Jul 31, 2023 11:46 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه (لټی)

دغه خپرونه کې له معمول سره سم، په ښو عادتونو باندې د ناوړو عادتونو د بدلولو په هکله بحث کوو، نو که غواړئ د یو ښه نوی عادت په هکله معلومات تر لاسه کړئ مونږ سره د خپرونې تر پایه ملګرتیا وکړئ. عزیزانو د ښو عادتونو د لړۍ په دغه برخه کې به د لټی او د هغه د دلایلو او د مقابلې د لارو چارو په هکله به بحث وکړو.

حضرت امیر المومنین علی علیه  السلام فرمایي:  هر یو کس چي سوستي او لټي یې دوام وموندي، خپلو هیلو ته نه رسیږي.مونږ تاسو اکثره له لټی سره لاس په ګریوان شوي یو. لټی په حقیقت کې هغه وخت رامینځ ته کیږي چي خپل کارونه سرته نه ورسوو، هر څه وخت اخلي، کارونه په یوبل باندې راغونډیږي او کله چي په سد کې راشو نو وینو چي فرصتونه مو د لاسه وتلي دي،  لټي یا ټنبلي د مسئولیتونو او چارو د نه تر سره کولو یو ډول انتخاب دی، د هغو کارونو چي باید تر سره شي، نه تر سره کول او یا د مسئولیتونو نه پوره کول لټي ده، لټي کولایشي د انګیزې او ارادې نه شتون، بې نظمي، په ځان باندې د باور د نه لرلو، کمه انرژي او یا په سمه لاره باندې د نه  تلو د امله وي، چي د کارونو په یو بل باندې د راغونډېدو او د کارونو پر وخت د نه ترسره کولو  او په اهدافو باندې د سترګو په پټولو سره پیلیږي.

د یوه کار په تر سره کولو کې یو ځلې سوستي ډېره زیاته ستونزه نه رامینځ ته کوي لیکن که دغه سوستي دوامداره شي او په یوه عادت باندې بدل شي نو بیا انسان په یو ټنبل کس باندې بدلوي، په حقیقت کې یو منظم ژوند او اهدافو ته د رسېدو لاره زیار، کوښښ او په ټنبلی یا لټی باندې برلاسه کېدل دی.

لټي له زیاتو عواملو څخه چینه اخلي، یو لامل یې زیار نه تېښته او یا هم د طبیعت خرابېدا ده، همدارنګه له ماتې نه ویره هم د لټی یو بل لامل کېدایشي،

په ځان باندې بې باوري، یعني په خپلو وړتیاو نه باور، خپګان، شرم، او د ګرم توب احساس هم د لټی لامل ګرځېدایشي. دې نه علاوه هدف نه لرل، لالهاندي، شک، پلان نه  درلودل، د لومړیتوبونو نه پېژندل، زیات ږغ او ږوغ یعني د تمرکز نه شتون، له حد نه زیات فشار، د کار لپاره د مناسبو اوزارو نه شتون او د کاربلدو کسانو څخه د مرستې د تر لاسه کولو نه امکان هم د لټۍ له نورو لاملونو څخه بللایشو.

ځینې بیا په دې باور دي چي د لټی او سوستی تر مینځ توپیر شته، سره له دې چي دواړه له یو بل سره اړیکې لري، لیکن څه نا څه توپیر هم په کښې شته، په دې معنا که تاسو خپلو کارونو سره دلچسبي نه لرئ او تل یې بل ورځې ته پرېږدئ او نه یې تر سره کوئ، نو تاسو هرو مرو یو ټنبل کس یاست.  لیکن سوستي په دې معنا ده چي تاسو یو کار پر وخت باندې تر سره نه کړئ، د مثال په توګه یو زده کوونکی د دې پر ځای چي ځان د سبا د ازموینې لپاره تیار کړي د خپلې بلې اوونۍ سبقونه وایي، شاید داسي وښکاري چي دا بد کار نه دی لیکن هر کار باید په خپل وخت کې تر سره شي، دې ته ویلایشو سوستي کول،

لټی په دې معنا چي تاسو هیڅ کار نه تر سره کوئ، لیکن سوستی په دې معنا چي تاسو کار کوئ لیکن هغه کار پر خپل وخت نه تر سره کوئ، کار هغه وخت تر سره کوئ چي تاسو ته ګټه نه لري.

مختلف دلیلونه شته چي د انسان  د لټی لامل ګرځېدایشي، د لټی یو تر ټولو ستر لامل په ژوند کې د ټاکل شویو اهدافو لپاره د لومړیتوبونو نه مشخص کول دی، ممکن دی دغه اهداف لنډ مهاله او یا هم اوږدمهاله وي، که څوک په خپلو چارو کې لومړیتوبونه ونه لري، خپلې چاري وروستي شیبې ته ورپرېږدي، او په خپلو ورځنیو چارو کې پس پاته کیږي، سوستي د لټی یو دلیل دی، ځکه چي کس د ارام لپاره وخت غنیمت ګڼي او له خپل کار څخه غفلت کوي، یو بل لامل چي د لټی سبب ګرځېدایشي هغه کمال پالنه ده، په دې معنا چي که یو کس و غواړي یو کار له هر ډول عیب او نقصان څخه پرته او په انتهایي کمال سره، تر سره کړي ځکه چي دا کار تقریبا ناممکنه او یا ډېره ستونزمنه وي چي همدغه بیا د کار له ترسره کولو نه بالکل د ناهیله کېدو لامل ګرځي.

ځېل هم د لټی یو بل دلیل دی، مثلا یو کس د بل سړي سره د ځېل د امله خپل کار نه ترسر ه کوي، همدارنګه د کار بیخي زیات غټول، یعني غټ یې ګڼل او یا هم د هغه اپوټه یعني کار ته اهمیت نه ورکول هم د لټی لامل کېدایشي.

د مثال په توګه ځینو خلګو یو کار په خپل فکر کې دومره لویوي، چي له تر سره کولو یې ویره لري، بله مهمه مساله بیا مور او پلار ته ورګرځي، که مور او پلار خپلو اولادونو ته مسئولیتونه و نه ټاکي نو ماشوم لټ رالویږي، او لټي یې عادت ګرځي.

یکی دیگر از دلایل تنبلی، دوستی با افراد تنبل است، معمولا افراد با چنین ویژگی، هیچ گاه سعی و تلاشی برای به دست آوردن چیزی نداشته اند، در واقع یکی از دلایل تنبلی در این افراد، نچشیدن طعم شیرین تلاش و کوشش است. بالا بودن بیش از حد سطح توقع و انتظار از خود نیز می‌تواند از دلایل تنبلی باشد، سعی کنید واقع بین باشید و در انتخاب خواسته‌های خود دقت کنید تا مطابق با توانایی‌های شما باشند، همچنین از دیگر دلایل تنبلی می‌توان به عدم آینده‌ نگری اشاره کرد که این موضوع بی نظمی را به دنبال دارد، یعنی باعث می‌شود که برای آینده خود برنامه‌ای نداشته باشید و این بی نظمی خود می‌تواند یکی از دلایل تنبلی باشد. کمبود اعتماد به نفس را هم می‌توان از دلایل تنبلی برشمارد.

لټي ځینې پایلې هم لري، ځکه چي انسانان د خپل ژوندانه په مسیر کې، د خپلو هیلو پسې دي، هغه هیلې چي تل یې په اړه خوب او خیالونه ویني، که دغه هیلې واقعیت سره سمون وخوري او ممکنې وي، نو بیا د هیلې د رامینځ ته کېدو او د هلوځلو لامل کیږي، لیکن که انسان په لټی باندې مبتلا شي نو بیا فرصتونه یې د لاسه وځي او خپل هیڅ یوې هیلې ته نه رسیږي، او همدغه مساله د ناهیلی، ناامیدی او حتی د خپګان لامل ګرځي.

د لټی یو تر ټولو ستر زیان دا دی چي په ځان باندې د انسان باور له مینځه وړي، په دې معنا چي انسان بیا په خپلو وړتیاو بې باوره کیږي، ځکه چي که د خپلو چارو په تر سره کولو کې بې وسه شو، او بیا خپل کارونه تل راتلونکې ته پرېږدو، زمونږ دماغ دې باور ته رسیږي چي مونږ یو بې کاره یعني بې وسه انسان یو، په دې خاطر د ځان په وړتیاو باندې خپل باور د لاسه ورکوو، همدغه تجروبه ښودنه کوي چي لټ خلګ هیڅ کله هم نه بریالي کیږي، د مثال په توګه که مونږ خپل کور کې پاته شو، او کار او هڅه نه وکړو نو څرنګه به مونږ په خپلو اهدافو کې بریالی شو، مګر دا چي په لاټری کې راته پیسې ووځي، چي د هغه احتمال هم په یو میلیارد کې یوه سلنه ده.

لکه څرنګه چي مو وویل، هغه کسان چي له حد نه زیات سوستي او لټي کوي، اخر کې په ځان باندې باور د لاسه ورکوي، ستاسو په اند هغه کس چي په ځان باور نه ولري، کولایشي د ژوندانه په ټیټو او هسکو کې بریالي شي؟ له شکه پرته چي دا ممکنه نه ده، نه یوازې دا چي نه بریالي کیږي، بلکې یو عادي او نورمال ژوند هم نه شي درلودلای، ځکه چي د ارادې او انګیزې نه شتون د امله بلاخره خپګان او ډول ډول نفسیاتي ستونزو سره لاس په ګرېوان کیږي.

فکر کوم دا خبرداری تر یو حده پورې مونږ د لټی د ناوړو پایلو نه وبېروي او د کارونو د تر سره کولو لپاره انګېزه راوبخښي، خو سره له دې د لټی ناوړې پایلې دې نه هم زیاتې دي، نو تاسو یې خپله په اړه فکر وکړئ، څو لټي ګرېوان ونه نیسي، سملاسي د ځان د اصلاح لپاره اقدام وکړئ او د خپلو پس پاته کارونو د ترسره کولو لپاره یو پلان جوړ کړئ.  

 

ټیګونه