Mar 16, 2024 14:14 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (83)  د قرآني آیتونو د نزول شأن ، د خداي او پیغمبر د پیژندګلوۍ خنډونه

د  تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني درې اتیایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه ننني مطلب کې  د اسراء سورې له ۴۵ تر ۴۸ پورې آیتونو د نزول د شأن  په باب درسره غږیږو، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

د پیغمبر  اکرم د بعثت له پیلیدا څخه تر کابو درو کلونو پورې ، پیغمبر اکرم(ص)د اسلام دین ته یوازې خپلوان او دوستان دعوت کول. په دغې مودې کې کابو څلویښتو کسانو د اسلام په پاک دین ایمان راوړ او مسلمان شول. په دغو درو کلونو کې  رسلو ا...بزرګوار(ص) د مکې له خلکو څه خاص کړاؤ ونه لید، ځکه چې  دمکې مشرکانو په پیل کې دغه واقعه څه خاص جدی نه ګڼله او دهغې لپاره کوم خاص اهمیّت هم نه ورکاوۀ.دوی ګومان کاوۀ، د حضرت محمد (ص) خبرې،د هغو کاهنانو او خدای پرستو خبرو څخه چې له دې مخکې ئې د بتانو عبادت پریښودلی ؤ ولازیاتې نه دي،خو هغه مهال چې خداوندمتعال پیغمبراکرم (ص) ته حکم ورکړڅو په ښکاره  د اسلام توحیدي دین ته خلک وبولي، نو له هغه سره  باؤر نه کونکي او بې مخینې دښمني شروع شوه.

 پیغمبر اکرم(ص)د مکې د مشرکانو په کړاؤ او هائ هوي کې او په ډیرو سختو شرائطو کې ژوند کاوۀ.داسې کومه ورځ نه وه چې هغه بزرګوار د مشرکانو له  کړاؤنو او د خولې له بدو ردو  وئيلو او ټپونو خوندي شي. هروخت به ئې چې تلاؤت کولی،یا د کعبې شریفې ترڅنګ ئې  لمونځ ادا کولی،نو پر هغه به ئې د کاڼو ګوزارونه کول او یا به ئې پسې چغې وهلې او په لوړ غږ سره به ئې د هغه په ضد شعارونه ورکول.

ځیني هغه کسان چې  پیمبر اکرم ئې کړؤَلو،داسې کسان وو چې تر کلونو پورې ئې پخپله او دهغوي پلار نیکونو د حجاز ټاټوبي په بیابانونو  کې او له نړۍ په  انزوا کې ژوند کاوۀ. دوي د لوڼو د ژوندئ ښخولو او د بتانو لپاره د خپلو بچیانو د قرباني کولو په څير ډیر عجیبه دود او دستورات درلودل او دغه دودونه ئې له خپل پلار نیکۀ په میراث کې رسیدلي وو او دوي دا یوه مقدسه چاره ګڼله. دغه جاهلانه اعتقادات او  افکار ، د دوي په روح او ژوند کې  ژورې ریښې د رلودې او د دوي په  نفسیاتي ژوند کې له ورایه ښکاریدې .پردې اساس طبیعي وه چې له پیغمبر اکرم سره چې ددوي د جاهلانه دستورونو مخالف ؤ دښمني وکړي.

البته  د پیمبر اکرم اصلي مخالفان هغه کسان وو چې  پخپله ئې بتاتو ته کومه عقیده نه درلوده، خو په حجاز ټاټوبي کې د هغوي د ګټو ، تجارتي موقعیّت او اجتماعي او سوداګریز ځائيګی له خطرې سره دمخامخیدا په خاطر له دوی سره مخالفت کاوه. هغه ټوله تجارتي کاروانونه او  لارې چې له جبشه څخه د حجاز جنوب او یمن او د حجاز شمال، یعنی  ایران او روم ته رسیدلې، د دوي په لاس او انحصار کې وې.د حجاز ټاټوبی زیاتره قبایل ، په کعبې کې وو.دغه قبایل چې هر کال د خپلو بتانو دعبادت لباره  مکې ته ورتلل، له دغې ډلې  سره چې  د کعبې منجَوَري او ددغو قبایلو دبتانو ساتل ئې په لاس کې درلودل، متحد او همتړونه  وو. د پیغمبر اکرم (ص) د رسمي بلنې په پیلیدا سره ، دوي پوهه شول چې که حضرت محمد بریالی شي، نو د حجاز ټاټوبی ټول قبایل  به  خپل  ټول بتان بل ځای ته یوسي او هغه تجارتي شاه  رګونه چې د دوي د شتمنیو سرچینې دي، د دوی له کنټروله وباسي، نو پردې اساس ئې  له پیغمبر اکرم (ص) او د هغه له لیدتوګې او افکارو سره ئې سخته او  جدی دښمني پیدا شوه.

 د پیغمبر اکرم (ص) یو ترټولو سخت دښمن عبدالعُّزی بن عبدالمطلب (په ابولهب  مشهور) د پیغمبر آکا یا ترۀ ؤ چې په دې وخت کې د هغه بزګوار دیوال په دیوال ګاونډی هم ؤ. دهغه  ښځه د  ابوسفیان خور ، ام جمیل نومیدله او پیغمبر اکرم ئې هم ډير کړاؤلو او له هغه ئې سره په مخالفت کې هیڅ هڅه نه سپمَوَله. عتبه او عتیبه،د ابولهب دوه زامن هم وو او د پیغمبر اکرم له دوو لوڼو رقیّه او کلثوم سره ئې وادونه کړي وو. خو د اسلام  له ظهوره  وروسته ابولهب او دهغه ماندې خپل زامن د پیغمبر لوڼو ته طلاق ورکولو ته مجبوره کړل. ابولهب تل له پیغمبره به بدو ردو وئیلو سره د هغه بزرګوار د افکارو د دودیدا خنډ کید.کله  قریشو  دمسلمانانو او بنی هاشم قبیلې  دبایکاټو لو فیصله وکړه،نو  له بنی هاشمو هغه یوازینی کس ؤ  چې له قریشو سره ئې ملګرتیا وکړه.

 د ابوجهل او ابولهت ترڅنګ ، ابوصفیان بن صخر بن حزب بن امیه ، د اسلام  دګران پیغمبر (ص) او د مسلمانانو ترتولو لوي دښمنان وو. دوي د پیغمبر اکرم د بعثت له  هماغه  پیله، د خداي له دین سره خپله سخته دښمني ښکاره کړه او د رسالت او نبوَت دروغ بلل ئې  پخپلې ایجنډا کې راوستل.دوي هغه کسان وو چې د دوي زړونو ته  یوه شیبه هم د معاد او په خدای د ایمان نور نفوذ ونه کړ.دوي په پیل کې فیصله وکړه. چې د خدای پیغمبر (ص) په ټولنې کې یو خیالاتي کس وبریښوي،پردې اسا،په پیل کې ئې ووئيل،محمد خیالاتي شوی دی  او هغه څه چې د وحي په توګه ئې ادعا کوي،د خپګان او ګډوډونکو خوبونو زیات بل څه نه دی، بلکې حتی  پریشان خوب ئې هم نه دی لیدلی  او دروغ وائي او په پراخ ډول به ئې  په ټولنې کې دا خبرې خورولې .خو له یوې مودې وروسته ئې چې ولیدل هغه پروپیګنډې او آوازې چې د پیغمبر اکرم په باب ئې خورې کړې وې،په ټولنې کې ئې کوم کارندوالی نه دی درلودلی، بلکې  اپوټه  دهغه بزرګوار خبرې ډيرې په زړه پورې ،ښکلی او ډيرې جذبونکي دي ،نو هڅه ئې وکړه،هغه بزرګوار په ټولنې کې یو کاهن معرفي کړي، نو ځکه ئې وئيل، هغه شاعر او کاهن  دی او خبرې ئې  دوکه بازې دي ، او بې محتوا.

  کله  چې  دغه سخت او لو ي دښمنان پوهه شول چې  مخکیني ناروا نسبتونو په ورکولو سره له هغه سره له ګروهمنیدا د خلکو مخنیوی نشي کولی او د هغه دین ورځ تر بلې په پراختیا دی ، نو  له هغ سره ( حصرت محمد ص) سره  سحر او دروغ وتړل. البته  کله چې په حضرت محمد (ص)لګول شوي ټول  مخکیني نسبتونه سبب مخ شول،د هغه شاوخوا خلک تیت پرک شي،نونورو حل لارو ته ئې مخه کړ او د پیغمبر اکرم د خبرو اغیزو د شنډولو لپاره ئې،هغه  ته دمجنون  نسبت ورکړ څو په دې وسیلې سره خلک د هغه له شاوخوا لیرې اوتیت پرک کړي.په دې وخت کې،د اسراء سورې ۴۵آیت څخه تر ۴۸پورې آیتونه نازل شول او وفرمائيل شول؛ وَ إِذا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ جَعَلْنا بَیْنَکَ وَ بَیْنَ الَّذِینَ لایُؤْمِنُونَ بِالاْ خِرَةِ حِجاباً مَسْتُوراً / وَ جَعَلْنا عَلى قُلُوبِهِمْ أَکِنَّةً أَنْ یَفْقَهُوهُ وَ فِی آذانِهِمْ وَقْراً وَ إِذا ذَکَرْتَ رَبَّکَ فِی الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْا عَلى أَدْبارِهِمْ نُفُوراً /  نَحْنُ أَعْلَمُ بِما یَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ یَسْتَمِعُونَ إِلَیْکَ وَ إِذْ هُمْ نَجْوى إِذْ یَقُولُ الظّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلاّ رَجُلاً مَسْحُوراً / انْظُرْ کَیْفَ ضَرَبُوا لَکَ الاْ َمْثالَ فَضَلُّوا فَلا یَسْتَطِیعُونَ سَبِیلاً : ؛ او کله چې  قرآن لولئ، نو د تا او د دوي ترمینځ  چې په آخرت ایمان نه راوړي، نه لیدونکې پرَده راولوو/ او ددوي په زړونو پوښښونه غوړوو،څو دوي پوهه نشي/ او د دوی غوږونه کڼیږي او کله چې د تا پروردګار په قرآن  کې  په وحدانیّت یادوې ، نو دوي  درته شا کوي او  مخ  درنه اړوي. /هغه مهال چې  ستا خبرو ته غوږ ږدي، نو مونږ ښه پوهیږو دڅه لپاره غوږ ږدي،او (همداراز) په هغه وخت کې چې دوي سره پټې خبرې کوي،نو هغه مهال  چې ستمګران وائي، تاسو له هغو کسانو پرته چې پرې جادو شوی وي،  پيروي نه کوئ:/ وګوره، د تا لپاره څرنګه مثالونه ورکړل، په نتیجې کې ګمراه شول ،او د حق لاره نشي پیدا کولی:::

          نو خوږو دوستانو د اسراء سورې د ۴۶ آیت د نزول د شأن په باب حضرت امام محمد باقر علیه السلام څخه یو روایت نقل شوی دی چې فرمائي؛ د خداي رسول(ص) د قرآن په تلاؤت کې ډير په زړه پورې  غږ درلود.  حضرت محمد مصطفی(ص) د کعبې په صحن او ا نګڼ کې  په لوړ غږ سره لمونځ ادا کاوۀ او عتبه بن ربیعه او اشیبه بن ربیعه او ابوجهل او بلې ډلې به د هغه د قرائت  غږ ته  غوږ اچوۀ. پیغمبر اکرم (ص) د  بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ : د  بخښونکي  او مهربان خداي په نامه  آیت ډير زیات تکراروۀ او په لوړ غږ سره ئې  لوستۀ.دوي وئيل، محمد دخپل خداي نامه ډيره تکراروي، هغه  له خپل پروردګار سره واقعا ډيره مینه لري.نو ځکه  نورو هغو کسانو ته چې  ولاړ دي او د هغه بزرګوار غږ آوري ،وئیل؛هر وخت ؛بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ ؛ ئې ووایۀ او تمام شو، او نور آیتونه ئې شروع کړل،نو بیا مونږ  خبر کړئ ،څو مونږ هم راشو او د هغه غږ واورو، هغه مهال خداي تعالی دغه  آیت چې  فرمائي ،؛  وَ إِذَا ذَکَرْتَ رَبَّکَ فِی الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْاْ عَلَی أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا     نازل کړ.

 خوږو دوستانو!د رڼا سرچینې نومې لړۍ ددغه ننني مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې چې بیا ستاسو خدمت ته حاضریږو، نو په نیاؤمن  او پتمن خداي مو سپارو..........

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه