Oct 08, 2023 14:27 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان بدلونونه په تیرې اونۍ کې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د وروستیو بدلونونوپه باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، پيل کې درته ددواړو هیوادونو د وروستیو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو، او و رپسې مو هم رابولوو د ځینو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.

*******************

*/*/*/

د  افغانستان  په داخلی چارو کې  دامریکا دشیطنتونو  هماغه راز دوام

*/*/*/

د  اسلامی وحدت  نړیوال کنفرانس  او د افغانستان د حالاتو ارزول

*/*/*/

په تیرې اونۍ کې په پاکستان کې خونړۍ  او بوږنونکي پیښې

*/*/*/

او په پاکستان کې د غیر قانوني پناه غواړو د ویستلو لپاره ددغه هیواد الټي میټم، په تیرې اونۍ کې د دواړو هیوادونو ځینی مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلی برخې آوریدو ته .

****************** 

             دوستانو تیره اونۍ دافغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځّانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ماسکو فرمټ په نامې د روسیې په کوربتوب  دافغانستان د ګاونډیانو له غونډې وروسته  اعلان وکړ،سره له دې چې له افغانستانه  د امریکایانو له تښتې وروسته څه دپاسه دوه کلونه تیریږي، خو دغه هیواد هماغه شان په افغانستان کې خپلو شیطنتونو ته دوام ورکوي او د افغانستان د ګاونډیانو پشمول د سیمې دهیوادونو لپاره د مشکلاتو او اندیښنو په رامینځةکولو پسې دی.

سیدحسن کاظمي قمي د روسیې په کازان ښار کې د ایران،روسیې، هندوستان،چین،پاکستان،افغانستان،ازبکستان،ترکمنستان،قزاقستان، قرقزستان،عربستان او متحده عربی امارات پشمول د سیمې د ۱۳هیوادونو شتون ته په اشارې سره ووئيل،په افغانستان کې اقتصادي او امنیتی چیلنجونه او مشکلات ،له بل هرڅه زیات په افغانستان کې د اقتصاديبیخ بینائيو  او دامنیتی بنیادونو د نابودئ او په دغه هیواد کې د امریکا او د هغې د متحدانو د شل کلن نیواک له امله دي.د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي له ترهه ګرۍ او داعش څخه د امریکا ملاتړونو دوام ته اشاره وکړه او ټينګار ئې وکړ،واشنګټن د افغانستان د ناکراره کولو او د بې ثباتیو په زیاتولو سره نیّت لري، داسې شرائط رامینځةکړي چې د افغانستان د ګاونډیانو او دسیمې دهیوادونو اندیښنې  دوام ولرل شي.

Image Caption

 

 هغه په  دغې غونډې کې مطرح شوو موضوعګانو او بحثونو ته اشاره وکړه او زیاته ئې کړه،هغه څه چې له هرڅه زیات اهمیّت لري،د افغانستان د اوسنیو شرائطو د ترټولو  اصلي عامل په توګه د امریکا د نیواکګرۍ  او په دغه هیواد ئې ددوامدارو  پایلو په باب  دګډون کونکو هیوادونو د لهجې جوت والی ؤ. په افغانستان کې د ایران  د اسلامی جمهوریت د سفیر  په وینا   ګاونډي هیوادونه دې جمع بندۍ ته رسیدلی  دي چې باید په یوه سیمه ایز نوښت او دله ایز حرکت کې ،د کابل  له واکمنانو سره په ملګرتیا سره،په افغانستان کې  شرائط بدل کړي.

   سید حسن کاظمي قمي همداراز په افغانستان کې د امنیتی شرائطو نسبي ښه کیدا او د نشه ایزو موادو دکښت ممنوع کیدا ته اشاره وکړه او ټینګار ئې وکړ،له دغو هلوځلو سره سره،تر اوسه پورې ګاونډیو هیوادونو ته د افغان مهاجرینو د ورماتیدو اندازه  کمه شوې نه ده او د نشه ایزو موادو قاچاق هم دوام لري. هغه د داعش له خراسان څانګې څخه د ملاتړ په دوام کې تر پرَدې شا  د امریکا موخوته  په اشارې سره روښانه کړه، واشنګټن نیّت لري،دداعش په پیاوړي کولو سره،په پيل کې د مینځنۍ آسیا سیمې هیوادونه ناکراره کړي او په دوام کې په دغو هیوادونو کې له داعش سره دمبارزې په پلمه پوځي مرکزونه او اډې تاسیس کړي.د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي  په افغانستان کې د سیاسی بهیر او د منیت تثبیتیدا او د اقتصادي او میشتي  شرائطو ښه کیدا ته هم اشاره وکړه او وې وئيل،د ماسکو په غونډې کې  حاضرو هیوادونو د نظر یووالی درلود چې په افغانستان کې د حالاتو د ښه کیدا لازمه،یو داسې حکومت دی چې د خلکو د اعتماد وړ او ځواب ویونکی شي.هغه له سیمه ایزو نوښتونو څخه دنړیولې ټولنې او ملګروملتو د ملاتړ ضرورت ته په اشارې سره  ټينګار وکړ،په دغې ناستې کې د ګډون کونکو هیوادونو یوه ترټولو مهمه فیصله، د ګاونډیو او د سیمې دهیوادونو په وسیله دیوې تماس ډلې جوړیدا وه.

Image Caption

 

کاظمي قمي دې ته په اشارې سره چې  لویدیځوال د نړیوالې تماس ډلې له جوړیدا ملاتړ کوي، ووئيل،  دتماس نړیوالې ډلې د جوړیدا معنا به،د امریکا او ناټو بیرته شتون وي او دغه شان ډله چې د افغانستان د ګډوډو حالاتو اصلي لامل ده،نه یوازې د شرائطو له ښه کیدا سره کومه مرسته نه کوي، بلکې مشکلات به نوره هم زیات کړي.هغه د اوبو موضوع ، د سږکال د غونډې د ایجنډا یو بل مورد وبالۀ او زیاته ئې کړه،د اوبو موضوع ممکنه ده،د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو  لپاره  اندیښنې رامینځةکړي،په همدې علت په دغې مسئلې بحث او خبرې اترې وشوې او د افغانستان د سرپرست حکومت خارجه وزیرغوږونو ته د سیمې د هیوادونو  حساسیّت او  دریځونه ورسول شول.

           تیره اونۍ د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري په تهران کې د اسلامی وحدت په اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې ووئيل، د افغانستان اوسنی حکومت له هغه فرصته چې په دغه هیواد کې دامریکا له وتلو وروسته رابرسیره شوی دی،ددرستو قومونو او مذهبونو ته  عادلانه او صادقانه خدمت لپاره استفاده وکړي . هغه زیاته کړه،د افغانستان حکومت باید د درستو ښاریزو لپاره د برابرو فرصتونو د رامینځةکولو او د ددوی دحقوقو په رعایتولو سره له ځانه د قومیّت پالنې تورونه لیرې کړي. په عین حال کې د افغانستان یو پلاوي د اسلامی وحدت  په اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې ګډون درلود. شهریاري دافغانستان بدلونونو ته په اشارې سره ووئیل،د اسلام دښمنان هیڅکله هم  له خپلې دښمنۍ لاس نه اخلی . له سیمې د دوي د تمه دارو لاسونو لنډیدا  د یوه واحد امت د رسیدا لوازماتو کې راځي . له افغانستانه دامریکایانو وتلو دمګړئ د افغانستان د ملت د آرامښت او هوساینې لپاره یو نه تکراریدونکی فرصت  رامینځة کړی دی.هیله مند یوو د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت له دغه فرصته د افغانستان د درستو قومونو او مذهبونو ته د صادقانه او عادلانه خدمت لپاره استفاده وکړي.د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې د عمومی منشي په ونیا،قومي او ژبني تعصبات به،د ملی ترینګلتیاؤ او نښتو  او پخوانیو تاوانونو پرته  د افغانستان لپاره بله  هیڅ  پایله نه لري.

Image Caption

 

 

           تیره اونۍ  د خوړو نړیوال پروګرام  په افغانستان کې د بودجې د کمښت  په اعلانولو سره خبرداری ورکړ، له فوری بودجې پرته به په دغه هیواد کې د میرمنو او ماشومانو  وضعیّت لابدتر شي. دغې نړیوالې ادارې  زیاته کړې ده،په افغانستان کې څه دپاسه  یو میلیون میّندې او ماشومان د بودجې د ډير کمښتم په دلیل  له خوراکي مرستو محرومه شوي دي.  دخوړو نړیوال پروګرام پخپلې اعلامیې کې وئیلي دي،دمګړئ دافغانستان میرمنې دمرستو له کمیدا تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوي دي. دهغو اطلاعاتو په اساس چې د خوړو نړیوال پروګرام  خپرۀ کړي دي ، په افغانستان کې څلور میلیون میّندې او ماشومان له ناوړه خوړو کړیږي. په داسې حال کې ښکاري، افغانستان سره د نړیوالو مرستو دډيرې کمیدا یو دلیل،ددغه هیواد  دراتلونکو بددلونونو په باب د روښانه لرلید نشتوالی دی .د افغانستان د حکومت د خارجه وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د ملګروملتو د  نمایندګۍ د پلاوي  له مشرې روزا اوتنبایوا سریه په کتنې کې چې په کابل کې شوي،ووئيل، له طالبانو سره سیاسی اختلافات باید د انسان دوستۍ پر مرستومنفی اغیزې ونه شیندي. 

ډیری شناندي وائي و که څه هم  د طالبانو له نظره،د افغانستان له ښاریزو سره  په چلند کې ددغې ډلې سیاستونه یوه ساده موضوع ښکاري،خو له دې  مخکې، ملګري ملتونو په اعلامیې کې  وئيلي وو، په افغانستان کې  د ښځينه مرستندویو باندې دطالبانو په محدودیتونو لګولو پسې،د مرسته کونکو  هیوادونو له خوا ددغې ادارې  د مرستو بودجه څه دپاسه یو میلیارډ ډالرو پورې کمه شوې ده.دا په دې معنا ده چې د طالبانو هرډول سیاست اعمالول حتی پر داخلی چارو کې سیاستونه،د نړیوالو ټولنو د چلند او مرستو پر څرنګوالي اغیزې شیندي. په هرحال ملګري ملتونو په روان میلادي کال کې له افغانستان سره د مرستو لپاره د کال  لپاره د څلور میلیارډ  او شپږ سوه میلیون ډالرو غوښته کړې وه او مرسته کونکو هیوادونو  له درې میلیارډ دوه سوه میلیون ډالري بودجې سره موافقه وکړه خو تر اوسه بورې ئې ډیرې کمې پیسې تامین شو ي دي .

Image Caption

 

تیره اونۍ پاکستان هم له بیلابیلو پيښو او واقعیّتونو سره لاس او ګریوان ؤ.د پاکستان د سند صوبې د کورنیو چارو وزیرحارث نواز په وینا، په دغه هیواد کې د غیرقانوني پناه غواړو د میلمه پالنې وخت نور ختم شوی دی او باید خپلو هیوادونو ته بیرته وګرځي.د هغه په وینا پناه غواړو تر دې دمه د پاکستان په خلکو کې ګډ ژوند کړی دی خو اوس به دغیر قانوني  پناه غواړو په ضد  اقدامات وکړي  او نور  په دغه هیواد کې غیر قانوني کډوال ځاي نه نه لري..په وروستیو اونیو کې د اسلام اباد او دکابل د حکوتونو ترمینځ په پاکستان کې د پناه غواړو موضوع په یوه ګرَم بحث بدله  شوې ده.په افغانستان او پاکستان کې ځیني رسندوئې او کارپيژاندي ټینګار کوي،د اسلام اباد حکومت د افغانستان د طالبانو له حکومت سره ئې د تاؤتریخوالو په دلیل فیصله کړې ده  څو ټول هغه غیر قانوني افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي، وویستل شي.د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوړې کمیشنرۍ هم له دې مخکې پر پاکستان غږ کړی ؤ د افغان پناه غواړو نیولل اوزنداني کول  ودروي..دا په داسې حال کې ډی چې د پاکستان د سیاسی او پوځي چارواکو په وینا،د افغان پناه غواړو شتون د پاکستان لپاره د امنیتی ،اقتصادي او اجتماعي سرخوږیو د راپورته کولو سبب  شوي دي .د پاکستان د چارو یو کارپوه محسن روي صفت په دې باب وائي، د پاکستان ملی حاکمیټ د حق په اساس دوي حق لري ،پرَدي مهاجرین ومني او که نه ؟، د جرمني په څیر اروپائي هیوادونو په شان چې په وروستیو کلونو کې ئې په کرتو افغان کډوال له هغه ځایه ویستلي او خپل هیواد ته ئې لیږدولي دی.بردې اساس اوس پاکستان چې تر کلونو کلونو پورې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی،باوري دی چې ددوي د شتون له امله له امنیتی  مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.پردې سربیره د نړیوالو قوانینو په اساس په هغه هیواد کې چې د سولې اوثبات حاکمیّت ټینګ وي،د هغه هیواد ښاریز مهاجر نه ګنل کیږي.

  دوستانو د پاکستان او افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام وخت هم دومره ؤ نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،بریالی اوسوکاله ووسئ.

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه