Aug 20, 2023 16:40 Asia/Kabul
  • لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لوېدیځې آسیا په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د داعش د بېرته ستنولو په اړه د امریکا د پرېکړې په تړاو د سید حسن نصرالله نظر، د اسرائیلو په زندانونو کې د زرو فلسطینیانو د نه خوړلو اعتصاب او همدارنګه د اربعین حسیني د پلي تګ لپاره د عراق چمتووالی، د لوېدیځې آسیا په تېرې اونۍ کې له مهمو پېښو څخه وو.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله تېره اونۍ په خپله وینا کې وویل: امریکا صحنې ته د داعش ترهګرې ډلې د بیا ستنولو پریکړه کړې ده. بدلونونو ته په کتو سره ښيي چې په وروستیو اونیو کې د داعش ډلې بریدونه، د امریکا په ملاتړ ترسره شوي دي.

د داعش ځینې عناصر چې په ځانګړې توګه په سوریه کې شتون لري، په هغه کمپونو کې دي چې ځینې یې د امریکا تر کنټرول لاندې دي. په الحسکه ولایت کې د الهول کمپ چې د داعش ترهګرو اصلي تم ځای دی، یو له دغو کمپونو څخه دی.

تر دې دمه ګڼو سیمه ایزو سرچینو خبر ورکړی چې د امریکا پوځ د داعش ترهګر له زندانونو څخه پوځي اډو ته لېږدوي او امنیتي سرچینو په وار وار ویلي چې امریکا په سوریه کې د ترهګریزو بریدونو لپاره د داعش عناصرو ته روزنه او تجهیز ورکوي ترڅو په دې سره په سوریه کې د امریکا د پوځي حضور دوام ته اړتیا پیدا شي.

رأی الیوم ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې امریکایي ځواکونو په څو پړاوونو کې د داعش ترهګرې ډلې دوو سیمو ته انتقال کړې. امریکایانو لومړی هغوی د هلیکوپټر په واسطه د الشدادي اډې او د العمر د تیلو ساحې ته انتقال کړل. د دوی دوهم مقصد، د "سیمالکا" پوله وه چې د سوریې الحسکه له عراق څخه جلا کوي. د واشنګټن پوځیان په دغو سیمو کې ۱۵۰ بهرني داعش ترهګر ځای پر ځای کړي دي.

د عراق د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندان ویاند یحیی رسول په دې وروستیو کې وویل: د داعش نږدې دوه زره عراقي الاصله غړي د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو(قسد) په زندانونو کې بندیان دي. د یادولو وړ ده چې د قسد ځواکونه د امریکا لخوا حمایه کېږي او د سوریې د ختیځو سیمو کنټرول هم د امریکا په لاس کې دی.

د داعش له بېرته ستنېدو څخه د ملاتړ په برخه کې د امریکا یو مهم هدف د سوریې د سیاسي نظام د دریځ د پیاوړتیا مخنیوی دی. په وروستیو میاشتو کې د سوریې په بهرني سیاست کې یو داسې بهیر پیل شوی چې د لوېدیځې آسیا په سیاسي صحنه کې د دغه هېواد بیرته عادي حالت ته اشاره کوي.

د عربستان او سوریې اړیکي د عربي متحده اماراتو په څېر هېوادونو سره رووسته له دې احیا شوې او په ورته وخت کې سوریه هم له عربي ټولنې سره یوځای شوه او د سوریې ولسمشر بشار الاسد هم په عربستان کې د عربي ټولنې په غونډه کې ګډون وکړ. امریکا له دغه بهیر څخه ناخوښه ده او داسې ښکاري چې د دغه بهیر د دوام د مخنیوي لپاره یې داعش ته مخه کړې، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، د دغه هېواد له خوا رامنځته شوې ده.

د اسرائیلو په زندانونو کې د شاوخوا ۱۰۰۰ فلسطینیانو د نه خوړلو اعتصاب، په لوېدیځه آسیا کې یوه بله مهمه پېښه وه. د فلسطین د بندیانو د چارو کمېټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د صهیونیسټي رژیم په مختلفو زندانونو کې څه د پاسه زرو بندیانو له پرون راهیسې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی. فلسطیني بندیانو په لوېدیځه غاړه کې د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو په اعتراض کې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.

په تېرو څو میاشتو کې د لوېدیځې غاړې په ښارونو باندې د صهیونیسټي پوځیانو د حملو او د فلسطینیانو د نیولو او وژلو لړۍ چټکه شوې ده. د خپرو شويو راپورونو له مخې، یوازې د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د تېر کال په پرتله، د اسرائيلو پوځيانو دومره زيات فلسطينيان وژلي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یو فلسطیني ځوان «مصطفی الیکستوني» (۳۲) کلن د صهیونیسټانو د ګولیو د لګېدو له امله شهید شوی دی. دغه فلسطيني ځوان د جينين په زاړه ښار کې په يوه نانوايي کې په ډزو سره شهيد شوی او صهيونیسټي پوځيانو د ده له شهادت وروسته دغه نانوايي په بمونو والوزوله. یوه ښځینه کارکوونکې هم د صهیونیسټي پوځیانو په ګولیو سره ولګېده او سخته ټپي شوه.

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم په جنین کې د دغه فلسطیني ځوان د شهادت په غبرګون کې ټینګار وکړ: د شهیدانو وینه چې د جنین خاوره خړوبوي، د انتفاضې اور هم ډېروي. هغه د جنین زړور مقاومت ته چې د صهیونیسټي ترهګر رژیم له حملو سره مخامخ دی او په ټولې میړانې او قربانۍ سره یې مقابله کوي، درود وویلو. حازم قاسم څرګنده کړه چې جنین به د مقاومت پلازمینه پاتې شي او د صهیونیسټي دښمن له ټولو جنایتونو سره سره به مقاومت مات نه شي، بلکې توان به یې زیات شي .

د محرم د میاشتې په وروستیو ورځو کې، د حسیني اربعین پلی تګ هم د امام حسین (ع) د زیات شمېر مینوالو په شتون سره ترسره کیږي. د عراق حکومت هم د زیارت کوونکو او اربعین د پلي تګ کسانو د امنیت د تامین لپاره اقدامات زیات کړي دي. د عراق د کورنیو چارو وزیر عبدالامیر الشمري د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ کې دیاله ولایت ته په سفر سره، د اربعین د زیارت د امنیت د تامینولو لپاره د امنیتي ځواکونو د چمتووالي خبر ورکړ. هغه دغه راز په دیاله ولایت کې د عراق د پوځ له قوماندانانو او د الحشد الشعبي د ځواکونو له قوماندانانو او په دیاله ولایت کې د عراق د پوځ له قوماندانانو سره په کتنه کې او په دغه ولایت کې د عراق د پوځ له قوماندانانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: د اربعین زیارت د امنیت د تامین لپاره په دیاله کې ۴۰ زره ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزیر په دغه خبری کنفرانس کې وویل، د امام حسین علیه السلام د زیارت کوونکو د امنیت د تامینولو لپاره که سپاره وي او کمه پیاده تګ کوي، د امنیت د تامین لپاره ځانګړی امنیتي پلان په نظر کې نیول شوی او د امنیتي موضوع سربېره، په سړکونو کې د خدماتو وړاندې کولو مسله هم د دې پلان برخه ده. د دغه عراقي چارواکي په وینا، تمه ده چې د اربعین د زیارت پر مهال به هره ورځ له ۵۰ زرو څخه زیات ایراني زیارت کوونکي د المنذریه له لارې عراق ته ننوځي. "محمد التمیمي" چې د الحشد الشعبي ځواکونو له قوماندانانو څخه دی، هم اعلان وکړ چې په دیاله ولایت کې د حسیني اربعین زیارت کوونکو د امنیت د تامین لپاره د خوندي لارې پلان عملي کېږي.  

د عراق په سویل ختیځ کې د میسان په ولایت کې د دغه ولایت د عملیاتو د قوماندانۍ او د پولیسو قوماندانۍ، د اربعین د زیارت د امنیت د تامینولو لپاره په دغه ولایت کې د پراخ امنیتي پلان د جوړولو اعلان وکړ. د میسان ولایت د امنیه قومندانانو په غونډه کې د امام حسین علیه السلام د اربعین زیارت کوونکو د امنیت د تامین ترڅنګ، د لویو او ثانوي لارو د امنیت د تامین په موخه، د دغه ولایت د مرکز او محورونو په وېش خبرې وشوې. دغه راز په دغه ولايت کې دامنيې قوماندانۍ او د ميسان د پوليسو قوماندانانو دحضرت امام حسين (ع) د زيارت د څرنګوالي په خاطر د يوې قوې او پراخې امنيتي پلان پر جوړولو ټينګار وکړ .

ژباړه: زماني

 

ټیګونه