Jul 01, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا ۲۴

حضرت امام علی ع په دې اړه فرمایی زمونږ غایب امام به دوه غیبتونه ولری چی یو به یې له بل اوږد وی . د هغه د غیبت په دوران کی یوازې هغه کسان د هغو د امامات په باور کی پایداره پاتی کیږی چی کامل معرفت او پوخ یقین ولرلې شي

د حضرت امام مهدی عج د څلورم اووروستی ځانګړی استازی علی بن محمد سمری په وفات سره د هغه حضرت غیبت صغرا پای ته ورسید او غیبت کبرا پیل شو . هغه له خپل رحلته وړاندی له خپل امام یو لیک ترلاسه کړ چی پکې راغلی وو شپږ ورځې وروسته به له دنیا لاړ شی او بیا جوته شوی وه ، له ځانه وروسته د ځای ناستی لپاره هیچا ته وصیت ونکړی چی غیبت کبرا پیل شوی او تر څو چی خدای تعالی اجازه ورنکړی ، ظهور به نه کیږی او د هغه ترسره کیدا به هم د غیبت له اوږدیدا ، د زړونو له سختیدتا او له ظلم او ستم د مځکې له ډکیدا وروسته وی .

په دې ډول د غیبت صغرا ۶۹ کلن پړاو پای ته ورسید او د ۳۲۹ هجری قمری کال د شعبان په ۱۵ د علی بن محمد سمری  له وفاته وروسته د هغه حضرت غیبت کبرا پیل شو او تراوسه  دوام لری . په غو شرایطو کی د هغه حضرت له لوری ځانګړی استازی نه ټاکل کیږی او ستر عالمان او دینداره کسان د پوښتنو او شبهاتو او د شرعی وجوهاتو ترلاسه کونکي دي تر څو هغه د مسلمانې ټولنې د لوړتیا او مشکلاتو د ختمولو په لاره کی ولګوي . البته هماغه ډول چی مخکې سپیناوی ورکړل شوی ، د خلکو له نظره د صاحب الزمان عج پناه کیدل د رسول ا... مبارک او د هغه حضرت د پاکو ځای ناستو له لوری په حدیثونو تاو روایتونو کی راغلی او حتی د غیبت دو مرحلو ته اشاره شوی ده .

حضرت امام علی ع په دې اړه فرمایی  زمونږ غایب امام  به دوه غیبتونه ولری چی یو به یې له بل اوږد وی . د هغه د غیبت په دوران کی یوازې هغه کسان د هغو د امامات په باور کی پایداره پاتی کیږی چی کامل معرفت او پوخ یقین ولرلې شي .

امام محمد باقر ع او امام صادق ع هم دغه ټکی ته ښکاره اشاره کړی ده .

د دې لپاره چی د خلکو له نظره د  حضرت مهدی عج پناه کیدا د منلو وړ وی ، معصومو امامانو د هغه په اړه په خبر ورکولو سربیره په عمل کی هم ټولنه د دغه وضعیت لپاره چمتو کړه . هماغه ډول چی  وړاندی مو وویل وروستیو څو امامانو په تیره بیا امام هادی ع او امام  حسن عسکری ع له خلکو سره ډیر کم ارتباط درلوده او په غیر مستقیمه توګه د وکالت د چینل له لارې چارې اداره کولې . دغه پراخ چینل چی پیغمبر اکرم ص د ځای ناستو استازي شامل وو ، د حضرت امام مهدی عج  په وخت کې د هغه حضرت د خاصو نایبانو په څنګ کې ډیر ښه د امام او خلکو ترمینځ د کارپوهه او امین واسطې رول ولوبوه . په بله وینا د امام زمان ع د غیبت صغرا ۶۹ کلونه له خلکو سره د هغو ارتباط یوازې د خاصو نایبانو له لارې وو  ، د هغه حضرت د اوږدمهاله غیبت لپاره د هغو د چمتووالی لپاره د زمینې په توګه  بلل کیده . په نویو شرایطو کې نه یوازې امام ځانګړی استازی نلری بلکې د وکالت شبکه هم له هغه حضرت سره د ارتباط د نه امکان په دلیل ټوله شوی ده . په داسې اټکلونو سره د ځینو خلکو لپاره ګرانه وه چی د حضرت صاحب الزمان عج او حتی د هغو له لیکونو لیدلو پرته په نویو شرایط عادت شي . په همدې دلیل هماغه ډول چی د غیبت صغرا په لومړیو کی خلک  حیرانه او ځینې ګمراه شول ، د غیبت کبرا په پیل سره په ځینو خلکو کې داسې پریشانی او لالهندی رامینځته شوه او فرصت غواړو له دغه فرصته په استفادې سره فتنې رامینځته کړی .

البته د حضرت مهدی عج  د غیبت صغرا له لومړیو هغه حضرت ،د هغه حضرت ځانګړو نایبانو او نورو خبرو عالمانو د شکونو رامینځته کونکیو او ګمراهانو ځوابونه ورکړل او ثابته یې کړه چی د اسلام د ګران پیغمبر ص له پاتې دولسو ځای ناستو وروستې ځای ناستې ژوندې او په غیبت کی دی . د غیبت د علت په اړه هم خلکو ته قانع کونکي او روښانه سبیناوی ورکړل شول چی د روایتونو په اساس ترټولو مهم ، هغه حکمت دی چی یوازې خدای تعالی ترې خبر دې . همدغه ډول د عباسی حکومت له لوری د امام زمان ع د ځان په خطرې کې پریوتل او د هغو د فعالیت لپاره د زمینې نیشتوالې هم له خلکو او حکومت د هغو د پناه کیدا د ضرورت لپاره د دلایلو په توګه بیان شول . البته د الهی اولیاګانو ترمینځ غیبت نوی موضوع نده  ځینو انبیاو هم داسې غیبتونه د رلودلي دی . خوهغه مهم ټکی چی د حضرت امام عصر ارواحنا له فدا د غیبت په اړه مطرح دی ، د انسانی ټولنې د مسلح او رهبر په توګه د هغو د منلو لپاره د خلکو نه چمتووالی دی . مخکینی ۱۱ امامان هم له هغو د خلکو د اغیزمن ملاتړ نه کولو په دلیل د ظالمو او ځپونکیو حکومتونوپه وړاندی یوازې پاتې شول او بالاخره د هغو په لاس شهیدان شول . د رسول ا... مبارک د ګران لمسی سالار شهیدان حضرت امام حسین ع شهادت په داسې حال کی چی یوازې ۷۲ یاران یې درلودل ، د دغه خواشینونکیوضعیت یوه بیلګه او نمونه وه . پر دې اساس په دغو شرایطو کی د امام مهدی عج شتون به  یوازې د هغو ګران قدره پیشوا او امام د شهادت سبب کیده ، هماغه ډول چی عباسی حکومت په کلکه په هغه حضرت او د هغو په وژلو پسې وو .

دغه حقیقت ته په پام سره چی امام ع د ټولنې د مشرۍ او خلکو ترمینځ د شتون لپاره د هغو ملاتړته اړتیا لری ، د هغه حضرت ظهور تر هغه چی بشر هغو ته د اړتیا احساس ونکړی ، ترسره نشی . په هغه وخت کی باید انسان تر دې حده فکری بلوغ او چمتووالی ته ورسی چی درک کړی د زمانې له مصیبتونو او بلاګانو د هغو د ژغورلو ، له توبیر او ظلم پرته او ارام ژوند د برخمنتیا لپاره  د امام زمان ع په شان فرزانه  ، حکیم ، صالح اوشجاع مشر ته اړتیا لری او د د زړه له کومې د هغه حضرت د پاڅون غوښتونکی شي. هغه مصلح چی هغو له معنویته خالی او بی روحه نړۍ چی له بی وزلۍ ، فساد ، توپیر او ظلم ډکه ده ، وژغوري . د اسلام لوړ عالم شیخ طوسی په دې زمینه کی لیکی ، د غیبت فلسفه د امام د ضروری قدرت نیشتوالی دی چی باید خلک ورته مله وتړي . په حقیقت کی تر هغه وخته چی خلک د هغه حضرت د اقتدار زمینه برابره نکړی غیبت به دوام ولری ځکه چی خدای تعالی د بشر په وسیله د امام مهدی عج دپیاوړتیا غوښتونکی دی ، نه پرښتو .

خوپه خلکو کی هم باید یوشمیر پرهیزګاره ، بصیرت لرونکی او مومن کسان وجود ولرلې شي چی د خدای د حجت په ظهور سره په ټول وجود سره د هغه حضرت یاری او ملګرتیا وکړی او د هغو د لورو هدفونو په لاره کی د ځان او مال له ورکولو ډډه ونکړی . د داسې مخلصو او سرشیندونکیو یارانو شتون چی په حدیثونو کی ۳۱۳ ښودل شوی دی ، تراوسه ندی پوره شوی تر څو د هغه حضرت په برخلیک ټاکونکی او پرتمین پاڅون کی د هغه حضرت اصلی ملاتړي وي .

په دعای ندبه کی د امام زمان ع  د پاک اجدادوشهادت ته له اشارې وروسته د هغه بزرګوار په ستاینه کی لولو .

این الحسن این الحسین این ابنا الحسین .......

 امام حسن چیرته دی ؟امام حسین چیرته دی ؟د حسین بچیان چیرته دي ؟هغه کسان چی په یوه پسې  شایسته او په یوه بل پسې ریښتوني وو .هغه د حق لاره په بله حق لاره پسې چیرته ده ؟هغه ټاکل شوي چی په یوه بل پسې راتلل چیرته دي ؟ځلانده لمرسترګې ، ځلانده لمر او ځلانده ستوري چیرته دي ؟د دین نښې نښانې او د پوهې ستنې چیرته دي ؟هغه چی د خدای پاتې دې (حضرت مهدی ) تر څو مځکه دهدایتونکی کورنۍ او عترت خالی پاتې نشی ، چیرته دې ؟هغه چی د ظالمانو د جرړه ویستلو لپاره چمتو دې چیرته دې ؟

پای

 

 

ټیګونه