Jun 07, 2016 16:51 Asia/Kabul
  • اسلامي بشري حقوق (۱۵)

گلونو دوستانو د بشری حقوقو د لړۍ په دې برخه کې په بشري حقوقو او اسلامي حقوقو کې د مبنا او اساس د فرقونو په هکله درسره غږیږو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کیدو فرصت ولرئ.

د اسلامي بشري حقوقو په تیر پروګرام کې مو  د اسلام او لویدیځ په مفکورې کې د بشري حقوقو د اساسونو د فرق  په هکله خبرې وکړې.دا اساسی تفاوتونه چې د لویدیځ تفکر اساس جوړوي د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې په تدوین کې په نظر کې نیولې شوې دي.داسۍ مبناوې چې کله کله  او دنورو  هیوادونو د خلکو له دیني او فلسفي عقیدو او کلتور سره بنیادي فرق لري. له همدې امله د نړۍ ډیر خلک د بشري حقوقو د اسنادو او اعلامیو  د ټولو موادو په نړیوالیدو اعتراض لري. لکه څنګه چې پوهیږئ بشري ټولنې مختلفې آیډیالوجۍ  فرهنګونه او سیمې لري  او په مختلفو مذهبونو اخلاقو او  حقوقو سره اداره کیږي. نو باید بشري حقوق او مفاد یې داسې تعریف شي چې  چې د ټولو ټولنو او ولسونو د اتفاق وړ وي او یا لږ ترلږه  د هغې په تعریفونو او تفسیر کې جدي ټکر نه وي . که ټاکل شوې وي چې بشري حقوق  نړیوال حقوق شي   او  له همدې امله د نړۍ د ټولو خلکو  چې د هر مذهب فرهنګ او آیډیالوجۍ وي لپاره  یو لړ حقوق او  دندې وټاکي.

××× نن سبا په  نړۍ کې یو نړیوال حکومت او په ټولو دولتونو واکمن طاقت نه شته  او د نړۍ خلک د یوه حکومت ښآریز نه ګڼل کیږي.  چې د ښاریزو په توګه د یو هیواد د قوانینو  په رعایتولو مجبوره وي.  پر دې اساس  د بشري حقوقو په ټولو موادو او  اصولو  بې چون و چرا د پابندنۍ امکان ناممکن دی  پر دې اساس د بشری حقوقو د اعلامیې له مفادو  دمختلفو تعبیرونو  او تفسیرونو وړاندې  کیدل یوه طبیعي خبره ده

کله چې خلک  په یوې ټولنې کې  دخپلو اصولو او قوانینو خیال ساتي  په دې دلیل ده چې یقین لري  د قانون جوړوونکو  دهغوی له مادي او معنوي  مصلحتونو په  خبریدو او  په پوره اخلاص سره  چې دهغه ټولنې له خلکو سره یې لري  او په خپله هم دهغه ټولنې غړې دي  محاله  ده چې   دهغوي له واقعي  صلاح پرته  بل هدف په نظر کې نیولی وي.  له بلې خوا د هرې ټولنې خلک  د انتخاباتو له لارې خپل استازي ټاکي  چې قانون ورته جوړ کړي  او پرې اعتماد لري  پر دې سربیره په فرهنګ. دین  د ژوند په چارو او ملي ګټو کې  د  هغه ټولنې اشتراک  موجود دی.

نن دا ادعا  نه شو کولی چې د ټولو ټولنو خلکو د قانون جوړولو او دنده ټاکلو لپاره  د لویدیځو مقاماتو له خوا د قوانینو د  جوړولو صلاحیت منلی وي.  همداراز  هغه مینه او خلوص چې  د ټولې نړۍ د ولسونو  اطمینان جلب کړي  نه دی حاصل شوی.

اوس په مصداقي ډول د بشري حقوقو د مفادو د مختلفو تفسیرونو د  درک لپاره  یو یو حق جاجوو. او ورځنې د اسلام او لویدیځ مختلف تفاسیر او تعبیرونه  بیانوو. له دې لارې په ښه توګه د لویدیځ د مادي تفکر او الهی تفکر تر مینځ  د نظر په تفاوت پوهیدی شو.

د ژوند حق له اساسي حقوقو بلکې د اسنان تر ټولو بنیادي حق دی چې د هغه اصلي سرمایه او د خدای لوی نعمت دی .   په هغو حقوقو کې چې  دینونه او مذهبونه یې د انسان لپآره قایل شوې  د ژوند  حق د یوې چینې په شان دی چې  نور ټول حوقو ترې راځوښیدلې  دي هر حق چې د انسان لپاره په نظر کې ونیسو او هر کمال چې ا نسان یې باید لاسته راوړي  په ژوند پورې تړلی دی .  څوک چې غواړي  د انساني کرامت او کمال درجې ووهي  او د  کمال لوړې درجې ته ورسیږي  باید ژوند ولري څوک چې غواړي په دې دنیا کې د خدای له نعمتونو استفاده وکړي باید  ژوندی وي.

 د ژوند د حق په باب دوه بالکل متفاوت تفسیرونه موجود دي  یو یې  پر الهي نړۍ لید ولاړ دی او بلی یې  پر لیبرالیستي نړۍ لید  . دواړه  د بشري حقوقو په نړیوالې اعلامیې  او دبشري حقوقو په اسلامي اعلامیې کې  منعکس شوې دي  د بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې دریمه ماده  مقرروی چې : هر کس د ژوند آزادۍ او شخصي امنیت حق لري .  د مدیي او سیاسی حقوقو د نړیوال میثاق په شپږمې مادې کې هم راغلېۍ دي  ( د ژوند حق  د انسان له ذاتي او شخصي حقوقو دی  دا حق باید د قانون له خوا حمایت شي  هیڅ کس  په سر ( بې قانوني اجازې) له ژونده نه شو محرومولی.

پر دې اسا س د لویدیځ د بشري حقوقو د فیلسوفان  له نظره  اسنان د ژوند حق مالک دی  او هیڅوک  د هغه د محدودولو حق نه لري  له دې امله  د اعدام حکم  بې له  ډیرو لویو جرمونو  د تاوتریخوالي  تر عنوان لاندې محکوم او ممنوع دی .  له بلې خوا  دې ته په پام سره چې ژوند کول د بشرذاتي حق دی  هر څوک له خپله حقه  تیریدلی شي  او خودکشي وکړي  ددغه دوو حکمونو مبنا  د لیبرالیزم  ( د ځان مالکیت) تفکر دی  چې وایي ( د هر کس ژوند دهغه خپله سرمایه ده  او له خدای، ټولنې  یا دولت سره تعلق نه لري  او هر څنګه چې وغواړي ورسره سلوک کولی شي)

خو په الهی لیدتوګه کې  دې ته په پام سره چې خدای د انسان خالق دی او ټوله هستي دخدای ده  هیڅوک   نه د بل چا د وژلو حق لري او نه د خپل ځان  دا له دې امله دي چې  د اسلام او ټولو الهی مکاتبو له نظره  ژوند دخدای نعمت او خدای ورکړی حق دی  له دې نظره کله چې دا حق د نورو د قتل یا  په ټولنه کې د فساد او  پر ټولنې د واکمن نظر د خرابولو سبب شي ، دغه  حق د نورو په  ګټه سلبیږي.

لومړی حق چې  قران کریم د انسان لپآره بیان کړی  د ژوند حق دی  د ژوند په اسلامی تعریف کې  هغه په دوو یعنې مادي او معنوي ډولونو تقسیمیږي. هیڅوک اجازه نه لري  د نورو د مادي یا معنوي ژوند حق له هغو واخلي.

د مادي ژوند د حق ختمولو  په قتل سره تحقق مومي  د قران له نظره  دا کار  د ټولې ټولنې د تباه کولو سره برابر دی  مګر دا چې په کوم سم دلیل سره وشي.  خدای تعالی د مائدې سورې په دوه دیرشم ایت کې فرمایي: « هر څوک چې یو انسان  بې  د قتل له ارتکاب یا په ځمکه کې له فساده ووژڼي ، داسې دی لکه ټول انسانان یې چې وژلې وي. »

د معنوي ژوند حق اخستل هم  د ګمراه کولو په وسیله کیږي. څوک چې بل کس  په یو ډول ګمراه کړي  دهغوی معنوي ژوند له مینځه وړي  البته د معنوي ژوند له لاسه ورکول  د سعادت او کامیابۍ د لارې  ورکول دي  که نه وي  د انسان روح  هیڅکله له مینځه نه ځي. له همدې امله قران کریم معنوي ژوند د کفر مقابل ټکی ګڼي یعنې هر څوک چې کفر خپل کړي  سعادت له لاسه ورکوي  او په دې ډول  له معني اړخه مري. دا تقابل د یاسین سورې  په اویایم آیت کې داسې بیان شوی دی «  چې ژوندي وویروي  او حق ته د کافرانو   په برخه کې جاري کړي»

لکه څنګه چې معلومه ده  په دې ایت کتې  هغه کسان چې کافران  شوې نه دي  ژوندي ویل شوې یعنې کافران له ژونده محرومه دي.

 د قران له نظره  د ژوند حق یوازط دخدای له خوا انسان ته ورکړل شوی  او له دې رویه  یوازې خدای  پکې تصرف کولی شي.  نو هر ډول معنوي او مادي نابودي  بې دخدای له حکمه که  هغه په خپله د انسان  له لورې وي او که د نورو له لورې منعه ده  په بله ژبه  ژوند له دې ورتیر چې د انسان حق دی  د هغه دنده هم ګڼل کیږي  او هیڅوک خپله اوګه له دې باره نه شی سپکولی.

وویل شول چې د ژوند حق د انسان لومړی حق دی  له بلې خوا  امام سجاد علیه السلام  په رسالة الحقوق کې  د حقوقو سرچینه د پالونکي پیژندل  ګڼي   د هغه حضرت د خبرې راز  په هماغه  پخوانۍ خبرې کې پټ دی چې که یو کس خدای ونه پيژني او کفر غوره کړي  په حقیقت کې  د ژوند له حقه بې برخې دی  نو د پروردګان پیژندل  هماغه د معنوي ژوندل نه برخمنیدل دي.

د انسان ، حیوان  بوټو او ټولو ژوندي سارو لپاره د ژوند حق ثابت شوی دی  اوس د بوټو ، حیوان او انسان د حق په باره کې خبرې کوو ، په ډیرو ایتونو کې  راغلې چې خدای د باران په رالیږلو سره بوټي ژوندي کوي  او انسان  هم په دې ډول  ژوندی کوي. خدای د انبیاء سورې په دیرشم ایت کې  فرمایی: «  هر ژوندی څیز مو له اوبو پیدا کړ» دا ژوند د بوټو ژوند دی او داسې ښکاري چې  په دې ایت کې  هم خبره همدغه د بوټو د ژوند ده .

دا د بوټو زوند دهغو کسانو دی چې  خپله ټوله وسه کاروي چې  وخوري وڅښي او هوسا ژوند تیر کړي  دغه ډله حتی له حیواني ژونده هم نه دی برخوره  نو  انساني به څه ولري.  بوټی له همدې ژونده برخمن دي  او وده یې صرف د ونې په لوړیدو کې محدوده ده .

تر دې لوړه د حیواني ژوند مرحله ده   په دې مرحله کې  د احساس عاطفې، مینې کینې دوستۍ او دشمنۍ خبره راځي  قران کریم کله چې  دحیواني ژوند خبره کوي  انسان هم  د حیواناتو په لیکه کې راولي خدای د نازعات سورې په درې دیرشم ایت کې فرمایی« دا نمعتونه ستاسو او ستاسو د چارپایانو دي»

 روښآنه ده چې قران  له دې منزه دی چې بې ادبه خبره وکړي  دا شان خبره کول له دې امله دي چې  مونږ ته یو پیغام راورسوي او هغه پيغام دا دی چې دا نعمتونه په تاسو او حیواناتو کې مشترک دي  او په دغو نعمتونو پورې زړه تړل  تاسو د حیوان د ژوند په حد کې ساتي  خو کله چې قران د  انساني ژوند خبره کوي  د انسان نوم د پرښتو په څنګ کې اخلي.

په خواشینۍ سره د نړۍ اوسنی نظام په همدې حیواني ژوند ولاړ دی  د لویدځ په نظر کې د انسان  انساني ژوند ته پام نه دی شوی  او همدا غفلت  د اساسي اعتراضونو او  د الهي تفکر له مبنا سره د تفاوت سرچینه ده . 

که خدای کول په راتلونکي پروګرام کې به د بشر د ژوند په مهم اړخ یعنې انساني ژوند وغږیږو.

ټیګونه