Dec 03, 2017 09:53 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه نړیوال ویاړونه ۱۱۵

د متعال او بخښونکي لوې خدای په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره دا دی یوځل بیا د (ایراني شخصیتونه نړیوال ویاړونه) نومې لړۍ په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. ګرانو مینه والو د تیر پروګرام په دوام کښې نن هم د شپږمې هجري قمري پیړۍ د مشهور عارف، صوفي، محدث او شاعر شیخ نجم الدین کبری سره لازیات اشنا کیږو چې د کبرویه طریقت بنسټګر او سرخیل و. هیله ده چې د پام او خوښې وړ مو وګرځي. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

                دوستانو د تیرې اونۍ په پروګرام کښې مو ویلي وو چې شیخ نجم الدین کبری په ۵۴۰ قمري کال کښې د ستر خراسان په خیوه ښار کښې وزیږیده. هغه ابتدايي زده کړې په خپل زیږنځي کښې وکړې او د معرفت د ترلاسه کولو لپاره یې ډیر سفرونه وکړل. هر ځاې چې به یې د یو عالم او پوه شهرت اوریده هغه ټاټوبي ته به روانیده او د هغه له محضره به یې ګټه پورته کوله. په همدې وجه نجم الدین کبری یوازي عارف نه و بلکې د قرآن مفسر، حدیث پيژاندی، هیئت پوه، حکیم او فیلسوف، لغت پيژاندی او لوړرتبه رجال پيژاندی ګڼل کیده. په کال ۵۷۵ قمري کښې د خپل استاذ په حکم خپل زیږنځي خیوه ته ستون شو او د معرفت او حقیقت د مینه والو روزنې ته یې ملا وتړله. د کبرویه طریقت بنسټګر شیخ نجم الدین کبری په ۶۱۸ قمري کال کښې د ۷۸ کالو په عمر کښې د مغولو له لوټمارګر لښکر سره په مقابله کښې په اتلانه توګه شهید شو.

                د تصوف او عرفان په خاوندانو کښې دې ته په پام سره چې ځینو به علم حجاب باله، د علومو له ظواهرو او ظاهري علمونو به یې هم خپله ډډه کوله او هم به یې ترې شاګردان ساتل. همدا چاره سبب شوې چې د دې برخې ځیني بزرګان کوم آثار ونه پنځوي. په همدې وجه د عرفان په خاوندانو کښې داسې کسان ډیر لږ دي چې د قلم د اوچتولو او د مقولو د ثبتولو توفیق یې لرلی وي. خو سره له دې چې په هغوي کښې ډیرو لږو تالیف او لیکنې ته مخه کړې ده، په عین حال کښې خو په عین حال کښې یې په دې هکله ډیر ژور آثار له ځانه په یادګار پریښې دي. له نیکه مرغه د کبرویه طریقت مشایخو چې ټول په خپله زمانه کښې د طریقت او شریعت او علم او عرفان حیرانونکي شخصیتونه وو، ډیر ژور عرفاني آثار یې لیکلي دي او په دې لړ کښې یې ډیرې ګټه ورې لیکنې پریښې دي.

نجم کبری او د هغه شاګردان د تاریخي آثارو او خپله د دوي د لیکنو په استناد ټول د قلم خاوندان پاتې شوي او د لړۍ د دوام او د علم او معرفت د ټولو طالبانو لپاره یې ارزښتناک آثار پریښې دي. له نجم کبری نه علاوه چې خپله یې په طریقت کښسط او د الا ا... د لارې د سالکانو لپاره ګټه ور او بنیادي آثار لیکلي او  عالم عرفان ته یې سپارلي دي، د هغه نور ارادتمندان او مریدان هم د قلم خاوندان وو. د سعد الدین حموي، نجم الدین رازي، عطار نیشابوري، علاء الدوله ی سمناني په شان داسې نور ټول د قلم خاوندان پاتې شوي دي. په دې وجه کبرویه طریقت د آثارو د ثبتولو او د معانو د درجو له نظره او هم د اسلام او ایران د کلتور د خدمت له لحاظه او همداشان د تشیع د لوړو افکارو د دودولو او د هغه د ارزښتناکو اصولو د معرفي کولو له نظره د تصوف ترټولو بدایه لړۍ ګڼله کیږي.

                نجم الدین کبری د اسلامي علومو د ښوونې او د سالکانو او مریدانو د روزلو ترڅنګ د لیکنې کار ته هم ډیر پام درلود. د هغه ځینې لیکنې د مینه والو او ارادتمندانو او د معرفت د غوښتونکو کسانو په غوښتنه لیکل شوې دي او ځینې هم د هغو آثارو برخه ده چې شیخ په خپله لیکلې دي.

له نیکه مرغه د دې ځلانده میراث یوه برخه د دنیا به مختلفو کتابتونونو کښې پرته ده او د ځینو یې تش نوم پاتې دی. ډاکټر توفیق سبحاني د شیخ نجم الدین کبری د موجودو خطي نسخو له مخې د عرفان او تصوف د دنیا د دغه ستر عالم د ۳۲ آثارو نومونه ذکر کړي دي. ډاکټر اسدا ا... خاوري د شیخ د آثارو په ډیرې غوره شننې سره د ترکیې په کتابتونونو کښې د هغوي خطي نسخې په ګوته کړې دي. د شیخ نجم الدین کبری ځیني آثار په فارسۍ او ځیني هم  په عربۍ ژبه دي.

د نجم الدین رازي آثارو د زیاتوالي ترڅنګ د موضوع ډول والی هم لرلی او دغه ټول د لیکنې د طریقې له نظره صوفیانه نه دي. ویل شوي دي چې هغه د قرآن کریم یو تفسیر لیکلی و چې دولس ټوکه و. د تفسیر دغه کتاب چې نوم یې عین الحیات دی بیا وروسته د کبرویه مشایخو د دوو کسانو لخوا یعنې وړومبی د دایه د لقب لرونکي نجم رازي او بیا د شیخ علاء الدوله سمناني لخوا بشپړ او پوره شوی دی.

                د تصوف په څانګه کښې د شیخ نجم الدین آثار ډیر زیات دي چې ترټولو مهم پکښې د فوائح الجمال و فواتح الجلال په نوم د هغه مشهور کتاب دی چې د د باطني طریقت او سلوک د آدابو روده ده چې سالک له اول نه تر اخره پورې د کامل شیخ په څارنې سره پاې ته رسوي.

دا رساله مریدانو ته د ورکونکي تعلیم له نظره ډیر اهمیت لري. کوم کسان چې د کبرویه طریقت د کره پیژندنې او ورسره د بلدتیا نیت لري دا کتاب ورله ډیر ګټه ور او لاره خلاصونکی دی او په حقیقت کښې د دې کتاب له لوستو پرته به یې پيژندنه نیمګړې او خرابه وي. د دې اثر مهمه ځانګړتیا دا ده چې د شیخ نجم الدین کبری شخصي تجربې او باطني بصیرت پکښې خپله د هغه په قلم لیکل شوی دی او همداشان هغه خلوتونه چې کړي یې دي او هغه اغیزې چې له هغو چلو یې ترلاسه کړې دي، ټولې یې لیکلي دي او زیاتره د خلوت د پيښو په حکم کښې ګڼل کیږي. د دې کتاب لوستل نه یوازې د کبرویه تعلیماتو له پيژندنې بلکې خپله د لیکوال د درویش ډوله ژوند او حالاتو له نیغه په نیغه پیژندنې سره هم مرسته کوي. په حقیقت کښې د شیخ نجم الدین کبری د خلوت د فلسفو او د رنګ او نور د نتیجو له اړخه د هغه زیاتره عرفاني افکار په همدې رساله کښې راغونډ شوي دي. د نجم الدین کبری په هکله شویو نقلونو او د هغه د څو نورو آثارو له مخې دغه شیخ د چلو کولو په هکله هم د رساله في الخلوه په نوم یوه رساله درلوده چې ځینې نسخې یې نن سبا د ترکیې په شهید علي پاشا او مراد ملا ټولګه کښې موجودې دي. په (اوراد الاحباب) کتاب کښې هم چې د کبرویه یو مشهور اثر ګڼل کیږي، (رسالة في الخلوه) کتاب ته اشاره شوې چې د هغې اصل ثابتوي.

                د (رساله الی الهایم الخائف من لومه اللائم) په نامه د شیخ یوه بله رساله چې په حقیقت کښې هغه هم د چله نشینۍ او خلوتګرۍ په لړ کښې ده او کمال ته د رسیدو لپاره د خلوت شرایط نقد او نقلوي. دا ډول لیکل چې په کبرویه سلسلې کښې ورته ډیر اهمیت ورکول کیده، ډیر زیات دي. دې ته او د نجم الدین (رساله في الخلوه) ته رسالې د صوفیه مشایخو او کبرویه طریقت په نورو لیکنو کښې هم ډیرې موندل کیږي. دا رساله په حقیقت کښې د نیکمرغۍ دستور دی د هغه مرید لپاره چې کمال ته رسیدل غواړي ځکه نو سالک ته د خالص کیدو آداب او طریقه او د نفس او شیطان له دامه وتل ورزده کوي او هم ورته ورښايي چې په دې چارو کښې مخلوق ته نه بلکې یوازې خدای ته پام وکړي او د خلکو له ملامته کولو او د هغوي د بدوردو او طعنو هیڅ غم ونه کړي.

له شیخ نجم الدین کبری څخه د (رساله السائر الحائر الی الساتر الواجد الماجد) په نوم پاتې یوه رساله موجوده ده چې د لسو شرطونو په رسالې مشهوره ده. دا رساله په حقیقت کښې د هغې مخکښنۍ رسالې خلاصه او ترجمه ده چې په عربي ژبه وه، په دې وجه چې ټول په عربۍ ژبه نه پوهیدل نو د هغو کسانو په سپارښتنه چې پارسي ژبي وو د دې لیکنې د لوستلو او ورباندې د پوهیدلو غوښتونکي هم وو، دغه کتاب په پارسۍ وژباړل شو.

                د نجم الدین یو بل اثر (الاصول العشره) دی چې د (رساله في اقرب الطرق) په نوم هم مشهور دی او په حقیقت کښې یې نوم په شرحې سره (رساله في بیان اقرب الطرق الی ا...) دی چې د میر سید علي همداني په نوم د نجم الدین د یو ستر خلیفه لخوا (د لسو قاعدو) په نوم په فارسۍ ژباړل شوی دی. شیخ کبری په دغه اثر کښې هر هغه څه چې د سالک د سلوک ضرورتونه دي، بیل بیل یاد کړي او د هرې موضوع په هکله یې ښې خبرې کړې دي چې عموماً پکښې توبه، زهد، قناعت او عزلت، ملازمت، ذکر او حضرت متعال ته پاملرنه او هم د صبر، رضا او مراقبې په شان بحثونه شامل دي.

                ګرانو دوستانو د دې بحث دوام راتلونکي پروګرام ته پریږدو او تاسو په لوې او متعال خدای سپارو. بریالي اوسئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه