل: هر څوک چي ایران، اسلامي جمهوریت او د هیواد له ځواکمنتیا سره مینه کوي، باید په ایټمي ډګر کې علمي او صنعتي څېړنې ورته اهمیت ولري.

هغوی همدارنګه د ایران له لورې د ایټمې وسلو له جوړېدو څخه د لوېدیځو هیوادونو د اندېښمنېدو ادعا دروغ وباله او زیاته یې کړه: هغوی خپله پوهیږي چي مونږ د ایټمې وسلو پسې نه یو، لکه څرنګه چي د امریکا استخباراتي ادارې څو ځلې او بیا په دې وروستیو کې ورباندې اعتراف کړي دي چي د ایټمې وسلو په لور د ایران له خوځښته هیڅ نښې نه دي لیدل شوي.

د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ورځ د ونزوئلا، نیکاراګوئې او کوبا له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه جنوبي امریکا ته لاړ، د د دفاع، د بهرنیو چارو، د فرهنګي چارو، د تېلو او د صحت عامې وزیرانو هم په دغه سفر کې د ولسمشر رئیسي ملګرتیا وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دغه سفر کې د یادو دریو هیوادونو له چارواکو سره د ملاقات په ترڅ کې، د دغو هیوادونو له سوداګرو او د پوهنتونونو له عملي پلاو سره هم خبرې اترې وکړې.

په دغه سفر کې، په مختلفو ډګرونو کې د اړیکو د پراختیا په زمینه کې ۳۵ هوکړه لیکونه د ایران او د یادو دریو هیوادونو د چارواکو تر مینځ لاسلیک شول. د دغه سفر یوه مهمه مساله، د تېلو او د انرژیو پورې اړوند وه، ټاکل شوې ده چي یادو هیوادونو له ایران سره د انرژیو او د سوداګریو په زمینه کې همکاري وکړي، همدارنګه د اسانه تجارت لپاره د ایران او جنوبي امریکا د هیوادونو تر مینځ ګمرکي خنډونه به لیري کړایشي.  په اقتصادي مبادلاتو کې د ډالرو پر ځای د ملي اسعارو په کارولو هم سلامشورې وشوې او دواړو لورو په دې زمینه کې موافقې ته ورسېدل.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د جمعې په ورځ له جنوبي امریکا څخه  هیواد ته راستنېدو په درشل کې، وویل: جنوبي امریکا یوه استراتیژیکه سیمه ده چي کلونه کیږي د نړیوال د زورواکو د نظم په وړاندې مقاومت کوي او له زورواکو سره  مقابله د جنوبې امریکا او د اسلامي انقلاب تر مینځ شریکې ټکې دي.

رئیسي زیاته کړه: مونږ د جنوبي امریکا له دریو هیوادونو ونزوئلا، نیکاراګوئې او کوبا سره، د انرژیو، صنعت، معدن، بټیو او د بایوټکنالوژۍ په څېر په ورته ډګرونو کې ۳۵ هوکړه لیګونه لاسلیک کړ، زمونږ هدف دا وو چي د اینجینرینګ او تخنیکي خدماتو د وړاندې کولو، د پوه بنسټو محصولاتو د صادراتو او په مناسب قیمت سره د لومړني توکو د تامینولو لپاره نوې بازارونه وموندو، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: زمونږ بهرني سیاست د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د اړیکو په تعادل باندې ولاړ دی، هر یو هیواد د نړۍ په هرګوټ کې چي وغواړي له اسلامي جمهوریت سره، د دواړو لورو د ګټو په چوکاټ کې ښې اړیکې وپالې، مونږ هم ورسره د اړیکو د پراختیا لپاره چمتووالې لرو.

په قرقیزستان کې د اسیا د زلمیانو د ازادې غېږ نیونې د سیالیو په پای کې، د ایران د زلمیانو د غېږ نیونې ملي ټیم، ۶ د سرو زرو، ۳ د سپینو زرو او یوه د برونز مډالونه ګټلي او د یادې سیالۍ اتلولي تر لاسه کړې ده.  ایران د اسیا د اتلولیو د سیالیو په پای کې د ۲۲۵ امتیازونو په تر لاسه کولو سره، لومړی مقام ګټلی دی، ورپسې د هندوستان ملي ټیم د ۱۸۰ امتیازونو په تر لاسه کولو سره، دوهم مقام او قرقیزستان د ۱۵۸ امتیازونو په تر لاسه کولو سره، دریم مقام تر لاسه کړي دي.

په یادو سیالیو کې د ایران د ازادې غېږ نیونې ټیم په ۱۰ سره وزنونو کې مډالونه تر لاسه کړي دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت له اعلامیې سره سم، د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د شنبې په ورځ تهران ته سفر کوي، فیصل بن فرحان په دې وروستیو  د افریقا په کېپ ټاون کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره، په کتنه کې ویلي وه چي ډېر ژر به تهران ته سفر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو دوزارت ویاند ناصر کنعانی چافي په ایران کې د عربستان د ډیپلماټیکو استازولیو د پرانیستل کېدو په هکله ویلي: د دواړو هیوادونو تر مینځ تر سره شوې هوکړې په پوره چټکتیا سره روانې دي او ویلایشو چي د هوکړو د عملې کېدو په وړاندې هیڅ خنډ نه دی رامینځ ته شوی.

 

"