Aug 27, 2023 13:52 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

 

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

ابرابر ورځپاڼه:

په افغانستان کې د تسنیم خبري آژانس عکاس خوشي شوی

=============

د طالبانو مرستیال ویاند په افغانستان کې د تسنیم خبري آژانس د عکاس د خوشې کېدو خبر ورکړی.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي چې محمد حسین ولایتي د تسنیم خبري آژانس عکس اخیستونکی خوشي کړی او په کابل کې د ایران سفارت ته سپارلی دی.

د تسنیم خبري آژانس عکس اخیستونکی "محمد حسین ولایتي" تېره شنبه په داسې حال کې چې په یوه غیر کاري سفر په قانوني او د هوايي پولې له لارې افغانستان ته داخل شوی وو او لس ورځې په کابل کې وو، د بېرته ستنېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې له کوم وضاحت پرته ونیول شو.

او بل خبر دا چې:

د ايران او روسيې ترمنځ پوځي همکاري به دوام ولري

=============

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ټینګار وکړ  چې د تهران او مسکو ترمنځ به پوځي ملګرتیاو دوام  وکړي او هېڅ فشار ته به تسلیم نه شي.

د ایسنا د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف له ریا نووستي خبري آژانس سره په مرکه کې د ځینو رسنیو هغه ادعاوو په اړه غبرګون وښود چې ګواکې واشنګټن د خپلو بې بنسټه ادعاوو له مخې، د روسیې له خوا د اوکراین پر وړاندې د ایران د بې پیلوټه الوتکو د کارولو په اړه له تهران څخه غوښتي چې پر مسکو د دغو بې پيلوټه الوتکو پلورل بند کړي.  

د رویټرز د راپور له مخې، سرګي ریابکوف د دغو راپورونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټینګار وکړ چې د ایران او روسیې ترمنځ پوځي همکاري به جیو پولیټیکل فشارونو ته تسلیم نه شي.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به هېڅ بدلون رانه شي او له ایران سره همکاري دوام لري. موږ خپلواک هېوادونه یو او د امریکا د غوښتنو تابع نه یو .

/////////////////////

کیهان ورځپاڼه:

د الاسکا پخواني والي خبرداری ورکړی: که د ټرمپ محاکمه بنده نه شي، په امریکا کې به د کورنۍ جګړې شاهدان واوسو

==========

د الاسکا پخواني والي خبرداری ورکړی که چېرې ډونالډ ټرمپ محاکمه

په دولتي او فدرالي کچه دوام وکړي، "د امریکا دویمه کورنۍ جګړه" به حتمي وي.

فارس د نیوز میکس په حواله ویلي، نوموړي دغه څرګندونې هغه مهال وکړې، چې ټرمپ د جورجیا د فولټن زندان ته ځان تسلیم کړ او د هغه یو تاریخي انځور هم خپور شو.

 امریکايي رسنیو ویلي، چې  له ټرمپ څخه انځور واخیستل شو چې د ده پر ضد د څلورو قضیو له جملې چې جریان لري، دا لومړی ځل وو چې له هغه څخه انځور اخیستل کېږي.

دغه بندخونې ته له ننوتلو څو دقیقې وروسته، ټرمپ د ۲۰۰ زره ډالرو په ضمانت د هوکړې له مخې له بنده خوشې شو.

په دې تړون کې، ټرمپ تر محاکمې پورې په دې شرط آزاد پاتې کېدای شي، ترڅو د وېرولو یا ګواښلو کوم کار ونه کړي. ټرمپ په جورجیا ایالت کې د 2020 کال ټاکنو کې د خپلې ماتې د بېرته راګرځولو په تړاو د 13 تورونو سره مخ دی.

د نیویارک د پخواني ښاروال روډي جیولیاني په ګډون، د هغه ۱۸ متحدین هم په دې تړاو تورن شوي دي.

/////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې:

مسیر ورځپاڼه:

د سرپرست حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې کړې دي

===============

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ټلفوني خبرې کړې دي.

 ایراني رسنیو ویلي، چې په دې ټلفوني اړیکه کې د هلمند سند د اوبو په اړه د خبرو پر دوام، په کابل کې د نیول شوي او بېرته خوشې شوي ایراني خبریال، په افغانستان کې د ټولو لوریو د همکاریو او نورو مسایلو په تړاو خبرې شوې دي.

له دې سره ویل کېږي، چې ایران په منظمه توګه د هلمند سند د اوبو سطحې د معلومولو لپاره افغانستان ته د خپلو متخصصینو د ورتلو غوښتنه لري.

او بل خبر دا چې:

افغان او ایراني لوري پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي

===========

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د استازو مجلس له ٧ کسیز پلاوي سره چې جواد کریمي قدوسي يې مشري کوي، په کابل کې کتلي دي.

په دې کتنه کې د امنیت، نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د قاچاق د مخنیوي، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د ایران د استازو د مجلس غړو په دغه ناسته کې وویل چې د قاچاق د مخنیوي، سرحدي ستونزو د مدیریت، غیر قانوني کډوالو د تګ راتګ مخنیوي په اړه باید دواړه لوري په ګډه سره کار وکړي او د حل لار ورته ومومي.

ایراني پلاوي همدا راز زیاته کړې چې ایران اماده دی په بېلابېلو برخو کې د افغانستان سرپرست حکومت سره خپلې تجربې شریکې کړي.

//////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

د افغانستان د المپياد لوبډلې «پوسټر» د ستورپوهنې او اسټرو فزيک په شپاړسم المپياد کې لومړی مقام خپل کړ

=========

د ستورپوهنې خصوصي ټولنه «کيهانه» وایي، چې د افغانستان په استازولۍ يې په پولينډ کې د ستورپوهنې او اسټرو فزیک (lOAA)  په شپاړسم المپياد کې ګډون کړی او طرحې يې لومړنی مقام ګټلی دی. د دې علمي ټولنې پر فيسبوک پاڼه ليکل شوي چې د بهترينو «پوسټرونو» جايزه د افغانستان او قبرس لوبډلو تر لاسه کړې ده.

کيهانه ټولنې پر خپلې فېسبوک پاڼې یوه پیغام کې ليکلي، چې افغانستان په لومړي ځل د ستورپوهنې او اسټرو فزيک په نړيوال المپياد کې ګډون کړی دی.

د کيهانه ټولنې په وينا، د افغانستان طرحې د ۵۳ هېوادونو تر منځ زياتې رايې وړې دي. دې ټولنې د خپلې طرحې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.

د ستورپوهنې او اسټرو فزيک شپاړسم نړيوال المپياد په خپله اعلاميه کې ويلي، چې د المپيک د تر ټولو غوره «پوسټرونو» جايزه د افغانستان او قبرس لوبډلو ته ورکړل شوې ده.

په همدې حال کې کيهانه ټولنه وايي، چې د افغانستان المپياد لوبډلې غړو ته د پولينډ له لوري ويزه نه ده ورکړل شوې او نه دي توانېدلي چې په IOAA آزموينه کې ګډون وکړي.

د کيهانه په وينا، يوازې آمېنه کريميان چې د دې ټولنې له مشرانو څخه ده د ستورپوهنې او اسټروفزيک په المپياد کې د افغانستان استازولي کړې ده.

دې ټولنې د افغانستان المپياد لوبډلې غړو ته د ويزې د نه ورکړې لامل «سياسي ملاحظات» ګڼلي.

 ///////////////////

بهرنۍ ورځپاڼې:

واشنګټن ټایمز: له افغانستان څخه د ځواکونو د وېستلو په اړه د امریکا د دفاع وزیر د استیضاح کولو طرحه وړاندې شوې

============

واشنګټن ټایمز د امریکا د استازو په جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د غړي کوري میلز د غوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ښاغلي میلز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په تړاو د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټین د استیضاح غږ اوچت کړی دی.

ده د جمعې په ورځ د استیضاح طرحه وړاندې کړه.

په دې طرحه کې راغلې دي، چې دفاع وزیر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره نږدې اته میاشتې وخت درلود چې دا چارې په منظم ډول ترسره کړي، خو دی ونه توانیده چې په مصئون ډول پوځیان وباسي او نهه زره امریکایي اتباع یې هم شاته په افغانستان کې پرېښودل.

//////////////////

 واشنګتن ایګزماینر:

د واشنګتن ایګزماینر ورځپاڼې هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا ته د رسېدلو او په لاره د پاتې شویو افغانانو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

واشنګتن ایګزماینر لیکي، دوه کاله تېر شول، خو لاهم د امریکا یو شمېر متحدان په افغانستان کې پاتې دي او یوشمېر یې چې امریکا ته رسېدلي دي هلته د دایمي اسنادو د ترلاسه کولو بهیر ته انتظار دي.

د ورځپاڼې په باور، تر دې دمه په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ویزو لپاره څه باندې یولک او دوه پنځوس زره کسان انتظار کوي.

د کډوالۍ د نړیوالې پروژې د څارنې د برخې سلاکار اډم بیټس واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼه ته ویلي دي، چې د ځانګړې ویزې د پروګرام له مخې باید د کډوالو دوسیه په نهه میاشتو کې تصفیه شي، خو څلورویشت میاشتې پرې تیرې شوې دي او ورځ په ورځ دوسیې یو پر بل باریږي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، له دې ډلې چې امریکا ته یې د تګ لپاره درخواستونه ورکړې دي، ګڼ کسان پاکستان ته تللي دي، هلته د دوی د ژوند لګښتونه زیات دي، له پاکستان څخه د ایستلو له خطر سره مخامخ دي، هلته نه کار کولای شي او نه هم خپل ماشومان ښوونځیو ته استولای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند واشنګټن ایګزماینر ته وویل، چې اوس د دغو کسانو دوسیو ته کتنه پيل شوې ده، خو دې ویاند له دې څخه ډډه وکړه چې دا معلومات ورځپاڼې ته ورکړي چې څومره غوښتنلیکونه به ومنل شي.

اینډیپنډنټ ورځپاڼه:

د برېتانیا اینډیپنډنټ ورځپاڼې بیا په برېتانیا کې د یوه افغان کډوال پر ژوند لیکنه خپره کړې ده.

دا ورځپاڼه لیکي، د ریشي سوناک په مشرۍ د بریتانیا له حکومت څخه غوښتل شوي، چې له طالبانو سره د جګړې پرمهال د برېتانیایي ځواکونو څنګ ته درېدلي افغانان بې کوره کېدو ته پرې نه ږدي.

ورځپاڼه لیکي، د افغان هوایي ځواکونو دغه پیلوټ ته تېره اونۍ وروسته تر دې دایمي ویزه ورکړل شوه،چې اینډیپنډنټ ورځپاڼې د اوږدې مودې په مخه د هغه د حقونو لپاره مبارزه وکړه.

ورځپاڼې د دې پیلوټ نوم نه دی اخیستی، د هغه عکس یې خپور کړی دی خو پر مخ یې پرده اچولې ده چې ونه پېژندل شي.

اینډیپنډنټ لیکي، چې دا افغان اته ویشت ورځې وخت لري، چې د اوسېدو ځای پیدا کړي او له هغه وروسته به له هوټل څخه وایستل شي.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې هېواد یې د نویو کډوالو تر سخت فشار لاندې دی، د دوی لګښت دوه برابره زیات شوی دی، چې تقریبا اوس په کال کې څلور میلیارډه پونډو ته رسیږي.

ټیګونه