Apr 07, 2024 12:48 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په دغه پیغام کښې تاکید وکړ: د اسلام زړور انسانان به د اسرائیلو ظالم او نسل کشه رژیم ته سزا ورکړی او هغه به په دغه جنایت او دغه شان جنایتونو پښیمانه کړی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د سه شنبې په ورځ په سوریې کښې د ایران د سفارت په قونسلګرۍ باندې د صهیونیسټ رژیم په حمله کښې د اسلام د  سترو سردارانو د شهادت په مناسبت د تسلیت په پیغام کښې تاکید وکړ: د ایران ملت به صهیونیسټان په دغه جنایت او دغه ّپه شان نوروجنایتونو  پښیمانه کړي .

دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو د دوشنبې په ماښام د دمشق په المزه کوڅه کښې د ایران د سفارت قونسلګری په نښه کړه او د دغه حملې په نتیجه کښې د ایران اووه تنه پوځي سلاکاران شهیدان شول .

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په دغه پیغام کښې تاکید وکړ: د اسلام زړور انسانان به د اسرائیلو ظالم او نسل کشه رژیم ته سزا ورکړی او هغه  به په دغه جنایت او دغه شان جنایتونو پښیمانه کړی.

د صهيونېسټ رژيم دغه جنايت د نړيوالې ټولنې لخوا غندل شوی او د نړيوالو قوانينو، د ملګرو ملتو د منشور او د سوريې له ملي حاکميت څخه سرغړونه ګڼل شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کښې د ایران د کونسلګرۍ په ودانۍ حمله د ټولو نړیوالو ژمنو او کنوانسیونونو خلاف ورزۍ وبلله او د دغه اقدام د پایلو پړه  یی صهیونیسټ رژیم ته متوجه  وبلله.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر  حضرت امام خامنه ای د چارشنبې په ورځ د دریو قواو له مشرانو، یوشمیر چارواکو او استازو او ټولنیزو، سیاسی او کلتوری شخصیتونو سره په کتنه کښې په طوفان  الاقصی کښې د صهیونیسټی رژیم دوو ماتو ته په اشارې سره په طوفان  الاقصی او پر غزې د حملې د اهدافو د تحقق په اړه د امریکا د مالی  ، سیاسی او پوځی مرستو سره سره وویل:  له هغې لومې او کیندې چی پخپله یی کیندلی ده ،  د صهیونیسټانو د خلاصون هیڅ امکان نشته او د صهیونیسټ رژیم به ورځ په ورځ ضعیف او د تخریب او تباهۍ ته نږدې او  له ماتې سره مخامخ شی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای سید علی خامنه ای  په دې خبرې په  ټینګار سره چې باید اجازه ورنکړل شی د غزې مهمه موضوع د نړۍ د عامه افکارو له لومړیتوب  ونه ویستل شی، د صهیونیسټ رژیم جنایتونه لکه نسل وژنه او ډله ایزې وژنې او په ښځو او ماشومانو او ناروغانو  او روغتونونه حملی  یې په تاریخ کې بې ساري وبللې او ویې ویل: جنایتونه دومره ستر دي چې حتی په غربي کلتور او په اروپا او امریکا کې هم خلکو د اعتراض غږ پورته کړی دی.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: صهیونیسټانو غوښتل مقاومت او په تېره بیا د حماس ډله تباه کړی، په داسې حال کښې چې نن سبا حماس، اسلامی جهاد او د غزې مقاومت ډله د مشکلاتو په زغملو سره د غاصب رژیم په ځپلو بوخت دی.

هغوی  د بې ګناه ښځو او ماشومانو قتل عام د مقاومت د جنګیالیو په وړاندې د صهیونیسټانو د بې وسۍ نتیجه وګڼله او ویې ویل: د صهیونیسټانو ماتې به حتما دوام لري او د هغوی بیهوده هڅې به د دغه کار  په  شان چې په سوریه کښې یې کړي دي. په دمشق کې د ایران د سفارت پر قونسلګرۍ برید) او البته چې دوی به چپیړه  وخوری ، د دوی ستونزې درمان نکړی .

د قدس د نړیوالې ورځې لاریون او د صهیونیسټی رژیم د ترهګرو عملیاتو د شهیدانو د تدفین مراسم د روژې د مبارکې میاشتې له وروستۍ جمعې سره په یو وخت په اسلامی ایران کښې د فلسطین له مظلومو او مقتدره خلکو په ملاتړ سره ترسره شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د جمعې په ورځ د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون کوونکو په غونډه کښې وویل د دغې ورځې لاریون کوونکي هماغه خلک دي چې په تیرو ورځو کښې یې د قرآن کریم تلاوت کاوه او نن یې  د مختلفو ښارونو او کلیو په لارو کوڅو کښې له  صهیونیسټ رژیم  خپله کرکه څرګنده کړه وویل  یقین لرو چی دغه احساس چې له زړونو او ژړاګانو رامینځته کیږی د صهیونیسټ رژیم د تباهۍ او د فلسطین د خلکو او د مسلمانانو د عزت د لوړولو سبب کیږی .

د ایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر همداراز  دې ته په اشارې سره چې حضرت امام خمینی (رح) په اخلاص سره د روژې د مبارکې میاشتې وروستۍ جمعه دقدس  ورځې په توګه معرفی کړه او ویې ویل: نن مونږ داسې نسل وینو چې په لارو کوڅو کې شتون لری. دوی هغه نسل دی چې نه یې امام راحل  لیدلی او نه یې د انقلاب لومړی ورځې لیدلی دی خو دلته راغلی چې د صهیونیسټ رژیم د ۷۵ کلونو جنایتونه وغندی اوکه خدای کول  حتمي بریا  به د فلسطین د خلکو او مسلمانانو وي .

د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون ګډونوالو د صهیونیسټي دښمن د جنایتونو په غندلو او له فلسطیني ولس د ملاتړ په څرګندولو سره اعلان وکړ: د الاقصی طوفان جنګ او د غزې تړانګې  د خلکو او فلسطینی مجاهدینو د ۱۸۳ ورځني مقاومت دوام له جعلی رژیم  سره د مبارزې په لاره کښې د بدلانه  پیچومې  دی اود  اسلامی  نړۍ له جغرافیې یې د اسرائیلو د سرطانی دانې د له مینځه وړلو بهیر ګړندی کړ.

د دغه پریکړه لیک په دوام کښې ګډونوالو د غزې د جنګ د ادارې د لومړۍ مدافع او د صهیونیسټانو د بې مشروطه ملاتړې په توګه امریکا ته خبرداری ورکړ چې په  لویدیځه اسیاکې  په جنایتونو او نسل وژنې کښې د ګډون او  د ماتې د رسوائ له امله د لا زیاتو ستراتیژیکو لګښتونو له ورکولو ډډه وکړي او په خپل ناوړه سیاست کې له سره غور کولو سره د امریکا د خلکو عزت  د غزې د ښځو او ماشومانود قاتلانو قربانی نه کوی .

د قدس د نړیوالې ورځې د لاریون په وروستۍ پریکړه لیک کښې ګډون کونکو د ځینو عربو او اسلامی حکومتونو له جعلی او نیواکګر رژیم سره د اړیکو د عادي کولو د پلانونو د دوام د غندلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې حکومتونه باید د ماشوم وژونکی  رژیم د اقتصادي شریانونو په بندولو او پرې کولوکی د ملتونو  غوښتنو ته ځواب ووایی او د فلسطین له مظلومو خلکو او د غزې له مقاومت کونکو سره مرسته وکړي چې د نن ورځې له جنایتونو او ناخوالو څخه خلاصون ومومي او په غزه کې د دایمي اوربند لپاره خپلې ټولې هڅې وکاروي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د یکشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د روژې د مبارکې میاشتې د ورځوپه مناسبت  په مبارکی ویلو سره د اسلامي امت د سولې، ثبات، امنیت او سوکالۍ په لاره کښې د عملي ګامونو د پورته کولو هیله وکړه. هغه د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او ترکیې ترمینځ د شویو موافقو د تعقیب او عملي کیدو په یادولو سره د انرجۍ په ډګر کښې د ملګرتیاو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په چمتووالي ټینګار وکړ.

رئیسي همداشان د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا د اوربند د پریکړه لیک له صادریدو سره سره د غزې د تړانګې د خلکو نه هیریدونکې دردونو او کړاوونو ته په اشارې سره وویل چې صهیونیسټي رژیم نه یوازې دا پریکړه لیک، بلکې هیڅ  نړیوال قانون، تړون اوژمنه  هم نه مني او له ۴۰۰ څخه د زیاتو نړیوالو اعلامیو او پریکړه لیکونو څخه سرغړونه د دې رژیم د تیري، قانون ماتونکي او بشري ضد ماهیت څرګندونه ده، د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره د اسلامي هېوادونو جدي همکاري ضروری کړی ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: نن اسلامی امت د اسلامی هېوادونو له مشرانو څخه هیله کوی چې په فلسطین کښې د صهیونیسټانو د نسل وژنې او جنایتونو د بندولو لپاره د دغه سازمان په چوکاټ کښې د اسلامی هېوادونو د ملګرتیا په لړ کښې پرېکنده او کوټلی اقدام وکړی. د اسلامي همکاریو سازمان او نورو سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو د غزې خلکو ته د مرستې او کمک رسولو ټینګار وکړ.

د ایران د ګمرکونو د شمېرنو له مخې، په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو سره د ایران سوداګري ۱.۳۵ سلنه زیاته شوې او ۶۰ میلیارده او ۷۷۳ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

همدارنګه په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د سوداګرۍ وزن ۹۵ میلیونه ۹۲۴ زره ټنه و چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۲.۴۵ سلنه کموالی ښيي.

په دې موده کې ۱۵ ګاونډیو هېوادونو ته د ۲۸ میلیارد او ۲۸۸ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي او هېواد ته د ۳۲ میلیارد او ۴۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي چې په ترتیب سره ۹،۵۱ سلنه کموالی او ۱۳.۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دې موده کې د ارزښت له پلوه عراق، ترکیې، اذربایجان جمهوریت ، ترکمنستان، ارمنستان، کویت، قطر او سعودي عربستان ته د ایران صادرات کم شوي او متحده عربي اماراتو، پاکستان، افغانستان، عمان، روسیې، قزاقستان او بحرین ته  مخ په زیاتیدو وو .

 

 

 

ټیګونه