Sep 09, 2020 08:49 Asia/Kabul

p-853-Az-Zumar-ayaat-64-70 د زمر سورې ژباړه او تفسیر

راهی بسوی نور (853-  

در ادامه با تفسیر ساده و روان آیات 64 تا 70 سوره زمر در خدمت شما هستیم. همراه ما باشید

  تلاوت آیات 64 تا 66  از سوره زمر   

«قُلْ أَفَغَیْرَ اللَّـهِ تَأْمُرُونِّی أَعْبُدُ أَیُّهَا الْجَاهِلُونَ»، «وَلَقَدْ أُوحِیَ إِلَیْکَ وَإِلَى الَّذِینَ مِن قَبْلِکَ لَئِنْ أَشْرَکْتَ لَیَحْبَطَنَّ عَمَلُکَ وَلَتَکُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِینَ»، «بَلِ اللَّـهَ فَاعْبُدْ وَکُن مِّنَ الشَّاکِرِینَ»

 ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو!

او یقینًا یقینًا تا ته وحي كړى شوې ده او هغو كسانو ته چې له تا نه مخكې وو (داسې چې) قسم دى كه تا شرك وكړ (نو) ستا عمل به خامخا لازمًا برباد شي او ته به خامخا لازمًا له تاوانیانو ځنې شې.

بلكې ته خاص د الله عبادت كوه او له شكر كوونكو ځنې اوسه.

 په تېرو خپرونو کې د توحید او شرک خبره وشوه. دا ایتونه هم په دوام کې فرمایي: مشرکانو او بت پالو هڅه کوله په مختلفو پلمو سره  پیغمبر راضي کړي چې د هغوی بوتانو ته په درنه سترګه وګوري او عبادت یې وکړي.هغوی به ویل: مونږ تیار یوو چې ستا د خدای په وړاندې مونځ وکړو او سجده ورته وکړو خو په دې شرط چې ته هم زمونږ د بوتانو په وړاندې سجده وکړې.

 خدای تعالی په دغو ایتونو کې په تنده لهجه فرمایي: دغه شان بې ځایه غوښتنې او خبرې دهغوی د جهل او ناپوهۍ نتیجه ده. ځکه چې  ځنګه ممکنه ده  یو پیغمبر چې د یو خدای منلو او توحید  او له شرک او بت پرستۍ د خلکو د منعې کولو لپاره  مبعوث شوی وي د مشرکانو د جذبولو لپاره د هغوی د بوتانو په وړاندې عبادت وکړي.

ایتونه په دوام کې فرمایي:

 ای پیغمبره هغوی ته ووایه چې زه یوازې د واحد خدای عبادت کوم او ستاسو د بوتانو عبادت او ورته تعظیم هیڅکله نه شم کولی. ځکه چې توحد او شرک داسې څه نه دي چې پرې معامله وکړی شي او هر څوک چې شرک ته ګروهنه پیدا کړي عملونه یې تباه او لولپه کیږي او که دغه شان کس د خدای پیغمبر وي نو بیا یې خو سزا لا هم سخته او درنه وي ځکه چې د نورو د ګمراهۍ سبب هم ګرځي. 

 بې له شکه د عملونو د قبلیدو شرط په توحید عقیده لرل دي او بې له دې هیڅ عمل نه منل کیږي. د شرک په نتیجه کې د انسان د عملونو بدله او اثار تباه کیږي ځکه چې شرک د سوزوونکي اور په شان دی چې د انسان عملونه سوزوي او لولپه کوی یې.

 درسونه:

۱: بې له خدایه د هر څه پرستش، د انسان د جهل او ناپوهۍ نښه ده، که څه هم هغه په ظاهره ډېر علم او پوهه هم ولري.

۲: توحید او د یو خدای منل  د ایماندارو کسانو سره کرښه ده او په هیڅ ډول حالاتو کې په هغې معامله نه کوي.

۳: د ښمنان حتی د پېغمبرانو د بې لارې کولو هڅه هم کوي نو د عامو کسانو د بې لارې کولو لپاره به یې خود کوی.

۴: د خدای تعالی عبادت د مهربان پالونکي د نعمتونو یو ډول شکر ایستل دي.

  تلاوت آیه 67  از سوره زمر  

«وَمَا قَدَرُوا اللَّـهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِیعًا قَبْضَتُهُ یَوْمَ الْقِیَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِیَّاتٌ بِیَمِینِهِ  سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا یُشْرِکُونَ»

او دغو (مشركانو) د الله تعظیم ونه كړ د هغه حق تعظیم، حال دا چې ځمكه ټوله د ده په قبضه كې ده د قیامت په ورځ كې او اسمانونه د ده په  لاس كې رانغاړل (راټول كړى) شوي دي، ده لره پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له هغو څیزونو نه چې دوى يې (له هغه سره) شریكوي

 د تېرو ایتونو په دوام کې، دا ایت فرمایي: هغه مشرکان چې د خدای په رسول پورې یې ناروا خبرې وتړلې او ترې یې وغوښتل چې  د هغوي بوتانو ته درناوی وکړي، په حقیقت کې د خدای مقام یې  ونه پیژنده او د هغه سپیڅلی نوم یې تر دې حده راټیټ کړ چې له بوتانو سره یې په یوه لیکه کې راوسته. په حقیقت کې د شرک سرچینه، د خدای په هکله د صحیح معرفت نه لرل دي  هغه خدای چې د ټولو مخلوقاتو پیدا کوونکی دی د چارو تدبیر د هغه په لاس کې دی او ټول مخلوقات  د خپلې بقا لپاره له هغه د فیض حاصلولو ته  اړمن دي.

 په قیامت کې به ځمکه او اسمان ټول د خدای  د قدرت په لاس کې وي. دا  د خدای د عظمت او قدرت ک او په هستۍ نړۍ د مطلقې سلطې کنایه ده چې ټول پوه شي  چې په قیامت کې بې له خدایه هیڅوک او هیڅ شی د قدرت او اختیار خاوند نه دی او د ستونزو د حل او د نجات کنجي د هغه په لاس کې ده.

 هو ، خدای له هر ډول شریکه پاک او سپیڅلی دی. البته مشرکان هغه وخت په دې حقیقت پوهیږي چې د ستنیدو لاره نه لري.

درسونه :

۱: شرک، د دې نښه ده چې انسان د خدای قدر نه پیژني او د هغه علم او قدرت ته توجه نه کوي.

۲: دا لوی اسمان د خدای د قدرت په وړاندې چې  خالق یې دی، دومره وړوکی او حقیر دی چې ته وا د خدای د  قدرت په لاس کې د یوې راټولې پړپړې په شان  دی.

  تلاوت آیات 68 تا 70  از سوره زمر  

«وَنُفِخَ فِی الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِی السَّمَاوَاتِ وَمَن فِی الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاءَ اللَّـهُ  ثُمَّ نُفِخَ فِیهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِیَامٌ یَنظُرُونَ»، «وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْکِتَابُ وَجِیءَ بِالنَّبِیِّینَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِیَ بَیْنَهُم بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا یُظْلَمُونَ»، «وَوُفِّیَتْ کُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُوَ أَعْلَمُ بِمَا یَفْعَلُونَ»

 او په شپېلۍ كې به پو كړى شي، نو بې هوشه (بې خوده) به شي هر هغه څوك چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي، غیر له هغه چا نه چې الله يې وغواړي، بیا به په دې كې بل ځلې پو كړى شي، نو ناڅاپه به دوى ولاړ وي، ګوري به (حیران حیران)

او ځمكه به د خپل رب په نور سره روښانه شي او كتاب (عمل نامه) به كېښودل شي او نبیان او شاهدان به راوستل شي او د دوى په مینځ كې به په حق (او انصاف) سره فیصله وكړى شي، په داسې حال كې چې په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي.

او هر نفس ته به د ده كړى عمل پوره وركړى شي او هغه (الله) ښه عالم دى په هغو عملونو چې دوى يې كوي.

 

په تېرو ایتونو کې په قیامت کې د خدای د قدرت له بیانولو وروسته،  دا ایتونه د دنیاد ختمیدو او د قیامت د پېل کیدو څرنګوالي ته اشاره کوي او فرمایي: په یوې اسماني چغې سره به ټول مخلوقات مړه شي او له یوې مودې وروسته به په یوې بلې چغې سره ټول راژوندي شي او وبه دریږي او د خپلو عملونو حساب کتاب ته به په تمه وي.

 په بله ژبه،  د خدای په یو فرمان او ارادې سره به هیڅ ژوندی مخلوق  په اسمان او زمکه کې ژوندی پاتې نه شي او ټول به مړه شي او د هغه ذات په بلې ارادې سره به  ټول مړي ژوندي او د قیامت په محمکه کې حاضر شي. البته طبیعي ده چې خدای تعالی هر څوک چې وغواړي له مرګه مستثنی کوي، لکه څنګه چې د ځینې پرښتو لکه جبراییل، اسرافیل او میکاییل په هکله داسې  راغلې دي.

 په هغه ورځ به ټول انسانان دوباره ژوندي کړی شي، ځمکه به  د خدای په رڼا روښانه شي او د حقیقت رڼا به داسې خپره شي چې  له هیڅه شي به انکار نه شي کیدلی. حجابونه او پردې به لرې شي او د انسانانو د ښو او بدو عملونو حقیقت به څرګند شي په دې ډول چې  هیڅ پرده او حجاب به د انسانانو د سترګو په وړاندې پاتې نه شي او د دغه الهي رڼا  په وسیله به هر څه صفا او راڼه ښکاره شي.

په هغه ورځ به د ټولو د عملونو حساب راوسپړدی شي او غور به پرې کیږي. هغه عملنامې چې د انسان ټول واړه او لوی کارونه به پکې لیکلې وي. پیغمبران او ګواهان به هم په هغه ورځ حاضر کړی شي او د خلکو په مینځ کې  به په حقه فیصله کیږي او ورباندې به هیڅ ظلم نه کیږي.

 څرګنده ده چې په هغه محکمه کې چې خدای یې واکمن دی او ځمکه یې د عدالت په رڼا سره روښانه ده او پیغمبران او ګواهان به حاضر وي، بې له حقه به په بل څه قضاوت نه کیږي . په دغه شان محکمه کې به هیڅ ډول ظلم او زیاتی نه کیږي  او طبیعي ده چې هرڅوک به بې له کمي زیاتي د خپلو عملونو له نتیجې سره مخامخ شي.

درسونه:

 ۱: د ټولو مخلوقاتو منجمله انسانانو ژوند او مرګ د خدای په ارادې پورې تړلی دی او هره شیبه  یې خدای اخستلی شي.

۲: د نړۍ پای او د قیامت رسیدل به یو دمي وي او دا کومه تدریجي پروسه نه ده .

۳: د قیامت په محکمه کې به هم د انسانانو عملونه وي او هم ګواهان . هلته به د انسانانو د عملونو حساب د حق او انصاف په بنیاد کیږي.

۴: په دې نړۍ کې  یو شمیر ګواهان او شاهدان زمونږ په کړو او عملونو څارنه لري. زمونږ عملونه  هم د پرښتو په وسیله لیکل کیږي او هم پیغمبران او خاص ګواهان زمونږ له کارونو خبر دي.

 

 پای