Mar 26, 2017 14:34 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۶۶

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له شلمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور پنځوس کاله پخوا، د 384 هجري قمري کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور په  يويشتمه  نيټه، مشهور مسلمان اديب او مورخ محسن بن علي تنوخي په پینځه پنځوس کلنۍ کښې وفات شو. هغۀ په شعر او ادب کښې زيات قابليت لرۀ او زيات شعرونه يې له ځانه په يادګار پرېښودي دي. تنوخي په يوه لنډه موده کښې د خپلې زمانې مروجو علمي او ديني مرتبو ته ورسېد او بيا يې د قضاوت پېشه اختيار کړه.«الفرج بعد الشده» کتاب چې د هغې زمانې په تاريخي او اجتماعي واقعاتو مشتمله يوه ټولګه ده چې په يو خاص دقت او ظرافت سره يې ليکلې ده. همدارنګ د تنوخي يو بل کتاب ((المساجد)) نوميږي چې په قصو او اخلاقي وېناو مشتمل دی.

««««««««««««

دوه سوه نوي کاله مخکښې، د ۱۷۲۷ میلادي کال د مارچ په شلمه نیټه، د اتلسمې پيړۍ انګریز فزیک پوه، ریاضي پوه او متفکر اسحاق نیوټن په ۸۴کلنۍ کښې وفات شو. هغه په ۱۶۴۳میلادي کال کښې زیږیدلی و او په کیمبرج پوهنتون کښې یې زده کړه وکړه. هغه ۲۴کلن و چې د مکانیک اساسي قوانین یې برابر کړل او هغه یې د اسماني اجرامو په هکله وکارول. د نیوټن ترټولو مهمه کشفونه د ځمکې د جاذبې قانون دی. هغه همداشان د عدسیو د مهمو کشفونه بنیاد کښیښود. د نیوټن د مهم کتاب نوم (د ریاضیاتو طبیعي اصول) دی چې په ۱۶۸۷میلادي کال کښې خپور شو.

««««««««««««

او له ننه یو شپیته کاله پخوا، د ۱۹۵۶میلادي کال د مارچ په شلمه نیټه، افریقايي هیواد تیونس له فرانسې نه خپلواکي ترلاسه کړه. تیونس ډیر لرغونی تاریخ لري او په ۶۹۸میلادي یعنې ۷۹هجري قمري کال کښې په اسلامي امپراتورۍ کښې له شامیلیدو مخکښې په مختلفو پړاونو کښې د فنیقيانو، کارتاژیانو او رومیانو تر تصرف لاندې و.

د لسمې میلادي پیړۍ له وړومبیو څخه فاطمي خلفاو چې د افریقې شمال يې په واک کښې درلود، تیونس هم تر خپل کنټرول لاندې راوست او بیا، حَفصیون لړۍ په دغه هیواد باندې خپل درې سوه کلن حکومت پيل کړ. په کال ۱۵۷۴میلادي کښې عثماني امپراتوري تیونس ته ورسیدله. خو د نولسمې پیړۍ له وړومبیو څخه اروپايي ښکیلاک ګرو په دغه ټاټوبي لاس اچول پيل کړل تردې چې په ۱۸۸۱میلادي کښې په تیونس باندې د فرانسې د پوځ له حملې وروسته دغه هیواد د فرانسې تر ولکې لاندې راغی. که څه هم د تیونس د خلکو آزادي غواړي غورځنګونه له وړومبي نړیوال جنګ وروسته پیل شل خو له دویم نړیوال جنګ او په دغه جنګ کښې د فرانسې له کمزوري کیدو وروسته لا سخت او زیات شول او بلآخره په ۱۹۵۶کال کښې تیونس خپلواک شو.

له خپلواکۍ وروسته حبیب بورقیبه چې د فرانسې له ښکیلاک سره په مبارزه کښې یې ګډون درلود، حکومت ته ورسید خو په تیونس باندې یې تقریباً درې لسیزې په ظلم او  ځپنې سره حکومت وکړ. له هغه وروسته زین العابدین بن علي له ۱۹۸۷کال څخه خپل ډیکټاټوري حکومت پیل کړ چې هغه هم بلآخره د ۲۰۱۱کال په جنورۍ کښې د تیونس د خلکو په انقلاب سره وپرزید.

تیونس په څه باندې یو لک درې شپیته زره مربع کیلومیټره پراختیا سره د مدیترانه سمندر په سویل کښې پروت دی او له الجزایر او لیبیا سره ګاونډ لري.

 

ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه