تاریخ پاڼه شماره ۳۲۷
نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له نهمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو شپږ پنځوس کاله پخوا، د درې سوه دوه اتیایم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په یوولسمه نیټه، د نحوې ستر عالم علی بن عیسی رماني وفات شو. هغه د خپلې زمانې له ادبي علومو سره له بلدتیا سربیره په فقه، کلام او قرآني علومو کښې هم د پام وړ پوهه درلودله. رُماني د ادب علم د ابن سراج په شان کسانو څخه زده کړ او په دغه علم کښې استاد شو او ډیر شاګردان یې وروزل. د رماني له تالیفاتو (جامع الکبیر فی التفسیر)، (النُکَت فی اعجاز القرآن) او (شرح سیبوِیه) کتابونو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
اته سوه یو څلویښت کاله پخوا، د پینځه سوه اووه نوېم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په یوولسمه نیټه، ستر ایرانی فلاسفر، ریاضي پوه، ستورپیژاندی او پوه خواجه نصیر الدین طوسي د ایران د شمال ختیځ په طوس کښې وزیږید. هغه د ایران د تاریخ یو مشهور او اغیز شیندونکئ شخصیت دی چې فقه او حدیث یې له خپل پلار او منطق او حکمت یې له خپل ماما څخه زده کړل.
خواجه نصیر بیا د ایران د شمال ختیځ نیشابور ته لاړ او د هغه ښار له سترو استادانو یې د ریاضیاتو او نجومو په شمول د خپلې زمانې مختلف علمونه د کمال تر حده زده کړل. هغه د مغول هلاکو خان او د هغه د زوئ په زمانه کښې ستر علمي مرکز او د علومو لومړنی اکاډمي یعني د مراغه ستره رصد خانه یا ترویتون جوړ کړ. د ایران په شمال لویدیځ کښې د مراغه ترویتون جوړیدنه په شپږ سوه اووه پنځوسم هجري قمري کال کښې ثبت شوې ده.
خواجه نصیرالدین طوسي د خپلو رصدونو یا ترویتونو لپاره د لمریزې ګړۍ د کارولو نوي طریقې کشف کړې. د هغه په همت مراغه تریتون د ترویت یا رصد په ډیرو غوره آلو او تجهیزاتو سنبال شو چې له هغه درې سوه کاله وروسته یې هم په لویدیځ کښې ساری نه لیدل کیده. خواجه نصیرالدین طوسي همداشان د مراغه د تریتون په خوا کښې په څه باندې څلور زره ټوکه کتابونو سره یو کتابتون جوړ کړ.
هغه په دغه تریتون کښې شپاړس کاله د ستورو په هکله تحقیق او څیړنه وکړه. له دغه مشهور او تکړه ایراني پوه څخه په عربۍ او فارسۍ ژبو لیکلي څه باندې اتیا کتابونه او رسالې په یادګار پاتې دي. اساس الاقتباس، اخلاق ناصري، اوصاف الاشراف او شرح اشارات ابن سینا نومې کتابونه د خواجه نصیر الدین طوسي ارزښتناک کتابونه ګڼل کیږی.
دغه زیارمن پوه په شپږ سوه دوه اویایم هجري قمري کال کښې له نړۍ سترګې پټې کړې او د عراق په کاظمین ښار کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې په یویشتمه نیټه، د باچا رژیم جنرالانو په تهران کښې د پوځي حکومت نیټه زیاته کړه. دوئ په دغه اقدام سره نیت درلود، د هوائي ځواک له انقلابي پرسنلو سره د ولسي ځواک د مرستو چې د باچاهۍ ګارډ ځواک له خوا پرې حمله شوې وه، مخنیوئ وکړي او احتمالا حضرت امام خمینی او په انقلاب کښې نور اغیزمن کسان ونیسي یا يې ووژنی. خو د اسلامي انقلاب ستر رهبر په ځیرتیا او هوښیارۍ او د موقعې په پیژندنې سره له خلکو وغوښتل چې د پوځي حکومت مقرراتو باندې سترګې پټې کړي. انقلابي ولس هم د حضرت امام خمینی پر فرمان په پوهیدا سره واټونو ته راووتل او اخ و ډب نوره هم پراخ شو او په تهران او نورو ښارونو کښې د باچا د وروست رژیم پوځي مرکزونو ته هم وغزید. دا په داسې حال کښې وو چې پوځیان هم له ولس سره مخامخیدو ته تیار نه وو او له هغو ډیر پرسنل له انقلابیانو سره یو ځائ شول.
له بلې خوا د باچا رژیم تالي څټي لومړي وزیر شاپور بختیار چې په بشپړ ډول يې کنټرول له لاسه ورکړی ؤ، پخپلو وروستیو هلو ځلو کښې يې د رژیم او همداراز د خپل غیر قانوني حکومت د ساتنې لپاره خپلې ټولې هڅې وکارولې. هغه ساواک په نامه د باچا د ویرونکي امنیتي ادارې د ړنګولو او د بیت المال د نغرونکو وزیرانو د محاکمې لپاره د مشرانو جرګې ته د یوې مسودې په وړاندې کولو سره په تلویحي ډول د باچا په ګوډاګی رژیم کښې د پراخ فساد او ویرونکي حکومت پر شتون اعتراف وکړ.
««««««««««««
او له ننه پینځه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د فرورۍ په نهمه نیټه، د الجزایر په پارلمانی ټولټاکنو کښې د اسلام پالو له پام وړ بریالیتوب وروسته، پردې هېواد واکمنو پوځیانو د ټولټاکنو پایلې باطلې اعلان کړې او د الجزایر د اسلامی نجات جبهه یې یو غیر قانونی ګوند اعلان کړ.
پر الجزایر د واکمنو پوځیانو دغه اقدام په دغه هیواد کښې د تاوتریخوالی او جګړې د یوه پړاو د پیلیدو لامل شو چې ډیره مرګ ژوبله یې درلوده.
د ویلو ده چې د الجزایر پارلمانی ټولټاکنې د نولس سوه یو نوېم میلادی کال په دسمبر کښې ترسره شوې.
ذیشان حیدر بنګش