Nov 11, 2019 16:14 Asia/Kabul

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او درود و سلام د نبيانو په خاتم حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغه حضرت په پاک آل باندې او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو او نېکو هيلو په وړاندې کولو سره د وحدت اونۍ مضمون له دويمې برخې سره ستاسو په خدمت کښې يوو،

نوم يې محمد (ص) کېښودۀ، يعنې ستائېلے او خوښ کړے شوے. په دې نامه تر دغه وخت پورې څوک نه وو بلل شوي، دغه نوم د نوم د خاوند په شان د وسيال خداے غوره کړے شوے ؤ چې په تېرو آسماني کتابونو کښې يې زېرے ورکړے شوے ؤ. همدا اوس به داسې ډېر کم څوک وي چې د محمد (ص) نوم يې نه وي اورېدلے؛ ځکه چې له يو ميليارډ نه زيات هغه مسلمانان چې د هغه بزرګوار په عشق او ايمان سره د هغه د رسالت ګواهي کوي  په  دغه سپېځلي نوم درود او سلام وائي د هغه د دين په رڼا کښې له يو بل سره مينه او مهرباني کوي، د انساني ارزښتونو خيال ساتي او د توحيد بېرغ رپېدلے لري. حضرت محمد مصطفی (ص) د خلقت عظيمه او عجيبه ښکارنده ده. هغه د هغو کسانو لپاره د ژوند معنا دے چې د ژوند د سرچينې په تکل کښې دي او د هغه څارونکي په څېر دے چې دښمن له لوړې څوکې څخه ويني د خلقو د ژغورنې لپاره د هغوي په لور ځغلي.

انسان د خپل ژوند په دوران کښې تل د يوې داسې نمونې او بېلګې په تکل کښې دے چې د خپل ژوند د لارې مشال يې وګرځوي او په يوې خاصې موضوع کښې په مطلقه توګه يې پېروي وکړي چې د مقصد منزل ته اورسي. د تعليم او تربيت، يادونې، نفسيات پېژندنې، عرفان او مديريت په بحثوو کښې بېلګې يو لوړ مقام لري او له تاثير کولو يې هيڅکله انکار نه شي کېدې. د اسلام کلتوري تربيتي مکتب هم هم له دې موضوع څخه غفلت نه دے کړےپه مختلفوسطحو کښې يې غوره بېلګې او نمونې وړاندې کړې دي. خداے پاک ترټولو غوره بېلګه د سورۀ احزاب په ۲۱ آيت کښې داسې بيانوي: ««لَقَدْ کَانَ لَکُمْ فِی رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن کَانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْاَّخِرَ وَذَکَرَ اللَّهَ کَثِيراً؛ په تحقيق سره د خداے د رسول (په اقتداء) کښې ستاسو لپاره د ژوند تېرولو نمونه ده: د هغه چا لپاره چې خداے او د قيامت ورځې ته هيله من دي او خداے زيات يادوي.»

د آيت مبارک خطاب په هر زمان او هر مکان کښې د ټولو مسلمانانو په نسبت عموميت لري او ترې داسې مطلب اخېستل کيږي چې  د پېغمبراکرم (ص) د بې مثاله شخصيت پېروي په خاص زمان او مکان پورې نه محدوديږي او هغه نازولے وجود په هر وخت او هر ځاے کښې د هر کس لپاره يوه ځانګړې نمونه ده او له دغه عموميت استثنا نه لري. په حقيقت کښې د ايمان راوړلو او د هغه د خداے د ګران رسول (ص) د رسالت يو حکم د هغه پېغمبر (ص) د لارې او طريقې په پېروۍ کښې دے چې د خداے پاک په لاره کښې او د انسانانو د فلاح او بهبود په لاره کښې يې زيات زيارونه وېستلي دي.

په قرآن مجيد کښې داسې ډېر کم څوک پېدا کيږي چې د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) په شان يې ستائنه او صفت شوے وي. حضرت محمد (ص) د قرآن له نظره له يوې خوا د نورو انسانانو په شان دے د هغوي په شان به يې ژوند کوۀ،د هغوي په شان به يې خوراک څښاک کوۀ او خوب به يې کوۀ، خو لکه د يوې ملغلرې په شان چې په څيزونو کښې ځليږي، هغه هم د انسانانو ترمېنځ يوه ځلانده او شفافه کيميا دے. د قرآن له نظره د خداے د ګران رسول (ص) ځانګړتيا په دې کښې ده چې په الهي درګاه کښې ترټولو کامل انسان دے. هغه د ټولو انسانانو رهبر او لارښود دے اوله خپل الهي او معنوي کماله وروسته د يو نوي تمدن بنياد ايږدي چې د اسلامي عدل او انصاف نمونه دے. په همدې وجه قرآن کريم هغه حضرت د بشريت لپاره د ژوند تېرولو د يوې نمونې او بېلګې په توګه معرفي کړے دے.

د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د يو کيشتي چلونکي په شان هغه وخت چې کيشتۍ يې په ډېر سخت طوفان کښې ګيريږي د ډېرې لږې کمزورۍ ،سستۍ او وارخطائۍ ښودنه نه کوي. له نورو مومنانو سره يو شان ګېنترۍ په لاسو کښې اخلي او خندق کني، د خپلو ملګرو د روحيې او اطمينان د ساتلو لپاره له هغوي سره ټوقۍ ټقالې کوي او د هغوي د ډاډينې او زړۀ ساتنې لپاره د قرآن مجيد په تلاوت او د حماسي شعرونو په ويلو سره هغوي هڅوي، تل ورته د خداے يادونه کوي او د سترو فتوحاتو او ځلانده راتلونکي زېرے ورکوي. د منافقانو له دسيسو يې خبردار کوي او د ضروري بېدارۍ او هوښيارۍ يادونه ورته کوي. له صحيح جنګي سازوسامانونو له برابرونې او له ډېرو غوره فوځي طور طريقو څخه يوه شېبه هم نه غافيليږي، او په عېن حال کښې له مختلفو لارو څخه د دښمنانو له دفع کولو ډډه نه کوي. بې له شکه هغه حضرت په دې مېدان او ټولوډګرونو کښې د مومنانومقتداء او د ژوند تېرولو نمونه دے.

خداے پاک د سورۀ قلم په ۴ آيت کښې حضرت محمد (ص) د ډېرو غوره اخلاقو خاوند معرفي کوي: « او تۀ ډېر لوړ او اعلي اخلاق لرې!»

خداے پاک په دې مبارک آيت کښې د هغه حضرت د ښو اخلاقو ستائنه کوي او ډېر اوچت يې بولي . قرآن مجيد حتی د خپل رسالت او دندې په ترسره کولو کښې د پېغمبراکرم (ص) کاميابي د هغه حضرت ښه اخلاق بولي او بيا د پېغمبر اکرم (ص) ډېره زړۀ سواندي د سورۀ توبه په ۱۲۸ آيت کښې داسې بيانوي: « ستاسو لوري ته هم ستاسو له جنسه يو رسول راغے، هغه هاغه رسول دے ستاسو رنځ او تکليف هغه ته ګران او ناخوښه دے. ستاسو هدايت کېدو ته حرصناک او د مومنانو په اړه رئوف او مهربان دے.»

بې له شکه د اسلام د ګران پېغمبر (ص) سيرت او وېنا د يو اعلي ژوند لپاره يوه رغانده نمونه ده او هر څوک چې د کاميابۍ او نېکمرغۍ موندلو په لټه کښې وي ، پکار دي دغه همېشنۍ بېلګې ته وګوري او د هغه پېروي دې وکړي.

د اسلام ستر پېغمبر (ص) يو بې مثاله شخصيت دے چې د خپل رسالت د چارې په ترسره کولو کښې به يې ډېر ښکلے او مدبرانه عمل کوۀ او په خپلو فېصلو کښې يې د عمل چټکتيا لرله. تر ټولو زيات زغم او صبر لرونکے ؤ، له هرچا زيات سخاوت يې لرۀ، ساده خوراک به يې کوۀ او د عامه خلقو په شان به په زمکه کښېناستېدۀ. د خداے ګران پېغمبر (ص) د تاثير کولو ډېر مهم عامل يې لرۀ، توانمن شخصيت او د چلند اخلاص به يې په هر چا ژور او پراخه تاثير کوۀ، وېنا او خاموشي دواړه يې له حکمته او رغانده ټکو ډک وو. انس بن مالک وائي: «لس کاله د خداے د ګران رسول (ص) په خدمت کښې او ورسره ملګرے وم، په خداے مې دې قسم وي هيڅکله يې سپکه او خفه کونکې خبره په ژبه نه ده راوړې او د هيڅ کار په کولو يې مواخذه او رټنه نه ده کړې له ما سره يې چون او چرا نه ده کړې.»

له هر چا سره د پېغمبراکرم (ص) مهرباني هم ډېره مشهوره وه او مهربان زړۀ يې له هرچا سره تعلق لرۀ. هغه حضرت به تل د خپلو ملګرو حال احوال پوښتۀ. که درې ورځې به يې يو کس ونه ليدۀ نو له نورو به يې د هغه حالات پوښتل، که په سفر به لاړ ؤ نو دعا به يې ورته کوله او که په کور کښې به ؤ نو ملاقات ته به يې ورتلۀ، حتی دښمنان به هم د هغه حضرت د رحمت او مهربانۍ له سمندره خړوب وو. د بدر د جنګ په دوران کښې مسلمانانو د خداے د ګران رسول (ص) په حکم په سيمه د اوبو کويان ونيول او يو حوض يې جوړ کړ او پکښې يې اوبو برابرې کړې کله چې دښمنان د اوبو د استعمال لپاره هغه حوض ته نزدې شول، نو پېغمبراکرم (ص) حکم ورکړ چې پکار دي څوک د هغوي د اوبو د استعمال خنډ جوړ نه شي، له بلې خوا په ټولو اجرائي زمينو کښې د حضرت محمد (ص) عدل او انصاف، قانوني ، اخلاقي او فکري عمل د هغه حضرت يو ځانګړے امتياز دے، په دا ډول چې په يو ډېر وړوکي حرکت حتی په کتو کښې هم په چا ډېر کم ستم نه کوۀ. امام جعفر صادق (ع) فرمائي: « د خداے ګران رسول (ص) به خپل نظر هم د خپلو ملګرو ترمېنځ تقسيموۀ او هر يو ته به يې په انصاف سره سترګې غړولې.»

د انسان يو ذاتي خصوصيت عقلمندي او منطق خوښونه ده. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) به هم په دغه خصوصيت باندې په تکيې سره د حکمت او عقل په بنياد خلق حق ته رابلل او د دې تر څنګه به يې له مينې، محبت نه په ډک ښکلي وعظ سره د خلقو په زړۀ او ذهن نفود کوۀ، له دې امله د خداے ګران رسول (ص) د خداے لوري په رابللو کښې هم يوه ډېره غوره نمونه دے، ځکه چې د بلنې او دعوت له ټولو آدابو واقف ؤ او په دې لار کښې يې ډېر زيات توفيق هم ترلاسه کړ. همدا اوس اسلامي امت دهغه حضرت د لارښونو په رڼا کښې د نړۍ ترټولو ستره مذهبي ټولګه تشکيلوي.

بې شکه حضرت محمد مصطفی (ص) يو ډېر ستر انسان ؤ او سترو سترو کسانو ته هم د خپل فضل او کمال په لمن کښې تربيت ورکړ. هغه يو عقلمن قانون جوړونکې، توانمن رهبر، فرياد اورېدونکې باچا او يو تقوا دار او پرهېزګار پېغمبر ؤ. هغه د زمکې په سر ډېر لوے لوے انقلابونه راوستل. د ايران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... سيد علي خامنه اي په دې باره کښې فرمائي: «خداے پاک مونږ مسلمانانوته حکم راکړے دے چې د پېغمبراکرم (ص) اطاعت وکړوو، دغه اطاعات د ژوند په ټولو ډګرونو کښې دے. هغه حضرت نه يوازې په خپل ګفتار کښې  بلکه په خپل کردار کښې  په خپل ژوند کښې له نورو خلقو او کورنۍ سره د خپل معاشرت په څه رنګوالي کښې، له دښمنانو او پردیو سره په خپلو معاملو کښې، له کمزورو او زورورو سره په خپل چلند کښې او حتی په هر څه کښې يوه نمونه او بېلګه دے. زمونږ ټولنه هغه وخت د يوې بشپړه اسلامي ټولنې واقعي معنا  پېدا کوي چې ځان د پېغمبراکرم (ص) په چلند منطبق کړي. که سل په سلو کښې د هغه حضرت د چلند په شان نه ي چې البته نه دے نو لږ تر لږه دې له هغه حضرت سره شباهت ولري؛ زمونږ په ژوند باندې د نبي اکرم (ص) د ژوند بهير اپوټه نه دے پکار ، پکار دي په دغه لار حرکت وکړوو.»

-----------

 

ټیګونه