ایران د اونۍ په هنداره کښې
ګرانو دوستانو ایران د اونۍ په هنداره کښې نومې د لړۍ په یو بل پروګرام سره حاضر شوي یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو.
ایران ته د بُرونډي د بهرنیو چارو د وزیر سفر، په سوریه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د ایران او روسیې ملګرتیا، د برجام د اجرا په هکله د ظریف شننې او تهران ته د ناروی او وینزویلا د خارجه وزیرانو سفر ته یوه کتنه هغه مطالب دي چې په دې پروګرام کښې درته وړاندې کیږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ناروی د بهرنیو چارو وزیر له ایراني چارواکو سره د سلامشورې لپاره تیره اونۍ تهران ته راغله.
له تهرانه د ناروی د خارجه وزیر بورګې برنډې کتنه په تیرو دوو کالو کښې ایران ته د هغه دویم سفر و. بورګې برنډې په دغې سفر کښې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره د تهران-اوسلو د اړیکو او د سیمې د حالاتو په باب خبرې اترې وکړې.
د ناروی د بهرنیو چارو وزیر همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سره ملاقات وکړ.
ولسمشر حسن روحاني په دغه کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) کامیابي په ژمنو باندې د طرفینو پایبندۍ ته ضرورت لري، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی خو ځیني لوري د خپلو بعضو ژمنو په پوره کولو کښې ځنډ کوي خو باید دغه کار جبیره کړي.
روحاني ټینګار وکړ چې ایران د ډول ډول سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په لړ کښې په مختلفو سیاسي کچو له ناروی سره د سلامشورو د پراختیا هرکلی کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
تیره اونۍ همداشان د بورونډي د بهرنیو اړیکو او نړیوالو ملګرتیاو وزیر الین ایمي نیامیتیو هم تهران ته راغی او د دوه اړخیزو اړیکو او د دواړو هیوادونو د علاقې وړ چارو په باب یې خبرې اترې وکړې. هغه په دغه سفر کښې د اسلامي ایران له ولسمشر حسن روحاني سره هم ملاقات وکړ.
روحاني په دغه کتنه کښې د ایران او افریقائي هیوادونو مخ په پراختیا اړیکو ته په اشارې سره وویل: ایران او افریقائي هیوادونه یولړ ګډ اهداف او ارمانونه لري چې په ډیرو ټولنو او نړیوالو بدلونونو کښې د نظر په یووالي سره د یوبل ملاتړ او مرسته کوی شي.
د ایران د مجریه قوې مشر د ناپیئلي غورځنګ د دوو غړو هیوادنو په توګه د ایران او بورونډي د دوه اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا ضرورت ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ناپیئلي غورځنګ غړي هیوادونه دې د اړیکو او ملګرتیاو په پیاوړي کولو سره په نړیوال ډګر کښې په ښه ډول رول ولوبوي.
د بورونډي د بهرنیو اړیکو او نړیوالو ملګرتیاو د چارو وزیر له ځان سره د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته د خپل هیواد د ولسمشر کتبي پيغام هم راوړی و.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په دې وروستیو کښې د افریقا په لویدیځ کښې نایجیریا، ګانا او ګینه کوناکري ته سفر کړی و او د دغو هیوادونو له لوړرتبه چارواکو سره یې ملاقاتونه او خبرې اترې کړې وې.
ظریف په دغه سفر کښې پخپلو ملاقاتونو کښې د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراختیا په شمول مختلفو برخو کښې د ملګرتیاو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
ظریف افریقا ته د خپل پړاویز سفر په وړومبۍ مرحلې کښې د دغې لوې وچې په ختیځ کښې کینیا، یوګانډا، بورونډي او تنزانیا ته او په دویم پړاو کښې د افریقې د شمال دوو هیوادونو یعنې الجزایر او تیونس ته تللی و.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
تهران ته د وینزویلا د بهرنیو چارو د وزیرې میرمن ډلسي روډریګز سفر په تیره اونۍ کښې د ایران یوه بله خبري پیښه وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلې وینزویلایي همرتبه سره په کتنه کښې وویل: د ایران او وینزویلا د ملګرتیاو زمینه ډیره پراخه ده او هیله ده چې په دې سفر کښې د بانکي او انرجۍ د برخو د ځینو استازو شتون ته په پام سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د بانکونو او انرجۍ په برخه کښې لاپراخې اړیکې ټینګې شي.
ظریف له تیرې یکشنبې څخه د لاتینې امریکې شپږو هیوادونو ته سفر پيل کړی چې وینزویلا هم پکښې شامله ده.
ظریف همداشان ونزویلا ته د ناپیئلي غورځنګ د مشرۍ د منتقلیدو موضوع ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د ناپیئلي غورځنګ د ډیر مهم غړي او د هغه د تیر مشر په توګه په ونزویلا کښې په ډیره ښه او غوره توګه د دغه غورځنګ د سرمشریزې له ترسره کیدو سره مرستې ته چمتو دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د عراق د وزیراعظم د ملي امنیت سلاکار فالح فیاض تیره اونۍ په تهران کښې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي په شمول له څو ایراني چارواکو سره ملاقاتونه وکړل. د پروګرام راتلونکی رپورټ همدې موضوع ته بیل شوی دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا منشي علي شمخاني تیره سه شنبه په تهران کښې د عراق د وزیراعظم د ملي امنیت د سلاکار فالح فیاض په کتنه کښې د اسلامي هیوادونو د ویشلو او کمزورې کولو لپاره د دښمنانو دسیسې ته په اشارې سره وویل: په دې وروستیو کلونو او هغو پړاونو کښې چې ترهګر د ماتې په منلو سره شاتګ ته مجبوریږي، بې له ځنډه ځیني لویدیځ هیوادونه د اوربند او د حملو د بندولو وړاندیز کوي او په مقابل کښې، د بیګناه ملکي وګړو د قتل عام په وخت خوله ګنډي.
شمخاني له تکفیري ترهګرۍ سره په مقابله کښې د عراق د پوځ او ولسي ځواکونو د پرله پسې بریاو او په دغه هیواد کښې د امنیتي شرایطو د پام وړ ښه کیدو ته په اشارې سره وویل: که د عراق حکومت وغواړي نو تهران د ترهګرو فتنو تر بشپړې ختمیدنې پورې له دغه هیواد سره پراخو سلاایزو ملګرتیاو او مرسته رسونې ته چمتو دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا منشي په یولړ نورو څرګندونو کښې په سوریه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران او روسیې ملګرتیاو ته په اشارې سره دغه ملګرتیا سټراټیجکه وبلله.
تیره اونې په دې اړه هم یو خبر خپور شو چې روسیې په سوریه کښې په ترهګرو باندې د حملې لپاره د ایران فضا او امکانات کارولي دي. علي شمخاني د دې خبر په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې په سوریه کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د تهران-ماسکو ملګرتیا سټراټیجکه ده او په دې لړ کښې ظرفیت او امکانات برابر شوي دي.
شمخاني ایرنا خبري آژانس ته په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د ایران، روسیې، سوریې او د مقاومت د جبهې رغنده ملګرتیاوې به د ترهګرو تر بشپړې نابودۍ پورې دوام ولري، زیاته کړه: د (ولسي مقاومت د ډکټرین) کارول له ترهګرو ګواښونو سره د مقابلې او په اسلامي هیوادونو کښې د خپلواکۍ او امنیت د ساتنې یوازنۍ طریقه ده.
شمخاني په سوریې او یمن کښې له ترهګرو ډلو د ملاتړ او د اسلامي هیوادونو د امنیت د خرابولو لپاره د منافقینو د کارولو په شمول په سیمه کښې د سعودي رژیم د اقداماتو په هکله زیاته کړه: د مسلمانو ولسونو لپاره د منلو نه ده چې عربستان خپله مالي پانګه د تکفیري او ترهګرو ډلو په پیاوړتیا ولګوي.
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر هم تیره چارشنبه په ایران کښې د روسیې د جنګي الوتکو د دیره کیدو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: ایران له روسیې سره د سوریې په شان سیمه ایزو مسائلو کښې د یو انډیوال په توګه ملګرتیا کوي خو معنا یې دا نه ده چې ګني ایران روسیې ته پوځي اډه ورکړې ده.
لاریجاني په دې خبرې سره چې د اساسي قانون د ۱۴۶ اصل له مخې په ایران کښې د هرډول بهرنی پوځي اډې جوړیدل ممنوع دي، څرګنده کړه: ایران د سیمې د ځینو هیوادونو او امریکې لخوا په سوریه کښې د ترهګرۍ د جوړ شوي کړکیچ په وجه له روسیې سره ملګرتیا کوي او ماسکو نن سبا د سیمې په حالاتو باندې په سمې پوهیدنې سره د ترهګرۍ د کړکیچ د هواري په لړ کښې له تهران سره ملګرتیا کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ایران د خارجه وزارت د عربي او افریقائي چارو مرستیال حسین جابري انصاري هم تیره اونۍ د مینځني ختیځ په چارو کښې د روسیې د ولسمشر د استازي میخائیل بوګدانف له کتنې وروسته وویل: د سوریې په کړکیچ کښې د موثرو لوبغاړو ترمینځ د سلامشورو دوام له کړکیچه د وتنې لپاره د ضروري سریزو زمینه برابرولی شي.
جابري انصاري په نزدې راتلونکي کښې ترکیې ته خپل تګ ته په اشارې سره د سوریې د کړکیچ په هواري کښې د دغه هیواد د رول په هکله زیاته کړه: د ایران او ترکیې ترمینځ موافقه وشوه چې د سیمې د مسائلو د هواري په هکله خبرې اترې د پلاو د تبادلې له لارې جاري پاتې شي.
جابري انصاري د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، یوموټي حاکمیت، د ملي او هراړخیز حکومت د بڼه نیونې او همداشان د سوریې د ولس لخوا د دغه هیواد د برخلیک ساتنه د ایران او ترکیې کلي او د پام وړ اصول وبلل او ویې ویل: که څه هم دا کلي اصول دي خو په همدې کلي اصولو باندې موافقه د سوریې د کړکیچ د راتلونکو اقداماتو سریزه کیدی شي. په دې لړ کښې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د ۵ ساعتونو لپاره تهران ته راغی او له ایراني چارواکو سره یې سلامشورې وکړې.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل: ایران د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) په اجرا کښې د مقابل لوري له لوظ ماتونو سره سخت چلند کوي.
د ایران د تیرې اونۍ د پيښو څیړنې ته په دې اړه یو خبر سره دوام ورکوو.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني تیره اونۍ په یو ولایتي سفر کښې د ایران د لویدیځ په یاسوج کښې د کهګیلویه و بویر احمد ولایت په اداري غونډه کښې وویل: د ایران خلاف د ایټمي بندیز د پلانونکو وروستی هدف په ایران کښې د یورانیمو د پخیدو بندول وو خو هغوي ماتې وخوړله.
د اسلامي ایران ولسمشر په دې باندې په ټینګار سره چې برجام یوازې د بندیزونو د ختمیدو په معنا نه دی، زیاته کړه: له ۵+۱ ډلې سره د ایران د ایټمي مرکچي ټیم د خبرواترو له پيله ټینګار دا و چې باید په دغو خبرواترو کښې د پي، ایم، ډي په شان د بایکاټ بنیادونه له مینځه لاړ شي چې دا موضوع د ایران د ایټمي فعالیت په لړ کښې د هیڅ پوښتنې د نشتوالي په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس لخوا په یو رپورټ سره ختمه شوه.
روحاني زیاته کړه: له برجام وروسته ۵ میلیارډ ډالره پانګونه شوې ده چې دا بهیر په زیاتیدو دی.
د ایران ولسمشر له برجامه د هیلې په ښودلو سره په عین حال کښې څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې لخوا د برجام په اجرا کولو بیخي بدبین او نهیلې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن له غړو سره په یوه ګډه غونډه کښې وویل: د برجام په اجرا کښې د امریکې لخوا یوشمیر کمزورۍ شته خو د ایران او اروپائي شریکانو په دباو سره تمه لرو چې امریکا لافعاله شي او ضمانت ورکړي چې ژمنې یې یوازې پر کاغذ پاتې نه شي او د عمل په ډګر کښې لازیات کار وکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د ریو ۲۰۱۶ کال المپک سیالیو کښې ایراني لوبغاړي ښه وځلیدل.
د المپک لوبو په څوارلسمه ورځ حسن یزداني د سروزرو مډال وګټه او داشان په المپک کښې د ایران د لوبغاړو ډله په لس درجې پورته تګ سره د دغو سیالیو ۲۵ نمبر ته ورسیدله.
د ریو ۲۰۱۶ کال د المپک لوبو د آزادې غیږنیونې د سیالیو په دوام کښې په ۷۴ کیلوګرامه وزن کښې حسن یزداني د روسي پهلوان په وړاندې په فاینل کښې په کامیابۍ سره د آزادې کشتۍ لپاره ۱۶ کاله پس د سرو زرو مډال وګټه.
له دې مخکښې په المپک کښې د سرو زرو وروستۍ مډال په ۲۰۰۰ کال کښې په سډني المپکس کښې علیرضا دبیر ګټلی و.
د ایران د اسلامي جمهوریت د آزادې غیږنیونې د ۵۷ کیلوګرامه وزن استازي حسن رحیمي هم په ریو ۲۰۱۶ المپک سیالیو کښې د زیړو مډال ترلاسه کړ.
د ایران د تکوانډو لوبغاړې کیمیا علیزاده هم خپلې سویډني سیالې ته په ماتې ورکولو سره په ۵۷ کیلوګرامه وزن کښې د تکوانډو سیالیو د زیړو مډال وګټه او د هغې نوم په المپک لوبو کښې د مډال ګټونکې وړومبنۍ ایراني میرمنې په توګه ثبت شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*