Apr 24, 2018 15:23 Asia/Kabul
  • لارښونکي حدیثونه

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې دلارښونکو حدیثونو دلړۍ له ننني یو سل څلورشپیتم مطلب سره (چې د الهي مینې اومحبت او معراج د حدیث په باب دی )ستاسو په خدمت کې یوو . هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ.

دوستانو د قرآن کریم د اسرا او نجم سورو د  لومړنیو آیتونو په اساس ،  د اسلام ګران پيغمبر (ص) د شپې مهال  له مسجد الحرامه  ،الاقصی جومات ته  لاړ او وروسته  له هغه ځایه   ئې د آسمان په لور عروج وکړ  او   په هغه ځاي کې چې حضرت جبرائیل   له پیغمبر اکرم سره  له ملګرتیا پاتې شو،  د رسول ا.....  بزرګوار او د خداوندمتعال ترمینځ   خصوصي خبرې اترې وشوې .  له هغو ځينی خبرې د معراج په حد یث کې راغلی دي ، چې  په دغې برخې کې   ورته اشاره شوی ده  .

=       خوږو مینه والو ،  په تیرو څو پروګرامونو کې مو  د رسول اکرم  د معراج پيښې ته کتنه کړې  او وئيلي  مو دي  چې دمعراج واقعه یوه ستره واقعه ده  چې  د اسلام دګران پیغمبر   په ویاړمن ژوند کې ثبت شوې ده .  معراج  یوه داسې  پيچلي  موضوع ده چې   ډير زیات  علمي اوفکري بحثونه ئې راپارولی دي .  خداوندمتعال   په قرآن کریم کې دوه ځله ، یعني یو ځل   په آسرا سورې کې او بل ځاي هم  په نجم سورې کې  دپيغمبر اکرم دمعراج واقعې ته اشاره شوې ده .  په روایتونو کې هم  په کرتو په دې باب  خبرې شوي دي  او   دمعراج په حدیث مشهور  شوي دي .  د دغو سندونو په اساس ، پیغمبر اکرم  په معجزناک ډول  ، له مسجد الحرامه،الاقصی جومات ته  لاړ او له هغه ځایه   د آسمانونو په لور  روان شو،او په هغه  ځای کې چې د یوې مقربې فرښتې د شتون امکان پکې نه ؤ،له خداوندمتعال سره ئې خبرې وکړې .په دغه حدیث مبارک کې،ډير لوړ معارف نغښتي دي چې دمونږهڅه داوه چې په څو پروګرامونو کې  ئې ځینو  ټکو ته اشاره وکړو  او  نن هم   د دغه حدیث نهائي برخې  ته ستاسو پام راغواړو .

=      داسلام دګران پيغمبر (ص)له قوله  وئيل شوي دي  چې  دمعراج په شپه  خداي پاک ورته فرمائيلی دي؛یا اَحمَدُ! لَو صلی  العبد صَلاةَ اهل لسَّماءِ وَالارضُ...............

ائ احمد!  که  څوک د  آسمان او د مځکې د اوسیدونکو په اندازه  لمونځونه ادا کړي  او  د اهل آسمان اومځکې  په اندازه  روژې وساتي  او  دفرښتو په اندازه  له خوړو  ډډه وکړي ، او په ډيرو کمو  قالیو(جامو)  صبر وکړي ، خو   که په زړه کې ئې  یوه زرهّ  د دینا مینه او  نام ونمود  او  دهغه  ریاست  او  مشهورتیا  او یا د هغو ښکلاوې  وي ، نو  هیڅکله به هم د ماپه درګاه کې  زماترڅنګ نه وي ، او  دهغه له زړه به خپله مینه  واخلم او زړۀ به ئې تورتم کړم ،  په دې ډول چې  ما هیر کړي او  د ما د معرفت  خوند  به ونه څکي . :::: 

=     که  دچا په زړۀ  کې   ا لهي مینه  واچول شي ، نو  درستې  چارې  او کړنې ئې  په دغې مینې او محبت کې لګیږي .  دغه شان مینې  حضرت شعیب  تر کلونو کلونو پورې   ژړا او فریاد ته اړ باسۀ ، څو نابینا شو .  خداوندمتعال  دهغه  سترګې  هغه ته بیرته وروګرځولې .  یو ځل بیا دومره وژړید، چې بیا نابینا شو. دې ځل هم خداوندمتعال ورته سترګې بینا کړې .  بیا دریم ځل هم  حضرت شعیب وژړید، تر دې چې سترګې ئې بیا ړندې شوې ، دې ځل دخداي پاک  له پلوه ورته جبرائيل   نازل شو  او  ورته ئې پیغام راوړ ،  چې ا ئ شیعب! ولې دومره ژاړې ،؟ که  د جهنم له اووره  ویریږې ، نو  پر تا مو جهنم حرام کړ ، او که  د جنت نعمتونه غواړې ،  نو بهشت  مو هم د تا په اختیار کې درکړ .  خو  شعیب  په ځواب کې ووئيل ؛  د ما خدائ  پوهیږي  چې  زه نه  له جهنمه ویریږم  او نه  هم د جنت هیله  لرم ،  دهغه  مینه مې په زړۀّ  کې  اچولې ده  او نو کله مې چې  هغه ته  توجه کړې ، نو بیا  هیڅ پروا نه لرم چې له ما سره څه کیږي ؛   بیا خداي پاک  هغه ته په وحي کې وفرمائيل ؛ ائ شعیب ! که  په رښتیا داسې وي ، نو  زما لقاء دې په نصیب شه  . او  له همدې امله ،   مو موسی  بن عمران چې له ماسره خبرې  کوي،   د تا خدمت کونکی کړ .:::::

*************************

=    دوستانو د چا په زړۀ کې چې   یوه ذره هم د دنیا مینه او محبت وي،نو د خداوندمتعال قرب ته نشي رسیدلی ، ځکه چې  د انسان زړۀ،  د دوو معبودانو ځاي نه دی .  د    معراج د  دغه  غوره حدیث په اساس ،  څوک چې  په   قدرت غوښتنې او  شهرت پسې وي ، نو خداي پاک  دهغه له زړۀ  خپله مینه وباسي  او  د هغه زړۀ تورتم  کوي .  له دې امله  قدرت غواړي کسان  تر ټولو بد کسان دي .  له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  روایت شوي دي ، چې  فرمائي ؛  په تاسو کې تر ټولو بد هغه څوک دی ، چې  ریاست سره مینه کوي او  غواړي  څو خلک په هغه پسې شي .  دغه شان کس مجبوره  دی چې باید دروغ ووائي  او یا  د خلکو    په ځواب ورکولو کې بې وسه اوناتوانه شي .

 دوستانو په  دغه روایت کې په ظاهره   ځيني  ایماندار کسان چې  د دیني  او شرعي توجیهاتو په بیانولو کې   ریاکاري کوي ،څو  د خپل ریاست مینه  پټه وساتي ، معرفی شوي دي .  هغه کسان چې  په  زړونو کې مینه لري ،څوخلک ئې مدح او صفتونه وکړي  او  دهغه دعزت اواحترام لپاره   په هغه پسې حرکت وکړي ، نو دغه کسانو   له واقعي عزت اوقدرته استفاده  نه ده کړې او  هیڅ فضیلت هم نه لري ، څو خلک  دهغوفضایلو په سبب،په هغه پسې حرکت وکړي،نو  مجبوره دی چې  خلکو ته دروغ ووائي څو  خلک ځان ته جذب کړي  او  سره له دې چې  له نظریه وړاندې کونې او  فیصله کونې برخمن  نه وي ، هڅه کوي ،  ځان فیصله کونکی او د نظرئې لرونکی وبریښوي .

 حضرت امام رضا علیه السلام هم  د دغه شان کسانو په نسبت  چې  د دنیا مینه   په زړه کې لري،  او د قدرت او مقام په ترلاسه کولو پسې دي ، خبرداری ورکوي . ځکه  په روایت کې راغلي دي ، چې  یو کس  امام رضا علیه السلام وخوا ته ورغی  او د یوه کس  نامه ئې ورته واخسته  چې  هغه کس  له ریاست سره مینه لري . 

  حضرت امام رضا علیه السلام ورته وفرمائيل؛که  دوه  لیوان  په یوې هغې رَمې  باندې چې شپون  ئې موجود نه وي ، حمله وکړي ، نو هغه تاوان چې  وررسوي  ئې،  له هغه تاوانه ډير کم دی ، چې  یو ریاست غواړی انسان  ئې دین او  مسلمانانو ته  رسوي :::::::    

 (سیماب)

*********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه