Dec 09, 2023 14:31 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا [د حضرت امام مهدي(عج) دظهور ۵۱ نښې]

 د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د هیلې رڼا نومې لړۍ له نننی ۵۱مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغې نننۍ برخې کې  دحضرت امام مهدی عجل ا...تعالی فرجه الشریف دظهور د نښو نښانو  په باب درسره غږیږو، نو هیله ده  داستفادې وړ مو ګرځي.

  دوستانو د هغې زمانې شرائطو او حالاتو په باب چې حضرت امام مهدی علیه السالم  پکې ظهور کوي،په تیر مطلب  کې درسره غږیدلي یوو. هماغه شان چې  په حدیثونو کې اشاره شوې ده ، په دغه پړاؤ کې  ظلم او فساد او  له دینه  تښته پراخیږي  او دینداري له مشکل سره مخ کیږی. حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په اوږدو حدیثونوکې  د امام له ظهوره   د مخکې وختونو ځینو بداخلاقیو ته  اشراه کوي چې په هغو کې د حق نابودي، د ناروا اړیکو،همجنس بازۍ،شراب خورئ، دروغو ،بډو رشتونو، مور پلار ته د بې احترامۍ او همداراز د خدای د دین بې محتوا شونه، د قرآن تحریف، د مومنانو سپکاوي ، د  حج ممنوعیّت  او د لمانځه سپَک بلل  پکې شاملیږي.

دغه ګډوډ او د ځيږو او ناخوښو اخلاقو او  عملونو  وضعیّت ته په کتو سره چې  په هغه وخت کې به موجود وي، له پلې زمانې سره د هغو په ډير ورته والي پوهیږو .له بل پلوه  د ایران د اسلامی انقلاب په راپنځیدا سره، نړیوالو ته د حضرت امام الزّمان (ع) د  ورپيژندلو او د هغه بزرګوار د ظهور د زمینه جوړولو لپاره  د زمانې د امام د منتظرانو  فعالیت زیات شوی دی  او له ظلم او کړاؤ او فساد او ماده پالنې څځه ستري  ډيری انسانان هم په یوه ژغورونکي پسې دي څو پر مځکې عدالت، امنیت او ورورولي واکمنه کړی. په دغې حالاتو سره ، ددې احتمال چې  مونږ د حضرت امام الزمان عجل ا... تالی فرجه الشریف دظهور په درشل کې یوو، او دغه مینه ناکه  او بدلون رامینځةکونکي پيښه به ووینو،  په جدي توګه مطرح دی . په عین حال کې  باید هیره نشي  چې  تقریبا د تاریخ په اوږدو کې د خلکو په ضد ظلم او ستمګرانو  او د مظلومو خلکو په ضد تیري  شته دي او  خلک د فساد په زمانو کې محکوم اوپر مومنانو سختیانې ډيرې زیاتې شو يدي .خو حضرت صاحب الامر(ع) په داسې شرائطو کې قیام کوي  چې دغه مشکلات او سختیانې  خپل اوج ته رسیدلي وي. له بله پلوه په هغې زمانې کې د امام بزرګوار منتظران، که څه لږ به وي ، خو باید د  ایمان ،خلوص، توکل او له خپل مولا سره  دمینې  تر هغه  حده رسیدلي وي چې  هغه بززګوار  څخه په خپل ژوند او هرڅه سره ملاتړ وکړي.  په ټول کې پیغممبر اکرم (ص) او د هغه بزرګوار د جانشیان امامیّن علیهم السلام ، له مسلمانانو غوښتي دي چې تل  د زمانې د ژغورونکي د قیام لپاره  تیار ووسي او  دا حتی پخپلې زمانې  نه شونې ونه ګڼي.

  که څه هم  دنړیوال چمتووالي تشخیص او د بشریّت د  ژغورونکي د ظهور لپاه د اجازت صادریدا ،یوازې دخداوندمتعمال په  اختیار کې ده.البته په حدیثونو او روایتونو کې ځ ینو پيښو او ښکارندو ته اشاره شوې ده چې  دهغو پيښیدا  ددغې لوئې او بې مخینې پيښې د رانزدیکیدا ښودنه کوي.  دغه ډول پيښو  ته د ؛ ظهور نښې نښانې؛ وئی کیږي  چې د الهی نړیوال حکومت لپاره د اوږدۀ د پاي خبر ورکوي. هغو نښو نښانو  ته اشاره چې د ظهور د نزدیکت ځيری ورکوي، په نورو دینونو او مکتبونون کې  هم لیدل کیږي. دوستانو د هیلې رڼا نومې لړۍ په لومړنیو مطلبونو کې ،ځیني هغه نښې نښانې چې دینونو د خپل ادعا وړ ژغورونکي د ظهور لپاره مطرح کي دي،ذکر کړي مو دي. په اسلام کې د حضرت بقیةا.. العظم عجل ا... تعالی فرجه الشریف له قیام څځه  مخکې د ځينو خاضو پیښو خبرې مختلف علتونه لری.دهغو یو ترټولو مهم دلیل دا دی چې خلک،دمهدویّت دروغجن مدعیان پيژني،ځکه چې د هغوي له ادعا مخکې،دغه شان پيښې نه رامینځةکیږي.همداراز لکه څنګه چې د فرج د نښو نښانو په باب حدیثونه او قولونه،له پیړیو مخکې  وئيل شوي دي،د هغو تحقق،د هغه بزرګوار د منکرانو او د هغو کسانو په وسیله د امام مهدي  دمنلولپاره چې هغه نه مني،زمینه برابروي. له بل پلوه،د ظهور د نښو نښانو په ښکاره کیدا سره ، په امام الزمان (ع)معتقدانو ډاډ زیاتیږي او د هغه بزرګوار منتظراند د خپل ځان او ټولنې د تیارولو لپاره  لازیاته هڅه کوي. البته باید پوهه شو ، هغه نښې نښانې چې د امام مهدي علیه السلام  د ظهور نزدیکت ته اشاره کوي، ټول حتمی نه دي او له هغو یوازې یو شمیر،ددغې لوئې پیښې د  رامینځةکیدا خبر ورکړي. په بله معنا،؛حتمي نښې نښانې،هغه نښې دي چې د هغوی رابرسیره کیدا قطعي ده او ترڅو هغه پيښې رامینځةنشي ، نو دحضرت  امام مهدي علیه السلام ظهور به ونشي. خو غیر حتمی نښې ، هغه نښانې  دي چې  دهغو قطعي شونه روښانه شوې نه ده او امکان لري ، د هغو ه تحقق پرته  هم امام الزّمان ظهور وکړي. دا هم باید په نظر کې ونیول شي ، چې د ظهور ځيني نښې نښانې ، د آخر الزمان(ع) له قیام سره په یووخت یا ئې په درشل کې  او یو شمیر ئې له هغه سره په لازیاتې فاصلې کې رابرسیره شي.  

د ظهور حتمی نښې نښانې پخپلو کې سره نزدې پنځه پيښې بلل شوي دي چې له هغو ځیني،د ظهور د پيښو یوه برخه جوړوي.د اسلام د ګران پیغمبر(ص) یو پاک لمسی او جانشین حضرت امام جعفر صادق علیه السلام ددغو نښو نښآنو په باب فرمائي ؛د قائم (ع) له قیامه مخکې په پنځو نښو کې،د یماني (قیام)،د سُفیاني (بغاوت)،د هغه غږ کونکی چې له آسمانه چغه پورته کوي،(صیحه آسماني(غږ)،په بیداء کې د مځکې خوئيدا،په مختلفو روایتونو کې د زکیهّ  (پاک)نفس وژ ل کیدا،شاملې دي .د ظهور دوغو نښانو په با په بشپړ ډول توضیح ورکړل شو ی دي څو خلک ئې په سمه تشخیص کړي او د حیله ګرو  او فرصت غواړو په دوکو ونه غولیږی. هماغه شان  چې  ووئيل شول،د امام الّزمان(ع)د ظهور یوه مهمه نښه،صیحه یا آسماني غږ دی. حضرت امام صادق (ع) فرمائي ؛هماغه قائم قیام نه کوي،ترڅو له آسمانه جارچي غږ پورته نه کړي،داسې غږ چې په کور کې ناستې حیادارې او ستردارې انجونې  او د ختیځ او لویدیځ ټول اوسیدونکي ئې  واوري.. دغه آسماني غږ،د خداوند متعال د یوې مقربې او لوئې فرښتې جبرائيل د جبرائيل له خوادی چې په هغه حضرت مهدي  معرفي کوی  او د هغه دفرج ځیری ورکوي. صیحۀ آسماني  په درستې مځکې کې آوریدل کیږي  او پر ټولوحجت تماموي، په تیره بیا دا چې  د حدیثونو په اساس، هرکس  به ئې پخپلې مادري ژبې کې واوري، په دې توګه  دنړۍ خلک   له امام الزمان سره آشنا  شي  او  د هغه بزرګوار په باب به خبرې کوي او د هغه په اړه به  لازیات معلومات ترلاسه کوي.آسماني روښانونکی غږ د حضرت مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف  د ظهور لپاره د خلکو پر   چمتووالي ډیرې اغیزې شیندي  او په همدې دلیل  حضرت امام رضا علیه السلام  فرمائي ؛  چې دمومنانو لباهر ، د رحمت  او د کافرانو لپاره عذاب رامینځةکونکی دی د معصومو امامیّنو علیهم السلام  د ویناؤ په اساس،آسماني ځیری ورکونکی غږ د روژې دمبارکې میاشتې په درویشتمه شپه آوریدل کیږی،خو د شپې په وروستیو کې هم یوه بل غږ آوریدل کیږي،چې  د شیطان له خوا دی او هڅه  کوي،خلک  له مهدي موعود سره  له لیوالتیا وغړوي.  ددغو دوو غږونو په آوریدل کیدا پسې هغه کسان چې له مخکې ئې ځانونه د ظهور لپاره تیار کړي دي،ثابت قدم باقي پاتیکیږي،البته ځيني کسان د شیطان د وسوسې او اغیزو له امله  له سربدالۍ سره مخ کیږ ي او په شک کې پریوځي.خو دوي هم سوکه سوکه  دهغه بزرګوار په حقانیّت پو هیږي.  د حضرت امام الزمان علیه السلام ظهور له بل هرچازیات،دهغه نیکۀبزرګوار حضرت محمد مصطفی (ص) خوشالوي . په همدې دلیل ددعای  عهد په زړه پورې دعا پاي کې لولوو؛، ..... اَللّهُمَّ وَ سُرَّ نَبِیَّکَ مُحَمَّداً صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَآلِهِ بِرُؤْیَتِهِ ، وَمَنْ تَبِعَهُ عَلى دَعْوَتِهِ، وَارْحَمِ اسْتِکانَتَنا بَعْدَهُ، اَللّـهُمَّ اکْشِفْ هذِهِ الْغُمَّةَ عَنْ هذِهِ الاُْمَّةِ بِحُضُورِهِ، وَعَجِّلْ لَنا ظُهُورَهُ، اِنَّهُمْ یَرَوْنَهُ بَعیداً وَ نَریهُ قَریباً، بِرَحْمَتِکَ یا اَرْحَمَ الرّاحِمینَ. خدایا،        ائ خدایه پر خپل پیغمبر محمد(ص) او هغو کسانو  چې (اسلام ته ) د هغو په بلنې سره  ئې له هغه پیروي وکړه،د هغه ( حضرت مهدی)په ظهور او دهغه په لیدو سره ئې خوشاله کړه ، اوله پیغمبره وروسته  د مونږ په غم  او وروسته پاتیوالي رحم وکړه ،خدایه ! د اسلام له امته  دغه غم د امام الزمان په شتون سره لیرې کړه او دهغه په ظهور بیړه وکړه،چې  نور د هغه ظهور لیرې  ګڼي،خو مونږ ئې نزدې وینو،د تا په مهربانۍسره،ائ تر ټولو مهربانانو ، زیات مهربانه::::

              دوستانو د هیلې رڼا نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم  همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې په دې هیله چې پخپلو دعاګانو کې مونږ هم یادکړئ ، په نیاؤمن خدای مو سپارو،،،،

(سیماب)

****************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه