Mar 26, 2017 14:34 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۶۵

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له شلمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له نولسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه شپږ څلویښت کاله  پخوا، له هجرته اتۀ کاله مخکښې د جمادي الثاني يا  څلورمې خور په شلمه نیټه، د خدائ د ګران رسول (ص) قدرمنه  لور بي بي فاطمه زهرا (س) دنيا ته راغله او له ماشومتوب څخه د دغې قدرمنې  بي بي تربيت او روزنه  د خپل قدرمن پلار  لخوا  د  وحي  په  کور کښې  وشوه او د کمال، علم  او  فضيلت  لوړو  درجو  ته  ورسيده. حضرت فاطمه زهرا (س) د هغو دردونو او رنځونو په کمولو کښې چې د خدائ  ګران رسول  (ص) به  د مشرکانو لخوا زغمل، مهم رول درلود.

دغه قدرمنه بي بي د هجرت په دويم کال په يو لړ ساده مراسمو کښې حضرت امام علي (ع) ته چې خپله هم د حق، عدالت او تقوا نمونه ؤ وادۀ شوه. د حضرت محمد مصطفی (ص) قدرمنې لور د حضرت علي (ع) له خلوص او مينې نه په ډک کور کښې په ډېره غوره توګه د ښځولۍ او مورولۍ دندې ترسره کړې او د امام حسن، امام حسېن او بي بي زېنب عليهم السلام په شان ستر او تقوادار انسانان يې په خپله لمن کښې وروزل. په عېن حال کښې حضرت فاطمه زهرا (س) د حق له حريم څخه په دفاع کښې له خپلو اجتماعي وظائفو له ترسره کولو څخه هم ډډه ونکړه ان تردې چې د  خدائ  د ګران رسول (ص) له رحلت نه لږه موده پس د هجرت په يولسم کال او په داسې حال کښې چې د اسلام له صحيح لارې څخه د ټولنې له انحراف څخه په رنځ او اندېښنه کښې وه له دې دنيا سترګې پټې کړې.

 له دې امله چې حضرت فاطمه زهرا (س) د ژوند په ټولو اړخونو کښې د نړۍ د ښځو لپاره يوه بېلګه ګڼل کيږي په ايران کښې د حضرت فاطمه زهرا (س) د ميلاد ورځ د ښځو د ورځې په نامه نومولې شوې ده او په دغه ورځ د ښځې په تېره بيا د مور د مقام قدرونه کيږي. د دغې قدرمنې بي بي د نېکمرغه ميلاد په مناسبت د مبارکۍ په ويلو سره په نبوي جومات کښې د دغې قدرمنې بي بي د خطبې يوه برخه نقلوو چې فرمائي:

((خدائ  ايمان له شرک نه ستاسو د پاکۍ، نمونځ يې له تکبره ستاسو د لرې والي ، له مونږ (اهلبېتو) څخه اطاعت يې د دين د نظام د ټينګښت، زمونږ رهبري يې له تيت پرکوالي او بې اتفاقۍ څخه د  منعې او له مونږ سره مينه يې د اسلام د عزت وسيله وګرځوله))

««««««««««««

یو سلو اتلس کاله پخوا، د 1320هجري قمري کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور په شلمه نېټه د ايران د اسلامي جمهوريت بنسټ اېښودونکے امام سيد روح ا... الموسوي خمېني  چې په امام خېني مشهور دے د ايران په مرکز خمېن ښار کښې وزېږېد. امام خمېني (رح) له ماشومتوب څخه  د ديني علومو زدکړه شروع کړه او د زدکړو د تکميل لپاره قم مقدس ښار ته لاړ.امام خمېني (رح) د قم په علميه حوزه کښې له لوړ رتبه استادانو څخه علمي فېض حاصل کړ او د ډېر زيات استعداد، قابليت، لياقت او محنت په وجه زر د اجتهاد لوړې درجې ته ورسېد. هغه له فقهې نه علاوه په فلسفه او عرفان کښې هم استاد ؤ او زيات شعرونه يې هم ويلي دي. امام خمېني (رح) د ځوانۍ په دوران کښې سياسي فعاليتونه شروع کړل. خو د شاه له پېېلي باچائي رژيم سره يې اصلي مبارزې له 1342 هجري نمريز کال څخه زياتې کړې. د دغو مبارزو په نتيجه کښې ترکيې او بيا عراق ته جلاوطني کړے شو. حضرت امام خمېني (رح)  د جلاوطنۍ د څوارلسو کلونو په دوران کښې نۀ يوازې د لوړ رتبه شاګردانو تربيت وکړ بلکې په مختلفو طريقو سره يې د شاه د رژيم  ديني ضده او ملي ضده ماهيت په ډاګه کړ.

د امام خمېني (رح) بېدارونو، په ډاګه کونو او لارښونو په  1357 کال کښې د کورني استبداد او بهرني استعمار په خلاف د خلقو پاسون لا سخت کړ. خو امام خمېني (رح)  د ايران د وروستي باچا رضا پهلوي له تښتېدو وروسته د سلواغې په دولسمه نېټه هېواد ته راستون شو او لس ورځې پس اسلامي انقلاب کاميابۍ ته ورسېد. حضرت امام خمېني (رح) د ايران د اسلامي جمهوريت له بنسټ اېښودو وروسته تر لسو کلونو پورې په ډېرو حساسو حالاتو کښې د هېواد رهبري وکړه او د اسلامي حکومت په تشکيلولو او د ديني او معنوي ارزښتونو په احيا کولو او د دريمې نړۍ د هېوادونو په کورنيو چارو کښې د سلطه ګرو قدرتونو له لاسوهنو سره په مخالفت سره د نني انسان مخې ته يوه نوې لاره خلاصه کړه. له امام خمېني (رح) څخه مختلف اثار په يادګار پاتې دي چې « اسرار الصّلوة » ، « مصباح الهدايه » او « ولايت فقيه »له هغو څخه دي. همدارنګ د امام وېناوې او پېغامونه په ((صحيفه نور)) نومې يويشت ټوکيزه ټولګه کښې رراغونډ شوي دي. همدارنګ يې د شعرونو ديوان هم خپور شوے دےد امام د کتابونو ترجمې د نړۍ په مختلفو ژبو کښې هم شوي دي.

««««««««««««

یو سلو څلور دیرش کاله پخوا، د 1883 ميلادي کال د مارچ په نولسمه نېټه، انګريز کيميادان سر والټر نورمېن هاورس وزېږېد. هغۀ د هائېډروکاربنونو په اړه زياتې سائېنسي څېړنې وکړې او د شکرې د ماليکيولو د جوړښت لپاره د نوې طرحې په وړاندې کولو کښې کامياب شو چې دغه طرحه هم خپله د هغۀ په نامې سره ونومولې شوه. هاورس همدارنګ د وېټامن سي په اړه چې ماليکيولي جوړښت يې شکرې ته ورته دے يو لړ پراخه تحقيقات او ازمائنې ترسره کړې او د هغۀ صنعتي ډول يې برابر کړ او د اسکوربېک اېسډ په نامه يې ثبت کړ. د دغه تحقيقاتو او اېجاداتو په خاطر هاورس په 1937 ميلادي کال کښې د کېميا نوبل انعام ترلاسه کړ. هغه په 1950 ميلادي کال کښې مړ شو.

««««««««««««

او له ننه شپږ شپیته کاله وړاندې، د ۱۳۲۹هجري لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۹نیټه، د انګلستان او د شاه د لاس پوڅي رژيم له استعمار سره د ایران د ولس له لوړوژورو له ډکو مبارزو وروسته د ایران ملي پارلیمان او سنا جرګې د ایران د تیلو د صنعت د ملي کیدو په هکله یوه واحده ماده تصویب کړه. د تیلو د صنعت د ملي کیدو د قانون تصویبیدل د ایران د خلکو په استعمارضده غورځنګ کښې د بدلانه پيچومی و او د دغه غورځنګ مخ په بشپړیدو بهیر یې چټک کړ. د تیلو د صنعت د ملي کیدو د قانون له تصویبیدو وروسته مصدق د خلکو او د مذهبي مشرانو په تیره بیا د آیت ا... کاشاني په ملاتړ سره د ایران د وزیراعظمۍ لپاره غوره شو او د دغه قانون اجرا د حکومت د پروګرامونو په سرلوحه کښې راغله.

په دې حال کښې لویدیځو هیوادونو له ایران څخه د تیلو پیرودل بایکاټ کړل او انګلستان د ایران له تیلو څخه د د خپلو ناجایزو ګټو د بندیدو په وجه د هیګ محکمې ته شکایت وکړ خو دغې محکمې د ایران په ګټه فیصله وکړه.

په هر حال نوموړی قانون د انګلستان د حکومت او د شاه د دربار له دسیسو او کارړنګونو سره سره د خلکو په اډانې سره اجرا شو او د ۱۳۳۰هجري لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۲۹نیټه د ایران له تیلي صنایعو څخه د انګلستان د تیلو د شرکت د لاس د بشپړ لنډیدو سبب شو.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه