سوره یس۲۰-۲۷
p-792-Yaseen-ayaat-20-27 د یس سورې ژباړه او تفسیر
راهی بسوی نور (792)
آیات ۲۰-۲۷
تلاوت آیات 20 و 21 از سوره یس
«وَجَاءَ مِنْ أَقْصَى الْمَدِینَةِ رَجُلٌ یَسْعَى قَالَ یَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِینَ»، «اتَّبِعُوا مَن لَّا یَسْأَلُکُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ»
او د ښار له ډیرې لرې سیمې یو سړی په منډه راغی (او) وې ویل: ای زما قامه! د (الهي) استازو پيروي وکړئ.
د هغه چا پيروي وکړئ چې له تاسو کومه بدله او اجر نه غواړي او په خپله هدایت شوې دي.
په تیره برخه کې مو د خلکو د هدایت لپاره د رسولانې هڅې او کوشش ته اشاره وکړه. دا ایتونه په دوام کې فرمایي: ځینې مومنان تیار دي چې د ظالمو واکمنانو په وړاندې د الهي پیغمبرانو په دفاع کې تر وروستۍ سلګۍ وردیږي او ترې ملاتړ وکړي.
د حبیب نجار په نامه یو کس د ښار په یوه ګوټ کې واوریدل چې خلک غواړي د خدای رسول (ص) وځوروي او وې وژني نو په منډه یې ځان د ښار مرکز ته ورساوه او له نورو یې مرسته وغوښتله. هغه د یو واقعي مومن په توګه پوهیده چې هم باید په خپله ایماندار اوسي او هم نور ایمان ته وبلي چې دښمنان ونه کړی شي الهي رسولان له مینځه یوسي، هغه رسولان چې د هدف یې دخلکو هدایت دی او له هغوي هیڅ مالي یا مادي تمه نه لري.
درسونه:
۱: د دین او د حق د مشرانو دفاع د اهل ایمان له دندوه ده.
۲: د دین په دفاع کې یوازیتوب او د ملګرو نه لرل د دندې او فریضې د ترسره کولو په لاره کې خنډ نه شي جوړیدلی. کله کله ضرورت وي چې انسان په یوازې سر حرکت وکړي د حق د دفاع په لاره کې د ملګرو د شمیر له کمي نه دي ویریدل پکار.
۳: باید د هغه کسانو پيروي وکړو چې د حق لارې ته هدایت شوې دي او د هغوي د لارې په سموالي ډاډ لرو.
تلاوت آیات 22 تا 24 از سوره یس
«وَمَا لِیَ لَا أَعْبُدُ الَّذِی فَطَرَنِی وَإِلَیْهِ تُرْجَعُونَ»، «أَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِ آلِهَةً إِن یُرِدْنِ الرَّحْمَـنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّی شَفَاعَتُهُمْ شَیْئًا وَلَا یُنقِذُونِ»، «إِنِّی إِذًا لَّفِی ضَلَالٍ مُّبِینٍ»
ولې د هغه چا عبادت ونه کړم چې زه یې پیدا کړی یم ، او تاسو ټول به هغه ته جارویستل کیږئ.
آیا د هغه په ځای داسې معبودان غوره کړم چې که رحمان (خدای) وغواړي ماته کوم تاون ورسوي نو دهغوي شفاعت ماته معمولي شان ګټه هم نه لري او ما به ونه ژغوري.
نو په دې بڼه کې به زه په ښکاره ګمراهۍ کې وم.
کوم سړی چې د الهي پيغمبرانو په ملاتړ کې ښار ته راغلی او له خلکو یې مرسته غوښتله، د خپلو توحیدي عقایدو په دفاع کې یې وویل: زه هیڅ دلیل نه وینم چې ستاسو د خیالي بوتانو او معبودانو عبادت وکړم حال دا چې پوهیږم چې خدای زه پیدا کړی یم او که وغواړم د چا عبادت وکړم نو باید د خدای عبادت وکړم. د خالق پرستش، هم د عقل د حکم په اساس دی او هم د انسان د باطني او د ضمیر د غږ مطابق دی. په داسې حال کې چې ستاسو د معبودانو پرستش هیڅ ډول عقلاني بنسټ نه لري ځکه چې که څوک ماته تاوان رسول غواړي نو هغوي له ما خطر نه شي غړولی او که څوک ماته ګټه رسول غواړي نو هغوی یې مخه نه شي نیولی. طبیعي ده چې د عقل او فطرت د حکم پریښودل د ګمراهۍ سبب کیږي او د دغه کار لپاره هیڅ توجیه نیشته.
درسونه:
۱: د خالق پرستش او عبادت یوه د منلو وړ خبره ده خو د نورو معبودانو عبادت هیڅ عقلاني توجیه نه لري.
۲: نه یوازې د خلقت پیل بلکې د انسان د عمر پای هم د خدای په لاس کې دی. نو غوره ده چې د هغه عبادت وکړو او دا عبادت د انسان له عقل او د هغه د ضمیر او زړه له غږ سره هم برابر دی.
تلاوت آیات 25 تا 27 از سوره یس
«إِنِّی آمَنتُ بِرَبِّکُمْ فَاسْمَعُونِ»، «قِیلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ یَا لَیْتَ قَوْمِی یَعْلَمُونَ»، «بِمَا غَفَرَ لِی رَبِّی وَجَعَلَنِی مِنَ الْمُکْرَمِینَ»
(ای خلکو) ما ستاسو په خالق ایمان راوړ، نو زما خبره واورئ.
( آخر یې هغه شهید کړ او) ورته وویل شول: جنت ته داخل شه. وې ویل: ای کاش زما قام پوهیدلی.
چې پالونکي مې زه وبخښلم او زه یې له عزتمنو وګرځولم.
کوم سړی چې د الهي پیغمبرانو ملاتړ ته پاڅیدلی و، د خپلو دلیلونو له بیانولو وروسته وویل چې ما په دې پیغمبرانو ایمان راوړ او تاسو ته دهغه د ملاتړ بلنه درکوم. نو خبره مې ښه واورئ او ښه فکر پرې وکړئ.
خو ضدي کافرانو چې د حق خبرې اوریدلو ته تیار نه وو، هغه شهید کړ او په خپل خیال د هغه له پندونو او نصیحتونو خلاص او په ارام شول. خو خدای امر وکړ چې هغه جنت ته داخل کړی شي ، هغه برزخي جنت ته چې د قیامت تر ورځې به وي. د خدای تعالی صالح بندګان چې شهیدان شوې دي تر هغې ورځې په دغه جنت کې پاتې کیږي.
د شهیدانو د ژوندي والي په هکله خدای تعالی د آل عمران سورې په ۱۶۹ آیت کې فرمایي: هیڅکله ګمان مه کوئ چې کوم کسان د خدای په لاره کې وژل شوې، مړه دي، بلکې هغوي ژوندي دي او د خپل پالونکي په نزد ورته رزق ورکول کیږي.
هغه ایمانداره سړی د خپل قوم دومره خیر خواه و چې حتی د کومو کسانو چې وژلی و د هغوي لپاره یې هم زړه سوزاوه چې هدایت شي او د نیکمرغۍ لاره ومومي.
درسونه :
۱: د دین او دیني رهبرانو په دفاع کې د خپل سر تر حده ودریدل او دخدای په لاره کې شهیدیدل ضروري دي.
۲: الهي کسان د خلکو خیرخواه دي، هغوي له ټولو سختیو او ځورونو سره سره چې له خلکو ورته رسیږي، دهغوي لپاره د نیکمرغۍ آرمان کوي نه د عذاب
۳: د خدای د لارې شهیدانو په عالم برزخ کې ځانګړی ژوند لري چې تر قیامته به روان وي هغوي په برزخي جنت کې د خدای ره نعمتونو او لورینو برخمن دي.
پای.