ایران په تېره اوونۍ کې
عزیزانو خپرونه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت الله سید علی خامنه ای په پیغام سره پیلوو.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حج د لوی مراسم په مناسبت په یوه پیغام کې، حج یې د انسانانو د لوړواوی او د بشریت د اخلاقي او معنوی ودې لپاره یوه نړیواله بلنه وباله او ټینګار یې وکړ: د حج د نړیوالو اثارو اغېزمنتیا، د اسلامي امت له لورې د دوو مهمو ستنو یعني د وحدت او معنویت پر بنیاد باندې د دغه ژوند بخښونکی او له رازونو ډک مراسمو د خطاب له درک او پېژندګلوی سره تړلې ده،
حضرت ایت الله خامنه ای د اسلامي امت وحدت یې د اسلامي هیوادونو تر مینځ د خبرو اترو، عملي او فکري اړیکو ټینګولو، همپالنه او د دریځونو نیژدېوالې، ملګرتیا او اقتصادي پیوندونو په معنا وباله او زیاته یې کړه: د ښه نیت، انصاف او حوصلې پر بنیاد باندې د اسلامي مذاهبو د عالمانو تر مینځ خبرې اترې او د اسلامي هیوادونو د وتلیو شخصیتونو تر مینځ نژدې اړیکې د دغه وحدت یو بل اړخ دي.
هغوی د وحدت په اړه یادونه وکړه چي د اسلامي هیوادونو سیاسي او فرهنګي مخورو باید له یو بل سره په ږغملي کېدو سره، د راتلونکی نړیوال نظم د حالاتو لپاره ځانونه چمتو کړي څو اسلامي امت خپل وتلی مقام بیرته تر لاسه کړي او له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته د ټاټوبو د سیاسي ویش ترخه تجروبه بیا تکرار نه شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر جوته کړه: نن سبا چي د اسلامي امت وحدت او معنویت، د مسلمانو هیوادونو تر مینځ له تفاهم او د دغو هیوادونو د نویو نسلونو له دینداری او تشرع سره د امریکا او د استکبار د نورو قطبونو د مخالفت په خاطر له مخکې نه زیات د دښمن له ګواښونو سره مخ دي، د ټولو مسلمانو ولسونو او حکومتونو دنده جوړیږي چي له دغه خباثت نه ډک پلان سره مقابله وکړي.
حضرت ایت الله خامنه ای، د حج د لوی مراسم په مناسبت د خپل پیغام په پای کې له مشرکانو څخه د برائت د روحیې پیاوړې کولو او د ژوندانه په ماحول کې د هغه د پلي کولو سپارښتنه وکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لوی اختر په درشل کې د چهارشنبې په شپه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د جلا جلا پیغامونو په استولو سره، خپلو سیالانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ورکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په اسلامي هیوادونو کې خپلو سیالانو ته په استول شویو پیغامونو کې د ګډو هیلو د پوره کېدو په لړ کې او په مختلفو ډګرونو کې د اسلامي ټولنو د پرمختګ په ضرورت ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان له لورې د یوبل د ځمکني بشپړتیا په رسمیت پېژندنه سولې ته د رسېدو په لړ کې یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت په قفقاز سیمه کې له هر ډول جئوپولټیک بدلون سره مخالف دی.
سید ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ورځ د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان د ټلفوني تماس په ځواب کې، د دواړو هیوادونو تاریخې پیوندونو ته په په اشارې سره وویل: د ایران او د جنوبي قفقاز سیمه د یو بل د وجود فرهنګي او تاریخې ټوټې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سیمې د هیوادونو له ځمکني بشپړتیا او تاریخې سرحداتو څخه د ایران په ملاتړ باندې پّ ټینګار سره، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په قفقاز کې د لوېدیځو هیوادونو د ځواکونو په شتون سره، له هر ډول حیوپولیټیک بدلون سره، مخالفه دی ځکه چي د پردیو حضور نه یوازې هیڅ ستونزه نه شي هوارولای بلکې د نویو ستونزو د رامینځ ته کېدو لامل هم ګرځي.
د ارمنستان لومړي وزیر په دغه ټلفوني خبرواترو کې د جمهوریت له اذربایجان سره د دې هیواد د مذاکراتو د وروستیو بدلونونو او حالاتو په هکله د ایران ولسمشر ته معلومات ورکړ.
په همدې چوکاټ کې د ایران او د روسیې ولسمشرانو د سیمې د هیوادونو تر مینځ د خپلمنځیو ستونزو د هوارېدو لپاره د ملګرتیا او همږغی په ضرورت باندې په ټینګار سره، په قفقاز سیمه کې د پردیو فوځیانو حضور د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره یو ګواښ وباله.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په سوېډن کې قرآن شریف ته د بې حرمتی په غندنې سره، وویل: الهي او اسمانی دینونو ټولو پیروانو قرآن شریف ته له بې حرمتی څخه خواشیني شوي دي او دا بشریت او اسلامي ارزښتونو سپکاوی دی او اسلامي ټولنه به ورڅخه تېر نه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د اسلامي همکاریو د سازمان له سرمنشي سره په خبرو کې په سوېډن کې د قرآن د بې حرمتی له مسالې سره د مقابلې لپاره، سملاسي د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتونکی شو.
په دې اړه د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي، په سوېډن کې د قران شریف د بیا بیا ځلې د سوځولو او بې حرمتی لپاره د دې هیواد د حکومت له لورې د جواز د صادرولو او شین څراغ ښودلو په غبرګون کې وویل: په ځلونو قرآن شریف او اسماني مقدساتو ته د بې حرمتی د رسولو لپاره د سوېدن د حکومت له لورې د زمینې برابرول هغه هم د اسلامي امت د اختر او د حج د نړیوال مراسم پرمهال، یوه ناسنجول شوی، لمسوونکی او نه منونکی اقدام دی.
هغه دینونو، مذهبونو او اساسي تعالیمو ته د درناوی د لوړاوی لپاره د بشري حقوقو او د نړیوالو ټولنو هلوځلو ته په اشارې سره، جوته کړه: اسمانی کتابونو ته سپکاوی د کرکې او نفرت د خپراوی او د تاوتریخوالو یوه بېلګه ده او د بشري حقوقو له سوچه ارزښتونو سره په ټکر کې دی. په سوېډن کې قرآن شریف ته بې حرمتی له اوښتلو وروسته، د سوېډن د سفیر د نه شتون د امله، د دې هیواد شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له لورې احضار شو او د دغه اقدام د غندنې په ترڅ کې د سویډن په چوپتیا او منفعلانه چلند باندې سختې نیوکې وشوې.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازی او سفیر وویل: د امریکایانو په شمول په سوریې کې د بهرنیو ځواکونو غیرقانوني شتون، په دغه هیواد کې د ناامنیو اصلي سرچینه ده.
امیر سعید ایروانی د سوریې د بشردوستانه او سیاسي حالاتو په هکله د امنیت شورا په غونډه کې، په سوریې کې د انساني حالاتو په هکله د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستي راپور ته په اشارې سره، وویل: د دغه راپور پر بنیاد، د یواړخیزو بندیزونو دوام، په سوریې کې اړینو خدماتو او بشري مرستو ته خنډ رامینځ ته کړي دي او د امریکې او غربي هیوادونو له لورې وړاندې شوې بشردوستانه معافیتونه، ناکارنده او تش په نامه دی.
په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګازو او تېلو د تولید د زیاتوالې په هکله نړیوالې شمېرنې ایران ته د ګازو په تولید کې دریم نړیوال مقام او د تېلو په تولید کې اتم نړیوال مقام ورکړی دی.
د نړۍ د انرژیو په کلنی راپور کې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د بندیزونو له دوام سره سره، د ایران د تېلو د تولید کچه ۴ اعشاریه ۱ سلنه وده کړې او په ورځ کې ۳ میلیون او ۳۱۳ زره بېلرو ته رسېدلې دي.
په دغه راپور کې همدارنګه راغلی دی چي د ایران د ګازو تولید هم یو اعشاریه یوه سلنه وده کړې او تولید یې ۲۵۹ میلیارد میټر مکعبو ته رسېدلی دی، ایران په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ۲۵۹ میلیارد میټر مکعب ګازو په تولید سره، په نړۍ کې د طبیعي ګازو د تولید ۶ اعشاریه ۴ سلنه یې خپله کړې او د ګازو دریم نړیوال تولیدوونکی مقام تر لاسه کړی دی.
د شانګهای د ملګرتیا سازمان سرمنشي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره، په خبرو اترو کې، وویل: د دې سازمان په راتلونکې غونډه کې د ایران بشپړه غړیتوب به رسما اعلان شي.
د شانګهای د ملګرتیا سازمان سرمنشي ژانګ مینګ په دغه سازمان کې د ایران د غړیتوب له بشپړتیا څخه د خوښی په څرګندولو سره، ټینګار وکړ چي د دې سازمان په راتلونکې غونډه کې د ایران د غړیتوب بشپړتیا په رسمي توګه به اعلان شي او د جولای د میاشتې له څلورمې نیټې څخه ایران د شانګهای د سازمان د غړو هیوادونو له ټولو حقوقو څخه برخمن کیږي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د شانګهای په سازمان کې د غړیتوب لپاره د ایران د حکومت او د پارلمان پراخو هلوځلو ته په اشارې سره، جوته کړه: زه ډآډه یم چي د ایران د غړیتوب بشپړېدل د شانګهای سازمان ته یو نوی ظرفیت وړاندې کوي.
"حسین امیرعبداللهیان" وزیر امور خارجه ایران نیز با اشاره به تلاشهای گسترده دولت و مجلس ایران در تهیه و تصویب اسناد مربوط به عضویت کامل ایران در سازمان شانگهای، اظهار داشت: اطمینان دارم که عضویت نهایی ایران یک ظرفیت جدید و فزاینده در اختیار سازمان همکاری شانگهای قرار خواهد داد.